جمعه, جنوري 28, 2022
Home+ معاصربیدل | اکبر بری

 معاصربیدل | اکبر بری

دا د معاصربېدل کیسه هسې خوشې په ټوکوراپیل شوه. دغه ورځ بیازماپه کوټه کې سره راټول وو. مجلس موهم دملک پرشعراوشاعرۍ باندې تود ؤ. چې خبره اوسمهالې شاعرۍ ته راغله، ظاهریودم پرې راسم شو وې ویل:

ـ دااوسني شاعران خو مې یوهم ولاکه خوښېږي. 

چې موږحیران وپوښتل:

ـ ولې ؟

ده هم نه وړه نه راوړه پسې زیاته یې کړه: 

ورکوه یې، ټول خوشې چټیات وایي…کټ مټ دسیاسي رهبرانوغوندي..-

موږلادغسي حیران ورکتل چې خپله دخپلې خبرې په رڼاوي سرشو:

– هغوی به هم پرله پسې درته ګډ وي، ساعتونه ساعتونه به درته چغېږي، خوچې په پای کې یې خبروته ځیرشې، نووبه وینې چې داخلک به درته «ږغېدلي» ښه ډېروي،خودرته «ویلي»به یې هیڅ هم نه وي. اوسني شاعران هم همداسې دي. دوی هم شپه ورځ  لګیا دي «شاعرۍ!» درته کوي، هغه هم داسې ګونګې اوبې مانا، چې نه د سړي سرپرې خلاصېږي نه هم کوم دخوند شی پکې موندلای شې. اوکه دې بیاچېرې په ډېرزحمت سر ورباندې خلاص هم شي، نوپه تعجب سره به ووینې چې په آخرکې دې یوداسې څه لوستي، چې نه محتوا لري نه پیغام. نه تاته څه پکي شته، نه هم ستا د ملک او ولس د ټولنیز ژوندلپاره کوم داسې یوګټورټکی، چې دچا په درد دې وخوري. بس خوشې لفاظۍ او «هنربازۍ»، خوشې ګونګ الفاظ اوله کلیموسره لوبې…اوس نوکه داښاغلي وپوښتې چې کاکا له دې ټولوډمامو دې مقصدڅه دی؟ په دې ټولو«غټو»خبروکې اصلاً څه شی راته وایې؟ څه شی رانه غواړې؟ نوسړی به ځای په ځای درته په قارلاهم شي…لومړی به په داسې یوسپک نظردروګوري لکه په دې ټوله نړۍ کې چې یې ترتابل شوده نه وي لیدلی، بیا به په بړغږ درته سرشي چې ماناداهنردی!هنر! څه خوشې ساده خبرې خونه دي چې هرلوستی اونالوستی پرې پوه شي!. په دې «هنري اثر»کې مې مثلاً داسې اوداسې تشبیه ګانې اوکنايې اواستعارې کارولې، له دغو اودغوسمبولونواو اسطورومې کارپکې اخیستی، دومره اودومره اعجازاوایهام اوابهام مې پکې راوستی…اوپه زرګونوداسې نورچټیاټ. 

ظاهرله دې اوږده بیان وروسته لنډه شېبه چوپ شو. بیایې داوږدې ساه له کښلوسره یویو له نظره تېرکړو، لکه دخپلوخبرواثرچې په موږ کې لټوي. خوموږ لا څه نه وو ویلي چې خپله بېرته وړاندې پسې لاړ:

– ښه نوکه اوس دې ځوان ته ووایې چې بلا دې په دې ټولواسطورواواستعاروپسې شه، ماته څه پکې وایې؟ زماملک اوټولنې ته څه پیغام پکې لرې؟… په هماغه له سپکاوي ډک اندازبه درته ووایي چې داشعردی نه شعار!، زه له هنرسره سروکارلرم نه له سیاست اونصیحت سره. دلته باید هرڅه په پېچلي اوډېرمانیزانداز وویل شي چې هرڅوک خپل مطلب ترې واخلي، نه دساده خبرو  غوندي په ډاګه اوبرالا ډول. زما په دې هنري اثر باندي پوهېدل، دشعرپېژندنې ژورې مطالعې اوڅه شي اوڅه شي ته ضرورت لري، نه یوازې زمادشعرلوستلوته!…اوس یې نوراشه ورسره پوره که. کاربه ده خراب کړی وي، سپک سپاند به لاهم ته یې.

 اوله لنډې ساه نیولووروسته یې داسې خپلې خبرې بشپړې کړې:

– دایې لا بلا پې پسې. ترټولو بد یې لا دغه په اصطلاح«شعرپوهان»او«کره کتونکي»دي. خپله خوله نېکه مرغه کوم تخلیقي استعدادنه لري، خوبیاهم شپه ورځ لګیا دي د نورو پرلیکنوشخوندوهي… دې دخدای بنده ګانوته چې ورشې، بیا به له همدې «شعرونو»څخه داسې غټ پیلان درته جوړکړي چې راشه که یې ګورې!. داسې به یې له«علمي»لحاظه بېلابېل «هنري   اړخونه» درته وڅېړي، دومره پټ شیان به پکې پیدا کړي چې ولاکه یې د هغه ویونکي شاعراروا لا پرې خبره وي.  

دظاهردې بې ډوله خبروخدای شته هیچاته هم خوندورنه کړ. خوزموږ شاعرانډیوال حضرت نور«څرګند»یې، لکه په داخېټه چې دې سکونډلی وي، یومخ سره تاووپېچ کړ. له قاره تک سور پرې وربرګ شو:

 ـ رښتیاوايي کنه. دشعراوشعارترمنځ فرق شته، دخره او د آس په اندازه فرق… شعر، شعردی نه شعار، نه سیاست …شعرهنردی نه ساده خبرې، نه خوشې نصیختونه. دلته خبره دفن اوتخیل ده، نه دسیاسي غوښتنواوډاګیزه خبرو.  

ظاهرپکې ورولوېد :

  ـ زه دې نه په شعرغرض لرم انډیواله نه په شعار، نه مې هم ستاله هنراوسیاست سره څه کارشته. زه وایم چې شعرلیکې که شعار، ستاخوښه. ساده یې لیکې که ګلداره، هم په تاپورې اړه لري. خوهره بلا چې لیکې، داسې یې ولیکه چې ماته هم یو «څه»ووایي. اصلاًباید یوڅه پکې وي. یوپیغام باید ولري.                                             

حضرت نورورجوخته کړه:

– شته پکې .

– څه خاورې پکې شته ؟

– هرڅه پکې شته. هم خوندپکې شته هم فن. هم دغه ستاخبره «پیغام » پکې شته،خوداټول  بربنډ نه دي پکې ویل شوي، په هنري فنونوکې نغښتي پکې ویل شوي دي. دا نواوس په تا پورې اړه لري چې څنګه اوچېرته یې پکې لټوې، څنګه یې پیدا کوې. اودیوه هنري اثر خوندهم اصلاً په همدې کې دی. .

خوظاهرورسره ونه منله. تریوتندی لکه پرکوم تېره ازغي چې ختلی وي وچونګېده:

  ـ وه څرګنده وروره، وایم کوربان دې شم داخوشي چټیات ولې راته وایې،ها؟… وایم دغه زه چې په یوه شعرباندې اصلاً پوه نه شم نوخوند به لا دڅه خاوروترې واخلم، هن؟…یوشعرچې سرترپایه ګونګ وي، هغه هم ماغوندې یوچاته چې له تاسره یوځاۍ دادبیاتوپاکولته وایم، نوددې شعرپیغام به لا څنګه رامالوم شي،ها؟ نوعام خلک به لا څه خاورې ترې بود کړي؟. 

په دې ډول د ظاهراوڅرګندترمنځ خبرې سرې شوې. یوه ویل چې شعربایدروان اوعام فهمه وي، بل ویل چې نه، شعربایدایهام اوابهام ولري، له ادبي فنونواوظرافتونوډک وي، یوه ویل چې شعربایدخپل مطلب روڼ سړي ته ووايي، بل ویل چې نه په شعرکې بايددهغه مطلب ته مازې کنایې اواشارې شوي وي. یوه ویل چې په شعرکې بایدیومهم ټکی اوپیغام پروت وي، بل ویل چې بل کوم پیغام میغام ته حاجت نشته، دشعروجودپه خپل ذات کې د هغه پیغام دی. یوه ویل چې شعرباید ماته، زماټولنې اوخلکوته یوڅه ولري، یوې خواته مووهڅوي، دیوشي لارښوونه راته وکړي، بل ویل چې شعرمازي له هنرسره سروکار لري نه له سیاست او  نصیحت سره، له هنرڅخه ددې خبروتمه کول اصلاً سورکفردی. یوه ویل چې هنراوشعریوه خاصه خبره ده چې یوازې خواصوته کېږي، بل ویل چې شعراو هنرکه خاصه خبره هم وي نونه یوازې له خواصوسره بلکې له هرڅومره ډېروخلکوسره چې یې  شریکه کړې هغومره په خپل کارکې بریالی یې… 

موږ هم کله یوه ته کله بل ته سرونه خوځول. په دې ډول موهم ددوی بحث تود ساته، هم مودوی ته ښوده چې کاکا دا موږهم څه خوشي سوټیان نه یوچې ستاسي په دې«پخوخبرو» موسرخلاص نه شي! نه ،نه. موږ هم په دې بحث کې دادی په یونه یوډول درسره شریک یو. یوځل خومو ان خپل «نظر»لاورته ووایه، چې ماناداهنراوشاعري چې ده، داد هرچا دخپل ذوق اوخوښې خبره ده؛ د چایوشی خوښېږي د چابل شی. خودوی زموږ په دې نظر کې اصلاً ری هم ونه واهه، اصلاً یې په یوه پیسه هم ونه ارزاوه. بس هسي پخپل منځ کې سره لګیا وو. هریوخپلې خبرې ته تمبه و. هرچاخپل فکراورایې ته خپل «پاخه»دلایل راوړل؛ چې آبل به هم په لاپخودلایلووررد کړل. په دې ډول دوی ښایسته ډېرګړۍدغسي له احساساتوپه ډک اندازسره وږغېدل؛ چې بیاهم کومې پایلې ته ونه رسېدل، زیاتي نوپر دوی هم بله لاره ورکه شوه، ورو ورویې پر یوبل باندې شخصي تعرضونه پیل کړل. لومړی برید څرګند صیب وکړ. هماغسې چنګې سوږمې یې ظاهرته وکتل په یوډول ملنډوغوندي یې وویل: 

 ـ اوبل، دااوسنی شعرچې دی، داڅه داسې اسانه خبره هم نه ده چې هرناپوه اوبې سواده پرې پوه شي… دادژورې هنري پوهې اواوچت عالي تخیل محصول دی ! ځکه خو پرې پوهېدنه هم ژوره مطالعه اوحساس فکرغواړي. 

ظاهرهم لکه چې سم دحضرت نورپه مطلب پوه شو. د پخواغوندي یې اوس هم دقارپه صورت کې شونډې لږ ورپېدې ، تېره یې څرګند ته وکتل، تنګې سترګې یې پرې وربړچ وهل :

ـ ته نوماته بېسواده وایې ها ؟…« ماته ؟!»…دغه«زه» تاته ناپوه سړی ښکارم، هن؟

اوهماغسي قارجن یې پرې ورزیاته کړه:

– اول خو له دغه تاسره یوځای په یوه پوهنځي کې ناست یم. دوهم مې په هرمضمون کې نومرې هم ترتالوړې دي… او، درېم مې لږترلږه دغه ستاپه تاله ادبي کتابونه او شعري دېوانونه لوستي دي. اوس نوخپله ووایه چې زه بېسواده یم که ته ؟

موږچې داوضعیت ولید، پوه شووچې که ځان ونه خوځووخبره مردارېږي. هماغه وچې په اصطلاح «مداخله» موپکې وکړه. لومړی موددواړوپه چوپ کولولاس پورې کړ. چې پردې کاربریالي شوو، بیامودخوشي ټوکواوچټیاتوپه راپیلولوهڅه وکړه چې ددوی دا«پوخ علمي بحث!»په ټوکوټکالو واړوو. له دوی سره دې هم خدای ښه وکړي ډېرزحمت ته یې ورنه کړو. ددې پرځای چې لا یوبل ته سره سره شي، له موږ سره په ټوکوټکالوراګډشول. ډېروخت نه وو تېرچې بیاهاغه دڅوشېبومخکې خبرې یومخ هېرې غوندې شوې. زه یو ګړی نورهم ماتل شوم.چې وضعیت مې ښه آرام وموند، غلی څرګند ته ورپه څنګ شوم ومې ویل: 

-څنګه شوڅرګنده؟

ـ څه شی څنګه شو؟

– له ظاهرجان سره بحث …لکه چې څه کوچ دې ترې ونه ایستلی شول.

ویې ویل :

 – نه بابا…

اووړاندې پسې لاړ:

– خوشي برناحقه په هرچالګېږي. که شعرویل داسې اسان کاروي، نوودې نیسي خپله دې یوڅودغسي چټي شعرونه ولیکي…خپله شعرنه شي ویلی په نورویې نیت بدېږي.

داخبره نه وه بلا وه بلا، بیا شرترې ولټېده. ظاهرلکه چې زموږخبروته غوږ نیولی و، ځکه یې سترګې له قاره لاتنګې شوې په خبروکې ورولوېد:

– نیت مې بدېږي هان؟…په«دغو»چټیاتومې نیت بدېږي؟ توبه له لویې خبرې دغسي «شعرونو!»ته خوچې دغه نن شپه کښېنم ترسباپورې به یوغټ دېوان درته ولیکم.                                                                            څرګندسړه سینه خوله ملنډوپه ډکه موسکاورغبرګه کړه:

– ددېوان لیکلوته حاجت نشته .مازي یوڅوبیته ولیکه ، بیابه دې زه هم ومنم.

ظاهرتکرارکړه : 

– مازي یوڅوبیته ؟

اوچې څرګندوویل: 

– هو، مازي یوڅوبیته .

ظاهرهم موږ ته مخ راواړاوه په لږ لوړ ږغ یې ټول مخاطب کړو:

– ښه موددې ځوان خبره واورېده؟

اوبې له دې چې زموږ ځواب ته ماتل شي خپله یې څرګندته لاس ونیوپسې زیاته یې کړه:

– داځوان وايي چې که مې مازي یوڅوبیته شعرولیکلای شوبیابه مې دی هم ومني. اوس نوښه غوږراته ونیسئ چې زه څه ورته وایم .

– زه دادی ستاسي ټولوپه مخکې ورته وایم چې همداسبا به که خدای کول مازي څو بیته نه ، بلکې ښایسته ډېربیته شعرونه ورته راوړم . هغه هم ټول په همدې« معاصر!» سبک لیکل شوي «پاخه شعرونه».

خودظاهردې ادعالکه چې په څرګندڅه خاص اثرونه کړ. هماغسي موزي موسکا پرشونډواوهماغسي په سړه سینه په خبروکې ورولوېد:

-سبانه، بله اوونۍ … یوه بشپړه اوونۍ وخت لرې.

ظاهرورجوحته کړه:

.  -اوونۍ ته حاجت نشته .همداسبا دې خپل شعرونه وغواړه

اوله لږ سوچ وروسته یې پسې وویل: 

-خو په یوه شرط .

زموږ بې اختیاره له خولې ووتل : 

-په څه شرط ؟

-په دې شرط چې داټول شعرونه به زه پخپله مورنۍ ژبه لیکم .

موږ چې هسې هم داټوله موده په پاړسي ورسره ږغېدلي وو، بې له کوم جنجاله داشرط ورسره ومانه. ماته خولا خدای شته داهم زړه ته راتېره شوه چې ځه ښه ده چې په پاړسي یې لیکي، ځکه دا سړي چې په پاړسي د پاخه شعردلیکلودعوه کوي نوپه پښتو خوبه یې په پټوسترګوهم ولیکلای شي. هماغه و چې ټولوپه همدې خبره ورسره امین کړه. زیاتي مودا بحث پرېښود، په نورو مجلسونوسره اخته شوو.

 

په دابله ورځ چې پوهنتون ته راغلم، ظاهرجان رښتیاهم یوه بشپړه پاڼه ډکه کړې وه. ان له لېرې یې موسکې شونډې راته وڅنډله، په شوق زما ورتلوته سترګې په لارشو. چې ورورسېدم ګړندی یې ګوښې ته کړم واردواره یې څو«شعرونه» راته ترې ولوستل. چې راخلاص شوسر مې وڅانډه حیران مې وخندل:  

  – یاره داخودې عجیب شیان لیکلي . څه وخت؟   

– همدابېګاشپه … یوه برخه مې یې لانن سهارولیکله.  

اوپه ویاړلې لهجه یې پرې ورزیاته کړه :  

  ږغ مه لره سړیه چې زورور شعرونه مې جوړکړي، وایم خو نه لري، خو !..-

ومې پوښتل:  

  – بل دې چاته واورول ؟ 

  هیچاته. ته لومړی کس یې چې په مخه راغلې . – 

اوراڅخه ویې غوښتل چې له ده سره یوځای په آنوروانډیوالانوپسې وګرځو. ورته «ښه»مې کړه، سره رهي شوو. هرځای چې موهریو وموند، ظاهرپه شوق خپل شعرونه پرې واورول . دوی هم زما غوندي، هریوه لومړی حیران وخندل، بیا یې په دې خبره اقرار وکړچې ددې پاڼې هرڅه شعري ډول اوجوړښت لري؛ خو په مانا یې ماغوندي دوی هم پوی نه شول .آخر څرګند صیب ته هم شعرونه ور واورول شول.هغه ګونځې ټنډه په ځیرټول واورېدل، خوپه پای کې یې خدازده ولي خلق ورته تنګ غوندي شو.  قارجن یې په اعتراض وویل :  

.   داشعرمېر نه دی کاکا ، خوشي چټیات دي، چټیات.- .

ظاهرورغوڅه کړه :

  – دڅه شي چټیات ؟

  – ټول چټیات؛ له یوه لبه ټول… هیڅ مانا نه لري. هیڅ شی نشته پکې .

ظاهرلکه چې له خدایه همداغوښته ، خوشاله یې سترګې وځلېدې، راضي موسکا پرشونډو یې وویل :  

  – ږغ مه لره سړیه چې بېخي ډېرشیان پکې شته …یومخ له شیانوډک دی. ماته ټول رامالوم دي خوتاته یې نه درښیم . ځکه چې دایو«معاصر!» شعردی ، بیخی معاصر… اوپه دې باندې پوهېدل دهرلوستي اونالوستي کارنه دی ، ژوره مطالعه اوحساس! فکرغواړي.  

نیږدې و چې بیا شخړه ترې جوړه شي، ځکه هریوبیا خپلې خبرې ته تنبه ؤ. څرګند د ظاهرلیکنې اصلاً شعرخویې لا ایسته پرېږده، چې نه یې بلل، بلکې پرټولویې د«بې ماناچټیاتو»ټاپه لا وهله . اوظاهرنه یوازې داچې هغوی شعرونه بلل،بلکي «ډیرپاخه»او په«هرتول» برابر یې لا هم بلل .

هماغه ؤچې بیامو مداخله پکې وروکړه . خوداځل له بده مرغه موږ هم ډېرژرپه دوو برخو سره ووېشل شوو.څوک دظاهر،او   څوک دڅرګند په خوا ودرېدو؛ اوپه دې ډول لانجه هماغسي پرځای پاتې شوه. څوشېبې مونورهم خبر دې خوا اې خواسره وشاربله ،  خوچې څه مو ترې بودنه کړه ، آخردې سلاته ورسېدوچې سړیه داغوټه په موږ نه خلاصیږي، باید یو درېمګړی پکې راګډ  کړو، اوله هغه څخه ددې «شعرونو»دڅرنګوالي جاج واخلو. خویوه خبره باید مخکې له مخکې لا مالومه وي . هغه داچې:  هره پرېکړه چې دې درېمګړي وکړه، ټول به یې بې له کوم اعتراض اوجنجاله منو. داخبره دټولوخوښه شوه .هماغه وچې دنورو  بحثونوپرځای مودیوداسې درېمګړي پرټاکلومشورې پیل کړې چې ټولوته دمنلووړ وي . اوخدای شته ډېروخت نه و تېر، چې پچه د بصیر«نکته دان»په نامه وخته . چې رښتیاخبره شي پخپله څرګندیې دنامه وړاندیزوکړ. موږهم په یوه سلاورسره ومنله.  ځکه دا بصیرنکته دان که څه هم پخپله شعري طبعه نه لرله، خودشعرونوشوق اوپه شعر باندي پوهېدل یې ټولوته مالوم و.هغه دده په وینا که شاعرنه ؤ، نو«اهل دل» خوضرور ؤ. 

 موږهم نورې خبرې پرېښودې سم دلاسه مونصرالله ورپسې ولېږه، چې هرځای وي بصیر نکته دان پیدا، اودلته یې راولي . نصرالله وخوځېد. زیاتي نودغسي چوپه خوله، خو له تلوسې ډک زړونه زموږ دپوهنځي مخې ته په مرغوکې کښېناستواوپه ګډه موهغه ته ورکتل چې څنګه په ګړندیوګامونوشېبه په شېبه راڅخه لېرې کېږي. خونصرالله مولاسم له سترګونه  ؤ پناه شوی چې ظاهرموږ ته کړه:

-رښتیا، یو بل شی هم باید وکړو…  

بې حوصلې مو وروکتل چې سړیه «دغه بل»لاڅه شی وکړو. خوچالاڅه نه ؤ ویلي، چې ظاهرخپله وړاندې لاړ :

  – که زماخبره منئ دیوبل شاعرشعرهم بایدپردې شعرونو ورزیات کړو. مقصدمې د معاصروشاعرانوله ډلې څخه دیوچاشعردی.

حیران په خبرکې ورولوېدو :

  – ولې ؟

ډاډه موسکاپرشونډویې راغبرګه کړه:  

  – چې زما د شعرونوپوخوالی نورهم درته ثابت شي .

موږ هماغسي هک حیران ورکتل بې له دې چې سوڼ له خولې وباسو، یوازې څرګند له قاره تاواوپېچ شو. اوظاهر،چې زموږ له دې سرګردان حالته ښکاره خونداخیست، لنډ وخندل، په هماغه ډاډمنه لهجه یې دخپلې خبرې لړۍ پسې ونیوله : 

  – ګورئ، په دې ډول به تاسي په خپلوسترګوووینئ چې زمادغه لیکلي شعرونه داوسنیو شاعرانوترهغوپه هیڅ تول کم نه دي… تاسي فقط همدومره وکړئ چې دنوموړي شعرپه باب نکته دان ته مه وایاست چې دا د بل چاشعردی . که یې خپله وپېژانده ، هغه بېله خبره ده، خو که یې ونه پېژانده نوباید داسې ورته وښیئ لکه داشعرچې هم زما وي… اوس نوکه خپله نکته دان صیب هم زما دشعرتوپیرددې بل شاعرله شعرڅخه  ونه شوکړای، بیا خونوښکاره خبره ده چې زماشعرهم لږترلږه ددې اوسنیوشاعرانوپه سویه دی…که څنګه؟  

موږ چې پخپل کارباندې دظاهردومره ډاډ خلق تنګه کړي وو، ورغوڅه کړه:  

  – اوکه یې وپېژانده؟

  – هم پروا نه کوي…په دې صورت کې به هم خبرله دوو حالتونوخالي نه وي ، یابه د  نوموړي شاعرشعرزماله شعرونوڅخه لوړوبولي ، چې په دې صورت کې به ستاسي خبر راباندې بره وي اومابه شرط بایللی وي؛ یا به هم زما شعرونه ددې بل په سویه، یا آن ترهغه لوړ وبولي ، چې په دې صورتونوکې به نوبیاما میدان ګټلی وي، که څنګه؟

چې موږ دسرپه خوځولوورته«ښه» کړه، ظاهرغاړه تازه کړه ویې ویل:  

  – سمه ده…اوس تاسي خپله دیوه معاصرشاعرشعرراته ووایاست. هریوچې ستاسي خوښ وي، زماقبول دی.  

له دې سره، خدای شته واردواره ماته دهیواد دهغه نامتوشاعرشعررایادشو، چې همدا څو اوونۍ مخکې مې له یوه بل شاعرملګري څخه اورېدلی و. هغه ته یې دومره خوندورکړی و، دومره یې خوښ شوی و، چې هیڅ یې په صفت نه مړېده. خوزما یې خدای شته چې تردا  اوسه لاهرځل رایادېدلوخلق راتنګاوه. دې دخدای بنده ددې په ځای چې خپلې مینې ته ووايي چې مانا دا ستا دیدارما  بدمرغه ته اوس دومره ګران شوی، دومره ناشونی شوی، چې ان په خوب کې لانه راپه برخه کېږي، بس ورته تمبه شوی ؤ، له ډماموپه ډک اندازیې ویلی و، چې :  

    «شعِرِ، سپیدِ دوسه واژه یی شقایقِ دیدارت

        حتی درخواب هم برمرداب رویاهایم نه شګفت »

 ماهم بې له ځنډه شعردوی ته واوراوه. دټولوخوښ شو. ظاهرپوښتونکي سترګې څرګندته ورواړولې، چې مانا« ته څه پکې وایې؟»؛ اوچې هغه د تائيد په علامه سرورته وخوځاو، ده هم قلم له جېبه راوایست په خپل لاس یې دابیت په پاڼه کې ولیکه. بیا ماته راپه څنګ شو په بسنهاري یې دخپلو«شعرونو»مانا اوتشریح راته پیل کړه. چې ښه یې ملاکړم، دې نوروته یې مخ ورواړاوه ترې ویې غوښتل چې دبصیرنکته دان په مخ کې باید څنګه څېره ونیسي، څه شی اوڅه شی باید وکړي اودکوم اوکوم کارله کولو  باید ډډه وکړي…په همدې ترڅ کې مونصرالله ولیدچې له نکته دان سره په چټکوګامونوزموږپرخوارادرومي.  دهغوی له لیدوسره زموږ دزړه درزاهم پیاوړې شوه. دا ؤ اوس درښتیا میدان راغلی ؤ.  ظاهرپه شوق دګوتوټکونه وایستل ویې ویل: 

 .  – ډېرښه… اوس به که خدای کول زما اوڅرګند دروغ اورښتیا سره مالوم شي  

اوداسې ډاډمن یې څرګند ته وروکتل لکه هرڅه چې یې تیار ګټلي وي. خوڅرګند څه ونه ویل مازي یې په ملنډوغوندي وموسل، دغسي نصرالله دوی ته ورکتونکی پاته شوچې نوراونورهم وړاندې راغلل. چې راورسېدل، نکته دان جینګه خوله موږ ته وویل:  

  – څه پېښه ده چې داسې دچرسیانوغوندي سره راټول یاست؟

ظاهرله پرېکړې سره سم په شوقمن انداز ورجوخته کړه :

    – ویم ږغ مه لره نکته دان صیب چې په یوه عجیب شاعرپېښ شوی یم. بلا کوي، بلا !

اوموږ ته یې راوکتل چې دده له لارښووني سره سم موپه ګډه، دسرپه ورته خوځولو، خبره ورسره تصدیق کړه .

نکته دان وویل :  

  – څه وواایې؟  

     اوظاهرته مخامخ کښیناست. ظاهرسم دلاسه یوشعرپه لوړآوازله پاڼې څخه ورته ولوست. شعرنه و، بلاوه، بلا! نکته دان یې داسې واخیست لکه همدااوس چې یې یوډک چلم چرس څکولي وي. دم پرخپل ځای کښېناست په چورتونوکې ډوبې سترګې یې دچمن په شنومرغوکې ښخې پاته شوې. څوشېبې موږهم همداسې چوپ کښیناستو. وروسته  له هغه بصیرنکته دان سرراپورته کړوې ویل :  

. -عجیبه ده  

اوله ظاهرڅخه یې وغوښتل چې شعربیاورته تکرارکړي . هغه هم په هماغه پخواني اندازتکرارکړه : 

ـ«برف راآتش زدم، تابېدهایم ګل ګرفت !

وزچکیدنهای ناخن، خوشه ی سنبل ګرفت!» 

 پسې وې ویل:  

  – وایم دغه څوورځې مې ټول فکروذکرپه همدې شعرونومشغول دی. نه یې سم په مانا پوهېږم، نه مې زړه ترې صبرېږي. یوه لحظه مې هم په کراره نه پرېږدي. خوهرڅه چې مې وکړه، داسې یوتعبیرمې ورته ونه موندلای شوچې زړه مې اوبه پرې وڅښي…آخرمې ځان ته وویل چې ظاهره بچو، داخبره ستاترسویې لوړه ده. ددې کارله اودې یوازې نکته دان صیب وتلی شي، مرسته ترې وغواړه. هماغه وچې نصرالله مې درپسې درولېږه .                = بیایې په داسې حال کې چې موږ یویوله نظره تېرولو، خپله د شعرمانا پیل کړه :

– زما په ګومان شاعردلته وايي چې«برف! راآتش زدم »یانې، برف را آتش زدم، مانا دا چې له ډېروخواریواوریاضته مې آن واوروته لا، چې په اصل کې سړې اوکنګلې دي! اوهیڅوخت سوځېدلی نه شي!خودی بیاهم وايي چې «برف! را آتش زدم »، مانا واوروته مې اور ورواچاوه اوومې سېځلې! ترڅو چې یې په پایله کې زما د«بېد! »ونو، چې اصلاً شنډې اوبې مېوې دي! لاهم ګلونه وکړل، غوټۍ یې وکړې اوثمرته ورسېدې. ښايي د  «بېدهایم »د لوزپه کارولوسره دلته شاعرپه سمبولیک انداز، خپل بې ثمره ژوندته هم یوډول ظریفه اشاره کوي…خوخدای خبر. په هرحال .

اود«چکیدنهای ناخن »څخه یې مراد، زماپه ګومان دخپلوخواریودسختوالي ښودل دي. یانې داسې خوارۍ مې وکښلې، دومره عذابونه اوکړاوونه مې وګالل، چې له زوره مې یې یومخ دګوتونوکان وڅڅېدل؛ اودهمدې نوکانودڅڅېدلواجرداراکړل شوچې له برکته یې زما د  بید ونو، یازمابې ثمره ژوند، «خوشه ی سنبل ګرفت! »ماناغوټۍ یې وکړې، مېوه یې ورکړه.  دلته زماپه اند یوبل ډېرنازک ټکی هم شته، هغه داچې شاعرزما په ګومان ، له خپلوګوتوڅخه دڅڅېدلیووینوڅاڅکي، یاپه وینودلړلیونوکانودانې، دسروغوټیودانوته تشبیه کوي،  هغه هم په داسې هنري انداز، په دومره تاثیرناک ډول، چې لوستل یې د سړي ترپوټکي لاندې مېږیان ځغلوي …

په هرحال. له دې ټول شعرڅخه زما په ګومان دشاعرنهايي مطلب دادی چې، هغه په ډېرهنري اوله تاثیره ډک انداز موږ ته وايي چې: ای د نړۍ بې غوره خلکو!، اې زما له حاله ناخبره زما دشعرلوستونکیو!، زمادې اوسني له ثمراومېوو ډک ژوندته داسې په عادي نظرمه ګورئ! ځکه ما ، دازمااوسنی حال څه داسې خوشی او وړیا نه دی ترلاسه کړی، بلکې واوروته مې دخپل ریاضت اور وراچولی، اونوکان مې له ډېره زحمته پرې څڅولي، څویې له برکته اوس بالاخره دې له ثمره ډک ژونداوعالي مقام ته رارسېدلی یم!… که څنګه؟

اوپوښتونکي سترګې یې بصیرنکته دان ته ونیولې…موږ چې دظاهردې«زورور»تعبیریومخ هک پک کړي وو، په تعجب یوبل ته وکتل هیڅ موونه ویل. خوبصیرنکته دان یې لکه چې بیاهم چندان نه و قانع کړی. هماغسي په فکرونوکې ډوب یې مازي سرورته وخوځاوه ویې ویل:  

  – په ظاهره یې دامانا هم کېدای شي. خو زما په فکر، خبره تردې لویه ده .

بیا یې له ظاهرڅخه وغوښتل چې یوبل شعرهم ورته واوروي. خوظاهرپاڼه ماته راکړه، موسکې شونډې یې راڅخه وغوښتل چې زه یې ورته ولولم. ماهم غاړه تازه کړه، یوبل شعرمې له پاڼې څخه ورته واوراوه. خودهماغه لومړۍ مسرې په لوستلومې دنکته دان خلق ورتنګ کړ. قارجن یې پاڼه راڅخه واخیسته ویې ویل :  

– پرېږده پرېږده کاکا؟!…ته اوشعرویل!. داڅه عریضه خونه ده چې داسې بې روحه بې احساسه یې راته لولې؟… داشعردی ،شعر! باید دشعرپه ډول یې ووایې نه دعریضې! غوندي .

اوپخپله یې له پاڼې څخه پخپل خاص اندازیوشعرموږ ته ترې ولوست :  

                  -«یا!…نګا!…رینا، من وتو…عاشق شیدابوده ام! 

                  ګرنه شوی، آآشتی، دروازه را…بریان کنم!

                 خنده کرده! خنده کرده… پشت کوه، اندااختم.» 

نکته دان لاهماغسي ځیرځیرپاڼې ته کتل چې ظاهرله ماڅخه وغوښتل چې دشعرماناورته واوروم.ماهم دظاهرڅوشېبې مخکې راښودلې ماناپیل کړه، ومې ویل :

  – زماپه ګومان، شاعردلته له خپل معشوق څخه دهجران اوبېلتون له درده نالیږي… معشوق ترې خپه دی، دی ددې خپګان زغم نورنه شي کولی اوورته وايي: «یانګارینا»،مانا،ای زمانګارینا«من وتوعاشق شیدابوده ام»، یاني زه اوته پریوبل باندې مین اوپه یوبل باندي شیدا یو… 

سره سم ناببره ټپ ودرېدم، حیران مې وویل: خودلته، دظاهر دمخکینۍ لارښووني 

  -«هن؟»…«بوده ام؟»، پوه نه شوم… ولې «بوده ام؟»، ولې نه وایي چې «بوده ایم». 

سرګردانه مې ظاهرته وکتل ومې پوښتل:  

  – ته څه پکې وایې ها؟…زه خووایم چې دلته املايي غلطي پېښه شوې.اصلاً به دا«بوده ایم»وي، نه «بوده ام» که څنګه ؟ خوظاهرمغروره شان وموسل ویې ویل:   

نه نه ،هیڅ املايي غلطي نه ده پېښه. هماغه «بوده ام»سهي ده .  –

اوپه یوه لامغروره لهجه یې پرې ورزیاته کړه:  

  – اصلي خبره هم په همدې کې ده. شاعردلته په قصده وايي چې«بوده ام»نه«بوده ایم»…ته ځه وړاندې…    

ماهم ظاهرته سروخوځاوه وړاندي پسې لاړم: 

           – هونو، شاعردلته خپل معشوق ته وايي چې: یانګارینا، مانا، یا نګارینا !، من وتو، عاشق شیدا بوده ام ، یانې زه اوته، پر یوبل سخت مین اویوبل باندې شیدا یو. خو اوس چې ته راڅخه خپه یې اوزه دې په فراق کې یوازې پرې ایښی یم، نوواوره چې «ګرنشدی آشتی»، یاني که بېرته راسره پحلا نه شې، نو«دروازه رابریان کنم!». مانا ستا دهجران له غمه به یوداسې سور«آه» له خولې وباسم چې دلمبې په تاو یې دغه دروازه، چې اوس زما اوستا ترمنځ خنډ،اوزما اوستا دبېلتون سبب ده،دابه «بریان کنم»،  یاني وبه یې سوځم، لولپه به یې کړم…او په دا بله مسره کې بیا خپل نګارینا ته دخپلې وفادارۍ ثبوت وړاندې کوي اوورته وایي چې«خنده کرده،خنده کرده پشت کوه انداختم»…مانا ای زما نګارینا، ته پرمادڅه داسې خام مین ګومان ونه کړې چې ستا پرسر مې هیڅ په غاړه نه وي اخیستي. نه نه، زه ستا هغه قلندر اوشیدا مین یم چې ستا دمینې په خاطر مې د دنیا ټولې ښادۍ،  ددنیا ټول نعمتونه، «خنده کرده خنده کرده»مانا په خندا خندا او په ورین تندي، «پشت کوه انداختم»…یاني ایسته مې د قربانۍ او فدارکارۍ دلوړو غرونوشاته وغورځول.  

چې راخلاص شوم، ظاهرله رضایته په ډکه لهجه وویل:  

  – ډېرښه،ډېرښه …بیخې سمه مانا دې یې وایسته. زه هم کټ مټ په همدې عقیده یم. 

بیا یې دې نوروته پوښتونکې سترګې ورواړولې چې مانا تاسي څه پکې وایاست؟ هغوی چې هسې هم داټوله موده دظاهردمخکیني دستورله مخي د تائید سرونه راته خوځولي وو، اوس هم په یوه سلا ټولي خبري راسره ومنلې؛ خویوازې بصیرنکته دان داسي په اسانه د راضي کېدو نه ؤ. هغه خبره تردې ډېره لویه بلله . اودا کټ مټ هغه څه و چې ظاهریې داورېدو تمه لرله. نکته دان په دې شعرکې آن دیوه پیاوړي فلسفي– تصوفي اړخ څرک لالګولی و . هماغه و چې له منته په ډک نظریې موږ ته راوکتل، ویې ویل: 

 – زه نه پوهېږم چې دغه تاسي ، ولې هروخت اوهرشي ته په مازي سطحي نظرګورئ، ولې دمسایلو عمق ته نه متوجه کېږئ؟… ښکاره ده چې په عادي نظر له دې شعرڅخه دا مانا اخیستل کېدای شي. خودلته خبره نوره ده. دې شعرته بایدپه ژور نظروکتل شي، ځکه دلته خبره د«حقیقي عشق»ده ، نه د«مجازي عشق».  

اوله لنډې ساه نیولووروسته په هماغه انداز وړاندې پسې ولاړ:

 – تاسي ټول وینئ چې دلته شاعرپه ډاګه وايي :«عاشق شیدا بوده ام»،نه «عاشق شیدا بوده ایم»… پوهېږئ چې دا ولې ؟

اوخپله یې دخپلې پوښتنې په ځواب کې وویل:  

 – په دې خاطر چې دلته شاعردخپل عشق دکمال انتهاموږ ته راښيي. اودعشق دکمال دا انتهايي حالت ، یوازې په «حقیقي!»عشق کې ترلاسه کېدای شي، نه په «مجازي»عشق کې…له همدې کبله زه تاسي ټولوته په پوره یقین سره وایم چې دا شعر، په شعرکې د«حقیقي عشق»بیان کوي ، نه دهسي «خوشې مجازي عشق».  شاعردلته په کامل جراٌت دځان اومعشوق دیووالي خبرې کوي،  ولې؟… په دې خاطر چې شاعرپه عشق کې خپل معشوق ته دومره ورنیږدې شوی، چې اصلاً خپل وجود دمعشوق په وجود کې حل شوی ویني . ځکه خونوهم له «هغه» سره په یوه وجود دبدلېدو خبرې کوي، وايي «بوده ام!»نه «بوده ایم» او دا ، دعشق دکمال انتهايي حالت دی، چې یوازې په حقیقي عشق کې دکوم بختور په برخه کېږي… خو دا دتېروخت خبرې وې .اوس خبره بل ډول ده. اوس شاعرله خپل معشوق څخه د فراق اوهجران په حالت کې دی، اوس شاعردمعشوق دبېلتون له درده نالېږي، اوس له ده څخه دهغه دخپګان خبرې کوي .اودهمدې بېلتون غم دی دومره په تنګ کړی، دومره یې د ده زغم ورخوړلی چې په لوړ آواز  چیغې وهي چي«ګرنه شدي آشتي»، مانا که بېرته راسره پحلا نه شې نو«دروازه رابریان کنم». دروازه، دلته دخنډ سمبول دی چې په ډېرهنري انداز کارول شوی. بریان کنم هم د له منځه وړلولپاره ډېره ښکلې دتعمق وړاستعاره ده…پوهېږئ چې شاعردلته ولې د«بریان کنم»استعاره کارولې؟، سره له دې چې دی ښه پوهېږي چې دروازه سړی ماتولی شي، دړې وړې کولی یې شي، خو بریان کولی یې نه شي ، ها؟… په دې خاطرچې شاعردلته په ضمني ډول خپل «آه»ته اشاره کوي. دخپل آه داور زور اوتاو ته اشاره کوي . سره له دې چې د«آه»لوز یې نه دی کارولی، خود«بریان کنم»په لوز کې همدا د«آه»لوزاودهغه داور دزوراوتاو  خبره په ضمني ډول پخپله نغښتې ده، اوهمدا  د«آه»ضمني وجود د«بریان کنم»استعارې ته خپله خاصه مانا اومفهوم ور بښي .  ځکه خو نوورته وايي چې زما اوستا ترمنځ پراته خنډونه به ټول په یوه آه سره، بریان کنم، مانا له مخي به یې پرته کړم ؛ او  ترهغوبه په کراره کښېننم، څو بېرته له تاسره یوځای شوی نه یم. چې په دې ډول اوس ددې شعریوبل «حساس اړخ» ته هم راځواوهغه ، لکه مخکې چې مې هم اشاره ورته وکړه، په دې شعرکې پټ نغښتی هغه ژور فلسفي – تصوفي ټکی دی چې په سطحي نظرورکتویې نه شې لېدای ، خوکه لږورته ځیرشې…

بصیردا وویل ناببره چوپ شو. څوشېبې خدازده دکوموژوروفکرونوتل ته لاړ؛ خووروسته له هغه یې بېرته سرراپورته کړپه متفکره لهجه ، لکه یواستادچې شاګردانوته ږغېږي، بېرته په خبروسرشو :

 – تاسي ته مالومه ده چې بنیادم دخپل پیدایښت له هماغې لومړۍ شېبې څخه سرګردانه اولالهانده دی؛ اودا سرګرداني اونارامتیا  دژوندترپایه لاس نه ترې اخلي. مدام یې لټوته هڅوي، یوه شېبه یې په کراره نه پرېږدي، شپه ورځ یې په منډوترړوکې پرې تیروي.  خودې چې هرڅه هڅې اوهاندونه وکړي، هرڅومره منډې ترړې وکاندي، بیاهم هیچرې اوهیڅوخت دزړه سکون نه شي موندلی. ښه، نواوس پوښتنه داده چې دابنیادم ولې داسې سرګردانه اونارامه دی؟ څه شی ترې ورک دي چې داسې یې له ده څخه آرام اوسکون وړی دی ؟ څه شی لټوي؟ چېرې اوپه څه خاطریې لټوي؟ اوبالاخره څه وخت اوڅنګه به دخپل زړه سکون بېرته ورپه برخه شي؟…دا هغه پوښتنې دي چې دبشریت له آ لومړي سره یې بیا تردا اوسه دنړۍ ډېرپوهان اوفیلسوفان په ځان مشغول کړي دي. بس هرچا دخپلې پوهې اوتوان په اندازه دهغوی دځوابولوهڅه کړې؛ خوداسې برېښي چې دهغوی بشپړاوکره ځواب تراوسه هیچا نه دی موندلی . ځکه خونوهم دومره ډېربېلابېل فکري- فلسفي مکتبونه دمځکې پرمخ شته. دامکتبونه، هریو خپل مخالفان اوپلویان لري اوهریویې پخپل اند اوګومان دپورتنیوپوښتنودځوابولوهڅه کوي… یوددې فکري- فلسفي مکتبونوله ډلې څخه هغه مکتب دی چې په یوډول فلسفي- تصوفي تعبیرپاسنیوپوښتنوته ځواب وايي . ددې لاري پلویان په دې عقیده دي چې بنیادم ترخپل پیدایښت دمخه له خپل «اصل»سره ، چې دی یې خپل محبوب اومعشوق بولي، واصل اویوځای ؤ؛ اودهغه په وصل کې یې آرام اوخوشاله ژوند کاوه.  خودخپل پیدایښت یا زېږېدنې په وجه له خپل اصل څخه ، له خپل معشوق څخه رابېل کړای شو؛ اوپه دې ډول یې په حقیقت کې دمځکې پرمخ ټول ژوند دفراق اوهجران په حالت کې تېرېږي. له همدې امله یې ټول ژوند نارامه او سرګردانه دی. له همدې امله ټول عمرد فراق اوبېلتون له غمه نالېږي. له همدې امله یې ټول ژوند په لټو، منډوترړو؛ اوهڅواو  هاندونوکې تېرېږي، که ګوندي په دې ډول په یونه یوډول دخپل غم پام په غلطه کړي. خو ترهغوبه بېرته په کراره نه شي ترڅو بېرته له خپل اصل سره، له خپل محبوب سره یوځای شوی نه وي؛ اوپه همدې شعرکې شاعردبشریت دغه پوخ اواساسي ټکی  موږته بیانوي…هغه هم په داسې پیاوړي انداز، چې هم یې شعرله بې شمېره هنري- ادبي ښېګڼوډک دی، هم یوستراوژورفلسفي –تصوفي ځواک پکې شته…

نکته دان دا وویل، بیا یې نېغ زموږ حیرانوسترګوته راوکتل وړاندي لاړ:  

 – وینئ چې مازي په لږ ژورنظردې شعرته کتلو، په هغه کي پراته دومره ډېرپټ مفاهیم اوکمالونه رابرسېره کړل. اوس نوتاسي پخپله ووایاست چې که په لا ډېر دقیق نظروڅېړل شي نوخدازده څومره خبرې اوښېګڼې به لانورې پکې نغښتې وي .  

موږ دغسي منګ هغه ته ورکتل، سوڼ موهم له خولې نه خوت…دې بصیرنکته دان خدای شته دشعرداسې پخه ماناراوایسته ،  دومره ادبي-هنري ښېګڼې یې پکې وموندلې، چې لنډه شېبه یې آن موږته لا شک راواچاوه چې سړیه داشعرونه به رښتیا هم همداسې پاخه اوپیاوړي وي، هسي به موږ نه یوپرې پوهېدلي . خوله ښه مرغه دې شکمن حالت ډېردوام ونه کړ. ځکه موږ ته هم دهغو لیکونکی رامالوم، هم له هغوی څخه دلیکلوموخه اومقصد. له همدې امله مودغسي په شوق دنکته دان خبروته غوږنیولی و،  هرڅوشېبې پس به مونرم موسېدونکي، څنګ ته ناست حضرت نورڅرګند ته هم غلي وروکتل، چې تریوتندی پرخپل ځای ناست،  له قاره سره تاووپېچ کېده. خوله ښه مرغه یې نه د څه ویلواجازه درلوده، نه دشکایت کولو. کنې د وخته به یې لاټولې خبرې را  خرابې کړې واې. نکته دان څوشېبې نورهم همداسې د«شعرونو!»په ستایلووګړېده ، بیایې خپله د پاڼې یویو«شعر»په لوړږغ  ولوست اودهریوه په لوستلو خدازده دشوق اوخوند کوم کوم جهان ته لاړ… 

عجیبه یې لا داچې پردې شعرونوباندې د ورزیات شوي هغه رښتوني شاعرشعریې هم پکې ونه پېژاند، اوپه دې ډول یې ټول دیوه شاعرشعرونه وګڼل. چې راخلاص شو، ظاهرخوشاله موږ ته سترګه ووهله ترې وی پوښتل :  

 – څه پکي وايي نکته دان صیب؟…یاني ستا په نظرپاخه شعرونه دي؟

نکته دان پرې وروغورېد :

  -پاخه شعرونه !؟…وایم شاهکاردي، شاهکار!. 

ظاهر، لکه همدا ځواب چې له خدایه غواړي ، موزي موسکا پرشونډوڅرګند ته اشاره وکړه وې ویل :  

 – زه هم په همدې عقیده یم، خوداڅرګندصیب یې نه راسره مني …

بصیرله ملنډو په ډک اندازپکې ورولوید :

-اخ، «څرګندصیب!»…هغه خوارکی په دې خبرو څه پوهیږي؟

حضرت نورڅرګند تر ژبي لاندي څه وډونګید، خو نکته دان څه ویلو ته پرې نه ښود، خپله وړاندي پسي لاړ:

-د دې شعرونو په باب ډیر څه ویلو ته حاجت نشته. بس شاهکار شعرونه دي…او زه، په پوره یقین تاسي ته وایم چي له حضرت

 بېدل صیب پرته مي بیا تردااوسه دبل هیچا داسي پوخ  شعرنه دی لوستی . دا شخص، څه داسي خوشي شاعر نه دی؛ دا زموږ د

 زمانې بیدل دی، معاصر بېدل!…او موږ نیکرغه یوچي د داسي ستر شخصیت په زمانه کي ژوند کوو…

له دې سره موظاهرته وکتل، چي خوله یې له ډیري خوښۍ دغسي جینګه پاتي وه؛ او د نکته دان له ستاینو یې من من غوښي اخیستې. بصیرنکته دان څونوري شیبې هم د ده په اصطلاح د «معاصربیدل»په ستاینه تیري کړې، بیا یې ظاهر وپوښته چي دی هغه شخصاً پیژني که نه؟  او چي ده ورته «هو»کړه، بصیر هم په کلکه ترې وغوښتل چي دی یې  «حضور»ته ورولي. خو

چي ده هرڅومره زارۍ جګۍ وکړې، ظاهرورسره ونه منله؛ ورته وې ویل چي دا دخدای بنده یو«فقیرمزاجه»او«انزواپسنده»

سړی دی. بس یوازي په خپله «معنوي دنیا»کي ډوب اوسي. نه له دنیوي کارونو سره څه غرض مرض لري، نه هم له چا سره لیده کاته غواړي. ان ده ته یې لایوازي پدې شرط د خپل «کلام»نمونه ورکړه، چي نوم او داوسېدو ځای ځایګی به یې چاته نه ورښیي. نکته دان لږ نورهم د«معاصربیدل»حضورته د هغه پروروستلو ټینګار وکړ، خو چي ظاهر بیاهم ورسره و نه منله، نوپه کلکه یې ترې وغوښتل چي لږترلږه د ده ژوراحترامات او ارادت خو هغه ته وړاندي کړي.  ظاهرزموږ ټولوپه مخ کي ددې کار د کولوژمنه وکړه. پاتي شوه د«معاصربیدل»لټه، هغه، سر له همدې شیبې، بصیرنکته دان شخصاً په خپله غاړه واخیسته. پدې ډول زموږ مجلس ختم؛ او د ظاهر او څرګندصیب ترمنځ جنجال حل شو.

خوزه یقین لرم ، چي که بصیرنکته دان دغه اوس هم ژوندی وي ، نوپه یونه یوډول به تردا اوسه هم زموږ« معاصربیدل» لټوي. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب