سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

 شپږم څپرکی
۱۶مه برخه
د افغانانو ملي پاڅونونه
استاد شهسوارسنګروال
عبدالرحمن مشهور په ابومسلم مروزي په ۷۲۰ ز کال د سرپل په «سپيدژ» کې زېږې دلی دی. د وخت دوديزې زده کړې يې سرته ورسولې او په «۱۹» کلنۍ کې د سياست ډګر ته راووت.
په ۲۱ کلنۍ کې (يو شمېر ۲۳ کلنۍ ۷۴۱ ز کال ښيي) کوفې ته لاړ او بيا يې په مکه معظمه کې له امام ابراهيم عباسي سره وليدل.
ابومسلم په عربي ژبه ډېر ښه پوهېده او ان په عربي ادبياتو کې پوره وړتيا درلوده، نو ځکه خو يې له خلکو سره ګډه ژبه پيدا کړه، او دا يې ورته په ډاګه کړه چې د خراسان خلک د امويانو له ناوړه چلند نه په تنګ راغلي دي…نور اولس د دې زغم نلري چې ددوی د مالياتو دروند بار په غاړه واخلي.
څرنګه چې د بني هاشم د کورنۍ ګڼ شمېر غړو به افغانستان کې له کړاوه ډکې شپې او ورځې تېرولې او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کاکا عباس د کورنۍ غړي هم په کوفه او حجاز کې په پټه اوسېدل.
نو هماغه وه، چې خراساني ابو مسلم وګړي د عباس کورنۍ ملاتړ ته را وبلل، او دی بېرته هېواد ته را ستون شو.
له يوې خوا د عباسي کورنۍ غړو د امويانو په وړاندې د مسلمانانو په مينځ کې د دوی د ظلمونو غندنه کوله او له بلې خوا ابو مسلم له مرو څخه را واخله تر تخارستان پورې خلک د امويانو په وړاندې پاڅون ته را بلل.
د بني هاشم د کورنۍ غړو هم په دې ټينګار کاوه چې د مدينې او مکې مسلمانان، د ابوبکر صديق او حضرت عمر په څېر خلافت غواړي. ولې د شام او د سفيان د کورنۍ پلويان موږ نه پېژني وايي، تاسو لاړ شئ د افغانستان مسلمانانو سره خپلې ستونزې شريکې کړئ.
مروان چې د عباسي د کورنۍ په هلوځلو پوه شو، نو بيا يې امام ابراهيم وواژه او ورور يې عبدالله سفاح کوفې ته وتښتېد.
له دې نه د مخه اموي سعيد بن عبدالعزيز هم په افغانستان کې ډېر عباسي مبلغين ونيول او زندان ته يې ټېل وهل، خو افغانانو د خپلې اسلامي خواخوږۍ له مخې له دوی نه ملاتړ وکړ او ان تر دې چې يو شمېر يې له زندانه هم ازاد کړل.
د خوارجو په نوم يوه بله ستره ډله هم د امويانو په وړاندې د عباسيانو په ملاتړ را پورته شوه او په پای کې د افغانستان په شمالي سيمو کې په ۷۳۴ ز کال يو ستر پاڅون وکړ.
ابومسلم هم د خپلو هاندو هڅو په لړ کې په ډېرې چټکۍ له بلخ نه راواخله تر هراته پورې په پوشنګ، بادغيس، غور، تخارستان، سرخس، مرغاب، مرو او د هېواد په نورو سيمو کې د سل زرو په شاوخوا کې سپاره جنګياليان په ځان را ټول کړل او تر ۷۴۸ ز کال يې د افغانستان ټولې هغه سيمې چې استوګن يې مسلمانان وه له امويانو پاکې کړې. ..
له بلې خوا د خالد بن برمک بلخي او قحطبه په مشرۍ د ايران له اصفهان نه را واخله تر ورقه پورې خاوره هم د امويانو له واک او ځواک نه ازاده کړه.
ابومسلم خراساني او ورسره ملګري يې په همدې ځواک په ۷۵۰ ز کال د کوفې ښار ته ننوتل او بيا يې د يوه فرمان په ترڅ کې د ابراهيم امام عباسي وروڼه عباسي عبدالله سفاح او منصور له مخفي ګاه نه بېرون کړل او بيا يې د کوفې په جومات کې د عباسي عبدالله سفاح په نوم خطبه ولوستله او د امويانو واک ته يې د پای ټکی کېښود.
د اموي کورنۍ خليفه مروان مصر ته وتښتېد.
ولې بيا هم عباسيان ورپسې شول او وې واژه. د نوموړي سر يې له مصر نه کوفې ته او له هغه ځايه يې خراسان يانې ابومسلم ته واستوو.
ابو مسلم په ډېرې زړورتيا او هوښيارۍ، نه يوازې د افغانستان يو شمېر سيمې د امويانو له واکه ازادې کړې، بلکې ايران يې هم ونيو او په ۷۵۲ ز کال يې ماوراءالنهر هم تر خپلې ولکې لاندې راووست او د يوه لوی خراسان پنوم يې د يوه پياوړي دولت بنسټ کېښود.
ابومسلم په لږ وخت کې له افغانستانه را واخله تر ايرانه بيا تر ماوراءالنهر يانې په مينځنۍ اسيا کې د يوې لويې اسلامي امپراتورۍ بنسټ ټينګ کړ.
نوموړي نه يوازې افغانستان په (۷۴۶ ز) کال خپلواک کړ، بلکې له ايران او ماوراءالنهر پرته نورو هېوادونو هم خپله ازادي واخسته، چې موږ اسپانيا (۷۵۵ ز کال)، مراکش (۷۸۸ ز) شمالي افريقا (۸۰ ز)، مصر او شام (۸۷۷ ز کال) او نور يادولی شو.
ولې عباسيانو ډېر ژر خپل مرکزي دولت پياوړی کړ او له لاسه وتلې سيمې يې بېرته پخپله ولکه کې راوستلې.
عباسيانو چې د ابومسلم ځواک او واک وليد نو بيا د ده له تورې او مېړانې نه ووېرېدل. د سفاح ورور منصور په ۷۵۵ ز کال د يوه ليک له مخې (غبار دغه نېټه ۷۵۴ ښودلې) غوښتنه ترې وکړه، کله چې د حج له مراسمو خلاص شي (که څه هم حج ته ۷۵۳ نېټه راغلی وه) نو د خليفه ليدلو ته راشي.
که څه ابومسلم د حج له ادانه وروسته د افغانستان په لور روان شوی وه، خو د منصور استازي ابوحميد مرغابي دی دېته اړ کړ چې خليفه وګوري.
خليفه منصور په ډېرې ناځوانۍ خراساني ابو مسلم وواژه او افغانستان يو ځل بيا د عباسيانو په ټولواکمنۍ کې شامل شو. د ابو مسلم له مړينې وروسته ايران او ماوراءالنهر هم عباسيانو خپل کړل.
ابومسلم خراساني،دخپلوخلکوپرمټ،بري ته ورسېد،ولې ځنې تېروتنې دتامل وړدي .لومړی دخپل ولس په پرتله يي په عربانوډېرباوروکړ،دويم داچې يوشمېرافغانان يي، دخپل باوردزياتولولپاره دهغوئ چوپړته واستول،چې پدې سره يي خپل باورته زيان ورسوه اوافغاني غروريي هم زيانمن کړ…
طاهر پوشنجي (افغانستان – ايران)
د ابو مسلم له مړينې وروسته که څه هم عباسيانو کوښښ کاوه چې د افغانستان د وګړو په سر کې د يو شمېر خانانو باور خپل کړي. ولې بيا هم د مالياتو درون پېټی د ولس د اوږو بار وه.
د دې او د دې ستونزو په څېر نورې ډېرې ستونزې، د دې لامل شوې چې د هرات خلک پرته له کوم مذهبي توپير نه د عباسيانو په وړاندې پاڅون وکړي.
د دې پاڅون سرلاری د زرتشتي مذهب څښتن او پلوی «سندباد» وه، چې ځان يې د ابومسلم خراساني ځای ناستی اعلان کړ او بيا يې په ۷۵۹ ز کال د خلکو په ملاتړ پا څون وکړ.
کوم افغانان چې په ډېر شمېر کې د ايران په نيشاپور او نورو سيمو کې اباد وه، د افغانانو په هغه عربي مرکز چې په نيشاپور کې وه بريد وکړ، او دا ټولې سيمې يې په خپله ولکه کې ونيولې.
وروسته عباسي جنګياليو «همدان» ته ورسېدل او په پای کې د يوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې «سندباد» ونيو او د لږ ځنډ لپاره عباسيان بريالي شول.
د «سندباد» د پاڅون نه اوه کاله وروسته «استادسيس» بادغيسي د خپل ملګري «حريش» سيستاني په ملاتړ يو ځل بيا د عربو په وړاندې پاڅون وکړ. ولې دغه پاڅون هم وځپل شو او استادسيس يې هارون الرشيد ته واستوه. خليفه دی وواژه او لور يې «مرجيله» ځان ته په نکاح کړه چې بيا ترې مأمون الرشيد وزېږېد.
دا وروستی پاڅون نه وه، له «سندباد» او استادسيس نه وروسته نورو هم د عربو د ظلمونو په ضد پاڅونونه وکړل:
۱- محمد بن شداد او «ازرويه» زرتشتي په مشرۍ د هرات او سيستان د وګړو پاڅون، چې مسلمانانو او زرتشتانو پکې ګډون درلود.
۲- په زېږديز ۷۷۵ کال کې د عطای زوی حکيم چې د بادغيس استوګن وه او د حکيم مقنع په نوم يې شهرت درلود په «مرو» کې يو لوی پاڅون وکړ، چې په دې پاڅون کې هم مسلمانانو او زرتشتو افغانانو ګډون کړی وه.
د پاڅون کوونکو سپينې جامې په تن وې او همدا يې ويل چې موږ په سوله کې ارام او نېکمرغه ژوند غواړو.
دغو پاڅونونو چې د افغانستان لوېديځې او شمالوېديځې سيمې، د ايران لوېديځې برخې او د ماوراءالنهر جنوبي سيمې په کې شاملې وې د افغانانو په مشرۍ دوام وکړ، چې په پای کې خبره د طاهر پوشنج تر پاڅون پورې ورسېده.،
د همدغو پاڅونونو پايله وه، چې په افغانستان کې، البته د تاريخ په دغه ټاکلي پړاو کې د افغاني پاچاهانو لړۍ پيل کړه، چې موږ طاهريان، سامانيان، صفاريان او غزنويان يادولی شو چې د عباسيانو هممهالي ول. دوی په نيشاپور، طوس، هرات، بخارا، سمرقند، مرو، باختر، ری، زرنج، بست، غزنه او د هېواد په نورو مهمو ښارونو کې د سرو او سپينو زرو سېکې په کوفي ليکدود وهلې دي، خو د سلطان محمود د واکمنۍ په مهال د سنسکريت په ليکدود هم کښل شوې دي.
طاهر پوشنج د دايرة المعارف په قول،
«د افغانستان له نظامي غوره شخصيتونو څخه وه او د هرات د فوشنج په مربوطاتو کې زېږېدلی وه. د ده شهرت هغه وخت ښکاره شو، چې هارون الرشيد مړ شو او د هغه دوه زامنو امين او مامون په مينځ کې د خلافت په موضوع سخت مخالفت پيدا شو.»([1])
پوهاند عبدالحی حبيبي طاهر پوشنج داسې را پېژني:
«د دغه کهاله لومړی سړی طاهر د حسين زوی د مصعب لمسی، د رزيق کړوسی او د ماهان کوسی و چې د فوشنګ (د هرات لوديځ خواته ننی زنده جان) له ځواکمنو کهولو څخه و. مصعب د رزيق زوی د بلاغت او ادب نوميالی پوه و. چې د عباسيانو پر وخت د پوشنګ حاکم وه.»([2])
مير غلام محمد غبار د طاهر پوشنج د کورنۍ په اړه هم، داسې ليکلي دي:
«په پوشنګ يا اوسنی زنده جان کې د هرات په دغه سيمه کې يوه لويه ديني مدرسه وه چې ديني علوم په کې لوستل کېدل. د طاهر کورنۍ په دغه سيمه کې اوسېدله او د برمکيانو په څېر د دې هېواد له اشرافو څخه وه.»([3])
طاهر پوشنج هم د خپلو نيکونو په څېر پخپل مهال کې د پوره شهرت څښتن وه. د طاهر پوشنج پلار حسين د خپل پلار مصعب نه وروسته په ۷۹۶ ز کال د همدې سيمې واکمن شو.
د هغې پوهې له مخې چې نوموړي لرله عباسيان له پوشنج نه سربېره د شام او بغداد واک هم وروسپاره.
د حسين له مړينې (۱۹۹ هـ) وروسته زوی طاهر (۸۲۱ – ۸۷۲ ز) په افغانستان کې د يوه ملي حکومت بنسټ کېښود.
د عباسيانو د نامتو خليفه هارون الرشيد له مړينې (۸۱۲ ز) وروسته د مامون الرشيد او امين الرشيد تر مينځ د بغداد د تاج او تخت په سر اختلاف مينځ ته راغی. مامون چې له يوې خوا د افغانستان د خلکو خورايی کېده او له بلې خوا د خراسان د وګړو جنګياليتوب او مېړانه ورته معلومه وه، نو ځکه يې طاهر پوشنج د خپلو پوځيانو مشر وټاکه. ده هم په زړورتيا سره د امين پوځ ته (۸۱۴ ز کال) ماته ورکړه. . .
طاهر نه يوازې د امين د ځواکونو قومندان علي بن عيسی په جګړه کې وواژه، بلکې د امين الرشيد سر يې هم مامون الرشيد ته واستوه.
ويل کېږي چې طاهر پوشنج په دواړو لاسو توره چلوله، نو ځکه يې ده ته د (ذواليمينين) لقب ورکړ.
ولې بيا هم مامون له ده څخه ووېرېد، که څه هم دی يې د خراسان حکمران وټاکه، خو په دې لټه کې وه چې دی هم د ابو مسلم خراساني په برخليک اخته کړي.
طاهر چې اوښيار او ځيرک انسان وه، په دې وپوهېده چې مامون ده ته اوس ښه نيت نلري، په دې لټه کې شو، چې هم خپل ځان ځواکمن کړي اوهم واکمن .
نوموړي نه يوازې د افغانستان په سيمو واک چلوه بلکې د ايران ډېرې سيمې او ښارونه هم د ده تر واک لاندې ول. لکه د اوسني افغانستان هرات، مرو، جوزجان، بلخ، تخارستان او د اوسني ايران نيشاپور، کرمان، د سيستان ځنې سيمې او د ايران ختيځې برخې د اته کالو په موده کې د ده د حکمرانۍ برخه وه.،
بله ورځ چې کله د مبارکې جمعې د لمانځه لپاره جومات ته لاړ، نو د لومړي ځل لپاره يې په ۸۲۲ ز کال د مامون الرشيد نوم له خطبې لرې کړ او د خراسان خپلواکي يې اعلان کړه.
د طاهريانو د واکمنۍ په مهال په خراسان کې ښوونې او روزنې ډېره وده وکړه. کرهنې پراختيا ومونده. د ده له مړينې وروسته زوی يې طلحه هم (۸۲۲ ز کال ) د افغانستان خپلواکي د خپل ژوند تر پايه پورې وساتله…
 له ده نه وروسته د طاهريانو په کورنۍ کې يو د بل پسې د دې کورنۍ غړي واک ته ورسېدل چې د دې کورنۍ د ټولو نومونه داسې دي:
– طاهر پوشنج د حسين پوشنج زوې(۲۰۵ هـ – ۲۰۷ هـ)
– طلحه د طاهر زوی (۲۰۷ – ۲۱۳ هـ)
– عبدالله د طاهر زوی (۲۱۳ – ۲۳۰ هـ)
– دويم طاهر د عبدالله زوی (۲۳۰ – ۲۴۸ هـ)
– محمد د دويم طاهر زوی (۲۴۸ – ۲۵۹ هـ)
– دريم طاهر (۲۹۵هـ)
په افغانستان کې د غورځنګونو بېلابېلې بڼې
موږ د مخه د امويانو او عباسيانو د خلافت په مهال يو شمېر غورځنګونو يادونه وکړه، چې يو شمېر غورځنګونو سيمه ييزه بڼه لرله او يو شمېر نورو ملي ارزښت درلود:
۱- د امويانو د ناوړه چلند له مخې چې هم يې افغانان ځورول او هم يې عباسيان. نو ځکه خو يو شمېر افغانان په دې لټه کې شول چې له يوې خوا د امويانو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي او له بلې خوا هېواد ازاد او خپلواک کړي، چې موږ په دې لړ کې عبدالله خازم، بکيروشاح او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
۲- د عباسيانو د واکمنۍ په مهال هم يو شمېر افغانانو لکه د تېر په څېر لومړی يې له عباسي خليفه هارون الرشيد سره مرسته وکړه او بيا کله چې هغه له افغانانو سره جفا وکړه. د ساري په توګه فضل د يحيی برمکي بلخي زوی د خراسان حکمران وټاکل شو. نوموړي په لږ وخت کې ځان دومره پیاوړی کړ چې په دغه سيمه کې د پنځه سوه زرو په شاوخوا کې لښکر جوړ کړ.
د بلخي برمکيانو دغه کورنۍ د يحيی بن خالد برمکي له اولادې څخه وه، د څو زلمنو په لړ کې دوه زامن يې د فضل او جعفر په نوم د هارون الرشيد نامتو وزيران ول. خو د عباسي درباريانو اندېښنه زياته شوه، چې ولې دوی د دومره واک او ځواک څښتن شي. نو يو د بل پسې له منځه يووړل.
ا- له فضل برمکي وروسته امير حمزه د عبدالله سيستاني زوی په ۷۹۹ ز کال (۱۸۲ هـ) چې د سيستان يو نامتو اتل وه د خپلواکۍ ډګر ته را ووت. ډېر ژر يې د سيستان وګړي په ځان را ټول کړل او د تېرو اتلانو په څېر يې په زرنج بری وموند بیا يې په نيمروز کې يو پياوړی او ځواکمن لښکر را غونډ کړ او په نيشاپور يې بريد وکړ.
کله چې هارون الرشيد خبر شو چې حمزه سيستاني يا د هغه وخت د خوارجو غورځنګ پياوړی دی ځان يې خراسان ته ورسوه، نوموړی په ۱۹۳ هـ کال په توس کې ومړ. حمزه وه نه غوښتل چې د ده له ويرجن لښکر سره وجنګېږي، له نيشاپور نه بېرته را ستون شو. ولې تر بلوچستان پورې پر مخ لاړ خو په پای کې په ۸۳۰ ز کال (۲۱۳ هـ) ووژل شو.
خوارج هغه بنسټ پاله مسلمانان وه، چې نه يې سوني مسلمانان منل او نه هم شيعه .دعربودمالياتوپه وړاندې دولس ملاتړخپل کړ.
د ګردېز ښار حمزه سيستاني ودان کړی دی، ځکه چې دوی خوارج وه او مرکز يې د ګردېز په سيمه زرمت کې وه.
۴- د دغو سيمه ييزو اتلانو په لړ کې، د نوميالي اتل د امير کروړ ټبر هم شامل وه، چې هغه د غورستان سوري ټبر وه چې مشر نيکه يې ماهوي نومېده د امويانو د پېر په وروستيو کې شنسب د خرنک زوی يو بل مېړه وه، د امير پولاد پلار (۱۳۰ هـ – ۷۴۷ ز کال) يادوم چې پخپله امير پولاد هم له ابو مسلم خراساني سره يو ټينګ ملاتړی ګڼل کېده.
د ابو مسلم خراساني او بيا وروسته د طاهر پوشنج په هاندو هڅو وغږېدو چې افغان اولس يې د هېواد خپلواکۍ ته را وباله.
د يادونې وړ ګڼم چې ووايو په دغو غورځنګونو کې نه يوازې د هېواد مسلمان اولس ونډه درلوده بلکې د زرتشتي دين پلويانو هم په دغه هېوادني غورځنګ کې برخه اخستې ده، چې موږ «سندباد» د بېلګې په توګه يادوو.
په ټوله کې دغه پرلپسې هڅې او غورځنګونه د دې لامل شول چې دافغانستان د ملي خپلواکۍ لپاره لاره پرانېزي. ( نوربیا )
سنګروال شهسوارلرغونی افغانستان ۸۹۰ مخ
تا ریخ سیستان ۱۹۳ مخ
برتانوي دایر ت المعارف ۴۶۳ مخ
تاریخ الامم والملوک، ابي جعفر طبري ۱۰ مه برخه ۲۵۸۷مخ
همداني فضل ا له، جا مع التواریخ ۱ټوک ۱۵۶۷ مخ
جرفادقا ني د تاریخ یمني ژباړه ۳۱۳ مخ
ا بن اثیر ۹ ټوک ۲۲۱ مخ
 پښتو دايرة المعارف ۶ ټوک ۴۸۹ مخ.
 حبيبي پوهاندعبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۱۲۶ مخ.
– غبار مير غلامحمد افغانستان در مسير تاريخ ۸۶ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب