جمعه, جنوري 28, 2022
Home+افلاطون ولې شاعران له خپل خیالي هیواده وشړل؟

افلاطون ولې شاعران له خپل خیالي هیواده وشړل؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره په کار ده چې اول د افلاطون د فکري سستم په دوو اساسي ټکو وغږېږو:

الف \ آيډيال نظام

ب \ مثُل

افلاطون اته ویشت کلن و چې د اتن دیموکراسي په درې سوه نهه نوي قبل الميلاد کې د هغه استاد، مرشد او ملګری سقراط په اعدام محکوم کړ. افلاطون به ويل:شکر خدايه چې وحشي نه يم يونانى يم؛ مريى نه يم آزاد يم؛ ښځه نه يم نارينه يم او ډېر شکر دا چې دسقراط په زمانه کې دنيا ته راغلى يم.

د استاد له اعدامه وروسته افلاطون ته دوستانو مشوره ورکړه چې بهتره ده له اتنه ووځي؛ هسې نه خطر ورپېښ شي.

شايد همدا وخت به د ده په زړه کې ورتېر شوي وو چې د ديموکراسي حکومت بې گټې دى؛ حکومت بايد د رايو په اساس نه بلکې د لياقت په اساس وي.البته يوازې دا پېښه نه وه چې دى يې د اتن له ديموکراسۍ زړه تورى کړ.

په اتن کې چې آزادو نارينه اتباعو (ښځې، غلامان او په خارج کې زيږېدلي خلک په حکومتي چارو کې له گډون څخه محروم وو) د حکومت او رايه ورکولو حق درلود؛ ډېر ځله ډېر بې تجربې او نا لوستي کسان په حکومتي چارو گومارل کېدل او عوام فرېبو سياستوالو قدرت ته د رسېدو لپاره د خلکو له عقايدو او عام پسندونظرياتو ناوړه استفاده کوله.

افلاطون د يوې لويې اشرافي کورنۍ غړى و. د اشرافو طبقې هسې هم  ديموکراسي نه خوښېده، ځکه ديموکراسي د همدې طبقې د حکومت په  ځاى راغلې وه. افلاطون د مورله خوا  د يونان د ډېر لايق لېډر (سولون) لمسى و او د پلار له خوا يې د نسب سلسله د اتن لومړنيو پاچايا نو ته رسېده.د ده اصلي نوم، چې اريستوکلس (Aristocles)دى؛ د شريف اونوميالي معنا ورکوي. دى په درسونو کې ډېر تکړه او په جسمي لحاظ پياوړى و، پهلواني يې کوله، هډورسړى و او په همدې خاطرد پلاتون (platon) يعنې چارشانه په نوم مشهورشو.

افلاطون په نوې ځوانۍ کې دوه زړى و  چې د سياست ميدان ته ودانگي که شاعر واوسي؟ خو سقراط په درېیمه لاره سيخ کړ، د حکمت لمن يې ونيوله او خپل اشعار يې وسوځول.

  افلاطون د استادله اعدامه وروسته له اتنه ووت. دوولس کاله يې سياحت وکاوه. ډېر څه يې وليدل اوډېرو خبروته ځير شو . په څلوېښت کلنۍ کې چې اتن ته ورغى؛ يوه ټوټه ځمکه يې راونيوله چې ونې پکې وې او د ښار خلک به تفرېح ته ورتلل. ځمکه چې چېرته وه ، دغه سيمه د هغې د خداى اکډيموس(Acadimus)په نوم يادېده. افلاطون دلته پوهنتون جوړ کړاو د يوه آيډيال نظام په باره کې يې خپله فلسفه همدلته وړاندې کړه. افلاطون په اتيا کلنۍ کې وفات شو،خو د هغه په اکاډيمۍ کې دعلم ډېوه نهه سوه کاله بله وه.

   د افلاطون په نظر د بنيادم سلوک د خواهشاتو، هوډ او عقل درې سرچينې لري. له خواهشاتو منظوراميال او شهوات او غرايز دي. هوډ لکه جاه طلبي او زړه ورتيا. او عقل خو همدا پوهه او هوښياري ده.

  افلاطون وايي چې د شهواتو او خواهشاتو سرچينه گېډه ده. دهوډ مرکز زړه دى او عقل په سر کې وي.د چا چې خواهشات زورور وي؛ هغه تل په مادياتو پسې گرځي، حريص وي، خير يې په دې کېدى چې کسبگر واوسي. هغوى چې د زړه مني، زړه ور وي؛ دوى په جايداد او پيسه کې نه بلکې په قدرت کې خپل عزت ويني. دوى د فتحې اوبري لېوال او د زغرو او لښکرو کسان دي.په ټولنه کې يو وړوکى اقليت داسې هم شته چې د عقل ډېر مني او له علم سره يې مينه ده. لکه څنگه چې په شهوت او ارادې باندې دعقل کنټرول پکار دى، دغسې دعالمانو مشرۍ ته ټولنه محتاجه ده. که کسبگر د جگړو چارې په مخ بيايي، ورانی راولي او که د اردوکسان د حکومت د مشرۍ هوس وکوي، خرابي پېښوي . چې حکيمان واکمن نه شي بشر به ښه ورځونه ويني .

  د دغسې نظام د جوړولو لپاره، چې هر څوک پکې له خپل فطرت او لياقت سره سم کارلري؛ د ټولو ماشومانو ښه ښوونه او روزنه او بل په خداى باندې  عقيده پکارده؛ ځکه په خداى باندې عقيده به د خلکو د اخلاقو په سمولو کې په کار راشي او د وگړيو زړه ته به ولوېږي چې روح نه مري. د نفس په بقا باندې باور به دوى ته د دوستانو د مرگ زغمل او د خپل مرگ منل اسان کړي او په جگړو کې به يې زړه وروساتي.

  د افلاطون په مدينهء فاضله (آيډيال نظام، يوتوپيا) کې هر شل کلن د خپل خوى او  پوهې امتحان ورکوي. ناکامان د بزگرۍ، سوداگرۍ يا کاسبۍ په څېر کارونو ته سوق کېږي او کاميابان عقلي او بدني روزنې ته لس کاله نور ادامه ورکوي. دوى په دېرش کلنۍ کې يو لا ډېر سخت امتحان په مخکې لري. د دې ازموينې ناکا مان د پوځ منصبداران وي.

    افلاطون وايي دا خطر شته چې د اول او دویم امتحان ناکامان نارا ضه شي، گډودي را ولي؛ خوموږ به دوى ته وايو چې د خداى حکم و ، چې په مختلفو طبقو ووېشل شوئ. په دې خبرو به دوى په کرار شي.

 د دویم امتحان له کاميابانو سره بايد څه وشي؟ دوى بايد حکومت او  فلسفه زده کړي، چې د حکومت  او اداره کولو په چل پوه شي.

د مُثُل (مثالونه ) په باره کې مطالعه د حکومت اوفلسفې مهمه برخه ده.

 مُثُل څه ته وايي؟

  د افلاطون په نظر که حقيقت د حواسو په ذريعه پېژندل کېدلاى نو بيزو به هم معرفت درلود، خوداسې نه ده. له ظاهري او محسوسې دنيا ورها خوا داسې کليات او قوانين شته، چې د حواسو په ذريعه يې نه پېژنو؛ مگرعقل يې منلى شي او هغه مُثُل (Ideas) دي.

 يو خاص انسان مري؛ خو د انسان (مثال) پاتېدونى دى. دغه دايره چې زه يې باسم، دا به ورکه شي ؛ مگرد دايرې (مثال) به تلپاتې وي .(مثال) خارجي شى نه دى  چې په حواسو يې وپېژنو، بلکې په فکر يې پېژنو. که هغه ټول محسوس شيان ، چې يو (مثال) يې نماینده گي کوي، ختم شي، (مثال) به يې بیا هم په خپل ځاى پاتې وي. هر مثلث يوازې يو ناقص مثلث دى چې يو وخت له منځه ځي؛ ځکه خونسبتاً غير واقعي دى؛ مگر د مثلث عام ناموس(قانو)  او شکل او يا په بله ژبه، د مثلث مثال بشپړ اوتل پا تې دى. يو نېک عمل تر يوه وخته وي؛ خود نېکۍ حقيقت (مثال) همېشه پاتېږي. لکه څنگه چې ښکلى شى زموږ حواسوته واقعي ښکاري؛ دغسې (ښکلا) زموږ د فکرلپاره واقعي ده. تر گردو عالی مثال (خير) دى چې افلاطون يې یو نیم ځل له خداى سره يو شان بولي. د يوه شي بشپړ شکل، د يوه شي عمومي بڼه اوپه يوه شي باندې واکمن قوانين، دا درې واړه مفهومه د افلاطون د (مثال) په معنا کې وينو. د افلاطون په نظر (مثالونه) ثابت حقايق دي او دا محسوس شيان دهغود سيوريواو عکسونو حيثيت لري. موږ حقايق نه زده کوو بلکې را يادوو يې. کله چې تر اوسني ژوند د مخه وخت خاطرې په ذهن کې رابيدارې شي، نو گومان کوو نوي څه مو زده کړي دي.

 د افلاطون ايډيالېزم د بشر په فکر او ادب  ژور اثرکړى دى؛ په عرفاني ادب او فلسفه کې راغلي افکار هم د افلاطون د مُثُل له فلسفې سره ډېر شباهتونه لري .رحمان بابا فرمايي:

                          نور هاله د محمد و پيداشـــوى

                         چې نه عرش و، نه کرسي وه، نه سما

                         بوى هاله د محمد و په جهان کې

                         چې بوى نه و دآدم اود هوا

خوشال خټک فرمايلي دي:

چې راغلى په جهان يم ،خبر شوى په خپل ځان يم

د رازونوخزانه وم ، خزانه يم لاتر اوسه

 په دې خبره کې شاید مبالغه نه وي چې زموږ د عارفو شاعرانو د فکر او فلسفې د ماڼۍ اصلي مهندس،افلاطون دی. عارفانو ته د انسان اصلي وطن یو بل ځای ښکاري. د دوی په نظر، بنیادم به تر هغو پورې په خاورینه دنیا کې مسافري ګالي چې د ده اصل او حقیقت یعنې د ده روح د بدن په قفس کې اسیر وي. عارف شاعر دولت لواڼی د انسان په باره کې وایي:

  خپل وطن یې نه هېرېږي

  هر ساعت پسې تپان دی

  د بدن په څاه کې بند شو

  وتی نه شي په ارمان دی

دا هم د ده وینا ده:

مرګ حاکم، بند ماتوینه

روح بندي، زندان بدن دی

  افلاطون د خپل فلسفي سيستم په رڼا کې په شاعرانو نيوکې کوي او د دوى کار ته د شک په نظر گوري.

د افلاطون يوه نيوکه دا ده  چې شاعران د محسوسو شيانو انځورونه باسي. څرنگه چې دغه محسوس شيان په خپله د (مثالونو) دعکس حيثيت لري نو شاعران د کاپي ، کاپي کوي او په دې ډول د دوى آثار له حقيقته ډېر لرې دي.

دلته به د افلاطون د (جمهوريت) له کتابه د سقراط اوگلاوکن (د افلاطون ورور) د مکالمې يوه برخه را نقل کړو چې دحقيقت په بيان کې د انځورگرۍ دهنر د پاتې راتلو ذکر پکې کېږي (افلاطون دغسې اعتراضونه په شاعرۍ هم کوي ):

سقراط: يوبل صنعتگرهم شته  چې غواړم پوه شم ته دهغه په باره کې څه وايې ؟

گلاوکن: کوم يو؟

سقراط: هغه څوک چې د هر کسبگر په لاس جوړ شوي شيان جوړولاى شي.

گلاوکن: څومره فوق العاده انسان!

سقراط: ته وار وکه . ته به د ده د فوق العاده توب نورې خبرې هم واورې؛ ځکه دى نه يوازې ټول مصنوعات؛ بلکې نباتات، حيوانات،خپل ځان او نور ټول موجودات ،ځمکه، اسمانونه ، ياتر ځمکه لاندې اسمان کې چې څه دي، يا ارباب الانواع، داهر څه جوړولاى شي.

گلاوکن: دى به نو جادوگر وي؟

سقراط : زما خبره دې لکه چې زړه ته نه پرېوځي ؟ [….]ايا له هغې لارې خبر يې، چې ته هم ټول شيا ن جوړ کړې ؟

گلاوکن: کومه لاره؟

سقراط: ډېره اسانه لاره او بلکې بهتره ده ووايم ، يوه نه ډېرې لارې شته چې دغه مقصد ته دې رسوي . تر دې نوره لنډه لاره نشته چې هنداره راواخلې، هره خوايې وڅرخوې . ته به وکولاى شې چې لمر،ستوري، ځمکه، ځان، حيوانات، نباتات او نور ټول شيان چې دا اوس يې يادوو ډېر ژر په هنداره کې جوړ کړې.

گلاوکن: خو دا به يوازې د هغو ظاهر وي.

سقراط : ډېرښه ، اوس مطلب ته ورسېدې . او انځورگر هم ،لکه څنگه چې زه پوهېږم، د شيانو د ظاهري صورت يو بل خالق دی. ايا داسې نه  ده؟

گلاوکن : «با الکل»

خوشال خټک فرمايي:

                  صورتگر چې ښه صورت په دېوال ساز کا

                 کل عالم يې په صفت زبان دراز کا

                 دهغه نقاش په صنع  نظر نه کا

                  چې له څه څاڅکي نه دا نقش وطراز کا

   لکه څنگه چې وړاندې اشاره  وشوه، افلاطون خپل آيډيال نظام د وگړيو د سلوک او روزنې په اساس جوړوي. که خلک سم ونه روزل شي او افکاريې سم نه وي، آيډيال نظام په پښو نه درېږي.افلاطون ته د شاعرانو آثار د خلکو د عقايدو او اخلاقو لپاره مضر ښکاري. دى دهومر په حماسو کې ويني چې خدايان په اخلاقي لحاظ ناسم کارونه کوي. د يونان د خدايانومشر (زيوس) بې موجبه او هسې دهوس په اساس، يو کس نېکمرغه کړي او بل بدمرغه. د شاعرانوپه ليکنو کې خدايان داسې ښوودل کېږي چې د خلکو په منځ کې د نفاق اور بلوي، دروغ وايي، رخه کوي، چل کوي او بې شرمو چاروته بډې وهي. افلاطون وايي، ماشومان به له دغو خبرو څه زده کړي؟ د ده په نظر په ترا ژديو کې دغسې منظرې، چې اتلا ن په هاى، هاى ژاړي، عذرونه کوي، زارۍ کوي او خاورې په سر بادوي، ځوانانو ته تاوان رسوي .

 د لرغوني يونان په عقايدو کې مړي تر ځمکه لاندې يو ځاى ته ، چې هېډز (Hedes) نومېږي ، ورځي. شاعرانو دغه ځاى نا مناسب او غمجن توصيف کړى دى . افلاطون د دارنگه توصيف مخالف دى؛ ځکه ځوانان له مرگه وېروي، حال دا چې خلکو ته د اخرت د اجر خبرې په کار دي چې زړه ور او دوطن په لار کې له سره تېر واوسي.

 د افلاطون په نظر شاعران د دې په ځاى چې عواطف اوشهوات زموږ تابع کړي، موږ دهغوى تابع گرځوي .

  افلاطون چې په ( جمهوريت) کتاب کې يې په اخلاقو باندې د شعر اغېز څېړلی دی، موجوده شاعري (ديونان هغه شعري آثار چې افلاطون ورڅخه خبر و ) په اخلاقي  لحاظ گټوره نه گڼي .

دى وايي، مقلد شاعران (هغوى چې د محسوسې دنيا پېښې اواشياء کاپي کوي او د نظير د جوړولو هڅه يې کوي) دې ته نه دي جوړ چې د نفس عقلاني اړخ خوشاله کړي  او يا په عقل اغېز وښندي .دوى چې دعوامو په منځ کې په شهرت پسې گرځي د توند، تېز او بدلېدونکي مزاج کاپي کول چې اسان کار دى ، غوره بولي. (د افلاطون په فلسفه کې مُثُل ثابت حقايق دي، خودهغو سيوري يعنې محسوس او ظاهري شيان  غيرثابت فطرت لري).

  د افلاطون په نظر شاعران په ساړه  ذهن ، په اعتدال سره او د عقل په مرسته د اشياوو په باره کې نه غږېږي ؛ بلکې په احساساتو ، په توندۍ  او په عصبانيت سره ، د پېښو په متلون ظاهر باندې خبرې کوي . څرنگه چې د دغه فيلسوف په  نظريه کې عقل د نفس با ارزښته او احساسات  د نفس کم ارزښته برخه ده او شعر دعقل پيداوارنه دى؛ نو له دې اړخه هم په شعر کې د (خو) ځاى شته.

  موږ تراوسه ولوستل چې  افلاطون شعر هم له حقيقته  لرې بولي، هم له اخلاقي  اړخه ورباندې نيوکې کوي؛ خو له بلې خوا د افلاطون دا خبره مشهوره ده چې  شعر د خدايانو الهام دى . د ده د (ايون )رساله  د شعرد الهامي توب په اړه  د پخوانۍ زمانې  ډېرمهم اثر دى . د شعر په باره  کې  د الهام خبره  دهغه له نورو خبرو سره تناقض لري. ولې؟ د دې  پوښتنې  يو ځواب دادى چې افلاطون  هر څومره په خپل آيډيال نظام او د مُثُل په نظريه پورې زړه تړلى؛ هغومره يې له شعره زړه تور شوى او د الهام په خبره يې ځانغلى کړى دى؛ البته افلاطون  ان د (ايون) په رساله کې هم شاعر او فيلسوف يو له بله بېل کړي دي او د فيلسوف پلويتوب يې کړى دى.ده وروسته بيا د الهام له موضوع  څخه د شاعرانوپه خلاف کار واخيست او ويې ويل چې شاعردشعر ويلو په وخت مجذوب الحاله او بې سده غوندې وي. دى چې څه وايي ، پخپله ورباندې نه پوهېږي. هر کسبگر د خپل کسب په باره کې تر هغه شاعر ډېر پوهېږي  چې د ده د کسب په اړه اشعار وايي. په همدې خاطر، شاعر د معلم په توگه ، د افلاطون په نزد تر کسبگر ټيټ مقام لري .

  ايا افلاطون له هر ډول شاعرۍ سره مخالفت وکړ؟ نه. د افلاطون په نظر داسې شعرونه د ويلو اجازه لري چې د عسکروپه روزنه مثبت اثر کوي ؛ ښه کسان او خدايان پکې ستايل کېږي او يا مثلاً د سپورټي لوبو د اتلانو مدحه پکې شوې وي ؛ خو حتا د دارنگه شعرونو د ويلو اجازه هم نورشرطونه لري . مثلاً د شاعر عمر  بايد ترپنځوس کاله کم نه وي او په ژوند کې يې ځينې لوى کارونه کړي وي.

   هغه شاعر چې د افلا طون  په شرايطو برابر شعرنه وايي، د ده په آيډيال وطن کې د اوسېدو حق نه لري . دى په ( جمهوريت)  کې ليکي چې د داسې شاعر « سربه په خوشبويه تېلوغوړ کړو ، غاړې ته به يې وړين امېل واچوو اوبل هېواد ته به يې ولېږو … «

 افلاطون دخپل شاگرد ارسطو غوندې  چې کله په ادبباتوخبرې کوي يوازې شعر يادوي ؛ ځکه د اوس برخلاف په لرغوني يونان کې ډرامې او داستانونه هم په منظومه بڼه ليکل کېدل . هغوى د منثور ادب په نوم څه نه پېژندل .

  د تاريخ يو جالب طنز دا دى چې  افلاطون چې تر بل هرفيلسوف یې  له شعر او شاعر سره ډېر مخالفت کړى دى؛تربل هر فيلسوف د پياوړي شاعرانه ذوق څښتن و. د ده نثر له تمثيلونو او تشبیهاتومالامال دى . ده چې په شعر کې ډېر زور ليده ، ډېر غور يې ورباندې کړى دى.

  د ادبياتود کره کتنې  په تاريخ کې افلاطون ځکه مهم دى، چې دى اول کس دى، چې  دشعر په اړه  يې اوږدې ، جدي او ژورې خبرې وکړې . ايا که افلاطون پيل نه واى کړى ، ارسطو به د لرغونې دنيا د شعر وادب د تيوري ترگردو ستر اثر (دشعر فن، بوطيقا، ليکلى و ؟  شايد نه ، ځکه په بوطيقا کې د ارسطويوه لويه هڅه دا ده چې د شعر و هنر په باره کې د افلاطون  د نظريې ملا ورماته کړي.

  له بلې خوا ټول هغه کسان چې گومان کوي  حقيقت ته رسېدلي دي ، د شعر و ادب په اړه يې لږ يا ډېر د افلاطون پوروړي بللاى شو .

   د مسيحيت لوى تيوریسن  سنټ اگوستين  دهغو ادبيا تو دځپلو لپاره  چې د کليسا په چوکاټ کې نه ځايېدل، د افلا طون لمن ونيوله . د شلمې پېړۍ کمونستان او فاشيستان د ده نور پوروړي دي . دوى هم  د افلا طون غوندې گومان کاوه چې دومره لوى حقايق يې موندلي دي چې شاعر اوبل هر بنيادم بايد غاړه ورته کېږدي.

1 COMMENT

  1. May be because he was smart enough to know then, that we know now that poetry is the simplest form of art and almost any bum can master it.
    In the west such as America you could take a six months length of time poetry classes to become a poet.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب