جمعه, جنوري 28, 2022
Home+سر ناخلاصو ته سر خلاصی لیک

سر ناخلاصو ته سر خلاصی لیک

محمد قاسم حلیمي

د ارشاد حج او اوقافو وزير

د ۱۹۹۹ میلادی کال د دسمبر میاشت وه د طیب اغا په واسطه د مشر ملا صاحب (مرحوم ملا محمد عمر ) لخوا راته هدایت ورسید چی د ملل متحد د بشری حقوقو یو پلاوی مزارشریف ته در ځي تر څو د طالب مړو جسدونه وویني او یقین یې راشی چې د شمال ملیشو طالبان وژلي دي زه هغه وخت په مزارشریف کې د امارت اسلامی
د بهرنیو چارو د وزارت استازی وم.

پلاوی راغی زه ورسره د لیلي دشتې او د حیرتان دشتې ته ولاړم له دې پلاوي سره داسې وسایل وو چې د ځمکې په سر یې معلومولای شوای چې لاندې د انسان جسد یا هډوکي دي، ولی کم تر کمه د سل په سل متر مربع ساحه کې باید معلومه وای چې شک ورباندې وشي.
ما او زما ملګرو چې یو تعداد د ملا داد الله مرحوم ملګري هم راسره وو، د لیلي او حیرتان په دشته کې مو کوشش وکړ تر څو یوه علامه د دې پیدا کړو چې چیری د انسان د جسد امکانات شته هلته به مو د پګړۍ یا خو لۍ یا څپلۍ (چوټي) یا بلې داسې علامې او نښی لټون کاوو تر څو دومره ساحه پیدا شي چې د مظلومو طالبانو د ورکو مړیو جسدونه پیدا کړو.
(هو دوی مظلوم وو ځکه د یو ناپوهه قومندان او مشر په خوله غولیدلي وو او د خپل ملت قتل ته یې ور لیږلي وو، هغوی شعور نه درلود صرف جذبې اخیستي وو. )
تر ډ یره حده مو پیدا کړل په سلګونو بلکې په زرګونو د انسانانو کوپړۍ او هډوکي مو پیدا کړل صرف د اوښکو تویولو نه بغیر بل څه مو په وس پوره نه وو.
د یو وژل شوي طالب په جیب کې مې داسې کاغذ هم وموند چې لیکلي یې وو «زه د الله په لاره کې راوتلی یم نور مسؤلیت مې د مشرانو په غاړه دی.»
یو بل طالب چې تر اوسه مې نوم په یاد دی، باريداد نومیدئ د چمتال و، داسی یې لیکلي وو «مور جانې که زه ژوندی درنغلم کوژدنه مې مه مجبوروئ چې حتما زما له ورور سره نکاح وکړي د هغې زما سره مینه وه که بې ادبي مې کړې وي ما وبخښئ.»
د ټولو ملګرو له سترګو د باران په شان اوښکی روانې وې. ما ته به د جهانی صیب دا شعر په غوږونو کې زمزمه کیده:
په ژوند می نصیب نشوې جنازې ته دې درځم
د یار د وصل خیاله هدیرې ته دې درځم
او له ځان سره به مې ویل چې څومره میندې به د دې ارمان کوي چې د زوی قبر مې لیدلای وای.
بده خاطره
یو ځل مې په لوګر کې موټر خراب شو هلته مې میستري ته یووړ تر څو چې مستري موټر جو ړولو د مستیري د دوکان مخې ته مې له خلکو سره مجلس کولو یو طالب چې د محترم مولوی ضیاء الرحمن مدني ملګری و، خلکو ته یې ور وپیژندلم چې دا په مزارشریف کې د وزارت خارجه نماینده دی، یوه سپین ږیري راته ووبل «زویه دشت لیلی دې لیدلې ده؟» ما ویل «هو ولی کا کا جانه.» ویل «که دا ځل ولاړې یو موټی خاوره یې راته راوړه د زوی د قبر تسله به می پرې وشي.»
خو هلته مې او ښکې ودریدې چې د ملل متحد له پلاوي سره مل یوې میرمنې را ته وویل چی دا خلک دلته چا را وستلی وو او د دې خلکو د هلاکت په باب څوک محاکمه شول؟ دا تصمیم چا نیولی وو ؟ ولی یی دومره ساده او بې بنیاده تصمیم نیولی وو؟ چی په زرګونه انسانان یې د دښمن لمنې ته واچول؟ ولې د داسی جګپورړو جنګي قومندانانو یا جنګي مجرمانو محاکمه نه کیږي؟ له هغه وروسته زما سر خلاص شو چی د دې پر ځای چې دښمن ته ګوته نیسو ولې خپلو ظالمو قومندا نانو او مشرانو ته ګوته نه نیسو چې د غلطو فیصلو په نتیجه کې یې په زرګونه انسانان قتل کړل.
له هغی ورځې تر نن چې څوک وایي چې د پښتنو طالبانو قاتل دوستم یا ……. دی زه وایم چې اول قاتل یې ظالم او خدا ناترسه تصمیم نیوونکی دی.
اوس بیا هغه حالت دی 

 

په پښتنو او په خاصه توګه د جنګی طالبانو په پلرونو او کورنیو غږ کوماو زما خبره  یاد وساتئ. نن بیا همدا د جنګ په میدان کې په ‌ډالرو او کلدارو او د قطر په درهم مست مشرانو بیا په زرګونه پښتانه او غیر پښتنانه طالبان په شمال کې د خلکو د عزت او عفت د لوټلو لپاره شمال ته لیږلي دي یاد وساتئ چې د دشتی لیلي تاریخ به هیر کړئ ځکه دا خلک شمال ته د چا د عزت ساتلو لپاره نه دي تللي او نه هم د ملي منافعو د حفاظت لپاره تللي. دوی هلته د انسان وژنې او د هیواد ورانولو لپاره تللي دي.

 

بیا به دوستم، عطا، هزاره او ازبک نه ملامتوئ چې ولې یې د خپل عزت او عفت د ښمن مړ کړ او بیا به یې د خولۍ او پګړۍ په نښو پسې ګرځئ او مړي به یې لټوئ. د هیواد په تنکیو بچیانو ورحمیږی.
تاسو خو خپل بچیان خپل څنګ ته کښینولي دي د ښه موټر او ښه موبایل او ښه تحصیل خاوندان دي د ایرکنډیشن یخې هوا ته پراته دي هغه مظلوم تنکي طالبان چې په پښو کې ځپلۍ هم نه لري ولې یې مور او پلار په قبرونو پسې ار مانی کوئ؟
د دې پر ځای چې تاسي دوه، درې او څلور میرمنی وکړئ هغه مال د کونډې او یتیم کور ته ولیږئ رب به له تاسو څخه د دې تنکیو ځوانانو پو ښتنه وکړي.
لا هم وخت دی د سولی لاره خپله کړئ او د الله جل جلاله له عذاب نه ځان وساتئ او د پنجاب په مستو مه مستیږئ.
اللهم بلغت فاشهد.
محمد قاسم (حلیمی)
د ارشاد حج او اوقافو وزير

4 COMMENTS

  1. جناب وزیر صیب .. طالب هغه قمار باز دي چی د خپلی بی غوری او جهالت له وجهی دوه ځلی د یو معمولی جنرال دوستم او جنرال مالک لخوا شل زره د جنوبی ولایاتو پښتانه لومړی او دویم ځل د لیلی د دشتی خوراک کړل .. طالب کله د ملک او هیواد او حتی د یوی پښتنی ولسوالی د چلولو استعداد لری .
    والله بالله چي تاجک عبد الله ، ازبک دوستم او محقق تر دی جاهلانو شرف لری .. اقلا پشتو سره به مشکل لری خو د علم او مکتب دروازه خو والله که پښتنو باندی بنده کړي ..
    دا جاهلان وطن او پښتون د تور پنجاب لمن ته اچوی او بس .

  2. وزیر چی په تبلیغاتو پیل وکړی نو دهغه دنظام دورانیدو اخیری ورځی په شمار وی.
    همداسی وزیر دبیعقلی مثال دی.

  3. وزير صاحب

    طالب همغه پخوانی له جهالت څخه ډک څيز دی۔ د پرديو په اولادونو د اي اس ای لپاره وطن تبا کوي خو پو هوښيارېږي نه۔

  4. ملا ثابت صاحب !
    د وزیر څرګندونی به سمی وی یا ناسمی خو ته او تا غوندی کسان باید دا حقیقت ومنئ چی:
    مشروعیت او حقانیت یوه مقوله ده او سیاسی قدرت بله مقوله ده.
    طالب شاید د پلیدو انګرېزانو او پلیدو امریکائییانو او نورو استعمارګرانو د پټ یا ښکاره ملاتړ په نتیجه کی یو ځل بیا د ملت پر اوږو سپور سی خو نه به وولسی او ملی مشروعیت ولری او نه دینی مشروعیت. د پنجابی مُلا او جنرال په ګوتو لیکل سوئ اسلامی! نظام په حقیقت کی د امَوی او انګریزی اسلام پیغام دئ او بس.
    ستا د مُلا ( امیرخان متقی ) ږیره شل کاله مخکی هم توره وه او نن ورځ هم توره ده
    دا یعنی
    لکه څنګه چی ږیره ئې د کیمیاوی موادو په مرسته همداسی توره ساتلې ده نو همداسی د ټول طالبی لښکر عقائد او افکار هم په پنجابی – انګریزی – صهیونسټی لابراتوار کی تهیه سوی او جوړ سوی کیمیاوی او باطلو القائاتو مجهز سوی دی او د یوې بلی پراخی او ویرانوونکی توطئې او دسیسې د اِعمال په موخه د یو خطرناک ماموریت فضاء ته سوق سوی دی.
    نه سوې پوه! !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب