جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبلنډه کیسهپټ | ثنا ساپۍ

پټ | ثنا ساپۍ

یکشنبه وه. همکاران په دفتر کې خال خال داسې ناست وو لکه جنازې ته چې راغلي وي. چوپه چوپتیا وه. زۀ چې ورغلم غلې پر خپل ځای کښېناستم، لکه گناه چې مې کړې وي. د خپرونې پلان مې وليد. په مرګ پېلېده. دوې ښځې په شمال کې وژل شوې وې. معلومه نه وه چې چا وژلې وې. پلان مې پرېښود انټرنېټ مې پرانیست. هلته هم د وژنو خبر کښته پورته کېده.

خوا مې بده شوه. په دې هيله مې کار پیل کړچې له خبرونو لېرې شم. ډوډۍ ته نه ولاړم. په ډېرو معلوماتو مړه وم. خوا ته مې څه نه کېدل. همکاران په سټوډیو کې وو. زه پر خپل مېز وم. د اېډېټر نمبر ته مو زنګ راغی. نه مې غوښتل ځواب يې کړم. په اول او دوېیم زنګ مې غوږونه کاڼه کړل په درېیم مې په زړه کې را تېر شول چې د ولایتونو کوم همکار به وي عاجل خبر به لري. زړه نا زړه مې ځواب ورکړ. لکه بزرګه هماغه زما خبر شوه. په ختیځ کې مو همکار و. سلام يې په بیړه وکړ. ویل يې:

– له نجلۍ سر پرې شوی، سټوډیو ته ووایه که څه پرې غواړي.

د خپرونې وروستۍ شېبې وې. دی مې سټوډیو ته وصل کړ.

بېرته خپل کار ته کښېناستم. يو څه مې لوستل ، دوه ځلي مې ولوستل خوهیڅ پرې پوه نه شوم. نجلۍ او سر مې يې سترګو ته درېده. لیکنه مې چاپ کړه. د تېروتنو لپاره مې کتله خو هیڅ په نظر نه را تلل.

کاغذ مې را سره واخیست. له دفتره ووتم. په دهلیز کې مې یو ارامه ځای پیدا کړ. کاغذ ته مې کتل خو فکر مې په بل ځای کې و.

لیکنه پاتې شوه. فکرونو په سر واخيستم.

– اخر ولې ووژل شوې؟

– څه يې کړي وو؟

– دومره لویه ګناه به يې کړې وي چې سر ترې پرې شي؟

په سوچونو کې وم چې د کوچۍ زنګ راغی. د افغانستان له سوېله. زنګ يې بند شو. هر کله چې به يې غوښتل زۀ زنگ ورته ووهم دې به يو زنگ وواهۀ خبره به يې کړم بيا به يې فون بند کړ. بېرته مې زنګ ور وواهه خو نه کېده.

د کوچۍ خبره را په یاد شوه.

– ارمیکایان قران والي (وهلي) د کور تر څنګ تېرېده زنګ بند سو (شو).

کوچۍ زما استاده ده. کله چې کوچنۍ وم له هغې مې دینې سبق وایه. اولاد نه لري. ما ته لور وايي. زه د طالبانو په وخت کې د هغې شاګرده وم.

له طالبانو وروسته مې نه ده لیدلې. موږ ترې را کډه شو. دا دی ۱۱ کال يې کيږي. ۱۰ کاله مې يې بیخي د مړي ژوندي احوال نه درلود. تېر کال مې له لندنه په پوښتنو پوښتنو پېدا کړه.

لس کاله وروسته چې يې زما اواز وارېد. ډېره خوشاله وه. پر دې ډېرې سړې تودې تېرې شوې وې. بل مېړه ته يې ورکړې وه. اول مېړه او خسرګنۍ يې ټول مړه شوي وو. اوله خواښې او خسر يې هماغه وخت لا ور سره ښه نه وو. تل به يې رټله چې وارث يې نه دی ورکړی. نیسته به يې بلله.

له کونډتون وروسته لېوره شړلې وه. وروڼو يې تر څه وخته ساتلې وه بيا يې ورېندار بل سړی ور پیدا کړی و. دوېیم مېړه له اوله بد و. تل به يې وهله ټکوله. چې نا روغه به شوه ګولې يې پرې پېرزو نه وې.

پر کوچۍ مې فکر کاوه چې بل زنګ يې را غی.

ژر بېرته دفتر ته ولاړم. ټول همکاران تللي وو. کوچۍ ته مې زنګ وواهه. وراره يې ځواب راکړ.

د کوچۍ پوښتنه مې ترې وکړه، ځواب يې ټکنى و:

– خو …خور

– بلې اورم، هر څه سم دي؟

– ابۍ …ابۍ خو …برايي ماښام…په

– برايي ماښام څه شوي؟

– ماښام په ۲ نیمو بجو وفات سوه… سهار مو پټه کړه

– پټه؟

– هو ښخه مم کړه

– وئئئئئئئئئئئئئئئئ

ځان ته مې پام شو سترګې مې ډکې وې. تيلې فون مې بند کړ. دېوال ته مې تکیه وکړه. سر مې په زنګنو کې پټ کړ.

د کوچۍ خبرې مې په غوږو کې انگازې کولې:

– يوه ورځ به ټول مرو خو د چا له لاسه؟ هر څه به پټ سي والله که څوک د ښځې په مرگ خبر سي.

د کوچۍ د مرګ اوله شپه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب