سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Home+ایز، ییز او که یز | حميدالله عمرخيل 

ایز، ییز او که یز | حميدالله عمرخيل 

دا روستاړي پښتو کې له ځینو نومونو سره راځي او صفتونه جوړوي. مثال: سوله؛ سوله ییز، ټولنه؛ تولنیز او…

خو اصلي خبره دا ده چې ځینې وخت غلط کارول کېږي. مثال: د (ایز) روستاړی چې هیڅ نه تلفظ کېږي؛ خو ځینې کسان یې چې د بلې ژبې تر اغېز لاندې دي، لیکي، لکه؛ سیمه، سمیه ایز. اوس چې نه یې تلفظوو؛ نو لیکل یې هم ناسم دي. 

د (یز) او (ییز) په اړه هم اختلاف دی ځینې (ییز) لیکي.لکه: سوله؛ سوله ییز، سیمه؛ سمیه ییز او ځینې بیا (یز) لیکي. لکه: ټولنه؛ ټولنیز، پوهنه؛ پوهنیز، روزنه؛ روزنیز.

خو که په دې دواړه کې هم دا یو ( یز) غوره شي هم به اسانه لیکل کېږي او هم به نورو ته د ژبې په ورزده کولو کې اساني وي. بل دا چې کله زموږ په یوې (یا) (یز) سره ستونزه حل کېږي او له ټولو نومونو سره راتلای شي په داسې حال کې چې دوه (یا) والا (ییز) بیا ټولو نومونو سره نشي راتلای. لکه ټولنيز روزنيز او…؛ نو بیا ولې همدا یوه (یا) ولا (یز) ونه لیکو چې له ټولو نومونو سره هم راتلاى شي او تلفظ هم يوه (يا) کوو. سوله؛ سوله یز، ټولنه؛ ټولنیز، کرنه؛ کرنیز، سیمه؛ سیمه یز , وړانديز , هر اړخيز او … چې دې سره به هم یوه (یا) تلفظوو او هم به یې لیکو. 

بل دا پښتو روستاړي دي او پښتو نومونو سره راځي، هغه نومونه چې له عربي او فارسي څخه پښتو ته راغلي، هغوی خپل ستاینومونه(صفتونه) لري؛ نو د هغوی خپل صفتونه باید وکارول شي. لکه: محتوا باید محتوایي ولیکو, نه محتوایز . شکل باید شکلي ولیکو نه شکلیز، معنا باید معنایي ولیکل شي، نه معنایز او نور… هم همداسې.

درنښت

د نظر په هيله مو

حميدالله عمرخيل

د بلخ پوهنتون استاد

2 COMMENTS

  1. ورور جانه!
    ستاسی نظر هم سم او منطقی ښکاری
    خو
    پښتو ژبه، خپله د پښتنو جامو او لباس غوندی ډول ډول بڼه درلودای سی.
    په پښتنی ښادیو او ودونو ( حتی په عادی حالت کی ) د نرانو لباس ډیر متفاوت، سره بېل او سره ورته وی او د هر چا سره خپل اغوستئ لباس ښه ایسی.
    بناً
    ملا ملنګ اختیار لری چی ” سوله ایز ” ولیکی
    او
    ملا پتنګ اختیار لری چی ” سوله ییز ” ولیکی
    اصلی بېره دا ده چی د نن ورځی حالاتو ته په کتو سره به د پښتون بیچاره بچی او حتی راتلونکئ نسل هم د ” سوله ییز ” او هم د ” سوله ایز ” د کلمې د تکلم او لیکلو د انتخاب څخه بې برخی وی.

  2. هر سړی که په خپله خوښه چې هر ډول تلفظ وکړي هسې یې ولیکي؛ نو ژبه کې ګډوډي رامینځ ته کوي. ژبه کې باید اساني وي چې نور خلکو ته هم یوه قاعده وروړاندې کړای شو. تر هغه حده چې کولای شو ژبه کې اختلافي موارد له مینځه وړلای شو باید یې له مینځه یوسو. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب