دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+ړنده سترګه | لیکوال: عبدالرشید سعادت

ړنده سترګه | لیکوال: عبدالرشید سعادت

یوه ورځ سپوږمۍ پناه شوې نه وه، چې د لمر سترګه د غره پر څوکه را څرګنده شوه، کله چې یې سپوږمۍ ولیده، نو د غره پر څوکه لاس تر زنې کېناسته، د سپوږمۍ ښکلا ته ګوته په غاښ شوه.

د لمر سترګه د دې په فکر کې شوه، چې څنګه د سپوږمۍ سره د زړه خواله وکړم، ډېرې ورځې یې د شرق نه د غرب پر لور په بایللي زړه مزل وکړ، د ورځو نه یوه ورځ د هماغه غره پر څوکه د لمر سترګې پښه کېښوده، ناڅاپه یې د سپوږمۍ پر تقدسي مخ باندې سترګې ولګیدې، زړه یې په درزیدو پیل وکړ، له ځان سره یې وویل: چې اوس مې وخت دی باید د زړه خبره ورته وکړم.

سپوږمۍ خپله لار وهله، چې د لمر سترګې غږ ورته وکړ: د نړۍ ښکلې! اې د نړۍ ښکلې!
سپوږمۍ په څنګ شوه، په یوه سترګه یې ورته وکتل، بېرته یې مخ تاو کړ، د لمر سترګې بیا غږ ورته وکړ، اې ښکلې تا ته وایم یو ځل بیا را وګوره!

سپوږمۍ بیا راتاو شوه او ویې ویل: څه وایې؟
هېڅ مې نه ویل غوښتل مې چې ستا د مخ ننداره وکړم.
هههههه د خپل مخ ننداره دې وکړه، چې د اور شغلې ترې څاڅي.
ههههههههه زه تا ته اور ښکارم، ځکه دې مخ راڅخه تاو کړ، ما له ځان سره وویل چې دا د نړۍ ښکلې څومره کبرجنه ده.

نه نه نه خدای دې نکړي چې زه کبرجنه واوسم، ستا د مخ شغلو مې سترګې وبرېښولې.
ښاااااا بښنه غواړم، زه خبر نه وم چې ته دومره نرم زړې یې، ما داسې اوریدلي چې ښکلي خلک ډېر مغروره او کبرجن وي، خو هغه خبره ستا په مقابل کې دروغ ده.

نه نه هغه خبره دروغ نه ده هغه یوه منل شوې خبره ده، یوه بله خبره ده چې د خدای ج مخلوقات ټول یوشان نه دي، هغه څوک مغروره او کبرجن وي چې هغوی د مجازي مینې په چینه کې اوبه څښلې وي او بیا یې ماته خوړلې وي، البته ټول نه، هغه کسان چې هغوی ریښتینې مینه کړې نه وي، د مینې زړه یې له دروغو جوړ کړی وي، هغوی یو ډول کرکه پیدا کړې وي، نر له ښځې او ښځه له نر څخه نفرت کوي.
هههههههه ریښتیا دې وویل.
هو! خود مې ریښتیا وویل.
زه غواړم چې د زړه خبره درته… .

دا خبره یې لا پای ته رسولې نه وه، چې د لمر سترګه پناه شوه.
شپې، میاشتې او کلونه تېر شول، خو د دواړو دیدن ونه شو، کله چې د ځمکې پر مخ طوفان پښه کېښوده، د طوفان له کراریدو څخه وروسته په لومړۍ ورځ د دواړو دیدن بیا وشو، د لمر سترګې هغه خبره ورته وکړه: اې د نړۍ ښکلې، که زه هرڅومره ستا ستاینه وکړم بیا هم کمه ده، زه په نړۍ کې ستا په څېر ښکلا په بل چا کې نه وینم، څومره کلونه مې ستا د دیدن پسې اوښکې تویې کړې، کله مې اوښکې له ډېره دره کلکې او سپینې شوې او اوس هم کله کله سپینې شي، څه دې سر په درد کړم، مینه درسره لرم مینه!
ههههههه مینه! مینه! مینه څه ته وایي؟

مینه دې ته وایي چې د زړه په تل کې یو چاته ځای ورکړې، مینه ډېرې نورې مانا ګانې هم لري… .
ښاااا زه د ښکلا ملکه یم او ته د اور لمبه نو زما او ستا ترمنځ به څنګه مینه وشي او څنګه به ژوند وکړو؟
نه! نه! تعصب مه ګوه، د زدیت په چینه کې اوبه مه څښه د مینې ژوند ډېر خوږ وي.
+++
شپې، میاشتې او کلونه تېر شول، د سپوږمۍ او لمر د سترګې ښه ژوند و، ډېر بچیان یې زیږولي وو، خو یوه ورځ یې په دې سره بعث شو، سپوږمۍ ویل چې زه ښکلې یم او ته نه! هسې مې ژوند درسره تېر کړ، په تېر شوي ژوند ډېره پښېمانه یم.

د لمر سترګه په قهر شوه او سپوږمۍ یې پر مخ ووهله، د څپېړې سره د سپوږمۍ یوه سترګه ړنده شوه او په کومه کې یې داغ جوړ شو.
۱۴۰۰/۴/۱۵ غوربند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب