دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+ګروپي تدریسي مېتود | ښویالی شاه محمد بشیر

ګروپي تدریسي مېتود | ښویالی شاه محمد بشیر

د معاصرې ښوونې او روزنې له څېړنو وروسته په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د زده کړې لپاره تر ټولو ښه مېتود ګروپي مېتود ګڼل شوی. اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له دغه مېتود نه ښوونکي ګټه اخلي.

ګروپي مېتود څه دی؟ په ټولګي کې ګروپ څنګه جوړ کړو؟ په افغانستان کې دغه مېتود څنګه وکاروو؟ د زده کوونکو او ښوونکي مسولیت څه دی؟کومې ښیګڼې لري؟ … پوښتنو ته ځواب ووایو.

ګروپي مېتود عبارت له هغه مېتود څخه دی چې څو زده کوونکي یو درس، فعالیت، مساله… په ګډه باندې حل کوي، بحث پرې کوي او په عملي بڼه باندې یې کاروي.

ګروپ هر څوک د خپلې پوهې په اساس جوړوي؛ خو غواړم چې د ګروپ دجوړښت په اړه باندې خبرې وکړم، چې معیاري او کارنده دی. د افغانستان هر څه له نورې نړۍ سره توپیر لري، همداسې یې درسي ټولګي هم دي. د زده کوونکو د شمېر به اساس زموږ ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر زیات دی. د هر څه لپاره حلار وي. ښوونکي کولای شي، د زده کوونکو د شمېر به اساس د ګروپونو شمیر ډېر کړي. زه غواړم په یو داسې ټولګي کې ګروپ جوړ کړم چې د زده کوونکو شمېر یې ۳۰ وي. موږ په ټولګي کې ۳۰ زده کوونکي لرو. زه دغه زده کوونکي په شپږو ګروپونو وېشم. لومړی هغه زده کوونکي چې لومړۍ درجې نه تر شپږمې پورې دي، هر ګروپ باندې یو – یو تقسیموم. همداسې شپږ نور، بیا نور… موږ یو اصطلاح لرو، ټاپ ټن. یعنې په یو ټولګي کې تر هر لس شمېرې پورې زده کوونکي تقریبآ یو شان وي.  په دې سره موږ کولای شو زده کوونکي په مساویانه ډول باندې په ګروپونو ووېشو، چې لایقه، متوسط اوضعیفه وي. کله چې زموږ د زده کوونکو شمېر زیات وي، طبعي دی چې د لایقه زده کوونکو شمیر هم پکې زیات وي. له دې وروسته کولای شو، هغه زده کوونکي چې لایقه دي، د ګروپ مشر وټاکو. د ګروپ مشره به د ګروپ اړوند ټول مسولیت لري. په درسونو کې به له نورو زده کوونکو سره مرسته کوي. هغوی سره به په ګډه ستونزې حل کوي. خپلو منځونو کې به پر موضوع بحث کوي. د ګروپ د غړو کورنۍ دنده به ګوري. د هغوی د درس ویلو او نه ویلو په اړه به استاد ته ګزارش ورکوي. په دغه مېتود کې ښوونکی یوازې د لارښود حیثیت لري. هغه به په ګروپونو ګرځي؛ زده کوونکي چې کوم ځای کې ستونزه لري، ښوونکی به یې ورته حل کوي.

د دې مېتود ښېګڼې دا دي، چې زده کوونکي په کې فعاله وي. کله چې زده کوونکي یو کار په خپله ترسره کړي، د هغه په نسبت  یې ښه زده کېږي، چې بل څوک یې ترسره کوي. زده کوونکي په خپل ګروپ کې له یو بل سره بحث کوي، د دې کار په ترسره کولو سره هغوی ټولنیز روږدي کېږي. په ژوند کې کولای شي، چې په ډلیزه توګه یو کار ترسره کړي. بل دا چې زده کوونکي د مسولیت احساس کوي. په ګروپ کې د ګروپ د مشر دنده دا دی چې نورو سره مرسته وکړي. هغوی په نوبت سره درس ووایي، بحث پرې وکړي. کله چې هغوی د درس په کوم ځای نه پوهېږي، کولای شي د ګروپ له مشر یې پوښتنه وکړي. که چېرې هغه هم پو نشو؛ نو مخکې مو وویل چې ښوونکی په ګروپونو ګرځي، د هغوی ستونزې حل کوي. د دې مېتود په کارولو سره ښوونکی کولای شي، زده کوونکي په اسانۍ سره کنترول کړي. د زده کوونکو شمېر چې ډېر وي، کورنۍ دنده یې کولای شي، په کم وخت کې چک کړي. د هر ګروپ مشر ته دنده ورکوي، چې د خپل ګروپ د غړو کورنۍ دندې وګوري، هغه چا چې ترسره کړې نه دی، له ښوونکي سره د هغوی په اړه خبرې وکړي. ښوونکي کولای شي، یوازې د ګروپ د مشرانو وګوري. کېدای شي ځېنې ووایي، چې هغه به تقلب وکړي، د ګروپ له کوم غړي سره به ملګرتیا وپالي. د دې ستونزې د حل لپاره ښوونکی کولای شي. په هر ګروپ کې د یو یا دوه نورو کسانو کورنۍ دنده هم نااګهانه وګوري، کله چې څو ورځې داسې کار ترسره کړ؛ د ګروپ مشر هېڅ وخت بیا داسې کار نه کوي، چې چا دنده نه وي، ترسره کړي، هغه سره جوړجاړی وکړي. ښوونکی دنده ورکوي، چې د څو دقیقو لپاره دې هر یو له ځان سره درس ورګوري، بیا دې ګروپ کې پرې بحث وکړي. څو کسان دې په ګروپ کې تشریح کړي. له هغه وروسته دې له هر ګروپ نه یو یا څو کسان ټولو ټولګیوالو ته تشریح کړي. په وروستیو کې دې ښوونکی مهم ټکي زده کوونکو ته ووایي. په دې سره د تکرار او تمرین مېتود هم کارول کېږي. په بیا بیا تکرار سره درس ښه زده کېږي.

په دغه مېتود کې ټول مسولیت پر زده کوونکو دی. هر کړنه زده کوونکي ترسره کوي. د زده کوونکو خپله فعالیت د موثرو زده کړو په کولو کې مهم رول لري. په دغه مېتود کې ښوونکی یوازې د لارښود دنده لري. زده کوونکي چې په ګروپونو کې پر فعالیت بوخت وي، ښوونکی په ټولګي کې ګرځي او هغوی څاري. که کومه ستونزه ولري، هغه ورته حل کوي. زده کوونکي مدیریت کوي، چې لومړی باید کوم کار ترسره شي، بیا بیا کوم. په وروستیو کې په لنډ ډول ښوونکی کولای شي، هغه درس تشریح کړي.

په افغانستان کې چې موږ ستونزه لرو دا دی، چې زموږ د تدریس ساعت کم وي.  د دغې ستونزې د حل لپاره کولای شو، موږ هغه مضمون دوه ساعتونو لپاره نږدې کړو. موږ ډېر مضمونو لرو، چې اونۍ کې دوه، درې، څلورو ساعتونه وي. مثلا موږ دوه ساعت چې معمولاّ زموږ یو درسي ساعت ۴۵ دقیقي وي، د دوی ساعتونو په جوړه کولو سره کولای شو، ۹۰ دقیقې یې کړو. په ۹۰ دقیقو کې کولای شو هر ډول فعالیت ترسره کړو. ممکن ځینې ووایي چې دا به د زده کوونکو لپاره زړه تنګوونکي ووسي؛ هېڅکله نه. ما د ۹۰ دقیقو لپاره په ښوونځي تدریس کړی. مېتود مې هم ګروپي وو. په دغو دقیقو کې کولای شو، موږ په زده کوونکو باندې ټول درسي فعالیتونه ترسره کړو.

ګروپي تدریسي مېتود د معاصرې ښوونې او روزنې تر ټولو مهم مېتود دی، چې په پلې کولو سره یې کولای شو، زموږ تدریس موثره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب