دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+د حضرت احمدشاه بابا تصوفي تګلاره

د حضرت احمدشاه بابا تصوفي تګلاره

لیکوال: سراج احمد حبیبي

د هېواد لوی اتل او ملي شخصیت حضرت احمد شاه بابا (رح) په ( ۱۱۳۵ هـ ق) کال په هرات کې زیږېدلی او په ( ۱۱۸۶ هـ ق) کال په کندهار کې وفات شوی دی. پلار یې زمان خان د هرات د مېشتو افغاني قبیلو مشر ؤ او د احمدشاه بابا له زیږېدو څو میاشتې وروسته وفات شو.( ۲: ۲۴۸ ـ ۲۵۲)

احمدشاه بابا نه یوازې سپه سالار، ملي مشر او فاتح ؤ، بلکې یو لوی عارف، سالک او د اسلامي تصوف په نقشبنديه طریقه کې د میا عمر قدس الله مرید هم ؤ، هغه وخت چې احمدشاه بابا پر هندوستان حمله کوله، په نورو لښکرو کې یوازې اووه لس نیم زره کسان د میا عمر صاحب مریدان او خلیفه ګان وو.

احمد شاه بابا په خپلو شعرونو کې د نقشبنديې طریقې ډېرو اصولو او قوانینو ته نغوته کړې ده، مثلاً د دې طریقې په تګلاره کې ریاضت او انزوا ډېره نشته، خو له دنیا سره مینه هم ډېره نه خوښوي؛ د دې طریقې ټول پیران خپلو مریدانو ته دا لارښوونه کوي، چې باید د دنیا کار و بار تاسو د خدای تعالی (ج) له ذکر او فکر څخه و نه باسي، په ظاهر کې که له خلکو سره وئ، باطن مو باید له الله تعالی سره تړلی وي؛ په دې طریقه کې له کار کولو سره خدای یادول یو فضیلت دی. احمدشاه بابا په دې اړه وايي:

که زه ویښ یم، که ویده یم، که په لار روان یم څه یم

همېشه په دا ثنا یم څه ښه نوم دی یا الله

که مې روح دی که مې زړه دی همدا اسم مې په خوله دی

قوت د زړه دی چې پرې پایم څه ښه نوم دی یا الله

( ۱: ۱۰۵)

د دې طریقې یو اصل دا دی، چې صوفي او عارف خپلې ساه ته چې نوم د الله تعالی پکې جاري دی پاملرنه وکړي؛ ځکه چې ساه ښکته او پورته ځي، نو ضمیر د (هو) پکې راځي چې اصلي او واقعي نوم د الله تعالی همدا (هو) دی؛ الف او لام د تعریف لپاره پکې راغلي دي او ادغام د زیات تعریف لپاره دی. نو دا (هو) چې په ساه کې ښکته پورته کېږي، دا نوم د الله تعالی دی. احمدشاه بابا وايي:

چې یا هو له خپله دله په یاهو د هو خبر کړم

بې سر د روح په ژبه قمرۍ شان لرم یا هو

بسم الله قمیص د یار ګوره چې ساز راغی “احمده”

الف لام و لام چې قمرۍ شان لرم یا هو

( ۱: ۱۰۶)

احمد شاه بابا که څه هم د اسلامي تصوف په څلورو مشهورو طریقو( نقشبندیه، قادریه، چشتیه او سهروردیه) کې د نقشبندیې طریقې پیرو دی، خو د تصوف نورې درې واړه طریقې هم نه ردوي، بلکې وایي چې که سالک له دستوره خبر شي، د دې ټولو طریقو موخه یوه ده، خو مقامات یې سر بېل بېل دي. دی په دې اړه وایي:

څلور لارې ګوښې نه دي

لکه ثمر د خپل پردو ده انجوره

مقامات یې بېل وایه شي

که سالک خبر شي له دستوره

( ۱: ۱۰۶)

د نقشبندیې طریقې ډېری حضرات پر وحدت الشهود ګروهمن دي، احمدشاه بابا هم په خپلو شعرونو کې ډېر ځایه د وحدت الشهود سخته طرفداري کړې ده او په ډېرو واضحو الفاظو کې یې د وحدت الشهود فکر څرګند کړی دی؛ مثلاً وحدت الشهودیان د خدای تعالی (ج) صفات د هغه تبارک وتعالی پر ذات زاید ګڼي او یو له بله یې بېلوي. احمد شاه بابا هم وایي:

صفات له ذات ګوښي په دا رنګ

لکه جلوه د دې دی نور یې خرګاه ده

رڼا له رڼا څه ډول بېلېږي

وسکه جلوه ده نور یې پناه ده

( ۱: ۱۰۸)

دغه راز د وحدت الوجودیانو په عقیده الله سبحانه وتعالی بلا کیفه د اشیاوو وجود ته په خپل عظیم ذات سره تنزل کوي. خو وحدت الشهودیان وايي چې نه، دا تنزل پر خپل ذات نه کوي، بلکې پر صفاتو یې کوي او ذات یې له ځایه نه ښوري.(والله اعلم باصواب) احمدشاه بابا په دې باب وایي:

الف: اسم ذات ته ګوري

نور د ذات په اسم ووري

تنزل یې په صفات دی

کله ذات له ځایه ښوري

( ۱: ۱۰۸)

په دې ډول سره د حضرت احمد شاه بابا په شعرونو کې په ډېرو واضحو الفاظو سره د نقشبندیې او د اسلامي تصوف د نورو طریقو تعلیماتو ته نغوته شوې ده او دی په تصوف کې موږ په پوره باور سره یو عملي صوفي ګڼلای شو.

اخځلیکونه

۱ـ ژواک، سراج احمد.( ۱۳۹۳). د احمدشاه بابا په اشعارو کې د تصوف او عرفان څرکونه. هرات: آمریت ارتباط و آګاهي عامه پوهنتون هرات. چاپخانه افغان آزما.

۲ـ  هاشمي، محی الدین. ( ۱۳۸۶ ). د افغانستان مشاهیر. کابل: میهن خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب