دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+طالبان افغانستان دارالحرب ګڼی | دوکتور زمان ستانیزي

طالبان افغانستان دارالحرب ګڼی | دوکتور زمان ستانیزي

د طالبانو له خوا د هیواد د خاوری د اتیا په سلو کې اشغال ادعا په داسی ذهنیت ولاړه ده چې افغانستان دارالحرب یا د جنګ میدان ګڼی او د خاوری د «فتح» کولو له لاری دارالاسلام ور نه جوړوی. د طالبانو له یاده وتلی چې ممکن دوی به اتیا په سلو کې خاوره موقتاً اشغال کړی وی، خو د خلکو په زړونو کې یو په سلو کې ځای هم نلری. ځکه چې طالبان اصلاً در افغانستان خلک مسلمان نګڼی او په دی هڅه کې دی چې له دیوبندی/وهابی لاری یې له سره مسلمانان کړی.

څو کاله د مخه د پاکستان افراطی ملا فضل الرحمن افغانستان دارالحرب وګاڼه څو د افغانستان پر مظلوم مسلمان ولس باندی د طالبانو انتحاری بریدونو ته «شرعی» توجیه ورکړی. که څه هم طالبانو د دارالحرب د ادعا له توضیح نه سرغړوی، خو هسی چې عمل تر وینا د نیت بهتره  مصداق دی، طالبان د افغانستان له دولت، یعنی حکومت، ولس، او خاوری سره د دارالحرب چالچلند کوی.

دا چې طالبانو له امریکائیانو سره سوله کوی، خو د افغانستان له حکومت او ولس سره سوله نه کوی ثابتوی چې طالبان د افغانستان حکومت د سولی لایق نه ګڼی. که د امریکائیانو د حضور په وخت کې افغانستان دارالحرب ګڼل کېده او په مقابل کې یې جهاد روا و، له هغه رووسته طالبانو خپل نظامی عملیات نور هم سخت کړل څو ثابته کړی چې د افغانستان د دارالحرب ادعا په عمل کې پر خپل ځای پاته ده او طالبان د افغانستان حکومت او ولس په خپل زعم  او ګُمان له کافر نه هم کافرتر بولی. د تکفیر اتهام د دارالحرب د فتوا لمړی قدم دی ځکه یو له بل سره لازم او ملزوم دی. دا چې طالبان حکومتی او ولسی اهداف د خپلو حملو قربانی کوی او خپل عمل جهاد بولی، ثابتوی چې دوی ولسی خلک کافر ګڼی، که نه، نو د مسلمان په مقابل کی خو جهاد روا ندی.

د دارالحرب معنا د جګړی قلمرو دی چې د دارالاسلام یا سولی د ټاټوبی په مقابل کې استعمالېږی. په تاریخی لحاظ د دارالاسلام، دارالصلح، او دارالحرب اصطلاحات هغه وخت را مینځ ته شول چې په ټولنه کې د شرعی احکامو لکه زکات، ګزیه (جزیه)، باج، او وقف د تطبیق مسأله له یوی خوا او د ټولنی د امنیت، هوسایی، او مصؤنیت په هکله د حکومت مسؤلیت له بلی خوا مطرح و.

زمونږ په منطقه کې د دارالحرب د اصطلاح ریښې له هند نه راځی. د هند مغولی شهزاده اورنګزیب خپل روحانی مشر ورور دارا شکوه ته چې ولیعهد او د سلطنت وارث و په جګړه کې ماته ورکړه او و یې واژه او د هغه سر یې خپل پلار شاه جهان ته یې په زری لوښی کې ور واستاوه. اورنګزیب  وروسته خپل ناروغ پلار په زندان کې واچاوه او خپله د عالمګیر په لقب د دهلی پر تخت کښیناست. اورنګزیب چې سیاسی قدرت تر لاسه کړ افراطی مسلمان عالمان یې پر ځان را ټول کړل او د دارا شکوه د اعتدال، ولس پالنی، او درایت پر ضد یی د هندوستان خاوره دارالاسلام اعلان کړه. د د خپل غورنیکه جلال الدین اکبر د «دین الهی» د دیانتی جمع ګرایی اصول تر پښو لاندی کړل او پر هندوانو یی جزیه وضع کړه. دغه کار سبب شو چی ځینی هندوان په دهلی کې د انګریزانو راتګ ته سترګی په لار و اوسی. له اخلاقی نظره اورنګزیب په دربار کې د اسلامګرایی د افراطیت ښه تمثال دی.

کله چې ددغی افراطګرایې په نتیجه کې په ۱۸۰۳ کال کې انګریزانو دهلی تصرف کړ او د مغولو امپراتوری یې د شرق الهند د کمپنی له نظارت او سلطې لاندی راوستله، د شاه ولی الله زوی شاه عبدالعزیز په یوه قاطعانه فتوا کی هندوستان دارالحرب اعلان کړ. په دی توګه د انګریزانو پر ضد مبارزو کې د دارالحرب اصطلاح د سیاست ډګر ته ووتله.

له هغه وروسته چې د اروپایئ هیوادونو استعماری او استثماری سیوری د اسلامی ټولنو پر قلمرو خپور شو، ځینی علماو ټول اروپائی هیوادونه دارالحرب اعلان کړل. کلونه وروسته چې دغه هیوادونه خپلی کاذبی سیاسی آزادی ته ورسېدل د دارالحرب او دارالاسلام اصطلاحات یې له یاده ووتل.

د یوویشتمې پېړۍ د افراطی اسلامګرایی غورځنګونو له راتک سره  د دارالاسلام او دارالحرب اصطلاحات بیرته را ژوندی شول او د تکفیر د اتهام تر څنګه یې استعمال دود شو چې له دارالحرب سره د لازم او ملزوم په توګه کارېده. د دارالحرب اصطلاح اصولاً هغه وخت مورد پیدا کوی چې د یو چا ثابت شوی کفر او د هغو شراو فساد د جګړی (حرب) له لاری ګاونډی مسلمانان تهدید کړی.

له دغه تمایل سره د تکفیر اتهام هم ساری شو او په دی ډول د افراطیانو په افراط کی هم افراط پیدا شو. دغه کار په تېره بیا په هغو ټولنو کې چې فقهی او فرقه ای امتزاج په کې ډېر و را مینځ ته شو او هرچا خپلی رقیبی ډلی او اشخاص د «کافر»، «ملحد»، «رافضی»، «ناصبی»… په نامه تورن کول چې د ټولنی سوکالی، نظم، او آرامی یې له خطر سره مخامخ کړی وه.

له اعتقادی نظره د بل چا تکفیر کول پخپله د تکفیر کونکی په کفر دلالت کوی. که معیار «الإيمان تصديق بالقلب، وإقرار باللسان، وعمل بالأركان» وی، نو د تصدیق بالقلب برخه یې یوازی په خدای پوری اړه لری چې د زړونو پر حال خبر دی. نو کله چې یو څوک د بل شخص د زړه د حال د پوهېدلو ادعا کوی، د خدای د انحصاری صفاتو یعنی د «عالم الغیب و الشهاده» په حریم کې ځان شریک کوی چې شرک خفی ګڼل کېږی. که څه هم د تکفیر په اړوند دغه منطقی استنباط روښانه و، خو افراطیانو په پوره بی پروایی په خلکو د تکفیر تورونه لګول او لګوی یې.

ددغی دیانتی او فرقه ای انارشی او خپل سری د مخنیوی په خاطر د ۲۰۰۵ کال په دوبی کې د اردن په پلازمینه عمان کې د اسلام د ټولو اته ګونو دینی فرقو لکه حنفی، مالکی، شافعی، حنبلی، جعفری، زیدی، عبادی، ظاهری، سلفی، او وهابی فقهی مکتبونو د معتبرو فقهاو او علماو یوه غښتلی غونډه  جوړه شوه چې څه د پاسه ۱۷۰ لوړمقامه فقها او پوهان د دغو لاندنیو دینی مشرانو په ګدون په کې را ټول شول: له مصر نه شیخ الازهر محمد سید تنتاوی، له عراق نه آیت الله سید علی السیستانی، د مصر مفتی علی جمعه،  د عمان د هیواد مفتی احمد بن حماد الخلیلی، د هاشمی اردن د پادشاهی مفتی شیخ عِزالدین الخطیب التمیمی، د مصر او قطر د هیواد په نمایندګی الشیخ الدکتور یوسف القرضاوي. ددغی ټولنی په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې د تعادل، متقابلی عفوی، ترحم، او د افکارو پر تبادله او تفاهم ټینګار په کې وشو او یوه معتبره تاریخی فتوا صادره  شوه چې اصلی ټکی یې په ډېر صراحت سره وایی: «پر هیڅ یو مؤمن چی پر خدای، رسول، او د ایمان پر بناو اعتقاد ولری څوک د تکفیر د فتوا د صادرېدلو حق نلری.»

له هغه وروسته په یو بل علمی کنفرانس کې د لویدېزی نړۍ په مورد کې د دارالحرب د ادعا د لغوه کولو فتوا صادره شوه. څنګه چې په میلیونونه مسلمانان په لوېدیزه نړۍ کې په أمن او سوکالی کې ژوند کوی، مسجدونه جوړوی، او خپل اسلامی شئون، دینی رسوم، اوعبادات په پوره آزادی او خپل اختیار پر ځای کوی، نو د لوېدیزی نړۍ لپاره د دارالحرب اصطلاح بی مورده او بیځایه وګڼل شوه. په تېره بیا چې د لوېدیزی نړۍ  ژوند دود د أمن، ټولنیزی رفا، سوکالی، فردی آزادی، او مدنی حقوقو له لحاظه په معنا کې او د دیانتی او عبادتی آزادیو د تضمین او خوندی ساتلو له لحاظه په اعتقادی سطحه له «دارالاسلام» سره ډېر مطابقت لری – په تېره بیا د ډېرو تش په نامه اسلامی هیوادنو د غم ځپلی وضعی په پرتله. نو ځکه د دارالاسلام او دارالحرب اصطلاحګانو نوره خپله معنا، مفهوم، او مورد له لاسه ورکړی.

را به شو دی پوښتنې ته چی آیا د یوه هیواد په مورد کې د دارالحرب د فتوا صادرېدل لزوماً د هغه حکومت او ولس کفر ثابت وی؟ په واقعیت کې دارالحرب باید داسی یو هیواد وی چې د حرب دار وی او د جنګ آلات او وسایل او جګړه ماران خپلو بی ګناه مسلمانو ګاونډیانو ته صادروی او نه پرېږدی چې ګاونډیان یې په دارِ اسلام کې ژوند وکړی. د کفر دغه معیار د دارالحرب له صفاتو سره د افغانستان په نسبت د پاکستان په مورد کې صدق کوی.

دا چی د ټول افغانستان د علماو شورا د پاکستان مولوی فضل الرحمان باطلی فتوا ته ځواب وکړی ځان ته خبره ده، خو دلته د طالبانو د عمل او ادعا د تناقض مسأله مطرح ده چې دوی د خپل انسانی، ایمانی، اسلامی، او افغانی هویت د مکلفیت پر بنا وظیفه لری چې د افغانستان غم ځپلی ولس ته په خاصه توګه او د نړۍ مسلمانانو او بشری ټولنی ته په عامه توګه ددغه لاندی تناقض ځواب ورکړی:

۱– که د نظامی عملیاتو او انتحاری بریدونو له مخی طالبان د افغانستان له دولت – یعنی حکومت، ولس، او جغرافیایی قلمرو سره د دارالحرب چالچلند کوی، نو هرومرو به د افغانستان حکومت او ولس کافر ګڼی، ځکه هغه «جهاد» ته چې دوی اوس هم ادامه ورکوی د مسلمان په مقابل کې جایز ندی.

۲– د هغو دلایلو پر بنا چې دمخه ذکر شول چې «د بل چا تکفیر کول پخپله د تکفیر کونکی په کفر دلالت کوی»، نو آیا په ملی سطحه اوس هم طالبان د افغانستان حکومت او ملت کافر ګڼی؟ دا چې په دوحه کې د خبرو په هلکه د دواړو خوا پر ګډون موافقه شوی د کومی خوا د مسلمان کېدلو علامه ده؟

۳– که د طالبانو قِبله په اسلام آباد یا دیوبند کې وی، مسأله حل ده. خو که د نړۍ د ټولو نورو فرقو د مسلمانانو په شان چې اشاره ورته وشوه، قبله یې د مکې مکرمې په کعبه کې وی، نو د طالبانو «جهاد» باطل دی او نظامی عملیات یې د مسلمانانو له قتل عام نه پرته بل څه نه دی.

هر څوک چې یو نفس (انسان) له قصاص یا د ځمکې پر مخ د فساد له جرم نه پرته ووژنی، داسی ده لکه چې ټول بشریت یی وژلی وی: «أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا» (قران: المائده: ۳۲ آیت).


دوکتور زمان ستانیزي په کلیفورنیا کې د پاسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون استاد دی.

6 COMMENTS

  1. ښکلې لیکنه ده او د یوویشتمې پېړۍ د ټولنیزو غوښتنو او د ملګرو ملتونو د سازمان د بشر د حقونو د چارټر سره تر ډېره یووالی لري. خو له بده مرغه طالبان او نورې اسلامي ډلې دا ډول خبرې نه مني. طالبان او نورې جهادي ډلې وایي، دا ډول آیتونه او نرمې خبرې چې د اسلام په پیل کې په مکه کې نازل شوې او ویل شوې، هغه ټولې منسوخې دي. دوی په مکي ایتونو چندان حساب نه کوي، هغوی مدني ایتونه د اسلام د بریاوو عامل بولي او وایي چې اسلام د مدینې څخه د تورې په زور پیل او خپور شوی. په اصل کې مسلمانان د قران او حدیث څخه خپل خپل تفسیر او برداشتونه لري او تر قیامته به هم سره جوړ نشي. طالبان همدا زور او زیاتی چې دوی یې کوي، د ټولنې د اصلاح لپاره روا ګڼي. همدا د المائدې د سورې ۳۲م آیت دوی داسې تفسیروي چې دا خبره خو یې اسرائیلو ته کړې نه مسلمانانو ته. مسلمانان باید د ځمکې په مخ فتنه له مینځه یوسي.
    مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ
    ژباړه: (به همین جهت، بر بنی اسرائیل مقرّر داشتیم که هر کس، انسانی را بدون ارتکاب قتل یا فساد در روی زمین بکشد، چنان است که گویی همه انسانها را کشته؛ و هر کس، انسانی را از مرگ رهایی بخشد، چنان است که گویی همه مردم را زنده کرده است. و رسولان ما، دلایل روشن برای بنی اسرائیل آوردند، اما بسیاری از آنها، پس از آن در روی زمین، تعدّی و اسراف کردند).
    دلته په قران کې ډېر داسې ایتونه شته چې د هغو پر بنسټ د کفارو او د هغوی د انډیوالانو مرګ روا ګڼي لکه د توبې د سورې ۱۱، ۱۲، ۱۳و ۱۴و او ۱۵م ایتونه او داسې ډېر نور. طالبان مطلق واک غواړي او اسلامي حکومت یې یعنې د طالبانو حکومت، د طالبانو په مټ، د طالبانو لپاره. د دوی په حکومت کې باید خلک پر دوی نیوکې و نه کړي او هم د دوی څخه هېڅ ډول خدمتونه و نه غواړي. دوی باید صبر وکړي ځکه چې (ان الله مع الصابرین) خدای به هغوی ته په اخرت کې اجر ورکړي. خلاصه تر څو چې د مسئلې اصلي جرړې د مینځه لاړې نشي، دا وړۍ به شړۍ نه شي. افسوس دادی چې دا خلک او هېواد د اسلام په نوم تباه کېږي. مننه

  2. هغه وخت په مکه کې پیغمبر ص ځکه سمی اونرمی خبری کولی او دخلکوپه خوښه یی ایتونه جوړول چی دمسلمانو شمیر ډير لږ و کله چی مدینې ته لاړل هلته ورځ په ورځ دمسلمانانو شمیرډيریده او ددوی ځواک پیاوړی کیدو
    نوځکه یی هرڅه بدل کړل پیغمبر ص وحشتناک ایتونه جوړ کړل او دجهاد او جنګونو اعلانونه یی وکړل
    ځینی ایتونه یی مسخه کړل
    دخدای ایت مسخه کول څه مانا لري ؟
    یعنی داچی خدای تیروتی دی خدای په خپلوخبرو فکرنه وکړی وروسته هوښیار شو اوله خپلې خبری تیرشو .
    نوپیغمبر ص هغه وخت مجبور و قدرت ته د رسیدو په خاطر داسي چټیات ووایی او خدای خلکو ته بی عقل معرفي کړي اودهغه وخت خلک هم دیوشمیرپښتنو په څير ډير احمق و هرچټیات یی منل اویوه یی هم پوښتنه نه کوله چې داڅرنګه خدای دی چې اشتباه کوي
    مطلب پښتنوته پکار دی چی لږ عقل په کار واچوي که دین هم مني نوهغه خواوی دی ومني چی دبشری قانون سره سمون ولري

  3. عالي لیکنه ده.
    د استاد ستانیزي ټولې لیکنې مې په تاند کې لوستي. شکر چې داسي تکړه شخصیتونه لرو. کاشکي ستاسو په شان پوهان زیات شي چې زموږ د ملایانو خرافاتي اسلام اصلاح کړي.
    بیا هم مننه
    هیواد

  4. ډېر محترم ورور محمد صاحب،
    که طالبان په داسی خدای ایمان لری چې خپل نازل کړی آیات نسخ کوی یعنی پر موضوع یې تجدید نظرکوی او په مورد کې یې تغیر موضع کوی. دا هغه خدای ندی چی علم یې د زمان او مکان سرحد نه پېژنی. دا هغه خدای ندی چې قران د وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ په صفاتو ستایلی، د هغه خدای ندی چې د علم او ذات ابدیت یې د ابعاد په آخوا تعریف شوی: هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ. (الحدید: ۳) د نسخ او تغیر منل د خدای ټول کمالی صفات باطلوی، ځکه نور نو نه خدای مطلق دی او نه تر هرڅه لوی (اکبر) ځکه خدای کوچنی کېږی. که طالبان خدای کوچنی کوی څو د دوی لویی او مطلقه واکمنی ثابته شی، نو بیا نه خدای اکبر دی او نه مطلق. بیا نو د دیوبند او کعبی لاری بیلی دی.
    دا چې د مائدی د سوری آیت د بنی اسرائیلو په مورد کې راغلی په دی سبب ندی چې قران خلکو ته نکلونه او قصی وکړی. هسی نوری قصی هم د موسی، فرعون، خضر، ابراهیم، عاد، ثمود… په باره کې راغلی په دی خاطر نه چې قران مونږ ته د تاریخ درس راکړی، بلکه ددی په خاطر چې د هغو د یادونی له مخی مونږ له تاریخی وقایعو نه عبرت او د قران له نص نه مو هدایت او پند په برخه شی.
    د قران هغه آیتونه چې په هغو کی د کفار وژنه روا ده په دفاعی حالت کې د جنګ د اصولو توضیح ده. کله کله مسلمانانو په هغو میاشتو کې چې جګړه په کې حرامه وه او د میاشتو نومونه هم د «حرام» په صفت نومول شوی له جنګ نه ډډه کوله او کفارو د مسلمانانو له دغه رعایت نه ناوړه استفاده کوله. نو کله چې هغه «حرامی» میاشتی تېری شوی دوی ته د دفاعی جګړی اجازه ورکړل شوه چی له هغو کفارو نه د خپل مال او ژوند د دفاع په لاری په جنګ لاس پوری کړی. دا چې کفار دری نیم سوه کیلومتره یثرب ته تلل او له مسلمانانو سره جنګېدل خپله ښیی چې تعرضی جنګ چا کاوه او دفاعی جنګ چا کاوه.
    نه طالبان او نه بل څوک د مطلق واک د غوښتولو حق لری، ځکه د انسان د اختیار حق په کې تر پښو لاندی کېږی. خدای چی خپله مطلق دی د بنده له اختیار نه پرته خپل ځان پری نپېژنی.
    په اسلام کې «اسلامی» حکومت نشته. په دی هلکه به زما یوه لویه رساله په راتلونکی کې په انګریزی، دری، او پښتو ژبو په مجانی توګه د لوستونکو په اختیار کې وی.
    مننه

  5. ډېر محترم او مهربان ورور هیواد صاحب،
    ستاسو له حسن نظر نه مننه. خدای دی وکړی چی ستاسو ستاینه زما د اماره نفس غوږ ته و نرسېږی.
    مننه

  6. ښاغلی ستانیزی، ژوندی او بریالی اوسې. زه ستاسو په منطقي لیکنه نیوکه نه لرم. ته او یو شمېر نور دوستان ډېر ښه پوهیږئ چې دین څه وخت، څه ډول، د چا له خوا او د کومو موخو د پاره رامینځ ته شو. که دین په خپلواکه توګه مطالعه او فکر ورباندې وشي او هم یې ډېری حکمونه د عقل په ترازو کې وتلل شي، بیا به څرګنده شي چې د وخت د محیط څخه را ټول شوي ډېر ابتدایي مسائل او چندان د منلو نه دي. مسلمانانو له بده مرغه خپل فکري توان او همت د لاسه ورکړی. دوی له ډاره فکر نشي کولی او ټول عمر د مارانو، لړمانو، نکیر او منکر په ډار کې تېروي. دوی په دیني مسئلو کې تل نورو ته غوږ نیسي او خپلواکه فکر نه لري. دوی هغه څه مني چې د دوی خوښېږي او بس. خبرې ډېرې دي خو د طالبانو چرګه یوه پښه لري. ساینس تعالی دې خرافات ورک کړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب