دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+ډارېدلی وارخطا/ م.ا. کرګر

ډارېدلی وارخطا/ م.ا. کرګر

لنډه کيسه

اوس چې مې د روزگار ډېرې سړې تودې وليدلې؛ په يوه برخه کې مې حالت بدل نه شو. هېڅ بدل نه شو، هماغه ډول يم چې وم. دا لکه چې زما د لومړۍ ورځې حالت  و.

اوس هم چې نيمه شپه په خپل خوب ځاى کې له خوبه را پاڅم، له کړکۍ بهر توره شپه ووينم، هر څه تورتم وي، رڼا هډو نه وي، غوني مې ځيږه شي. ترهه او ډار مې په ځان او اندامونو غالبه شي. ورېږدېږم. چاره مې نه وي، سترگې پټوم، هغه لا بده شي چې په پټولو سره يوه بلا، يوه اژدها وازه خوله رانږدي کېږي، غواړي له ستوني مې تېر کړي، چا ته ويلی هم نه شم. ډارېږم چې د خلکو د ملنډو ښکار نه شم. بس همدا ځان سره وايم. شيخ فریده، پټه خوله دې بهتري ده.

کله خو لا په خوب کي هم داسې ډارېدلي يم چې جړب جړب په خولو کې بيداره شم. ان پخوا چې به د مور خوا کې ويده وم، په خوب کې مې چيغې وهلې او راپاڅېدلي يم. هغوې به چې زما په چيغو او کړيکو بيداره شول، حيران به شول چې دا نو څه پيښه ده؟ خو د خوب وېره او ډار به مې د بيدارۍ له حالت سره غبرگ شو، نور به يې هم فشار زيات کړ او په همدې حالاتو کې د مستقبل په لور خوځېدم.

يو مهال مې پلار او مور اړ شول چې ما داکتر ته بوځي. دا هم له هغه وروسته وم چې په زيارتونو يې گرځولي وم، تاويذونه مې په غاړه پراته وو، د بربو په نامه يو بويناک لرگي مې هم په غاړه پروت وو. مور ته مې کومې کليوالي ښځې ويلي وو چې بربو د چا په غاړه وي، پيريان نه ورنږدې کېږي. د کلي ملا څو وارې دم اوچف وکړ.

خو کله چې يې داکتر ته بوتلم، داسې برېښي چى داکتر نه يوازې داخله ډاکتر و؛ بلکې په رواني ستونزو هم پوهېده او تجربه يې درلوده. هغه ډېرې پوښتنې وکړې؛ خو کله چې يې زما ټولې خبرې واورېدې، نو سر يې وخوځاوه. ویې ويل: «پوه شوم، دا داسې ستونزه نه ده چې په درملو جوړه شي. زه يوه خبره درته کوم.»

ما ويل څه؟

هغه ويل، ته چې په کومه ورځ دونيا ته راغلی وي. په هماغه ورځ دې د دې دونيا په وړاندې غبرگون ښودلی دی. ژړا دې کړې، هر ماشوم د اژړا کوي؛ خو تا سره د دې دونيا له بابته ډار او ترهه پيدا شوه، تا غبرگون وښود. تا ځان په وحشت کې وليده. نړۍ دې وحشتناکه وبلله؛ نو ځکه هماغه غبرگون دې په وجود کې تر ننه وغځېد، چې ان تر ننه دا غبرگون څرگندوي. ستا غبرگون ته زه اوس نوم نه لرم، دا ډار هم نه دى.

داکټر له هماغې ورځې تر ننه پورې، ان تردې شېبې پورې چې دا کرښي لولئ، قانع نه کړم. وېره او ډار هغه څه دي لکه زما رگونه او وينه چې زما په بدن کې لاره کوي، لکه زما له وجوده چې يو څه راڅڅېږي او را بهر کېږي.

که رښتيا درته ووايم دا وېره له مرگه وېره نه ده. زه له مرگه نه وېرېږم. د دې لپاره به زه درته يو راز ووايم او هغه دا چې يو وخت په تنکي زلميتوب کې په اعدام محکوم شوم. هغه مهال چلند داسې و، چې په اعدام محکوم کسان به د شپې له يوې نه تر دوه بجو له کوټو ويستل کېدل او په نامالوم لوري به يې وړل. هغوې چې به وويستل شول، بېرته به نه راستنېدل، اونۍ وروسته به چې به يې پايواز راغی، نوم به يې په لوړ اواز اخيستل کېده، ټول به حيران ول، پايواز به يې بېرته ستنېده، مالومه ده چې په کورنۍ به يې څه تېرېدل. زه به هم هره شپه له يوې بجې نه تر دوو پورې منتظر وم خو چې وخت او زمان به له دوه بجو واوښت، نو ډاډه به شوم چې بس نن هم پاتې شوې. سبا بيا خداى شته. خداى خو هر وخت و، خو اراده يې… هدف مې دا و چې دومره را ته مهمه نه وه چې لاړ شم او که اوسم خو زه بيا له هغه شپو راووتم،  له بخښنې وروسته بيا هم زما وېره لکه خپسه زما په اندامونو سوره وه. له ځانه سره به مې ويل، که چېرې اعدام شوی واى او دا بې ارزښته متاع چې د «ژوند» کلمه ورته کارول کېږي، په هماغه دښتو يا کندو کې مې له لاسه ورکړي واى. اوس به دا اندېښنه نه واى، ارام به وم، غلی او چوپ به وم، ترهه او وارخطايي به نه وه، هر څومره چې اوس مهال د مستقبل په لور غځېږي او اوږدېږي، دا اندېښنه زياتېږي، خو زه بيا بيا هم مستقبل ته چې يو بې مانا شى دى، پاتې شوم. زه لکه يو سارايي مرغه، لکه د سيند نيزه وړى، لکه يوه حشره چې خپل تن او وجود راټولوي او خوروي او بيا حرکت کوي. وايم کاشکې داسې واى، هغه څه چې ما ځوروي، هماغه څه دي چې درته کيسه يې کوم. کله چې له اعدامه بچ شوم، نو بيا د چا خبره ازاد گرځېدم، څرنگه ازاد؟ دا نو بيا جلا پوښتنه ده. کله ناکله سړی اړ کېږي چې په ځينو کلماتو ځان خوشاله وساتي، ځانته تسکين ورکړي، ځان غلط کړي.

په دې ازاديو کې هم کله چې به سهار په توره خړه کې را پاڅېدم، بيا به بوگنېدلی او ترهېدلي وم. لکه الجي او فنجي به زېړ اوښتى وم. يا به لکه پسه چې چاړه يې په مرۍ اېښودل کېږي، سترگي يې بټې بټې راووځي، لغتي وهي، خو څه نه شي ویلی، خو سهار مهال چې لا توره خړه به وه، لمر به راختلی نه و، چې له خوبه به راويښ شوم. وېره او ترهه به زما په وجود کې يا لکه زما له وجود نه بهر زما وجود د گواښ لپاره د یوې بلا په څېر برېښېدله. هره شېبه به يوې بلا ډارولم، يوه بلا چې غواړي ما له ستوني ونيسي، ما خپه کړي هر څه رانه واخلي.

دا حالت چې را په زړه کړم او د ترهي حال مې وځوروي، نو ماشومتوب مې راپه زړه شي. هغه مهال چې کله به په کلي کې دواړو خواوو ته غرونو لنگر اچولی و، يا به غرمه مهال يا به تنکي سهار او کله به هم په لمر لوېدلو مهال د غره له سره بگوې چيغې وهلې، زه اوس هم نه پوهېږم چې بگوه څه ته واي؟ خو خلکو به هغه اواز ته د بگوې اواز وایه. هغه به عجيب و غريب له فرياد او ژړاوو نه ډک اواز و. زموږ سپين ږيري بوډا گاونډي به ويل، کله چې بگوه په چيغو او فريادونو پيل وکړي، نو ارومرو يو څوک په کلي کې مري، د بگوې اواز د ماشومانو زړو او ځوانانو نفس قيدوي او ساه ترې اخلي او ژوند يې ختموي. اوس هم سهار او ماښام هماغه کلی او هماغه د بگوو اوازونه زما په غوږونو کې ناڅي.

خو ما به سره له دې چې د هغه اواز نه هم ډېر بدې راتله، په اورېدو به يې مرگ راته لکه يوه هيولا مخې ته ودرېده. فکر به مې کاوه چې د هغې په ژړا او چيغو کې ارومرو زه مخاطب يم. د بوډا گاونډي خبري به مې ځان ته کشوله، هغه وختونه شا ته پاتې شول، کلونه شاته پاتې شول. داسې لکه يوه پېړۍ دمخه وو، خو نه!

اوس په ښار کې اوسم، دلته ښاري ژوند دى، امن دى، خو کله چې د کور انگړ ته کومه زړه ګیدړه راشي، هغه خاطره مې بيا په ذهن کې د سيلاب په څېر لاره کوي او بيرته مې کله ذهن کې د ډاکټر خبره راپورته شي چې ويل يې: «ستا وېره او ډار دونيا ته ستا د راتلو په ژړا پيل شوی دي. په ژړا پاي ته رسېږي. دا وېره او ډار له بهر څخه نه دى.»

زه هماغه مهال د ډاکټر خبرې په فکر کې اچولی وم، په ظاهره خو زه له، قاتلانو،انسان وژونکو  مارانو  او لړمانو ، ځناورو او هيبتناکو اوازونو ډارېدلم؛ خو د داکتر خبرې هم سم دم راته يو فکر مخ ته دراوه. له ځان سره به مې ويل: «نو چې د ډار عوامل بهر نه دي نو چيرې دى؟» يوه ورځ په همدې فکرونو او سوچونو کي وم، يو سړى مې مخې ته ودرېد. لکه د سيوري او لمر په پيوند چې ولاړ وي، لکه په رڼا او تورتم کې چې ولاړ دي، چې هم يې څېره مالومېږي او هم نه مالومېږي ورته وايم:

ــ څوک يې؟

هغه وايي: «ستا تن او وجود!»

ــ څنگه زما تن او وجود؟

ــ ستا د تن سيوری يم.

ــ څنگه سيورى؟

ــ ستا د تن او ځان او وجود سيورې يم، زه راغلم حاضر، شوم چې ستا اندېښنو ته ځواب ووايم!

ــ څنگه؟

ــ ته ډار او ترهه لرې؟ هر وخت درسره د ډار په باب اندېښنه وي. وارخطاياست، کله ناکله زغم او صبر هم له لاسه ورکوې.

ــ خبره خو دې بده نه ده، همداسې ده، خو اصلي خبره راته وکه؟

ــ اصلي خبره دا ده چې اندېښني دې هم له تن او وجود نه را پورته کېږي. هغه ستا د وجود يوه برخه ده.

ــ نو ډار؟

ــ ډار او ترهه هم کوم بيروني څه نه دي. ډار ستا د وجود او ستا د تن زېږنده ده.

ــ پوه نه شوم؟

ــ ته د بې ارزښته شي په باب زيات فکر کوي او هغه تا ته د ډار په بڼه مخې ته درېږي.

ــ بې ارزښته؟

ــ هو، بې ارزښته متاع، هغه چې په هېڅ نه ارزي. هغه چې په فکر کولو نه ارزي.

هغه سيوري چې زما د تن او وجود د یوې برخې د عوادار و، زما له سترگو پناه شو، په سترگو مې خړه پرده راخوره شوه. زما ډار او وارخطايي يې نوره هم زياته کړه او همداسې يې په فکر کې په ځنگولو کې پاتې شوم.

پاى

۲۰۲۱/۷/۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب