شنبه, سپتمبر 18, 2021
Homeخبرونهحمدالله محب د بریتانیا د پارلمان له غړې سره د ښځو پر...

حمدالله محب د بریتانیا د پارلمان له غړې سره د ښځو پر حقونو خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه د چنګاښ ۳۱)د‌ ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب بريتانيا ته د‌ خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د استازو جرګې له غړې فيونا هاډسن سره وکتل.

د ملي امنيت شورا له خبرپاڼې سره سم، دواړو لورو د افغانستان د اوسني وضعيت په هکله خبرې کړي دي، د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې دغه راز د افغانستان د ملاتړ په اړه پر بېلابېلو لارو، د ښځو او په ټوله کې د بشري حقونو پر ملاتړ بحث شوی.

ښاغلی محب په داسې حال کې له مېرمن فيونا هاډسن سره پر بشري حقونو په تېره بيا د ښځو پر حقونو خبرې کړي چې د طالبانو له لوري د هېواد د ځينو ولسواليو له نيول کېدو وروسته په کور دننه د ښځو د تېرو شل کلونو د لاسته راوړنو په اړه اندېښنې زیاتې شوي او طالبانو په یو شمېر سیمو کې چې تازه یې نیولي پر ښځو د چادرۍ د په سرولو په شمول یو لړ قیودات وضع کړي دي.

بریتانیا ته د ښاغلي محب د سفر موخه د اوسني وضعيت په رڼا کې د دغه هېواد د سياسي ملاتړ راجلبول بلل شوي دي. که له يوې خوا په هېواد کې د جګړې ډګر ګرم دی، بل خوا افغان حکومت د سيمې او نړۍ د هېوادونو د ملاتړ د خپلولو لپاره سياسي او ډیپلوماټیکې منډې ترړې هم زياتې کړي دي.

د‌ همدغو هڅو په لړ کې ټاکل شوې چې د‌ افغانستان لوی درستيز هند ته سفر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب