سه شنبه, جنوري 25, 2022
Homeخبرونهپنټاګون: د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونه شوي

پنټاګون: د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونه شوي

تاند (جمعه، اسد 1)- د امریکا دفاع وزارت يا پنټاګون د پنجشنبې په ورځ وویل، امريکايي ځواکونو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.

پنتاګون دا نه دي ویلي چې له کومه ځایه او په کومو الوتکو دغه بريدونه شوي.

د پنټاګون وياند جان کربي وویل: “دا بريدونه په تېرو څو ورځو کې د افغان د ځواکونو د ملاتړ په هدف شوي دي.”

هغه زياته کړې چې د دې بريدونو په اړه نور تخنیکي مالومات نه شي ورکولاى.

په همدې حال کې يوه بل امريکايي چارواکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ امریکايي ځواکونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ له څلورو ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

هغه وویل، دغه بريدونو کې هغه نظامي تجهیزات او موټر له منځه وړل شوى چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو نيولي وو.

په ورته وخت کې طالبانو دغه بریدونه د دوحې تړون خلاف بولي او وياند يې ذبیح الله مجاهد د بريدونو د غندلو ترڅنګ ويلي چې په کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پر طالبانو دغه بريدونه داسې مهال کېږي چې د اګسټ 31مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ښودل شوې ده.

2 COMMENTS

  1. ده امریکادا بی رحمه بمباری نورهم ده افغانانو کرکه ده دولت اوامریکایانو په وړاندی را پاروی.طالب امریکا منلی چی افغان دی. طالب پرته ده جنګ او مقاومت ده ولس په ملاتړ غټه برخه په لاس کړه. نوده افغانانو په وژل به کوم افغان ونه پاریږی؟
    که افغان ملت داسی ګوډاګی او تش په نامه حکومتونه منلی نو سل کاله پخوابه یی انګریزان منلی وی.

  2. طالب د غلامانو غلام او د نوکرانو نوکر.دی. هغه یې رحمه وحشیان چې په کور ناستي غیر نظامي مامورين له کوره وباسي او وژنې یې، څنګه کولی شي د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي. دا هیڅ امکان نه لري. دوی که د خلکو ملاتړ درلود جنګ به یې نه کوه. راغلي به و، سوله به یې کړه وه، او د انتخاباتو له لارې به یې حکومت کټلی و. خو دوی بر عکس د ای اس ای په هدایت، د افغان وژنې له لارې او د افغانستان د ورانولو له لارې غواړي قدرت ته ورسېږي. لمر په دوه ګوتو نه پټېږي. دا چې طالب د خلکو ملاتړ لري لکه د پاکستان د حکومت درواغ ویل دي چې وایې: مونږ له طالبانو حمایت نه کوو. طالب مشران او اسامه په پاکستان کې نشته. مونږ له ترورېږم ډېر متضرر شوي یو. پاکستان یو اسلامی هېواد دی او داسې نور شاخداره درواغ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب