شنبه, جنوري 22, 2022
Homeټولنیزدا هم فن دی او هم ساینس/ انتظار خادم

دا هم فن دی او هم ساینس/ انتظار خادم

ویل کیږي چې دمګړۍ په نړۍ کې ۲۴۵ هیوادونه شته، څوک ډیر غښتلی او څوک ډير کمزوري. څوک لکه موږ د حکومت چلولو ته حیران دی او څوک د نورو هیوادونو د سیاسي ماشین د تحرک زمه اخلي. بعضي هیوادونه له خپله حاله نه وي خبر او بعضي هیوادونه د نورو هیوادونو کورني مسایل څیړي. څوک دومره ځیرک او چالاکه دی چې له سبا خبر وی خوبعضي په ورکه ماضي او روانو ګونګوحالاتو کې دومره مستغرق وي چې لاره تری ورکه وي.

د سیاست پوهان وايي: هر هغه څوک چې د سیاست په رمز تر نورو ښه پوهیږی، تر نورو ډیر ښه سیاست مسخه کولی او د ځان په ګټه تمامولی شې. برطانیې په هند ۱۵۰ کال حکومت وکړ، راز یې هم د غښتلې استخباراتي سیستم شتون وو. کله چې لینن (۱۸۷۰-۱۹۲۴) د کارل مارکس (۱۸۱۸ـ۱۸۸۳) کمیونستې افکارو ته د عمل جامه اغوستله نو (کی جی بې) په هر کور او هره اداره کې حضور درلود. ښځه پر میړه، پلار په ځوي، او مور په لور شکمنه وه. هو، همداسي وو. کې جې بي هغه وخت تردې کچې غښتلی استخبارات د وخت ضرورت باله ځکه همدا اداره د پخوانۍ شوروي امپراتورۍ روح، هویت او ساتونکې وه. که څه هم د وخت په تیریدو ېې غښتلتیا او فعالیتونو مختلف رنګونه او طرزونه خپل کړی دی لیکن د امپراتورۍ په جوړولو کې ددی اداري جدیت، محبوبیت، اراده او تخنیکي توان د هیرولو نه دی. که څه هم کې جې بې د ولادیمیر په مشرۍ په ۱۹۹۰ کال کې د حکومت د پرزولو ناکامه هڅه وکړه لیکن بیا هم، ددی اداري د پخوانیو کړنو له امله د روسانو په زړه کې ددی اداری مینه کمه نه شوه.

استخباراتي مسولیت هم هنر دی او هم سرښندنه. دا داسي دنده ده چې په ترڅ کې یې ځاني غوښتنې د ملي ارمانونو نه صدقه کیږي. ددې لاری لاروي د یوی ځانګړی موخې لپاره سر په لاس کې نیسي او پر مخ درومي.

هټلر (۱۸۸۹-۱۹۴۵) هم ورته دریځ درلود. نوموړی به ویل: ما سیاست نه دی لوستلی لیکن تاریخ ته مې ضرور په خپله کوپړۍ کې ځای ورکړی دی. ما لمړی د ویانا او استریا تاریخ ولوست او خاصکر د جرمني-فرانسې د ۱۸۷۰-۱۸۷۱ جګړی می نظامي عقل سم او استخباراتي هنر تیز کړل. په ۱۸۶۶ کال کې د پروسیا (جرمني ایتلاف) لخوا استریا ته په ۷ اونیزه (۷ هفتو) جګړه کې ماتې هم د پروسیا لخوا د دښمن په دریځ، موقعیت، انګیزي، مورال، مرام او سرچینو په څرنګوالي د پوهیدلو له امله وه. هټلر به ویل چې زما بریا هم د استخباراتو په ځانګړتیا تکیه ده او ماتې به مي هم ددی اداري د کړنو له امله وي.

هټلر د خپل پلان پر بنسټ ډاډه وو چې نړۍ به نیسي لیکن د استخباراتي سیستم بی اساسه معلومات د هټلر د ماتې او مرګ لامل شو. استخباراتي مامورینو هټلر ته مشوره ورکړه چې د مسکو نیول تر هغې اسانه دي چې فکر کیږی، ځکه نو باید باربروسا عملیات د نورو عاجلو مسایلو پر بنیاد وځنډول شي. میاشتې تیری شوي، ژمي راورسید او کله چې د جرمنې جنیګیالو په روسیه یرغل وکړ نو د روسانو ژغوریز تکتیک، د سیمې په اړه د جرمنانو لږ معلومات، او بی شانه یخنۍ هټلر د ۱۹۴۵ کال د مۍ په ۸ مات او د جرمني د نړیوال هویت جنازه خاورو ته ښکته شوه.

سی ای ای هم له چا کمه نه ده. که څه هم د جنرال ډانیل بولجر د ادعا پر بنسټ، واشنګټن میشتو امریکایې مخبرینو به د عراق او افغانستان د جګړی ۱۰ سلنه معلومات هم نه تحلیل کول، لیکن ددی دواړو هیوادونو برسیره، ددوی د ګاونډیو هیوادونو په اړه یې هم سل په سله معلومات تر لاسه کول. ددی دواړو جګړو سختیدل او اوږدیدل، که څه هم کیدای شي د امریکا د عاقلانه غلطو ستراتيژیو له امله وو لیکن په یوه میاشت او ۱۱ ورځو کې (۱۹ مارچ-۱ مۍ ۲۰۱۳) کې د عراقي فوځ تیت پرک کول او په دری میاشتو ( ۲۰ سپتمبر-۲۸ دسمبر ۲۰۰۱) کې د طالبانو سنګرونه له منځه تلل د سی آی ای د دقیقو معلوماتو اغیز وو.

غښتلي استخباراتي جوړښتونه لکه پیریان داسي وی، لیدل کیږی نه لیکن اغیز یې هر ځای او هر وخت متصور کیدای شي. دا داسي ځواک دی چې دښمن روح او زړه ته تاوان رسوي. که څه هم د جګړي په میدان کې نه وی لیکن د جګړی د میدان د هر لویشت جوړښت په اړه تکتیکي معلومات لري. استخبارات د موټر (عرادي) انجڼ ته ورته وي چې اساسآ نه ښکاري لیکن په ټوله کې د ټول سفر برخلیک ټاکلي شي. دا ځواک د دښمن لاسونه نه ماتوي بلکې د زړه زور یې زبیخي ځکه ددی ځواک هدف د مار لنډول نه بلکې وژل وي.

په اسیا او خاصکر جنوبي اسیا کې د پاکستان استخبارات بی مثاله دي. دا ځواک د پاکتسان په ټول تاریخ کې په نظام کې نظام دی. نه یواځي د نوری نړۍ د استخباراتي په څیر معلومات ټولوي بلکې لکه سی آی ای، دمګړۍ په نظامي عملي عملیاتو کې هم برخه اخلي. هغه مهال چې د سی آی ای پخواني رییس جنرال پټروس غوښتل د بی پیلوټه الوتکو او خال خال وژلو مسولیت پنټاګون ته وسپاري نو برخلیک یې ټولې نړۍ ولید لیکن د سی آی ای او آی اس آی ترمنځ همدومره توپیر دی چې نه یواځې آی اس آی په خپل هیواد کې بی تاجه بادشاه دی بلکې پاکستاني زعماوو په ټول اخلاص منلي ده. کله چې برطانوي هند په دوه برخو وویشل شو نو د آي اس آی هم په ۱۹۴۸ کې رامنځته شوه او دا د ۲ نورو پاکستاني استخباراتي څانګو چې (استخباراتي بیرو- آی بي) او نظامي استخبارات- ام آی) نومیږي، د صلاحیت او جوړښت په لحاظ په بشپړ ډول ځانګړی ده.

که ووایو چې آی اس آی د پاکستان د بقا او نښان تضمین کړی او یا ووایو چې یواځي پاکستاني استخبارات دی چې هم سیاست کوي، هم عداوت کوي او هم حکومت، نو مبالغه به مو نه وي کړی. په ټوله کې دا چې، که پاکستان له یوي خوا د هندوستان د ۱۲ ملیونیز هیواد سره ډغري وهي او له بله اړخه د افغان جنګ په نامه له امریکا ملیاردونه ډالر اخلي، نو دا یواځې د آی اس آی د غښتلتیا، ځیرکتوب، چالاکۍ او یکه تازۍ اغیز دی.

د پورته دوه دری بیلګو برسیره، کیدای شي د موساد ( اسراییل)، را ( هند)، ام اس اس ( چین)، ای اس آی اس ( استرالیا)، ډی جې اس يي ( فرانسه)، بی ان ډي ( جرمني)، او ام آی ۶ ( انګلستان) نومونه هم د غښتلو استخباراتي ادارو په توګه یاد کړو لیکن دومره ویلای شو چې همدا اداري دی چې د خپل هیواد اړوند ننۍ کشالې او سبانۍ معماګاني تحلیل او یا هم، حل کوي.

نړۍ او خاصکر افغانستان عجیب پیچلې بحران ته د داخلیدو په درشل کې ده. کله چې د امریکا د دفاع وزیر دونلد رمزفیلد عراق ته لاړ او د امریکایي ځواکونو له قومندان، جنرال سنچیز نه یی وپوښتل چې کله به د عراق جګړه ختمیږي نو سنچیز ورته وویل چې هیڅ نشم ویلی. نه هم د دښمن د شمیر او ځواکمنتیا په اړه، نه یې هم د موقعیت په اړه او نه یې هم د ارادي په اړه دقیق معلومات شته. نوموړی وویل، د عراق جګړه دومره پیچلې ده چې هره شیبه خپل رنګ او رخ بدلولی شي. هماغه وو چې جګړه ۹ کاله وغزیده، ۲ تریلونه ډالر مصرف شو، ۴۴۸۶ امریکایان ووژل شو، او بالاخره جګړه ناکامه شوه. دا د کمزور او غلطو استخباراتو تازه او عصري پیښه ده. افغانستان که څه هم د نړیوالو قوتونو د ضعیف مدیریت ښکاره بیلګه ده او تیر ۱۴ کاله افغانانو په زنکدن کې تیر کړل، اوس تردی هم ستونزمن پړاو ته ننوته. امریکایانو خپلې پښي سپکې کړې او دادي اوس افغان استخباراتي ځواکونه په یواځې ځان د سیمۍ او نړۍ د استخباراتو سره په ډغره دي.

زمونږ د هیواد پیچلی وضعیت، د نوو بحرانونو پیل، اقتصادي رکود، په راتلونکې د افغان ولس د باور نه شتون، سیاسي چاودون، نشه یې توکې او د مافیایي حرکتونو څرنګوالی سره مقابله د امریکا په څیر غښتلی استخباراتي جوړښت ته اړتیا لري، پداسي حال کې چې زما د خوار ملي امنیت مامورین په خپلو سینو کښیږي، په خپلو سرونو قیمار وهي او خپل ځان د دښمن د اور په لوبه کې د ولس د ژغورني لپاره صدقه کوي. زمونږ استخباراتي جوړښت د عمر او مسلک په لحاظ خورا خام، نوی او د سرچینو په لحاظ اړمن دی او اړینه نده دومره ژر دی د بشپړ کمال سرحد ته ورسیږي، لیکن په ټوله کې باید هر استخباراتي مامورپه لاندی مواصفاتو ملبس وي:

  1. استخباراتي مامور باید د لیکلو لوړ استعداد او مسلکي هنر ولري. نوموړی باید وکړای شي مسایل د احساساتو پرته داسي تصویر، تحلیل او ارزیابي کړي چې د مجرم یا د حالاتو د دقت او رښتونولۍ په اړه د لوستونکو باور او اطمنان حاصل کړي.
  1. اړینه ده د استخباراتو مامور د لوي زړه خاوند وي ترڅو پرینږدي جوش یې پر هوش غالب شي. تل داسي کیږي چې د استخباراتو مامور د هغه جاني مجریمینو، فاسدینو، خاینینو او ډول ډول مخالفینو سره مخامخ کیږي چې یا هم همغه مهال او یا هم په اږدمهال کې ملي ګټې د سوال او زیان سره مخ کوي. اړینه ده نوموړی خپل کار وکړي او هیڅلکه د عدلي او قضایي ادارو په چارو کې لاسوهنه ونکړي. د جرم پر مهال او یا د جرم نه وروسته د مجرم وژل، توهینول، او زورول د افغانستان د اساسي قانون د ۲۹ مادي پر بنسټ د قانون خلاف عمل دي، ځکه نو لازمه ده چې نوموړی د قانون په دایره کې خپلې چاري پر مخ یوسي او هغه هم د قضیې انکشاف.
  • هر عمل جرم نه ګڼل او د مشکوکو اشخاصو د کړنو په وړاندی له خپل شخصي یو اړخیز قضاوت نه ډډه کول. په نړیواله کچه دا منل شوی اصل دی او باید تل استخباراتي مامور د ۵۰-۵۰ قضاوت نه ګټه پورته کړي. دا چې نوموړی یواځې د قراینو، معلوماتو او نښو نښانو د راټولو مسول دی، نه هم اړینه ده او نه هم مجازه چې نوموړی دی هم پولیس شي او هم قاضي.
  1. استخباراتي مامور باید نه یواځي منظم مدیر بلکې د شخصي او رسمي اصولو کلک پیرو انسان وي. د استخباراتو علم تش حکایت نه بلکې ساینس دی. دا لار پر اصولو، تکتیک، هنر او تجربه ولاړه لار ده. که څه هم هره ټولنه بلې ته، هره قضیه بلۍ ته، هر مشکوک بل ته، او هر زمان بل زمان ته فرق کوي، مګر استخباراتي مامور لکه سل کلن مجرب انسان پيژندونکی باید د هر زمان او مکان سره تطابق وکړي. په یاد مو وي چې هیڅکله هم اساسات نه بدلیږي بلکې دریځ او تکتیک بدلیږی، فلهذا پدی فن کې نظم، نسق، او اصول د بریا لار جوړوي چې باید په پام کې ونیول شي.
  1. د پیښو په اړه تیز، دقیق او پر ځای فکر او د حل لار راویستل ددی ډول مامور د ژوند او مرګ تر منځ فیصله کوي. استخباراتي مامور د اور د لوبغاړي (اتشباز) یا د روسانو د لوبې (Russian Roulette) خطر ته ورته وي چې هره شیبه کیدای شي ووژل شي او یا هم ځان او نور وژغوري، فلهذا د بغرنجو حالاتو په اړه سم دریځ نیول، ژر مسایل تحلیل کول، ژر د حل لار راویستل او ژر د پیښې ژورو ته رسیدل د مامور د لوړو فنونو له منځه شمیرل کیږي.
  1. د ځان، هیواد، مسلک او ماموریت په اړه له وړي محدودي راوتل او پراخ فکر کول. که څه هم، کیدای شي استخباراتي مامور د یوی مشخصي قضیي یا سیمي په اړه مامور شوی وی لیکن اړینه ده خپل ځان او هیواد په لوی تصویر کې ووینې. د بیلګې په توکه زمونږ د هیواد استخباراتي مامور اړ دی د افغانستان د پیښو ترڅنګ د چین د ایغور سیمې د تروریزم او د ازبکستان د اسلامي خوځښت په اړه هم معلومات ولري ترڅو له یوی خوا د هغوی له شره په امان شي او له بله اړخه د خپل هیواد او سیمې هیوادونو ترمنځ شریک وصفونه پیدا کړي. پدی توګه به وتوانیږي چې د نن او سبا ترمنځ تړاو پیدا کړي او خپل راتلونکې لکه روښانه هنداره وویني.

دلته اساسي خبره د استخباراتو د تاریخ او استخباراتي مامور د کوایفو علمي تشریح نه بلکې په افغانستان کې د پورته اصولو د شتون او نه شتون خبره ده.

ویل کیږي چې هره ورځ پدې هیواد کې ۳۵ سرتیري وژل کیږي او یا هم د بعضو سرچینو د ادعا پر بنسټ چې هره ورځ د هلمند جګړی انساني تلفات ۹۰ تنو ته رسیږي، د انسانیت پر مخ تر ټولو لویه غمیزه ده. که په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰۰۷-۲۰۰۹ ترمنځ افغان سرتیري وژل شوی وی، نو دا پدی معني چې تیر کال زرګونه کورنۍ د غم په ټغر ناستې دی، پداسي حال کې چې ددی غمیزی رامنځته کیدل د استخباراتي کدرونو د مسلکي پوهې ټیټوالي او کله ناکله د لویو مسایلو پر سر د استخباراتو د رهبرۍ او سیاسي زعامت ترمنځ د نظر او عمل د واحد دریځ د نه شتون له امله وي.

اړینه ده ددې ادارې د کړنو په رغولو، د چارو په سمبال، د سرچینو په زیاتولو، د کدرونو په تربیه کولو او د اساسي خطوطو په ټاکلو هم د ملي وحدت مشران او هم د ملي امنیت رهبري بیا ځل فکر وکړي.

مونږ ځوان نسل هیله لرو چې ژر مو هیواد په ځان بسیا او غښتلی شي. هیله لرو مونږ هم لکه نور سوکاله ملتونه ټول مخالف او موافق لوري د منطق پر بنسټ په یوه ټغر کینو او د وینو سیلابونه ودریږي، سوله رامنځته شي، جګړي پای ته ورسیږي، طالب لوری د اصولو سره سم د دولت په سیاست کې دخیل شي او بلاخره مونږ ټول د یو وحد-متفق ملت په حیث څنګ په څنګ هیواد د نورو له یرغله وساتو او بالاخره بریالی سوکاله ملت شو.

د سولیز او غښتلی افغانستان په هیله.

انتظار خادم.

د ۲۰۱۶ د جنورۍ ۴ مه

1 COMMENT

  1. ښه لیکنه وه. ومې لوسته.

    متاسفانه، چې اوس د افغانستان روانه جګړه په داسې ډول د ای اس ای لخوا مخ ته وړل کېږي، چې طالب په ځان خبر هم نه دی چې څه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب