چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Homeخبرونهآیاکاملا هریس به د امریکا لومړنۍ ښځينه ولسمشره شي؟

آیاکاملا هریس به د امریکا لومړنۍ ښځينه ولسمشره شي؟

تاند (يکشنبه اسد ۳)د بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دورو پر مهال د سپېنې ماڼۍ پخواني ډاکټر راني جکسون وړاندوینه کړې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پر یوې سختې ناروغۍ اخته دی او د خپلې ولسمشرۍ دوره نه شي بشپړولای. نوموړي ویلي چې ولسمشر جوبایډن به د خپلې دورې تر بشپړولو وړاندې استعفا ته اړ شي.
نوموړي په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل چې هغه له یوې جدي روغتیایي ستونزې سره مخ دی او وضعیت به یې نور هم پسې خراب شي.
راني جکسون وویل چې جوبایډن اوس مهال سربداله او ګنګس ښکاري، خبرې یې پرې پرې وي او ان یوه جمله هم په آسانۍ نه شي بشپړولای.
نوموړي وویل چې پکاره ده ولسمشر خپل معاینات وکړي او پایله یې له خلکو سره شریکه کړي.
د امریکا د قانون له مخې که چېرته ولسمشر استعفا ورکړي او یا مړ شي نو لومړی مرستیال یې به یې ځایناستی وي.  اوس نو که چېرته جوبایډن له خپلې دندې لاس په سر کیږي نو د هغه لومړۍ مرستیاله کاملا هریس به د امریکا ولسمشره شي.
که چېري داسې وشي، مېرمن هریس به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځينه ولسمشره شي.

2 COMMENTS

  1. له ټولو غوره خبره به دا وی چی جوبایډن د یادی مرضی له وجهی خپل عمر سره خدای په آمانی وکړی یعنی مرګ ته لبیک ووایی ځکه دده او تیر ټرمپ او له مخکینی مشران اوباما، بوش او د هغه پلار ډبلیو بوش د افغان ولس او دولت ستر خیانتونه کړی ځکه دوی هر څه وینی چی پاکستان یو تروریست هیواد دی مګر بیا یی هم مخه نه نیسی او نه هم افغان امنیتی ځواکونو سره داسی مرسته کوی چی د پاکستان ټول پلانونه شنډ کړی او د پاکستان او روسیی او چین پرضد د بیارغونو چارو کی په غټه پیمانه مرسته وکړی

  2. ګومان نه کیږی چی یوه ښځه وکولای سی د 🇺🇸 د مشری پتوګه دنده تر سره کړی ځکه هلته کومه بله مرموزه او نامرئی کړۍ د 🇺🇸 د سیاسی او اقتصادی او نظامی چارو واګی پلاس کی لری او هغه کړۍ د ښځو د ریاست سخته مخالفه ده
    بناً
    د جوبایدن د سرنوشت د څرنګوالی تر ټاکلو مخکی به د کامِلا هریس کیسه بدله سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب