جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهنبيل: پاکستان باید د يوه تروريستي هېواد په توګه وپېژندل شي

نبيل: پاکستان باید د يوه تروريستي هېواد په توګه وپېژندل شي

تاند: (يکشنبه، اسد3) – د افغانستان د ملي امنیت پخوانى مشر رحمت الله نبیل وايي، پاکستان د يوه ياغي اټومي هېواد په توګه بدل شوى او نشي کولاى چې په خپل ګاونډ کې باثباته افغانستان وزغمي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي:” پاکستان د يوه ياغي اټومي هېواد په توګه بدل شوى او نشي کولاى چې په خپل ګاونډ کې باثباته افغانستان وزغمي. د پاکستان پوځ له ترهګرو سره نه شلېدونکى اتحاد لري. دغه هېواد باید د يوه تروريستي هېواد په توګه وپېژندل شي. اى ايس اى کولاى شي چې په خپلو نظامي ځايونو کې د اسامه بن لادن او سيمه ييزو ترهګرو څخه ساتنه وکړي. آيا افغانان حق نه لري چې د ريښه لرونکو پاکستاني سياستوالو سره ليده کاته وکړي.؟

نبيل تېره ورځ ويلي و، که د سپين بولدک ونه نیول شي نو يو زيات شمېر ترهګر به د پاکستان له لارې افغانستان ته راننوځي.

4 COMMENTS

  1. د طالب او اخوانیانو په جزا یوازې خلقیان پوهیږي خو افسوس چی ځای یې ارتجاع او مفسدینو او د پنجاب زامنو نیولی دی! زمونږ د دولت فساد او سکتاریزم د طالبانو او پنجابیانو د بریا زیری دی! زه به څه د هغه دولت مدافع واوسم چې یو تریلیون ډالر د مفسدیو د ښځو په کاڼو ولګولی؟ طالب خو لا څه کوې چې تر ځناورو بدتر دی!

  2. ډېر پر ځای خبره ده. پاکستان د هر شر او د هرې فتنې مور ده. باید چې د نړیوال ترورستي هېواد په نامه وپيژندل شي.

  3. لدی مخکی حمد الله محب ویلی وو چی پاکستان له افغان طالبانو پوځي، مالي او عاطفي ملاتړ کوي او طالبان پر القاعده سربېره له ټولو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې پالي.
    یعنی دا چی همدا پاکستان ده چی ټولو ترهګرو ډلو او ګروپونو ته پدی ۴۵ کلنی او ۲۰ کلنی جګړی نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کړی نو نړیواله ټولنه او په ځانګړی ډول امنیت شورا او امریکا د پاکستان په اړه جدی ګام پورته کړی کنه دا سیمه او نړی به د پاکستان له شره خلاص نشی

  4. د نړۍ په هرګوت کې چې یوه تروریستې پېښه وشې لکې یې د پاکستان تر کونې لاندې ده. که دا په اروپا که ده که په امریکا کې او يا هر بل ځای کې حتما له پاکستان سره ارتباط لري. یا دا تروریستان خپله پاکستانیان دي، يا یې ښځې او یا دا چې مخکې له تروریستی کړنې درې څلور میاشته په پاکستان که اوسېدل. ډېره حیرانونکې قصه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب