چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Home+نامتمرکز کاری موډل | پوهاندمحمد بشیر دودیال

نامتمرکز کاری موډل | پوهاندمحمد بشیر دودیال

نوی عامه اداره/ اداره نوین عامه

څلودرېیمه برخه:

د معاصر مدیریت او نوې عامه ادارې د څیړنو پایلې ډیرې په زړه پورې دي. تایلور( Frederic Taylor)ګیلبیرت( Lillian Gilbert)، فایول( H.Fayol) او ماکس ویبر(Max Weber) دسازمانونو په مدیریت کی هغه نظریات رامنځته کړل چې د ادارې په هکله یې کلاسیک نظریات ترډیره بشپړ او اصلاح کړل. ورپسې په اوسنۍ پیړۍ کې معلوماتی تکنالوژی د سازمانونواو ادارو کار یوې نوې مرحلې ته اوچت کړ، آن دا چې اوس له بریښنایی سازمانو( e-Organization) څخه خبرې کیږي. بریښنایی تکنالوژي د سازمانونو کارونه ګړندي کړل،  فاصله یې له منځه یووړه، اوس ډیر مدیران له خپلو کورنو څخه دنده ترسره کوي، عجیبه ده چی ډیل کمېنی( DELL Company) غواړی وروسته تر دی دخپلو اجناسو طرحې فضا ته ولیږدوي، خپلې ډیرې پرزې د نیټ له لارې پلوری او داسې نور اجراات. د بریښنایی او معلوماتی  تکنالوژی په مرسته دا ډول آسانتیاوی ډیرې اقتصادی او د عالی ستندرد لرونکی دي. که د Western Electric Co. او Wal-Mart نوښتونو ته پام وکړو، چې دوی څومره صرفه جویی وکړه او ورسره یې د مشتریانو رضایت هم لوړ شو، لوستونکوته به حیرانوونکي وي.

 په افغانستان کی هم له نیکه مرغه معلوماتی تکنالوژی پراخه او معموله شوی ده. له بده مرغه دغه تکنالوژی حتا جنایتکاران، مافیایی ډلې او جنګی ګروپونه د خپلو اهدافو لپاره کاروي، خو زموږ کاروباریانو ولس ته د خدمت او عامه رفاه لپاره ونه کاروله یا یې ډیره لږ وکاروله، نو په کاروبارونو او عامه اداره کې د هغې  د ارزښت په هکله باید پوره پوهاوی وشي.

د سازمان په معاصر مدیریت کې دوه ټکي باید هیر نشی؛ یو د کار کیفیت او د چاروپه خپل وخت سر ته رسول او دویم اجرایی ستندردونه. دکاروبار سازمانونه دی خپل کار کوونکی دغو دوو ننګونو کې تریننګ کړي، البته د افغانستان عامه اداره کې هم دا دوه ټکي مهم دي، خو د هغو ټریننګ د دولت د یوه کمیسیون( یعنی د اداری اصلاحاتو د کمیسیون) په غاړه ده. له بلې خوا دکار ځواک او خام منابع ممکن بیلابیلو ځایونو کی ارزانه تر لاسه شی، نو غوره ده چې دسازمانو مدیران غیر متمرکز موډل ته مخ واړوي. یو افغانی مثال: له نیکه مرغه هرات په سرامیک او هلمند د مرمرو په صنعت کی محلی کارځواک په کار واچاو چې د کابل یا بل لوی ښار په پرتله ورته ارزانه پریوځي او خام توکی هم هملته ورته مهیادی. ضرور نده چی پانګوال او کاروباریان خامخا کابل ته راشی او ټولې چاری دلته مترکزی کړو. که نورو هیوادو ته وګورو، دوی ډیر څه له ګڼ میشتو سیمو شاوخوا منطقو ته ولیږدول. پرمختللو هیوادو بیلابیلی منطقې لکه: مرکزی یا هستوی منطقې، سره ورته(homogeneous) منطقې اود ضعیفو په نومونو ویشلي، ځینې یې محلی کړی دی، اوس کاروباریان محلی شوی صنایع local industries پرمخ بیایی چې ګټه یې تر متمرکزو اوچته ده او د صنعتی تصدیو محل ټاکنه یی وکړه. آن حکومت دغه موډل ښه پر مخ بوت. په ترکیه کی استانبول د انقرې په پرتله (چې پلازمنیه ده) ډیر نفوس لری، ویلای شو چې اصلاً ستانبول فرهنګی، خو انقره سیاسی مرکز دی، لاهور او اسلام آباد هم همدا مثال لري،آلمان کی د برلین په پرتله بُن ډیر صنعتی او متراکم انګلومیرشن Agglomeration دی، د برلین د هوایی ډګر په پرتله د فرانکقورت دهوایی ډګر رش ډیر زیات دی.زموږ لنډ ګاونډ کې مشهد او اصفهان له تهران سره په تعلیم، صنعت، تجارت او ډیرو نورو ډګرونو کې سیالی څه چې سبقت کوي. په افغانستان کې لا اوس هم دنفوسو، صنعتی سازمانو، تجارتی مراکزو، آن تعلیمی او تحقیقی ادارو تمرکزیواځې په کابل کې دی. وروسته تردې چې معلوماتی او بریښنایی تکنالوژی موږ ته ډیر فرصتونه برابر کړي دی، باید زموږ یو شمیر سازمانونه محلاتو کی  localization شي. دا موډل له اقتصادی پلوه، د وخت د صرفه جویی پلوه د میشت کیدنی( settlement)، د چاپیریالی ستونزو د راکمولو او ډیرو نورو له پلوه اغیزمن دی. یو مثال د یوې اجرایی اداری: د اوبو د تنظیم اداره کولای شی، پرته له دې چې خپل تشکیل کی زیاتوالی راولي، خپل موجوده علمی، مسلکی او اداری کارکوونکی په هرات، هلمند، کندز او مشرقی زون کی توظیف کړی، طبعاً  د دوی د کار ډګر او میدانی اجرات ټول په دغو ځایونو کې دي، مرکزی دفتر د بریښنایی او معلوماتی تکنالوژی په مرسته د اوس په پرتله څو ځله د دوی کاری موثریت او کارنده توب اوچتولای شی، دا به د رڼو او رغاوونکوافکارو د خپریدو، د بیارغاونی د ایډیا دښه ترویج، د نفوس د متوازن میشت کیدنی او د کادرونو د محلی کیدو سره مرسته وکړي(دلته فرضی مثال د هیڅ ادارې په پالیسی کې دمداخلې معنا نلري).  زموږ موخه یواځې کاروباری سازمانونه او خدماتی ادارات ندی، بلکې هغه ادارات هم دي چی فکر کیږي چې پرته له مرکز بل ځای کار نشی کولای، یو مثال به یې روزنیر ادرات ووایم، یا دافغانستان د علومواکاډمی. دافغانستان دعلومو اکاډمی کولای شی پرته له دی چی خپل تشکیل کی زیاتوالی راولي، دهمدی تشکیل په ساتنی سره دعلمی څیړنو چاری ډیرو محلاتو ته خپری کړی، لکه د ځنګلو برخه کی دی علمی پروژو اجرا په جنوبی ولایاتو او بادغیس کی، د صنعت په برخه کی دعلمی پروژو تمرکز او محل ټاکنه په بغلان کې، د متراکمې بڼوالی پروژې په کندهار یا کاپیسا کې او داسې نور. بریښنایی مدیریت او اوسنۍ تکنالوژی موږ سره مرسته کوی چی کارونه د  فعلی حالت څخه څو چنده موثر او اقتصادی کړو پایله به یی ډیره په زړه پورې او غوره وي. دعلمی پروژو مثال می ځکه ورکړ چې دا تر ټولو نا ممکنه ښکاري، حال دا چې ټولې چارې کولای شو په نوي موډل ډیزاین کړو،یو شمیر پوهنتونونه اوس بیلابیلو برخو کی فلیالونه لري. درانه صنایع بیلابیل پرزه جات بیلابیلو سیمو کی څه چی بیلابیلو هیوادو کې تولیدوي او مونتاژ یې ممکن یوه نهایی او متمرکزمحل کې وشی. د Fiat، Singer، Ford، Nestleخوراکی توکو، Aflac، Coca-Cola اوډیر نور مثالونه ورکولای شو. غیر متمرکز کول له خطر سره مقابله(دخطر په وړاندې دریدل) او د خطر دتقلیل یو روش هم دی. تاثیر یې د نفوس په میشت کیدا او د تجربو او مهارتونو په پراختیا او د کار د ارزانه نیرو جذب کی لا زیات دی.

په دې موډل کې پلان او پالیسی جوړول، مفهومی لارښوونې او ارشادي نقش له مرکزی برخې سره وي، اما نور تقنینی اسناد، دکار طرز، عمومی موخې او نور مسایل ټولو ته یوشان وي. اوس د معلوماتی تکنالوژی په مرسته کارکوونکی له خپل کور څخه د اتو ساعتونو کار په درې ساعتونو کې ترسره کوي. له بلې خوا په غیرمرکزی موډل کې د کارکونکو لګښتونه کمیږی، دا ځکه چې له مرکزی سیمو څخه لرې، نرخونه ټیټ وي او کارکوونکی یوشمیر نور تشبثات لکه کورنی چرګان روزل، دشاتو دمچیوی ساتنه، کوچنی باغچی روزل او داسې نور هم ترکار لاندې نیولای شی.  البته ځینی هیوادو دخپلو اداری او سیاسی موخولپاره هم له دې موډل څخه استفاده کړی ده. له سیاسی پلوه دغه موډل یو هیواد متحد ساتی، البته د مدیریت او کاروبار په بحث کی دغه وروستی موخه زموږ هدف ندی، بلکې زموږ موخه تر ډیره اقتصادی او د کاروبارونو د پراختیا، پرمخیتا او مولدیت اوچتولو کې ده. اوس د تولیدی کمپنیو او اقتصادی سازمانو تجارب نظامی برخو، سیاست او عامه ادارې ته خپاره شوی او په پراخه ډګر کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. د کرنې وزارت، د تجارت او صنایعو وزارت، دمحلی ارګانو د ادارې او نورو هغو وزارتونو ته چې منابع ورته تر مرکز څخه، په محلاتو کې ډیرې مهیا دي، پیشنهاد کیږي چې دغه موډل تجربه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب