چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Home+فکري محاصره ماته کړئ| خلیل الرحمن همایون

فکري محاصره ماته کړئ| خلیل الرحمن همایون

فکر کوم د پوهنتون څلورم سمستر مې وو، د پوهیالي احمد ضیاء الهام لیکلی «پلټونکې خبریالي» کتاب مې لوسته. لیکوال د پلټنې په معیارونو کې یو مهم معیار ته اشاره کړې وه « د سلیم عقل معیار؛ که د پلټنې پر مهال په شته ناڅرګندو حقایقو د پوهېدو لپاره، یوازې په سلیم عقل تکیه وشي؛ بیا هم ښایي په ځینو مواردو کې پایله کره او ریښتنې نه وي. که څه هم سلیم عقل له عام ذهنیت سره نېغ په نېغه اړیکه لري؛ خو د عامه افکارو له مخې ځینې ټولمنلي حقایق کله نا کله په تول پوره نه راوځي. که ټولنیز ژوند ته فکر وشي، ډېر وخت عامه افکار هم، د شته حقایقو په اړه غلطې وړاندوینې کوي. کله چې د طبیعي علومو په برخه کې ژورې څېړنې نه وې شوې؛ ډېری خلک پدې اند وو، چې لمر حرکت لري او ځمکه په خپل ځای ولاړه ده، خو ورسته له ډېر وخت څخه دغه اند غلط ثابت شوو.»
اوس سره له دې چې هېواد کې لیسانس، ماسټران او دکتوران زیات شول، خو د باسوادو د کمې سلنې نه بغیر نور ټول د نورو هو ته سر خوځوو، د نورو څېړنې، پنځونې، اخترعات او نظریي راته ثابتې او کاملې ښکاري، پرځای د دې چې موږ په یو مسلک  کې یو نوي څه ټولنې ته وړاندې کړو، ټول تحصیلي ژوند کې لګیاه یو د نورو پر تیوریانو او څېړنو شخوند وهوو، ولې؟ ځکه موږ فکري تړلي یا محاصره یو! څېړنې، اختراعات او پرمختګ مو یوازې د غرب دنده بللې، خپل هر څه راته نیمګړي ښکاري.
داد محمد ناوک په « تفکر» کتاب کې کیسه کړې:
په افغان ادبي بهیر کې یوې ناستې ته د یوه پوهنتون استاد، د ارواپوهنې د مشهورې موضوع (شعور او لا شعور) اړوند درس ورکاوه، زه یې د میلمه پرځای په څوکۍ کینولی وم، ښه کلک ورته غوږ وم، استاد نږدې نیم سات درس ورکړ او ډیرې مهمې مسلې پکې راپیدا شوې، خو هغه ټول نظرونه د بل چا وړاندې کول، دانسان مانا؟ د استعداد مانا؟ د شعور او لا شعور اړوند؟ ټولو ته یې د پردیو له عینکو ځوابونه ویل، چې نږدې هر یو یې له اسلامي فلسفې لیدلوري سره په ټکر کې وو، په مینځ کې یو څوک ولاړ شو او د (روسو) په حواله یې دا خبره وکړه، چې: هر څوک نړۍ ته پاک راځي… یو بل تن په بیړه دغه حدیث ورته ووایه (( کل مولود یولد علی الفطره ( ای علی الاسلام) و انما ابواه یهودانه او ینصرانه او یمجسانه)) متفق علیه.
جالبه داده، چې ډېر هغه څه مو د بل په نامه زده کړي، چې زموږ خپل دي، خو له خپلو خبر نه یو. ماته چې کله په ناسته کې د خبرو نوبت راغی، ما ویل: افسوس دادی چې نږدې یو نیم سات درس کې د یو مسلمان ارواپوه نوم وانه خیستل شو، لکه موږ چې څوک نه لرو! »
د فکري محاصرې یو مهم لامل هم دا د ناوک صیب کیسه ده، چې موږ ته تل پردي افکار ښه ښکاره شوي او تل مو د هغو په لوستنه اوڅېړنه وخت تېرکړی. دا سمه ده، چې پردي علوم او فلسفې مطالعه کول کوم باک نه لري، تر څو پر تا د هغو رنګ غالب نه کړي؛ خو مهم بحث دا دی، چې ولې موږ خپل دین، مقدس کتاب قران الکریم، احادیثو، پراخ دیني علم، اسلامي علماوو او پوهانو شا پرېښې؟ ولې د هغوی په مطالعه او عمل ځان نه تکلیفوو؟
که چیرې موږ په خپل اسلامي او عقیدوي علومو کې د نه پوهاوي سربېره پردیو بې لارو افکارو او فلسفوو ته کش ورکوو، دا خو نغوذبالله په دې مانا، چې موږ خپلو اسلامي او عقیدوي علومو باندې، نور له ایمانه خالي علوم برتر ګڼو! دا ډېر د تاسف ځای دی. ځوان نسل، ځانګړي ډول ژورنالېستانو او د دې مسلک زده کړیالانو ته پکار ده، چې اسلام کې ډېره پراخه او ژوره مطالعه ولري. د قران الکریم تفسیر او ژباړه، احادیث، عقیدوي او فقهي مسایلو، اوسنیو ایډیالوژیو او معاصرو فکري مکتبونو کې خپل مطالعه لومړی مسوولیت وبولي.د دې تر څنګ یو بل مهم مسوولیت دا چې ټولنه د غربي فکر او مطالعې پرځای په خپلې دیني پوهې غني کړي.
د فکري محاصرې د بحث یو بل مهم اړخ دا دی، چې زموږ عامه افکار له څو غربي پوهانو، مخترعینو او شاعرانو څخه ډېر متاثره دي، د هغوی هر خبره او کیسه ورته د قران ټکی ښکاري. یو ورځ استاد په ټولګي د تصویر په تړاو لکچر ورکاوه، د تصویر لپاره یې د اپلاتون لخوا انځور ته کړی تعریف وویلې، وای دا ډېر جامع تعریف دی. لومړی خو دا چې زرګونه کاله پخوانی انځور او اوسنی تصویر د ځمکې او اسمان توپیر لري، بل دا چې ولې موږ دومره له چا اغېزمن شوو، چې سلګونه کاله پخوانی تعریف او نظر یې جامع وګڼو. دا کیسه بیا زموږ په نا راستي او نه ویښتیا دلالت کوي، چې دومره هر څه سره، دومره په پټو سترګو منوونکي یو. یا اوسني ځیني پښتانه لوستي ځوانان د اوسنیو او پخوانیو شاعرانو له شعرونو او فکر نه یې دومره تاثر اخیستی، چې د مرشد او پیر چیغو نه یې نور خلک په تنګ شي. هغه غریب به دومره پوی او دانا نه وي، چې ځان د خدای ج په لار برابر کړي، بس دوی به ورته د مریدۍ سرونه ټیټ کړي وي.
د بحث پایله دا، چې لږ ځان په غذابونې، مطالعې، ځیرکتیا، څېړنو او سالم انتقاد حس پیاوړتیا ته اړتیا ده بس. که چیرې دغو برخو کې په ځان کار وشي، بیا به تل د نورو کارونه او نظریات په ټوله مانا کامل نه راته ښکاري، د انتقاد وړتیا او له دې نه د ښه کار او نوښت کولو فکر راسره مل کیږي، چې دا د فکري محاصرې ماتولو اغېزمنه حل لاره ده.

1 COMMENT

  1. دا لیکنه په لوستلو نه ارزي. که یوازې په دې لیکنه کې دې جملې ته (د دې تر څنګ یو بل مهم مسوولیت دا چې ټولنه د غربي فکر او مطالعې پرځای په خپلې دیني پوهې غني کړي) ځیر شو او ښه یې وارزوو، ایا و به کولای شو چې یوه منطقي او قناعت ورکوونکې پایله ترېنه واخلو او که نه؟ د نني عصري ژوند ټول بنیاد او غوښتنې د همدغې غربي ټولنې د فکر او مطالعې محصول دی. په دین کې کومه تجربي پوهه شتون لري چې د نني ژوند اړتیاوې حل او فصل کړي؟ په دین کې فزیک، کوانتوم فزیک، کیمیا، بیالوژي، درملنه او یا بله کومه ساینسي پوه شتون لري؟ ځواب یې ډېر ساده دی چې نه یې لري. داچې ځیني کسان نور ګمراه کوي دا په خپل ذات کې لویه ګناه ده. افسوس په داسې تش په نامه لیکوالانو. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب