چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Home+جاپانۍ پېغلې په المپيک لوبو کې نړیوال رېکارډ ثبت کړ

جاپانۍ پېغلې په المپيک لوبو کې نړیوال رېکارډ ثبت کړ

تاند ( دوشنبه، د اسد ۴) د ۲۰۲۰ کال توکیو المپيک لوبو کې یوې ۱۳ کلنې جاپانۍ پېغلې د سرو زرو د مډال په ګټلو سره نړیوال رېکارډ ثبت کړ.

دغه پېغله نیشا نومېږې، ۱۳ کاله او ۳۳۰ ورځې عمر لري.

نوموړې د اسکېټ بورډېنګ برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه او خپل نوم یې د المپیک د نړیوالو رېکارډونو په کتاب کې ثبت کړ.

نیشا په دې بریا سره د المپيک په تاریخ کې تر ټولو ځوانه لوبغاړې شوه، چې په ۱۳ کلنۍ کې د سرو زرو مډال ګټي.

دغه راز په روان المپيک سیالیو کې بیا جاپانيانو اوتا آبه او هیفومي، چې خور او ورور دي د جودو په برخه کې خپل سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه خپل کړل.

دا هم د المپيک په تاریخ کې لومړنی ځل دی، چې خور او ورور په یو ځل د سرو زرو مډالونه ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب