دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

۱۹مه برخه
(د غور سوریان — د ملتان لودیان )
غزنویان
(افغانستان – پا رس– ماوراءالنهر)
استاد شهسوار سنګروال
الپتګين د سامانيانو د کورنۍ يو اوښيار ترکي غلام وه، چې د همدې پوهې له مخې نوموړی په شاهي ګارد کې په دنده وګمارل شو او بيا وروسته سربېره له دې، چې دی د دوه زرواوه سوه تنو غلامانو مشر وه، د سامانيانو د پوځ سپه سالار (۹۵۹ ز کال) او د شمالي سيمو والي هم وټاکل شو.
د ساماني عبدالمالک له مړينې وروسته چې په (۹۶۰ ز کال) په بخارا کې ومړ، د الپتګين او د عبدالمالک د ورور منصور بن نوح تر مينځ بې باوري، هغه مهال مينځته راغله چې نوموړي غوښته د عبدالمالک زوی پاچا شي. همدا لامل وه چې ده د منصور په وړاندې پاڅون وکړ او غزني (زابلستان) ته راغی.
«الپتګين په ۳۵۱ هـ ۹۶۳ ز کال غزني ته راغی او د زابلستان په يوې واکمنې کورنۍ لويک چې څېړونکي يې پښتانه بولي بريد وکړ او لاويک يا «انوک» ماته وخوړه او په غزني کې د حکومت بنسټ کېښود.»( ۱ )
الپتګين وروسته له دوه کالو نه ومړ زوی يې اسحق واک ته ورسېد. دی د درې کالو لپاره واکمن وه او له ده وروسته د الپتګين يو اوښيار غلام چې بلکا تګين نومېد د لسو کالو لپاره د دې سيمې حکمران وه. خو کله چې دی په ګردېز کې ومړ په خاي يې يو بل غلام پيري تګين وټاکل شو.
د ده د ظلمونو له کبله د ګردېز او زابلستان وګړو پاڅون وکړ او بېرته يې د لويکانو د کورنۍ يو شهزاده لويک واک ته ورسوه.
په دغه ترڅ کې د الپتګين يو نامتو غلام او زوم سبکتګين واک ته ورسېد او د غزنويانو د ټولواکمنۍ بنسټ يې کېښود.
سبګتګين چې نوی مسلمان شوی وه لومړی د الپتګين د لښکر مشر وه او بيا وروسته ۹۷۷ ز کال واک ته ورسېد او زيار يې ووېست چې خپل حکومت ته پراختيا ورکړي.
دی د خپلې اوښيارتيا له مخې پوه شو، چې د غزني، زابلستان، پکتيا او ان تر کندهار او بلوچستان پورې وګړي چې د شمېر له مخې يې واک او ځواک پياوړی دی هغه افغانان دي. نو ځکه خو يې له يوې مخورې افغانۍ کورنۍ سره خېښي وکړه، چې له امله يې بيا ډېر افغانان په پخپل لښکر کې ونيول.
ده لومړی تر بست او بلوچستان پورې پرمختګ وکړ او بيا د افغانستان ختيځو سيمو ته روان شو. په دغه مهال له کابل نه راواخله تر لغمان او بيا تر سيند، ملتان او کشمير پورې چې پلازمېنه يې ويهند وه راجه جيپال واکمن وو.
کابلشاهان چې د برهمني مذهب پلويان او پيروان ول، د دوه پېړيو په شاوخوا د مسلمانانو تر ګواښ لاندې ول. ولې کله چې دېته اړ شول، کابل پرېږدي نو بيا د اټک پورې غاړې ته واوښتل ، د کابل په ځای يې ويهند خپله پلازمېنه وټاکله.
سبکتګين په لږ وخت کې د نورو واکمنو په پرتله غور او تخارستان هم ونيول او په ۹۹۳ ز کال (۳۸۳ هـ) تر هرات پورې پر مخ لاړ او وروسته د اوسني ايران خاورې ته ننوت او نيشاپور يې هم د غزني د حکومت برخه کړ.
«د حمدالله د ګټور کتاب تاريخ ګزيده په وينا سبکتګين د زابل د يوه مخور مشر زوم و، نو ځکه يې د پښتنو په مېړانه بست، بلوچستان، زمينداور، باميان، تخارستان، غور، پروان، لغمان، پېښور او د هېواد نورې سيمې يو د بل پسې ونيولې. (۹۹۱ ز – ۳۸۱ هـ) او هم يې په دغو سيمو کې د اسلام د دين تبليغ پيل کړ.»(۲)
نورو ډېرو تاريخپوهانو په سر کې عتبي، ابن اثير ، ابن حوقل او قاضي منهاج السراج ډېر څه سبګتګين د پوهې او زړه ورتيا په اړه ليکلي دي:
«سبکتګين اوښيار، ځيرک، عادل او يو ټينګ مسلمان وه. پخپله وعده ټينګ ولاړ او يو مهربانه شخص وه.» (۳)
نوموړي ترواک لاندې سيمو کې ملي يووا لی ټينګ کړ. په افغانستان، ماوراءالنهر او د ايران په يو شمېر سيمو يې واک ته پراختيا ورکړه او په ۹۹۷ ز کال ومړ.
د سبکتګين له مړينې وروسته د ده مشر زوی غزنوي محمود د نيشاپور حکمران وه، نو ځکه خو د ده کشر ورور اسماعيل په غزني کې پاچا شو .
سلطان محمود له يوه لښکر سره را روان شو او د زابل د خلکو په قوي او ځواکمن ملاتړ يې (د فردوسي په قول د ده مور زابلی پښتنه وه) خپل ناسکه ورور اسماعيل ته ماته ورکړه چې وروسته په زندان کې مړ شو او محمود په ۹۹۸ ز کال پاچا شو.
سلطان محمود د خپل واک د پراختيا په هيله د هېوا څلورو خواوو ته بريدونه وکړل.
خو راځۍ چې خبره د سومنات له بريد نه پيل کړو :
سلطان په ۱۰۲۴ ز کال سومنات لاندې کړ. خو کله چې ور ننوت، ګوري چې بت پرته له کوم تړاو او استناده ځوړند دی. ټول هک پک شول. وروسته معلومه شوه چې د خونې څلور خواوو ته «آهن روبا يا مقناطيس» داسې په غور سره ځای په ځای شوی وه، چې بت يې غورځېدو ته نه پرېښود.
«د دغو بريدونو پايله دا شوه چې محمود د نګرکوټ د کلا او يو شمېر معبدونو څخه «۷۰» مليونه درهمه نغدې روپۍ، په زرګونو منه سپين زر، سره زر، ډول ډول مرۍ او قېمتي دبرې… همدا راز له سومناته د شل ميلونو دينارو په ارزښت قېمتي څيزونه، د «۵۰» زره دينارو په بيه جواهرات او زينتي شيان، ۲۶ زره ديناره نغدې روپۍ، د «۳۰» زرو دينارو په ارزښت سره زر او سپين زر، ۵۳۰۰ جوړه د شاهانو ډول ډول جامې او په سلګونو نور څيزونه له يادو بريدونو څخه ترلاسه کړل.
له هغې ورځې چې محمود په نيشاپور کې د پلار له مړينې وروسته (چې ۲۷ کلن وه) د پاچاهۍ اعلان وکړ، د ژوند تر پايه ارام کېنناست. له يوې خوا د ورور په وړاندې وجنګېد، تر هغې چې په جوزجان کې بندي کړ. او له بلې خوا د سامانيانو په وړاندې په جګړه کې پرېووت، چې په پای کې د سامانيانو له ماتې وروسته مرو او توس لاندې کړل.
سلطان محمود له هغه وروسته سيستان او غرجستان هم له سيمه ييزو واکمنو نه ونيو. «د سيستان ولايت چې پلازمېنه يې کلاطاق وه له سيمه ييز واکمن، له امير خلف بن احمد څخه ونيو او دا هغه ځواکمن سيستانی وه چې په اومه پېړۍ کې عربو ځواکونو له سيمه ييز واکمن ايران بن رستم بن ازاد بن بختيار څخه نيولې وه.»(۴)
سلطان د بست له لارې په ۱۰۱۲ ز کال (۴۰۳ هـ) چې کله په غورجستان بريد وکړ د غور واکمن امير محمد سوري وه چې له جګړې وروسته بندي کړی شو.
سلطان چې دغه سيمه ونيوله نو بيا يې ډېر افغانان په خپل لښکر کې ونيول او همدا راز د سليمان د غرو شاوخوا سيمې افغانان يې هم د ځان تابع کړل او بيا يې خپل پوځ په دغو افغان ځوانانو لا پياوړی کړ. دا لړۍ ان د هېواد ختيځو سيمو ته وغځېده او د سپين غره له لمنو يې هم افغانان راټول کړل او د پوځ ليکې يې پرې ځواکمنې کړې.
د سلطان د دربار منشي د العتبي Al – utbi د وينا له مخې د سلطان محمود په لښکر کې ترکان، افغانان، تاجکان، او هغه افغانان په ځانګړي ډول غلجيان چې په غورستان، خراسان او سيستان کې ودان وه د يو شمېر هېواد مېشتو هندوانو په ګډون دغه قومونه شامل وه.
سراولف کارو په پټانز نومي اثر کې د العتبي له انده کښلي اودهغه دخبرو پخلی کوي :
«د پوځ د پراختيا لپاره يې افغانان او غلجيان را ټول کړل او په زرګونو تنه يې دېته وګمارل چې هندو شاهي پاچا جيپال ته په لغمان او ننګرهار کې ماتې ورکړي.»( ۵)
يو شمېر څېړونکو غلجيان د لوديانو مترادف ګڼلي دي. البېروني هم ويلي دي چې دا يو جنګيالی ټبر وه، چې په لسمه پېړۍ کې له کابل نه نيولې ان تر پېښوره پورې دا ټوله سيمه د هند تر پولو پورې د دوی د استوګنې پراخه سيمه وه. د سلطان محمود په واکمنۍ کې په ټولنيز شکل مسلمانان شول.
کېرو د غزنوي محمود د فتوحاتو په اړه څرګنده کړې، ده چې په غرب کې پارس ونيو، په شمال کې د بلخ شاوخوا سيمې او په ختيځ کې پېښور، ګندهارا تر پنجاب پورې ځمکه ونيوله.
ښايي د کېرو يادونه د سلطان محمود د واکمنۍ لومړني کلونه وي. ولې د واک په وروستيو کې نوموړي مشهد او نيشاپور هم ونيو. د امو رود پورې غاړې د ماوراءالنهر يو شمېر سيمې هم لاندې کړې او د بخارا واکمنې کورنۍ «قره خاني» حکمرانانو ته يې ماته ورکړه. بيا هم سراولف کېرو: «د غزنوي محمود حيرانوونکو فتوحات ځکه د پام وړ دي چې د ده د حکومت پلازمېنه د پښتنو د سيمو په مينځ کې پرته وه.
ده له پښتنو سره نېغه په نېغه اړيکه لرله. کله چې محمود بلخ ونيو، همدغه پښتانه ورسره ول او د هند په فتوحاتو کې هم پښتانه ورسره ملګري وه…»( ۶)
د سبکتګين او سلطان محمود د واکمنۍ په مهال نه يوازې يوه لويه ټولواکمنۍ، د نړۍ په دغه سيمه کې مينځته راغله، بلکې غزنوي دربار د زينتونو، د ښکلو او رنګينو ډاليو ټاټوبی و.
غزنوي پلازمېنې ته د افغانستان، ايران، ماوراءالنهر او د هندوستان له بېلابېلو سيمو نه، له مالياتو سربېره د ده واليانو او پلويانو ډېرې داسې تحفې چې ساری يې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې لږ ليدل کېده، د سلطان دربار ته راوړل کېدې.
د بد مرغۍ خبره خو دا وه، چې دا هر څه چې دربار ته راتلل اميرانو دا خپل مال ګاڼه. د خوړلو، څښلو، بښلو د راکړې او ورکړې حساب معلوم نه وه.
د بيهقي د څرګندونو له مخې، چې پخپلو بېلابېلو پاڼو کې راغلي دي، د څو بېلګو يادونه کوو:
د غزنوي دربار د ماليې يو تن وزير «بوسعيد» نومېده، سربېره له دې چې د اوږد مهال لپاره وزير وه او ډېر شته يې لرل. يو وخت سلطان ورته (۱۶) شپاړس ميلونه درهمه باقيات ور وبښل.
حال دا چې سلطان محمود د ماليې يو بل تن وزير چې ابوالعباس فضل بن احمد الاسفرايني نومېده د يوه غلام په سر وواژه، چې د کيسې لنډيز يې داسې دی:
وزير ته يو چا وويل په ترکستان کې يو ډېر ښکلی د ښاپېرۍ په شان يو پيمخی هلک دی. نوموړي يو څوک ورولېږه او په ډېرو پيسو يې را ونيو.
وزير دغه غلام له سلطان نه پټ ځکه ساتلی وه، چې هغه يې ترې وانخلي. يوه ورځ سلطان يو ناڅاپه په کور ورننوت او هغه غلام يې له کوره راووېست او وزير يې زنداني کړ، تر هغې چې مړ شو.
ابوالفضل سوري يو مهال دربار ته د هرات او نيشاپور له ښارونو څخه په ډاليو بار يو کاروان چې شمېر يې پنځه سوه ته رسېده را ولېږه، چې په دې کې ښکلي چيني لوښي، ورېښمين او وړين کالي، ډول ډول مرۍ او مرغلرې،مشک او عنبر او ان غلامان او کنيزې هم وې.
په غزنوي دربار کې عياشي، له وينځو او غلامانو سره ناوړه اړيکې، نڅاوې، او د شرابو څښل، بريدونه او ظلمونه، رټل او وژنې او دېته ورته نور کړه وړه دې کچې ته رسېدلي وه، چې د افغانستان په تاريخ کې لږ ساری لري.
د بيهقي له مخې (۱۴۰… ۲۹۹… ۵۰۰… مخونه) خاتون ارسلان به هرکال له ترکستان نه يوه ښکلې اوښايسته وينځه او غلام د سلطان محمود دربار ته را استول.
يو کال يې دطغرل په نوم غلام ورته راولېږه، دغه غلام نه يوازې ډېر ښکلی وه اوښيار هم وه. يوه ورځ سلطان په باغ فېروزي کې شراب څښل، کله چې اميريوسف د محمود ورور، دغه غلام په سرو ورېښمينو جامو کې وليد، نو سترګې يې ترې نه اړولې او سلطان هم دی څاره…نو په پای کې ورته وويل چې دغه غلام مې تا ته وباښه، خو په راتلونکې کې بيا زما غلامانو ته په دغه سترګه و نه ګورې.
د سلطان محمود يو بل غلام «نوشتګين» نومېده، دی دومره ښکلی وه، چې له ده وروسته د ده زامنو محمد او مسعود هم د ده له ښکلا او له نازه ډک چلند نه، خوند اخسته.
يوه ورځ دمسعود سپه سالار «بونعيم» چې يو ځای شراب څښل، نو نوموړي جنرال چې پياله د ده له لاسه واخسته نو له ډېرې مينې د هغه لاس کېکاږه او نوشتګين ورته وويل: شرمېږې نه چې د سلطان غلام ته په بده سترګه ګورې؟ سلطان خپل سپه سالار بندي کړ او د ده ټول شته يې غلام ته وبښل. کله چې «بونعيم» له زندان نه خوشی شو، نو مسعود د شرابو په بنډار کې ده ته وويل، څنګه بيا خو نوشتګين ته په هغه سترګه نه ګورې؟ هغه ورته وويل: هماغه يو کتل مې بس دی.
ابوالفضل وايي مسعود په باغ فيروزي کې، د شرابو په يوه بنډار کې اوه ويشت نيم جامونه شراب وڅښل او د ده نورو درباريانو:
۱- ابوالحسن پنځه نيم جامونه وڅښل، پر اوم او اتم جام سره چې غلامانو نيولی وه له محفل نه ووت.
۲- بوالعلاطبيب په پنځم جام بنډار پرېښود.
۳- خليل داود لس جامونه په سر واړول نوره يې وسه ونه رسېده.
۴- بونعيم دولس جامه وڅښل او ميدان يې پرېښود.
۵- خواجه عبدالرزاق چې په شراب څښلو کې خورا مېړنی وه اتلس جامونه يې له ستوني تېر کړل او بيا يې سلطان ته مخ واړوه: ما وبښه چې نور نشم څښلی نه چې بې ادبي را څخه سر ووهي.
امير چې اوه ويشت نيم جامونه څښلي وه بيا هم په ځان ډاډه وه له بنډاره ووت پر فيل سپور شو او خپلې ماڼۍ ته لاړ.
د همدې بې باکۍ او بې وسۍ له امله وه چې د سلجوقيانو او ترکمنانو د بريدونو په وړاندې د هېواد په شمال کې څو وارې ماته وخوړه.
ولې بيا هم د غزنويانو په کورنۍ کې درويشت تنو چې پيل يې له الپتګين نه شوی وه او پای يې د خسرو ملک په واکمنۍ سره وشو حکومت وکړ.
«د تګين د کورنۍ ۲۳ تنو چې په دې لړ کې يو تن د محمود مريي «طغرل» هم راځي، حکومت کړی دی، چې الپتګين ورپسې د هغه زوی مير اسحق، بلکا تګين، سبکتګين، زوی يې اسمعيل ور پسې محمود يو د بل پسې واکمنۍ ته رسېدلي دي.
ولې د دې کورنۍ وروستی واکمن خسرو ملک وو، چې له ده وروسته په بشپړه توګه د غزني واکمني پايته ورسېده.»(۷)
د دې ټولو څرګندونو سره سره د غزنويانو د واکمنۍ په وخت کې کلتوري هڅې، هنر او ادب، علم او سياست ډېره وده وکړه.
د دوی په دوه سوه کلن تاريخ او واکمنۍ کې ډېرې ښايسته ماڼۍ جوړې او ابادې شوې. يو پياوړی پوځ يې ورغاوه او د شابهار په دښته کې به پرېټ کېده. د پارسي ژبې ډېر نامتو شاعران او ليکوال د ادب ډګر ته را ووتل، چې موږ ابوفضل بيهقي، امير عنصري، امير فرخي، او نور يادولی شو، چې دوی د شابهار د دښتې يادونه هم کړې ده .ملي ورځې به په دغه شابهار کې لمانځل کېدې او په څنګ کې د «نغاره خانۍ» په نوم يوه غنډۍ هم شته.
«نغاره غونډۍ د جوړښت له پلوه د شابهار دښتې شمال لوېديځ لوري ته پرته ده… دغه غونډۍ د پراخې دښتې په مينځ کې ښکاري چې په ټولنيز ډول ښايي دغه ټول ځای ته شابهار دښته ووايو.
دېته د سردار غونډۍ او بت خانه هم ويل کېږي.»( ۸)
د غزني سلطان محمود دغه لويه او پراخه ټولواکمني له هندوستانه نيولې تر ايران او بيا تر ماوراءالنهر پورې د څو لاملونو له کبله لومړی کمزورې شوه او بيا ورورو له مينځه لاړه:
۱- لومړی د غزنويانو د واکمنو عياشي، بېباکي او خپل مينځي بې باوري وه، چې د دوی واکمنۍ د ځوړتيا لور ته مخه کړه.
په ځانګړي ډول د سلطان محمود له مرګ نه وروسته سلطان مسعود، په داسې کسانو باور وکړ چې له يوې خوا يې پخواني پلويان له لاسه ورکړل او له بلې خوا د ده نوو دوستانو په چور او چپاول لاس پورې کړ، چې موږ يو شمېر ترکي او ترکمني ډلې د ساري په توګه يادولی شو.
۲- که څه هم دا تېروتنه په لومړي سر کې پخپله سلطان محمود وکړه، چې د شمالي ترکمنانو يوه ډله سلجوقيان يې چې شمېر يې څلور زره کورنيو ته رسېده د افغانستان له شمال لوېديځ نه را واخله تر نيشاپوره پورې ځمکه چې ډېر څړ ځايونه يې لرل په واک کې ورکړه. بيا همدغه سلجوقيان ول چې د غزنويانو واکمني يې له ګواښ سره مخ کړه.
۳- د غزنويانو او غوريانو لومړی د دوستۍ او خېښۍ اړيکې ټينګې شوې او بيا پرته له کوم غور او اند نه داسې څه پېښ شول، چې په پای کې غزنوي ټولواکمني دړې وړې شوه.
سلجوقيان څوک دي؟
په يو شمېر څېړنيزو ليکنو کې سلجوقيان د «سلاطين سلاچقه» په نامه ياد شوي دي. «دی په درې ډلو وېشل کېږي .
له لومړنۍ ډلې څخه څوارلس تنو سلطنت کړی دی، چې د ربيع الاول څلورسوه نولس (۴۱۹ هـ) نه پيلېږي او تر ربيع الاول ۵۹۰ هـ پورې دوام مومي. لومړی سلطان طغرل بېګ بن مکايل سلجوقي ۲۶ کاله حکومت وکړ. او سلاچقه د سلچوق جمع دی.»( ۹ )
د ترکي ټبر وګړي چې چېرته استوګن وه، هغه سيمه د ترکستان په نوم ياده شوې ده. ولې کله چې په بېلابېلو سيمو کې ودان شول، نو خپل ټبرنی نوم يې هم له ځانه سره يووړ، نو ځکه خو مو يو مهال د روسي ترکستان، افغاني ترکستان او چيني ترکستان اصطلاح کاروله.
سلجوقيان هم د سيحون او اورال رود د شمالي ترکمنانو يو ټبر دی چې په سر کې بودايان وه او يوه برخه يې د سامانيانو د واک په مهال، د ماوراءالنهر په ځنو سيمو کې مېشت او ودان شول.
«همدا راز ترکمنان د «دقاق» په مشرۍ ماوراءالنهر ته راغلل او په ۹۸۵ د بخارا په «نور» کې استوګن شول.
سلجوق د همدې «دقاق» زوی وه چې د اسلام سپېڅلی دين يې ومانه.»( ۱۰ )
سلجوق بن دقاق (توقاق = يقاق تېمور) څلور زامن لرل چې د اسراييل، مکاييل، يونس او موسی په نومونو يادېدل.
کله چې سلطان محمود د سلجوق يو زوی اسراييل زندان ته واچوو، نو پلويان او د ټبر نور غړي يې د ايران شمال ته کډه شول. وروسته د مکاييل زوی طغرل بېک د خپلو ورڼو (داود – چغري) په ملتيا د خپل ټبر وګړي او يو شمېر د سيمې وګړي په ځان را ټول کړل.
نوموړي د غزنويانو له کمزورۍ نه ګټه واخسته. که څه هم د غزنوي محمود د مرګ نه وروسته سلطان مسعود غزنوي، د سلجوقيانو ډېرې کورنۍ بېرته را وبللې او د هېواد په شمال لوېديځ کې نه يوازې ځای پر ځای کړې بلکې پخپلو سرتېرو کې هم ځای ورکړ. طغرل بېګ او چغرل بېګ په ۱۰۳۸ کال مرو او نيشاپور ونيول او خطبه يې په نوم کړه.
له دې سربېره د دوی ځواکونو کرمان، سيستان، بلخ او ان تر غزني پورې پرمختګ وکړ.
سلجوقيانو د يوه کال په موده کې (۱۰۳۹ کال) د افغانستان ټولې شمالي سيمې يو د بل پسې لاندې کړې او په ۱۰۴۳ کال يې خوارزم هم ونيو، شاه ملک ته يې ماته ورکړه تر هغې چې کرمان کې ومړ.
سلطان طغرل سلجوقي چې کله سلطان مسعود ته ماته ورکړه (۴۳۱ هـ) ورور يې داود سويلي سيمې او همدا ډول له سيستانه تر تخارستانه پورې خپل ځواک ټينګ کړ. طغرل له ساسانيانو نه وروسته لومړی سړی دی چې د ايران سياسي يووالی يې وساته او هم يې په ۱۰۶۲ کال بغداد ونيو او عباسي خليفه خپله لور د ده په نوم کړه.
وروسته سلطان مودود غزنوي کوښښ وکړ، چې د سلجوقيانو د پرمختګ مخه ونيسي او په دې تړاو يې خپل وزير عبدالرزاق بن احمد ميمندي سيستان ته ولېږه، خو کوم برياليتوب يې په برخه (۴۴۰ هـ ۱۰۴۸ ز) نشو. خو دالپ ارسلان زوی ملک شاه بيا له غزنوي سلطان ابراهيم سره روغه وکړه او د کابل شاوخوا ولايتونونه را واخله تر لاهوره پورې سيمې د غزنويانو واک ته پرېښودې.
له سلطان طغرل سلجوقي نه وروسته وراره يې الپ ارسلان (د چغري بېک زوی) واک ته ورسېد او په ۱۰۶۳ کال يې د شرقي روم امپراتور ته يې په ارمنستان کې ماته ورکړه او د هغه لور يې خپل زوی ملکشاه ته په نکاح کړه.
کله چې ملک شاه واک ته ورسېد نو ډېر ژر يې ماوراءالنهر ونيو.
جلال الدين ملکشاه سلجوقي (۴۶۵ – ۴۸۵) د افغانستان نامتو عالم خواجه نظام الدين يې د خپل پلار په څېر د خپل دربار وزير وټاکه، نوموړی د شافعي مذهب يو ستر عالم ولې متعصب وه. او د شافعي مذهب په خپرولو کې ډېر کوښښ وکړ.
سلطان د همدغه وزير په سلا خپله ټولواکمني پراخه کړه، چې موږ کوچنۍ اسيا، کاشغر او ان د مينځنۍ اسيا تر پولو پورې سيمې يادولی شو.
«نظام الملک د «سياست نامې» کتاب هم وکېښ په هرات، اصفهان، بصره او بغداد کې مدرسې هم جوړې کړې. عمر خيام مشهور شاعر او حکيم د جلالي تاريخ تدوين کړ.»( ۱۲ )
له ملک شاه نه وروسته د سلجوقيانو واک کمزوری شو. د ټولواکمنۍ په بېلابېلو برخو کې سلجوقي شهزادګانو په جلا ډول خپلواک دولتونه جوړ کړل.
افغانستان هم په څلورو برخو وېشل شوی وه، د هېواد شمالي سيمې له تخارستان نه را واخله تر مروې پورې د سلطان سنجر پلاس کې وې.
له غور نه نیولې تر باميانو، هماغسې د جوزجان شاوخوا سيمې د هرات تر پولو پورې د غوريانو تر واک لاندې وې. غزنوي شهزادګانو بيا په هلمند، زابل پخپله غزني، کابلستان ان تر لاهوره پورې واک چلوه.
سلطان سنجر په دې لټه کې وه چې خپل ځان پياوړی کړي نو ځکه يې خپله خور غزنوي شهزاده ته په نکاح کړه، چې وروسته يې خپل خورايی غزنوي بهرامشاه د غزني په تخت کېنوه.
د سيستان شاوخوا سيمې تر فراه پورې د سيستان ملکانو اداره کولې.
په دغه وخت کې د سلجوقيانو تکړه واکمن سلطان سنجر وه. نوموړي غزنی ونيو او بهرامشاه يې دېته اړ، کړ چې د ده واک ته غاړه کېږدي (۵۳۰ هـ کال). همدا راز غوري علاوالدين حسين ته يې هم ماته ورکړه.
په لومړي جنګ کې خوارزمشاه ته هم ماته ورکړه. ولې د بل ځل لپاره چې کومه جګړه د سيحون په شاوخوا کې پېښه شوه ماته وخوړه.
سلطان سنجر له څلوېښت کالو سلطنت وروسته په ۱۱۵۷ کال ومړ او د ده له مرګ نه وروسته غوريانو د هېواد شمال او شمال لوېديځې سيمې لاندې کړې، چې په پای کې سلجوقيانو اوغزنويانو ته ماته ورکړه او نه يوازې ټول افغانستان يې ونيو، بلکې د افغانستان په ګاونډ کې هم ځنې هېوادونه ونيول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب