پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Homeخبرونهمنظور پښتین په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د بندولو غوښتنه...

منظور پښتین په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د بندولو غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه د اسد ۵) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین نن د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې باید د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیول شي.

ښاغلي پښتین په خپلو خبرو کې چې لنډیز یې د هغه په رسمي فیسبوک پاڼه خپور شوی دی، وویل، «د مکين جنوبي وزيرستان د غيرتي، ننګيالي او په قام مئین اولس ډېره زياته مننه چي دوي ډېره په مېړانه د خپلي خاوري د رياستي ظلمونو او جبر په ضد او د امن غوښتلو په نوم راووتل او د نن جلسه یې کاميابه کړه،»

پښتین وویل، «د نن جلسې پيغام ډېر واضح و چې مونږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو. د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه، او مونږ نن ډېر واضح ووئيل چې په افغانستان کې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شئ،»

منظور پښتین په افغانستان کې د روان او په وروستیو کې سخت شوي جنګ او په سیمه کې د دغه جنګ د اغېزو په هکله د خبرو پر وخت وویل، «د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته تباهۍ او بربادۍ راوړي،»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان له خوا په افغانستان کې د لاسوهنو په هکله خپله وینه داسې وغزوله، «تل زموږ خاوره دغه رياست د خپلو مفاداتو لپاره د افغانستان په ضد استعمال کړې ده، پي ټي ايم به د دې په ضد تل مزاحمت کوي او نور به هيچاته دا اجازه نه ورکوي چې د پښتونخوا خاوره د افغانستان په ضد استعمال کړي.»

ویل کیږي چې پاکستانۍ رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو د پوښلو لپاره نه پرېښودل کیږي، له دې امله ښاغلي پښتین د ټولنیزو رسنیو له کاروونکیو څخه مننه وکړه چې د پښتنو غږ یې نړۍ ته ورساوه او په پای کې یې وویل چې مونږ د افغانستان د اولس رايه ته احترام لرو، او تل به د هغوی سره ولاړ يو.

1 COMMENT

  1. LAR AW BAR YAO AFGHAN.

    MANZOOR AHMAD PASHTEEN TAH DE BARIYA GHOKHTOONKEY YOO.
    ZHWANDEE DEE WEE PUKHTANAH MESHRAAN
    MARG DE PUNJAAB PA MAZDOORANOO.

    MANANAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب