جمعه, جنوري 21, 2022
Home+پخواني دودونه او اوسنى پرمختګونه‎‎

پخواني دودونه او اوسنى پرمختګونه‎‎

ليکنه: عبدالوحيد وحيد

هاغه پخواني دودونه اوس د تاريخ په پاڼو کې ثبت شوي دي. مونږ اوس د جګړو له برکته ډير پرمختګونه کړي دي. هو! موږ په يويشتمه پيړئ کې د خورا زياتو لاسته راوړنو وياړ لرو .

سمه ده چې څلور لسیزې وړاندې حکومت پياوړى وو، خو بيا يې هم له ولس سره ګوزاره کوله، عدالت تأمین وه، کار تر ډيره اهل ته سپارل شوى مجازات او مکافات شتون درلود. له نړۍ سره په هسکه غاړه د متقابل احترام په کچه ژوند تيرول معمول وه.

اوس مونږ ډير پرمختګ کړى دى. ارګ له دوه دريو کسو پرته ټول ملت د خيرک ادې هم نه ګڼي. طالبان خو ځانونه پتنګان ګڼي. د ولس په غم کې ځانونه نه شريکوي. قانون په کمزوري پلى کيږي. فساد ښه وده کړې ده، په خپلمنځ کې ښه سره وژنو، کار نااهلو ته سپارل شوى دى او له نړيوالو سره د خيرات خورو په توګه ثبت يو.

پخوا به حکومت د هرچا مور او پلار بلل کيده، د حاکم  د شفقت او ولس د اطاعت روحيه پياوړې وه. که په پښتون ميشتو سيمو کې به حکومت په هيڅ ډول شتون نه درلوده، نو بيا به هم د افغاني دود په اډانه کې د جنايتونو  مخنیوى کيده.

اوس د حکومت او ولس ترمنځ ستر واټن موجود دى. چارواکي د شفقت او ولس د اطاعت مادې نه پيژني. جنايتکاران او مفسدين توپکوال شوى دي. ګناهکار له بيګناه تورن څخه ژر له محبس څخه راوزى.

پخوا به که جرم صورت ونيوه نو په جرګه کې د فساد تصور هم محال کار وو. د سترو جرمونو مرتکبینو ته ټولنيز دود دومره سخته سزا ورکوله چې مجرم به د سزا د دروند بار په پورته کولو له زياتو ستونځو سره مخ کيده. د جرم پور به يې پريکاوه او يا به هم شپه په شپه له ټول فاميل سره سيمه پريښوده چې بيا به يې هم  ټول ژوند د مفرور  په نوم تيراوه.

د ژوند په ټولو کړو وړو کې هر ډول اخلاقي انحرافات حتى بيځايه ناسته ولاړه بي ادبه خبره سپک حرکات په ټولنيز دود کې جرم ګڼل کېده او سزا يې درلوده. له ټولو مهم دا چې د دغو سزاګانو مخالفت د شرم خبره وه، ځکه چې د حاکم او رعيت مشر او کشر ترمنځ ترحم، احترام او د درنښت دود شتون درلوده.

اوس نو که څوک جنايات ترسره کول غواړي نو له جنګي اړخونو سره ملګري کيږي او همدغه ملګرتيا ورته د جنايت جواز هم ده.

که پخوا به د قومونو ترمنځ جګړه ونښته نو يوه ښځه د جنګي ډلو منځته راوته. پلو به يې دواړو خواو ته خپور کړ، پړونئ به يې وغوړاوه او يا به کوم سيد، پير يا ملا د جګړې ډګر ځان را ورساوه، نو بيا ډز کول د بي غيرتي خبره وه.
اوس نو جګړو ډير پرمختګ کړى دى که ټوله نړئ هم راشي مونږ سره وژنو د جنګ بندي دود زمونږ په قاموس کې شتون نلري.

که دښمني پالل او د کسات اخيستلو دود هم شتون درلود خو د سپک تيري په مقابل بالمثل عمل د شرم لامل بلکې په ځينو مواردو کې جنايت ګڼل کيده. يعنې که  کوم سړي به د چا خور او لور ته په سپک نظر وکتل نو له مجرم سره د انتقام په توګه بالمثل عمل جنايت او د نه بښنې عمل ګڼل کېده. دښمن د خلکو د ګڼې ګوڼې له ځايه لرې وژل کيده، د وژل شوي دښمن سترګې او خوله پټول ورباندې څادر غوړول او د څادر په څنډو د کاڼي ايښودل دود او د شهامت نښه وه. اوس د وژونکي لپاره هيڅ مانع شتون نلري. هر څوک په هر ځاى او هر وخت وژلاى شي.

په مسجد هديره جنازه او عمومي غونډو کې د دښمن وژل، په مخ باندې د دښمن ويشتل، د وژل شوي دښمن د جسد سپکاوى د شرم او پيغور خبره وه او پور يې درلوده.

اوس خو مونږ ډير پرمختګ کړى دى. رب ته په سجده نسکور انسان، په محراب کې ولاړ امام او په منبر باندې ناست خطيب هم وژنو، د ښځو او ماشومانو وژل او توجیه هيڅ ستونځه نه ده. وژل شوي دښمن ته له اور اچولو او بى عزتي کولو وروسته هم هسکه غاړه ګرزو. مونږ اوس اتلان يو.

خدايداد اکا يو سپين ږيرى کوچى و. د جمعې د لمانځه لپاره به يې زمونږ کلي ته درې ساعت پياده لاره وهله. شپه به يې زمونږ په کور وه. زمونږ د ماما خپل وو. زمونږ مورکئ ته به يې د پخوانیو دښمنيو کيسې کولې. واى پنځلس کاله د ورور په قاتل پسې وګرزيدم، خو مناسب ځاى کې لاس ته نه راته. يوه ورځ چا راته وويل چې نن له ځاځیو څخه د سرکي کنډو په لاره راځي. په سرکي کنډو کې پټ ورته کيناستم. کله يې چې سر راښکاره شو ډير خوشاله شوم خو هغه مهال مې په سترګو توره شپه راغله او له ځانه سره مې وويل چې خدايداده! په خوله دې خاورې واوښتې چې کله مې د دښمن تر شا ښځه وليده چې ورسره را روانه وه.

د تيرو څو لسيزو جګړو په اوږدو کې مو قومي مخور، د جرګو او مرکو مشران ووژل شول او يا مړه شول. قومي څلي مو مات شول. قومي پريکړې اوس نه کيږې. هغه وياړلي دودونه مو له لاسه ووتل. که د افغاني دود د ختمولو په لاملونو غور کوو او يا هم د بيرته را ژوندي کولو هڅه کوو نو وژل کيږو.

اوس زمونږ ټولنه پاشل شوې ده. مونږ د يوه متحد ملت اړتياوې او ځانګړتیاوې نشو پوره کولاى. اوس مونږ له نړئ سيالي نشو کولاى. اوس مونږ نړيوالو مرسته محتاجه ملت يو. اوس زمونږ د الوت وزرونه مات شوي دي، اوس مونږ د خپل ورور وژل وياړ ګڼو، اوس مونږ د هوا په نيلي سپاره کله هم حساب نکوو چې څوک مو وواژه، څو مو بوره کړه، کونډه او يتيمان څوک دي او اوس مونږ نه په مړو او نه هم په ژونديو کې حسابيږو.

هغه پخوانى ملي يووالئ مو نشته. چا په ژبو  چا په سمتونو، چا په شيعه او سني او اوسنيو خو په قومونو، جنس او قشرونو سره وويشلو. د تيرو څلورو لسيزو يرغلونو او خپلمنځي جګړو له امله زمونږ ګډ ملي ارزښتونه له منځه تللي، مشترکات مو ورک شوي، د جنايتونو ګراف لوړ شوى دى. د راټوليدو مرکزيت مو ختم شوى د حاکمیت څلي مو نړيدلي، د اولى الأمر د اطاعت د مشرانو د شفقت او د کشرانو د درنښت دودونه مو له پاسه څخه ښکته او له ښکته څخه پورته له منځه تللي دي.

ټولنه مو د راشه درشه په دودونو کې د معنوي اړخونو پر ځاي د مادياتو پربنسټ ولاړه ده. د دوستي اشنايي خپلوي حتى د ورورولي معيارونو معنويت له لاسه ورکړى دى. د ژور تأسف ځاى دى چې مونږ له غرب څخه د علم پوهې تيکنالوژي او د يووالي لپاره د تاکتيکونو د زده کولو پرځاى يوازې په مادي اړخ باندې د تکيه کولو کلتور خپل کړى دى. د معنويت او ماديت ترمنځ اړين انډول مو د ماديت په ګټه دروند شوى او متأسفانه د معنوي اړخ د بايللو له امله مو ټولنيز حيثيت ختم شوى دى.

له چا څخه پوښتنه وکړم چې نن ولې د پښتون تاجک هزاره ازبک ترکمن سادات عرب وغيره نومونو باندې ويشلى ولس يو؟ ولې د جنس، قشر او نورو مختلفو عنوانونو باندې سره ويشلى او پاشلى ملت ګرزيدلي يو؟

نن سبا د سياست په مارکیټ کې تازه رنګونه د جمهوریت او امارت دي. د دواړو رنګونو د پلویانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون پرځاى هره ډله د پيوستون پرځاى د بيلتون، د تفاهم پرځاى د تقابل او د ژغورلو پرځاى د يو بل د وژلو لورئ نيسي؟  څو لسيزې تېرې شوې چې زمونږ ترمنځ د جګړو کورني اړخونه  د خپلمنځي سولې لپاره د پلان په جوړولو کې پاتي دي، خو د حيرانتيا خبره داده چې د جګړو لپاره خورا پيچلي پلانونه جوړولاى شي.

پوښتنه داده چې که جګړه نه وي، اسلامي نظام مخه به څوک ونيسي؟ د قانون پلئ کيدل به څه ستونځه ولري؟ که قانون پلى شي نو د فساد مخنیوى، کار اهل کار ته سپارل، د جرم د مرتکب تعقیب، له قانون څخه او د معافیت کلتور ته د پاى ټکى ايښودل ناشونى کار دى؟

دلته روانې جګړې ډيرو قانون ماتوونکو ته له عدلي او قضايي تعقیب څخه معافيت ورکوي. جګړه په  نظام  او طالبانو په ليکو کې د ننه او بهر خورا پياوړي ريښې لري. که پخواني افتخارات ترلاسه کول غواړو نو د زغم تحمل له دښمن سره د ګډ ژوند او کار کولو لپاره پياوړي اراده، مضبوط عزم او غيرمتزلزل هوډ ته اړتيا ده. هغه څه چې مونږ يې د اوس لپاره په خپله ټولنه کې نه وينو.

خپله سره وژنو او دنيا مو ننداره کوي
پاتې له کاروانه شو رقيب مو تماشه کوي
په درنښت

په هيواد کې د سرتاسري سولې او ورورولي په هيله؛
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

8 COMMENTS

  1. استاد محترم!
    په قلم دبرکت شه
    له تیری دوو میاشتو راهیسی د
    لیکنی لولم
    لیکنی د
    په زړه پوری
    اوداسلامی اوافغان کلتوردیووالې اوسوکالۍ مطابق دی
    قلم دتل تاند اوسه

  2. نړئ مننه جناب غړخښت صاحب محترمه
    اصلاً خبره داده چې فکري استقامتونه او ذهني تړاوونه مو سره يوځاى کيږي.

  3. سلام
    په زړه پورې مقایسوی څېړنه او معلومات دی که اجازه وی نو ږه به هم له تاسره په دې موضوع کې برخه واخلم .
    لومړی : جاپان او افغانستان دخپلواکی په هکله همزولی دی موږ په تراټ سل کلنه کلیزه په نغارو ولمانځله خو کوم کار مو دجاپان په څېر دی،څو فیصده او څنګه؟
    دوهم : موږ ولې له خپل تاریخ شاوخوا څلور لسیزې کړکيچ نه عبرت نه اخلو . ولې مو زمینه دناتو سپیو ته مساعده کړه اوهمدا ملت مو په توغندیو او تباهیو په کنډوالو باندې بدل کړ .
    موږ ولې چهار عیب شرعی، مفسد او قاچاق بر کیسه بر او لوټماران د خیزش مردمې په نوم خلکو ته ور پېژنو؟
    موږ ولې دبن د ککړې معا هدې غله او رهزن ددولت په مهمو ځایو نو کې ګومارلی دی چې خلک جهنم ته لیږی !
    دا ابزار ، مزور لیوان ، مردود او باطلا ن ، داستخباراتو حلقې چې له چلو صافه ونه وځی داوړۍ نه شړۍ کیږی

  4. قدرمن وحید صاحب، السلام علیکم !
    قلم مو تاند او خدای مو روغ لره . واقعیتونه دی ویلی دی. امید دی موږ بیرته خپل اصالت ته وروګرځو.
    ان شاالله اوس هم ډیره ناوخته نده، د اصلاحاتو تمه لرو. ناامیدی ښه نده، د استاد آصف صمیم صاحب خبره:
    دنیا به امید خوړه شی.
    ستاسو د دغی لیکنی په شان موضوعات د ځوان کول ذهن روښانه کوی او ژور تربیتی اړخ لری. کیامیاب اوسی.

  5. ښاغلى ع. شريف زاد صاحب محترمه سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ

    له پيرزوونو څخه مو نړۍ مننه. ستاسو له نظر سره همنظره يم. ټول واقعيتونه مو بربنډ کړي دى. مونږ هر وخت جګړه ګټلاى شو خو هر وخت مو د سياست په ډګر کې ماته خوړلې ده. دا مو بدبختي ده. مګر مونږ او تاسو له دغه او دغې خاورې سره يوه ژمنه لرو قرض يې را باندي ده.
    هغه دا چې مونږ به د خپل مظلوم ولس او محکوم هيواد په څنګ دريږو.
    که وم وم که نه وم نه وم
    بيا هم مننه. کله چې له تاسو ځوانانو څخه د همت او شجاعت خبره اورو نو زمونږ مړاوي هيلې بيرته راټوکيږي غوټئ نيسي ګلونه سپړوي او بيا وايو چې؛
    خداى به مې سپرلى په وطن راولي
    سپينې سپينې واوري به راټولې کړم

  6. دودپال صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ
    باور وکړئ چې له شپيته کلني عمر شکر او قلبي ناروغي سره سره مى هيواد ته د هيلو څلي تر پامير او هندوکش څخه لوړ دي. ستاسو په همت باور لرو خو کاش چې جګړه ژر ختمه شي او ځوانان مو جګړه او د غربت له امله د هيواد پريښودو ته اړ نشي

  7. Excellent and on time analysis, differentiating between between old and new thought.
    As a reminder that European have had much worst until renaissance placing rebirth of intellectuality in the front, subsiding Europeans freeloaders monopoly.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب