دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+د هند له رسنيو د شيلپاشيټي د۲۵۰میلیونه هندۍ روپيو د غرامت غوښتنه

د هند له رسنيو د شيلپاشيټي د۲۵۰میلیونه هندۍ روپيو د غرامت غوښتنه

تاند – شلپا شیټي د هند له رسنیو د ۲۵۰ میلیونه هندۍ روپيو د غرامت غوښتنه کړې.

د بالییووډ وتلې لوبغاړې شلپاشيټي د هند په یوه محکمه کې په رسمي توګه د قضیې په ثبتولو سره شکایت کړی دی چې ګواکې د هند رسنیو د دې د مېړه په قضیه کې دې ته بد نامي ور اړولې ده او شهرت یې ور زیانمن کړی دی.

نوموړېویلي چې رسنیو د دې د مېړه راج کندرا په قضیه کې د نوموړې له نه ښکېلتا سره سره په وار وار د دې نوم اخېستی دی او دا یې د یوې بدې ښځې په توګه معرفي کړې ده.

نوموړې په خپلې عریضه کې لیکلي دي چې له هېڅ ډول څېړنو او لاسوندونو پرته په دې قضیه کې د دې ښکېلولو د نوموړې د مینه والو پر وړاندې د دې حیثیت او ان سوداګریز فعالیت ته زیان سولی دی.

شیلپا شیټي له رسنیو د ۲۵۰ میلیونه هندۍ روپيو د غرامت غوښتنه کړې خو ویلي یې دي چې په هرڅومره ډېرو پېسو یې زیانمن شوی حیثیت بېرته نه شي پرځای کیدلای.

د هند پولیسو د شیلپا شیټي مېړه راج کندرا د بربنډو فلمونو د جوړولو او د ګرځنډه ټیلفونونو په یوه اپلیکېشن یې د خپرېدو په تور نیولی دی.ددې قضیې په هکله پولیسو له شلپاشیټي هم څو ځلي پوښتنې او ګروېږنې کړې دي.

په یوه بله جلا قضیه کې بیا بلې سینمایي لوبغاړې شارلن چوپړا راج کندرا د جنسي تیري په هڅه تورن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب