جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهکرزى: ښکېلې خواوې دې په جدي توګه د سولې مذاکرات پيل کړي

کرزى: ښکېلې خواوې دې په جدي توګه د سولې مذاکرات پيل کړي

تاند(شنبه، اسد٩) – د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روانې جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل څو په ټول توان او جديت سره د سولې مذاکرات پيل کړي.

هغه د يوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي: ” ښکېلې خواوې دې د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي او له روانو دردونکو حالاتو څخه د خپلو خلکو د ژغورلو او مصئونیت لپاره له جګړې لاس واخلي او په ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل او د کامیابي لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت کړي.”

ښاغلي کرزي وویل، په هېواد کې د پردۍ جګړې په نتیجه کې رامنځته شوې انساني فاجعه چې له امله یې زیات شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، د ټولو افغانانو د زړه درد او غم بولي.

هغه د دې ترڅنګ چې له هغو هېوادوالو مننه کوي چې د خپلو بې ځایه شویو وطنوالو لاس نیوی یې کړی دی، له ټولو ملي سوداګرو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر يا يوناما هم غواړي څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې کډوالو، دردېدلو او بې ځایه شویو کورنیو ته ژر تر ژره اړینې او بشردوستانه مرستې ورسوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې د وروستيو جګړو له امله په ټول هېواد کې تر پنځلس زرو زياتې کورنۍ بېځايه شوي دي.
.

2 COMMENTS

  1. دولت له کوم مورګاو سره سوله وکړي. طالب که پاکستان. نومونه یې خو واخله. دا د حرامکوسي زامن خو سوله نه کوي. نو ته کرزيه ولې مستقیما طالب ته نه وایې چې سوله وکړي. د جګړې دواړه خواوي ولې یادوي. ددولت خو خوله څېرې شوه. سم دی د افغانیت شمله وچته کړه او واضح په مرتدو طالبانو غږ وکړه چې سوله وکړي.

  2. کرزی خو د یو بل پړاو حکومت کولو ته په تمه دی، رئیس صاحب جمهور کرزی ته دنده ورکړه ترڅو قطر له عبدالله سره لاړ شی او هلته له طالبانو سره دسولې خبرې وکړی خو دی له هوایی ډګر څخه بېرته راستون شو، اوس د کندهار والی وایی چې دی د کندهار، صلاح الدین ربانی د شمال او ګلبدین د ختیځو ولایتو، د ولسی جرګې غړی اقبال ساپی د کاپیسا او خواصی د پروان ولایت په نا امنیو کې لاس لری، خو که چېرې دا خبره رښتیا وی حکومت باید د طالبانو څخه دمخه د دوي چاره وکړي او ملت دې د دوي له شره څخه وژغوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب