شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهم.م. د لښکرګاه په جګړه کې د لسګونو زرو بند پاتې...

م.م. د لښکرګاه په جګړه کې د لسګونو زرو بند پاتې خلکو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه

تاند(چهارشنبه، د اسد۱۲) ملګروملتو نن د افغانستان په لښکرګاه ښار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د لسګونو زرو بند پاتې خلکو د ژوند او خوندیتوب په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

طالبانو په وروستیو ورځو کې له پاکستان او د افغانستان له نورو سیمو څخه زرګونه جګړه مار د لښکرګاه د نیولو لپاره دې ښار ته راوستي او له دولتي ځواکونو سره په خورا خونړۍ جګړه کې ښکېل دي.

شاهدان وايي په تېرو شلو کلونو کې یې داسې خونړۍ او بې رحمانه جګړه نه ده لیدلې. د دوی په وینا طالبان بې له دې چې د ښځو ستر ته پام وکړي د خلکو په کورونو ننوځي او مورچې پکې جوړوي.

ګڼو خلکو شکایت کړی چې طالبان د کور خاوندان نه پرېږدي چې له کوره ووځي څو په دې توګه دولتي ځواکونه پرې بمباري ونه کړي.

خو له دې سره سره د افغانستان د هوايي ځواک په بمباریو کې د ګڼ شمېر طالبانو ترڅنګ ډېرو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله  اوښتې خو له دې کبله چې څوک له کورونو نه شي وتلی او د خونړیو پېښو ویدیو او عکس نه شی اخیستلی د جنګي جنایتونو له عمقه دنیاوال ډېر نه خبرېږي.

پرون په هلمند کې د میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات له ښاریانو وغوښتل چې له کورونو ووځي څو دوی هلته عملیات وکړي.

له نیویارک څخه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو ویندوی دوجاریک وايي «موږ په لښکرګاه کې، چې ممکن زرګونه کسان په جګړه کې بند پاتې وي، د خلکو د خوندیتوب او ژوند په اړه ژوره اندېښنه لرو.»

ده همداراز وویل «راپورونه ورکړای شوي چې په هلمند او کندهار کې ډېر شمېر ملکي وګړي وژل شوي، د خلکو کورونه ویجاړ شوي او همداراز د روغتونونو په شمول مهم تاسیسات وران شوي دي.»

شاهدان وايي چې ډېر شمېر کورونه، دوکانونه او مارکیټونه سوځېدلي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب