شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهطالبانو په ارزګان ولايت کې تاريخ ليکونکي او شاعر عبدالله عاطفي وژلی

طالبانو په ارزګان ولايت کې تاريخ ليکونکي او شاعر عبدالله عاطفي وژلی

تاند (پنجشنبه د اسد ۱۴مه ) طالبانو تېره شپه په ارزګان ولایت کې یو تاریخ لیکونکی او شاعر عبدالله عاطفي وژلی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي،چې طالبانو تېره شپه د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې عبدالله عاطفي له خپل کور اېستلی او له شکنجه کولو وروسته یې وژلی دی.

ښاغلی شیرزاد وایي، چې طالبانو په تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د لیکوالانو، شاعرانو، د مدني ټولنې د فعالانو، دیني عالمانو او د ټولنې د نوورو فعالانو د وژلو لړۍ پېل کړې ده.

د عبدالله عاطفي خپلوان وایي، چې نوموړي له اوکراین هېواد نه د اقتصاد او انجنیرۍ په برخو کې دوې ماسټرۍ ترلاسه کړې وې او د تاریخ لیکنې او شاعرۍ په برخه کې یې هم فعالیتونه لرل.

هغه په ارزګان ولایت کې تر ډیره د یوه تاریخ پوه او شاعر په توګه پېژندل کېده.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې طالبانو د کندهار ولایت مشهور ټوکمار نظر محمد خاشه هم تر نیولو او شکنجه کولو وروسته وواژه.

د طالبانو له لوري د ملکیانو د وژلو د لړۍ زور اخېستو په کور دننه او بهر اندېښنې راپارولي دي.

پر طالبانو تور دی چې په تېرو شلو کلونو کې په بیلابیلو نومونو سلګونه افغان فعالان وژلي دي.

1 COMMENT

  1. الله مو تباه کړه. مردارې، ګنده او بوی ناکې خولې مو له خاورو او مرداريو ډکې شه. تف مو په مسلمانۍ او ایمان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب