پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Homeخبرونهد امريکا د بهرنيو چارو وزارت : هڅه کوو چې د افغان...

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت : هڅه کوو چې د افغان سولې مذاکراتو بن بست مات کړو

تاند( پنجشنبه د اسد ۱۴مه)د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې واشنګټن هڅه کوي، د افغانستان د سولې مذاکراتو بن بست مات کړي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې طالبانو خپل بریدونه تر بل هر وخت زیات کړي دي او په دوحه کې د سولې د خبرو د پرمختګ څه څرک نه لګېږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي،چې واشنګټن غواړي،د دغو خبرو پروړاندې رامنځته شوي خنډونه لېرې کړي او د مذاکراتو پښه نیولی بهیر چټک کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیوچارو وزارت ویاند نډ پرایس طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې د زورله لارې پرافغانانو حکومت نه شي کولای.

هغه په خپلو خبرو کې وویل،چې طالبان غواړي په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي،خو دغې موخې ته د رسېدو لپاره یو ګام هم وړاندې نه ځي. نوموړي وویل،چې طالبان د سیاسي حل لارې په لټه کې دي او دا یې په ګټه نه ده،چې په زور سره د واک ترلاسه کولو هڅې وکړي. د نوموړي په وینا که طالبان په دې فکر کې وي، نوهېڅکله به خپلې دغې موخې ته ونه رسېږي.

نډپرایس د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه:” زموږ هدف دا دی،چې له یوې عادلانه او دوامدارې حل لارې ملاتړ وکړو، ښکاره ده،چې د طالبان د دوامدارې سیاسي حل لارې په لټه کې دي. دا د هغوی په ګټه نه ده، چې هڅه وکړي واک په زور سره ترلاسه کړي.”

د امریکا په داسې حال کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کولو خبره کوي،چې طالبانو تر پخوا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او اوس اوس یې په ښارونو کې لویې موټر بم چاودنې هم پېل کړې دي.

طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته د ملي فاع وزارت د سرپرست پر کور د وړمې ورځې د موټربم برید مسوولیت پرغاړه واخیست او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړ.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې طالبانو په ښارونو کې لوی بریدونه درولي وو، خو په داسې حال کې چې له هېواد نه نږدې ټول بهرني سرتېري وتلي دي، دې ډلې یوځل بیا په ښارونو کې بریدونو ته مخه کړي.

د افغانستان د سولې د مذاکراتو په تړاو د امریکا له نویو هڅو سره هممهاله،په پام کې ده، چې د افغانستان د وضعیت په هکله په دوحه کې دوې غونډې جوړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي،چې لومړنۍ دا غونډه به د سیمې او نړۍ د هېوادونوترمنځ وي او دویمه غونډه به د ترویکا پلس وي.

1 COMMENT

  1. دغه رذلات او بدبختي ټوله ددغه دجال د لاسه ده. دوۍ موزي طاليبان وڅربول. دوۍ غله ته وايي غلا وکړه د کور خاوند ته وايي بيدار اوسه. ددغو وينو تويونکی لعنتي خنزيرزاد ده. د افغان ولس لاسونه او پښې يې وروتړل. امريکا د يهودو ځاله ده دوۍ د شا له خو وار کوي. دوۍ اوس ذکاتي طاليبان څربوي دغه د پنجاب او امريکا غلامان به اوس په ذکات غلطوي او له دغو طاغوتيانو به د تورو اوبو (black water) د ماسلانو کار په سيمه کې اخلي. طاليب رذيل غلام به هر څه دوۍ ته سوغاتوي. دغه خاين دولت دومره غږ پورته نکړ سي له موږ سره خو تړون لري ولي قانون تر پښو لاندي کوې؟ تف لعنت په امريکا او د هغو په غلامانو خنزيرزاد او وحيد فقيري سي اوس دواړه د طاليبانو لپاره چندې ټولوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب