دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+سونم کپور په یو فلم کې ۱۱ روپۍ اخیستي

سونم کپور په یو فلم کې ۱۱ روپۍ اخیستي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۹) د هندي د سینما یا بالیووډ د فلمونو ډایرېکټر راکش اوم پرکاش په خپل زوند کې کې ليکلي، چې د (دهلي۶) فلم کې د سونم کپور د اداکارۍ او ملګرتیا په خاطر مې هغې ته د (باګ ملکا باګ) فلم په اړه یو څه وویلې.

پرکاش لیکي، سره له دې چې سونم کپور په دې فلم کې ډېره لږه را ښکاره شوې او په بدل کې یې یواځې ۱۱ روپۍ اخیستې دي بیاهم خوښه وه او ډېرې خاطرې يې له ځانه سره درلودې.

له نوموړي څخه چې کله دا پوښتنه وشوه، چې هغې ته یې ولې ۱۱ روپۍ ورکړي نو ده ځواب ورکړ، چې دا د اداکارۍ غوښتنه وه.

د راکیش په خبره سونم کپور ورڅخه د ملکا سنګ به فلم کې غوښتنه کړې، چې یوه برخه په کې واخلي.

په هندي سینما کې وخت ناوخته عجیب او غریبې پېښې رامنځته کېږي، چې ډېرکله د سنما د برخې د خبرونو سرټکي ګرځي.

تازه د شلپاشیټي د خاوند قضیه چې نوموړې هم په کې زیان سره مخ ده رسنیو کې ښکته او پورته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب