یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Homeکالمونهسنګرد غور شاهي کورنۍ

د غور شاهي کورنۍ

 استاد شهسوار سنګروال
سلطان علاوالدين حسين جهان سوز
۲۱ برخه
علاوالدين حسين د خپل مهال د واکمنو په لړ کې له ټولو يو لوستی انسان وه. په دوديزه توګه يې لومړۍ زده کړې سرته رسولې وې اديب او شاعر هم وه او له موسيقۍ سره يې ډېره مينه هم درلوده.
کله چې ورور يې سلطان بهاوالدين ومړ دی په فېروز کوه کې د غورستان په تخت کېناست او ډېر ژر يې د غرجستان له شاوخوا نه يو ستر لښکر تيار کړ او بيا د خپل ورور د غچ اخستو لپاره مخ په غزني روان شو.
بهرام شاه کوښښ وکړ چې د روغې، جوړې لاره خپله کړي خو علاوالدين حسين ته چې د غزني واکمن کمزوري څرګندوه او سلجوقي واکمن پرې هم برلاسي وه نو ځکه خو يې د ده وړانديز و نه مانه او د درې جګړو په پايله کې سلطان علاوالدين حسين په دې بريالی شو چې زمينداور، تګین اباد او په ۱۱۴۸ ز کال غزنی ونيسي.
کله چې غزنی ونيول شو د هېچا سر او مال خوندي نه وه. په ټول ښار کې اور ولګېد او د اوه شپو او ورځو په نتيجه کې د ښار ښکلې ماڼۍ په خاورو، ايرو بدلې شوې.
نوموړي نه يوازې د غزني ښکلی ښار وسوځوه بلکې د بست لرغونی ښار يې هم وران او وېجاړ کړ. د اويا زره ۷۰۰۰۰ په شاوخوا کې وګړي ووژل شول چې د سلطان علاوالدين د دغه ظلم په وړاندې د خلکو کرکه زياته شوه. ده نه يوازې غزنی وسوځوه بلکې د سلطان محمود، مسعود او ابراهيم نه پرته د غزني د واکمنو مړي او هډوکي له قبرو ووېستل او وېسوځول.
نو ځکه ده ته د جهان سوز لقب ورکړ شو.
جهان سوز له دې نه وروسته له سلطان سنجر سلجوقي سره د فېروز کوه او هرات تر مينځ په يوه جګړه کې ښکېل شو. څنګه چې خلک له نوموړي نه خپه وه او له دې سربېره د شپږ زرو په شاوخوا کې سواره هم چې ترکي ټبر پورې مربوط وه سلطان سنجر ته واوښتل او په خپله علاوالدين جهان سوز هم ونيول شو.
دا چې غزنوي سلطان بهرام شاه د دواړو ګډ دښمن وه نو ځکه خو سلطان سنجر نوموړی په ډېر درناوي بېرته خوشی کړ او غور ته يې ولېږه.
«دوه کاله وروسته پر ۱۱۵۳ ز کال سلطان سنجر پخپله د يوې بلې څپې قرباني شو. دا څپه، د غز ترکان وو چې له شمال څخه را ښکته شول… دا وار د ترکمنانو وه چې غزنويان او سلجوقيان يې يو د بل پسې ورک کړل او په پای کې د غور واکمنو ته لاره پاتې شوه.»([1])
سلطان سنجر په ۱۱۵۲ ز کال د «قراختايانو» له لاسه ماته وخوړه او په ۱۱۵۳ کال د غزانو په لاس پرېووت او سلجوقيان ورورو د سياست له ډګر نه ووتل.
غزان هغه وګړي وه چې سنجر لا له پخوا نه د دوی له بريد او ګواښ نه وېره لرله نوځکه يې سلطان علاوالدين جهان سوز ته د شراب خورۍ په يوه بنډار کې وويل: ته له دې وروسته زما ورور يې خو دا چې زه اوس د غزانو لخوا له يوه ګواښ سره مخ يم نو دا ټولې رمې، څاروي او نور مالونه تا ته بښم. که چېرې زه بريالی شوم که «حرام نمکه» نه وې را و به يې لېږې او که چېرې مات شوم دا هر څه د ستا وي.
علاوالدين جهانسوز د غور لومړی ستر سلطان دی چې افغانستان يې د خپلې پلازمېنې فېروز کوه تر ادارې لاندې را ووست. «شنسبي غوريان ريښتيا هم د افغانستان په مرکزي برخه کې لويه امپراتوري جوړه کړه. ښايي د روه د قبايلو تاريخ د له بابر نه څلور پېړۍ د مخه پيل شوی وي.»([2])
سلطان علاوالدين جهان سوز «په ۱۱۵۵ ز کال ومړ. څوک چې د ده په مرګ ډېر خواشيني شول هغه قرمطيان ول ځکه چې جهان سوز مذهبي تعصب نه درلود او اسماعيليه مبلغين د ده د واکمنۍ په مهال له ايران نه د ده دربار ته راغلل… سلطان عجب و غريب سړی وه.»([3])
ولې د ده له مرګ نه وروسته زوی سيف الدين محمد بيا د خپل پلار خلاف د دې لپاره چې د نورو علماوو باور ترلاسه کړی وي ډېر شمېر د اسماعيليه فرقې مبلغين په دار وځوړول.
ابوالعباس د خپل ورور د د کسات او غچ اخستو له کبله سيف الدين وواژه. ولې مخکې له دې چې دی ومري غياث الدين او شهاب الدين چې د ده د پلار علاوالدين جهان سوز لخوا د «وجيرستان» په کلا کې بنديان ول خوشي کړل شوي ول.
غوري غياث الدين، او شهاب الدين غوري له عراقه تر هندوستانه
د غوريانو د بدمرغي يو لامل لکه د تل په څېر د افغانانو خپل مينځي نايووالی وو. ولې د بري او نيکمرغۍ لامل يې بيا يووالی ګڼل شوی دی نو ځکه خو چې کله غياث الدين محمد سام په ۱۱۶۲ ز کال پاچا شو لکه څنګه چې د يوه تره علاوالدين جهان سوز لخوا زندان ته ټېل وهل شوی وه دا رنګه د نوموړي بل تره فخرالدين مسعود لومړی خپل بل وراره شهاب الدين ولمسوه چې د پلازمېنې فېروز کوه د نيولو لپاره په خپل ورور بريد وکړي. ولې دا چې هغه و نه منله نو بيا يې د بلخ حاکم علاوالدين قماج او په هرات کې د سلجوقيانو له حکمران تاج الدين يلدوز سره لاس يو کړ، په پلازمېنې فېروز کوه يې بريد وکړ خو دواړو وروڼو غياث الدين او شهاب الدين په زړورتيا سره د باميانو، بلخ او هرات درې واړو ځواکونو ته سخته ماته ورکړه. ملک يلدوز او ملک قماج دواړه ووژل شول خو خپل تره يې وبښه او بېرته يې د باميانو حکمران وټاکه د غياث الدين ځواکونو يو د بل پسې سيمې لاندې کړې. بلخ او هرات يې په ۱۱۷۵ ز کال غزني يې په ۱۱۷۳ ز کال (له غزنويانو څخه ونيو)، مرو نيشاپور او د ايران يو شمېر نورې سيمې په (۱۱۹۹ – ۱۲۰۰ ز کال) کې له سلجوقيانو نه ونيولې.
غوري شهاب الدين د دې لپاره چې د يوه منظم تشکيل له مخې د ملک چارې ښې سمبال کړې نو د نيشاپور ولايت يې خپل خپل استازي ملک ضياءالدين ابوعلي شنسباني ته وسپاره او ملک نصرالدين محمد خرنک يې د مروې حکمران وټاکه، د سرخس حکمراني يې تاج الدين زنګي ته ورکړه.
د غوريانو د واکمنۍ په تاريخ کې سلطان غياث الدين او سلطان شهاب الدين هغه ستر واکمن غوريان دي چې د خپلې ۴۳ کلنې واکمنۍ په موده کې دومره ستر بري په برخه شول چې په تاريخ کې لږ ساری لری. نوموړي سلطان د خپل واک په لومړۍ لسيزه کې کندهار، غزني (چې شهاب الدين يې حکمران وټاکه ۱۱۷۳ ز کال) بلخ، هرات، مرو، نيشاپور (چې له خوارزمشاهانو نه ونيول)، کابلستان، مکران، تخارستان، سيستان او ګردېز د غور پلازمېنې فېروز کوه پورې وتړل.
د سلطنت په دويه لسيزه کې د هېواد ختيځې سيمې تر ملتان او پېښور پورې (۱۱۷۸ – ۱۱۷۹ زکال) ونيولې.
په ۱۱۸۱ ز کال يې لاهور فتح کړ. پنجاب يې په ۱۱۸۶ ز کال ونيو او د غزنويانو د مهال حکمران ملک خسرو يې اسير په غرجستان کې زنداني کړ.
لنډه دا چې د خزر له کڅو نه نيولې تر جمنا، له جيحون نه را واخله تر بلوچستان پورې خطبه د غياث الدين په نوم وويل شوه.
غياث الدين د خپل مهال يوازينی شاهينشاه وه چې د مينځنۍ اسيا ټولې سيمې ونيولې، له چينه تر جيحونه، له هندوستانه تر عراقه، له ايرانه را واخله د هرمز تر سيند پورې دا ټوله ارته او پراخه ځمکه يې د غور د فېروز کوه تر بيرغ لاندې راوسته.
د منهاج السراج په قول د غوريانو د واک او ځواک خبرې دې کچې ته ورسېدې چې د تکش له مړينې وروسته سلطان محمد خوارزمشاه د يوه ليک په ترڅ کې له سلطان غياث الدين او شهاب الدين نه د دې غوښتنه کړې وه چې دی د زوی په نوم ومني او ان تر دې چې غوري شهاب الدين ته يې وړانديز وکړ چې د ده له مور سره نکاح وکړي.
د سلطان محمد خوارزمشاه له دې وړانديز نه دوه موخې لرلې:
لومړی دا چې د غوري واکمنو ترشاه پټ شي او کوم ګواښ چې د ده حکومت ته متوجې دی ځان وژغوري. دوم دا چې نيشاپور بايد تل د ده تر واک لاندې وي دا ځکه چې نيشاپور د افغانستان، ايران او ان د ماوراءالنهر دروازه ګڼل کېده.
همدا راز د بغداد عباسي خليفه هم د غوريانو له پرمختګ نه وېره لرله نو ځکه يې خپل استازی د فېروز کوه دربار ته واستو چې د بغداد او غور تر مينځ ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.
سلطان غياث الدين په ۱۲۰۱ ز (۵۹۸ هـ) کال د ۶۳ دري شپېتو کالو په عمر په هرات کې ومړ او څنګه چې زوی يې محمود غوري د دې وړتيا نه درلوده چې د غوريانو دغه ستره ټولواکمني اداره کړي نوځکه ورور يې غوري شهاب الدين واک ته ورسېده او غزني يې خپل پلاز وټاکه.
که څه هم د دواړو وروڼو تر مينځ فکري توپير وه ولې د غوري ټولواکمنۍ د پراختيا او پرمختيا لپاره بيا د دواړو وروڼو هڅې د پام وړ وې.
په لومړي سر کې غوري شهاب الدين او غياث الدين دواړه وروڼه د خپلو نيکونو او پلرونو په څېر د حضرت محمد کرام سيستاني په مذهب وه. خو وروسته غياث الدين د يوه خپل خوب له مخې شافعي مذهبه شو ولې غوري شهاب الدين بيا حنفي مذهب قبول کړ.
د غوريانو د واکمنۍ په مهال لکه څنګه چې د غزنوي محمود په وخت کې ډېر عالمان او شاعران په دربار کې را ټول شوي وه دا رنګه د غياث الدين او شهاب الدين په دربار کې ګڼ شمېر شاعران نه يوازې د دري (فارسي) ژبې بلکې د پښتو ژبې شاعران هم را ټول شوي ول.
غوري سلطان معزالدين محمد (شهاب الدين) د خپل واک د پراختيا او پرمختيا لپاره ډېره پاملرنه د هند په لور وه دا ځکه چې د هېواد شمال او شمال لوېديځې سيمې په سيمه ييزو واکمنو ووېشلې.
د فېروز کوه شاوخوا سيمې يې خپل تره زوی چې د سلطان غياث الدين زوم هم وه ملک زين الدين ته ورکړې. له بست نه را واخله تر فراه پورې ځمکې د غياث الدين زوی محمود ته پرېښودې. له هرات نه راواخله تر نيشاپوره پورې شاوخوا سيمې خپل خورايي نصيرالدين الپ غازي ته وسپارلې.
د يوه باثباته مرکزي حکومت نه شتون يو شمېر بهرنيو ته د دې وس پيدا کړ چې په افغانستان بريد وکړي او لا کله چې غوری شهاب الدين ومړ دا بريدونه نور هم پراخ شول.
لومړی سلطان محمد خوارزمشاه په مرو بريد وکړ د مروې حکمران محمد خرنک يې کلابند کړ او د ده له وژلو وروسته يې بيا په هرات بريد وکړ چې په پای کې د هرات واکمن باج ورکولو ته اړ کړ.
دويم د چنګېز خونړی توپان وه لکه د برېښنا په څېر لومړی ماوراءالنهر ته را ورسېد د خوارزمشاهانو ښارونه يې يو د بل پسې ونيول او په لږ وخت کې ماوراءالنهر، ايران او خراسان لاندې کړل، ښارونه او کلي يې لوټ کړل، وګړي يې ور ووژل او يو لوی خونړی کړکېچ د سيمو په هېوادونو کې مينځته راغی.
[1] – Sir olaf Caroe Pathans.P. 195
[2] – همدغه اثر همدغه مخ
[3] – غبار مير غلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۱۳۲ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب