جمعه, جنوري 21, 2022
Home+طالبان يو ځل بيا د ستر ازمون په څلور لاره کې

طالبان يو ځل بيا د ستر ازمون په څلور لاره کې

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

د افغانانو ترمنځ روانه جګړه  له ملي ګټو او ارزښتونو سره په تقابل کې ده . که جګړه دفاعي اړخ ولري او مشروعیت هم ترلاسه کړي، خو کله چې دواړه اړخونه مسلمان او افغانان وي او افغاني ناموسونه مو د جګړو له امله په کنډوالو او سپېرو دښتو کې د شنه اسمان لاندې پراته وي،  نو دا جګړه په سپيڅلو نومونو  يادول به څه ډول توجیه کړو؟

له دغه واقعیت څخه هم انکار نشي کيداى چې شل کاله وړاندې د طالبانو د حکومت د سقوط په مهال د هغوى مخالفو جنګي ډلو په ځانګړي توګه د دوستم مليشو له تسليم شويو طالبانو سره داسې وحشي کړنې وکړي چې زه يې په ليکلو شرمېږم . د بن له پريکړې وروسته د هيواد په نورو ډيرو ولايتونو کې هم په کور ناست طالبان ونيول او يا د هيواد پريښودو ته اړ ايستل شول. هر عمل غبرګون لري او غبرګون يې له اصل عمل څخه سخت وي. اوس  داده چې طالبان د هغه چا کور ته ننوتل چې شل کاله وړاندې يې د طالبانو په زرګونو تسليم شوي بنديان په کانتينرونو او دښتو کې ووژل.

د نفسياتو علما وايي چې کله کله انسان د مطلقې لاعلمي په حال کې انتقامي کارونه کوي. حتى هغه يتيمان چې په وړکتوب کې د ټولنيز ظلم ښکار شوي وي، خو کله چې غټ شي په طبيعي ډول له ټولنې څخه د خپل محکوميت او مظلوميت  د انتقام په لټه کې وي. د قطر په ناسته کې د ملا عبدالرزاق څنګ ته د دوستم ورتلو او په اوږه باندې يې لاس ايښودلو ته د نوموړي غبرګون داسې وو لکه چې په نفسياتي ډول  ورته د هغې تراژيدي صحنه ور ياده شوى وي او خشن غبرګون يې طبيعي وو.

حکومتي چارواکي هم  نن هغه څه ريبي چې شل کاله وړاندې يې کرلي وو. د هغې ګناه سزا ويني چې شل کاله وړاندې يې له امریکا سره په ملتيا ترسره کړې وه. اوس باید تيرې غلطيانې تکرار نشي. د پاڅون او بسيج په نوم د غيرمسئولو وسلوالو ډلو جوړول د ستونځو حل لاره نه ده. روانه غميزه د تيرو فاجعو تسلسل ده او راځئ چې د وحشتونو د تسلسل مخه ونیسو!

که په حکومت کې شاملو ډلو ټپلو او دوستم شل کاله وړاندې د انتقام لاره نه واى نيولې، له انسانيت اسلاميت او افغانيت سره په ټکر کې وحشتونه يې نه واى ترسره کړي، نن به هغوى ټول د وارخطايي په ګرداب کې نه تاويدل او د دوستم لخوا د ناروا معاملې پربنسټ ترلاسه کړي د مارشالي يونيفارم به د طالبانو لخوا په مفتضحانه توګه نندارې ته نه وړاندې کيده.

بشپړ باور لرم چې د طالبانو لخوا د جګړو وروستۍ  بريدونو زمونږ ملت ته ناورين راوړ، بى ګناه خلک ووژل شول کورونه يې ويجاړ شول، دولتي بنسټونو او ولسي شتمنيو ته زيانونه واوښتل، خلک د کورونو پريښودو ته اړ شول، سوداګرو په اقتصادي توګه سخته ضربه وليده . د علم او ټيکنالوژي په اوسني دور کې له خپل ولس سره دغه ډول چلن په ارزښتونو باندي بريد دى.

د سولې په هڅو باندې د تمرکز پرځاى جنګي روحيه او د انتقام تګلاره غيرموجه عمل دى. طالب مشران باید پوه شي چې په سياسي او ټولنيزو چارو کې له پروني جنګي طالب څخه نننى مدير طالب باید توپير ولري. نننى طالب يو ځل بيا له نسبتاً بدلې ټولنې سره مخ دى. که نننى طالب په ښارونو او کليوالي سيمو کې د ټولنيز کلتور له توپيرونو سره ځان بلد نکړي او د دودونو د توپير ګڼلو پرځاى ورسره له ديني ادرس څخه چلن وکړي، نو پايله به يې يقيناً طالب ذهنيت ته سخت زيان واړوي.

که جګړه ختموئ، نو سولې ته مبارزه وکړئ د جګړې په وړاندې سوله ايز دريز ونيسئ! سولې ته لابي وکړئ، جګړه ايز ذهنيت منزوي کړئ نو بريا به ستاسو په برخه وي. له امنیتي ارګانونو څخه بهر مليشې جوړول او په بيځايه ړندو بمبارونو باندې ولس مه مجبوروئ چې تقابل ته را وړاندې شي.

شک نشته چې ښاري ټولنې هم باید له طالب سره د مطلقاً پردي په توګه نه، بلکې د يوې دوديزې مذهبې ډلې په څېر د متقابل احترام په چوکاټ کې چلن وکړي. د هغوى ځينې ځانګړتياوې باید په نظر کې ونيسي. که طالبان ښاري خلک د سيکولرانو په صفت او ښاري ټولنې طالبانو ته د غيرمهذبې ډلې په سترګه وګوري نو خبره تصادم او تقابل ته ځي. بيا به طالبان په اطرافو کې په ګرمه جګړه کې او په ښارونو کې په نرمه تبلیغاتي جنګ کې لتاړ وي چې زيانونه به يې په هر حال زمونږ هيواد ته رسېږي.

زه پوهېږم چې طالبانو پخوا هم په مشورتي سيستم باور نه درلوده. اوس خو چې د سولې خبره ورته وکړې او کابل ميشت هم ياست نو سمدم فتوا درباندي راشغوي. . مګر د علم اليقين په کچه وايم چې طالبان که کابل هم ونيسي، په سياسي ليدلوري کې له ژور بدلون او له يوه بشپړ افغان شموله تعامل پرته په افغانستان باندې د هغوى حکومت کول ورته ناشونى کار دى.

د دولتي تاسيساتو له نيولو وروسته په ځينو سيمو کې له انځورونو ويديانو او عامه خلکو له خبرو داسې ښکاري چې انتقامي کړنې شوې دي، خلک له کورونو ايستل شوي او بيا وژل شوي دي، دولتي املاکو ته زيان رسيدلى، ټانکونه او وسائط غيب  شوى دي. که دغه کارونه واقعيتونه ثابت شي نو  بد عواقب به ولري او د مخالف اړخ ادعا به ثابته شي چې طالبان د جوړيدو نه بلکې د نړيدو ارادې لري.  البته زه د طالبانو لخوا د شبرغان د نيولو او د دوستم ميلمستون ته له ننوتلو وروسته د نوموړي له مليشو څخه د انتقام نه اخيستلو کړنلاره د ستاينې وړ ګام ګڼم.

په روانه جګړه کې د انتقام روحيه ب  تسلسل زيږوي او بشري فاجعې رامنځته کوي. اوس مونږ يو افغان ابدالي، د سويلي افريقا نيلسن منډيلا او د روانډا هيواد اوسنى ولسمشر پال کيګامى په شان مشرانو ته اړتیا لرو. که مونږ لکه مونږ امتیازات غواړو او د افغانانو سرونه، مالونه او ارام ژوند د خپلو خواهشاتو قرباني کوو نو يقيناً ويلاى شم چې سوله نه راځي.

اوس يو ځل بيا د دواړو غاړو سياسي مشران  په قطر کې ناسته لري. مونږ مذاکراتو ته نه بلکې د سولې يوې جامع هوکړې ته سترګې په لاره يو. هيله مو داده چې له دومره بيځايه وخت تيريدو وروسته اوس نړيواله ټولنه منځګړیتوب ته رامخته شي. په بين الافغاني ناستو کې شتون ولري. د دواړو خواو غوښتنې او استدلال ته غوږ شي. له ملي توقعاتو او نړيوالو ارزښتونو سره سم دريز په قطعي توګه تأئيد او ملاتړ يې وکړي.

که څه هم مونږ پوهيږو چې تر اوسه پورې ارګ  د ځانګړي ميکانيزم په چوکاټ کې هم د واک پريښودو ته تيارى نه درلوده. د سولې داسې تړون يې غوښته چې طالبان له موجوده حکومت سره يوځاى شي خو مونږ پخوا هم څو ځله ويلي دي چې تير تاريخ ته په کتو دغه ډول سوله به خوب او خيال وي.

طالبان، چې اوس د موجوده حکومت په وړاندې جګړه کوي، اصولاً هغوى مکلف دي چې ووايي؛ جګړه د څه لپاره کوي او خپلې غوښتنې د بين الافغاني مذاکراتو  د ميز په سر مطرح کړي. هغوى تر اوسه پورې  د خپلو غوښتنو په تړاو مجهول الفاظ کاروي. افغان ولس نه پوهېږي چې طالبان په دقيق ډول څه غواړي. د طالبانو د مشخصو غوښتنو په تړاو حکومت مجبور دى چې د طالبانو معقولې او په حقایقو ولاړې غوښتنې ومني او يا به هم له ولسي غبرګون سره مخ کيږي.

د طالبانو سياسي قيادت نن يو ځل بيا د ستر ازمون په څلور لارې کې ولاړ دى. نن يو ځل بيا د ابادي او تباهي ترمنځ قرار لري، نن يو ځل بيا د خپل هېواد او خپلې راتلونکې لپاره سختو پريکړو کولو ته مجبور دى. که  يې وکړاى شو د مثبت او تعمیري ذهنيت په کارولو د اسلامي نظام نافذولو، عدالت ته لاسرسى، د قانون پلى کولو، د فساد ختمولو، خپلواکي ترلاسه کولو او د ملې افتخاراتو د ګټلو په موخه د سولې او ورورولي لاره غوره کړي، نو په يقين سره ويلاى شم چې پورتنيو موخو ته د رسيدلو خوب به يې تعبير مومي او مونږ به له هرډول تبعیض، فساد، بى عدالتي او له قانون څخه د معافیت له دود څخه پاک  عادلانه اسلامي جمهوري نظام په درلودلو باندي بريالي شو.

په درنښت،
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

8 COMMENTS

  1. د طالب هيڅ عمل د انسان او مسلمان لپاره د توجې وړ نه دی.
    د بولدک قتل عام او د طالب چارواکو کړنې، ددوې په منځ کې د پاکستاني اجیرو مليشو ښکاره حضور دا په کوته کوي چې دې مرتدې ډلې هيڅ بدلون نه دی موندلی. په بولدک کې عام وژنه د پاکستان د پوځ له خوا شوې. اکثره طالبان ترې خبر نه وه او ددې قدرت یې نه درلود چې ددې کار مخه ونیسی. نور موثق راپورونه هم دا په ډاګه کوي چې طالب د جګړې په ډګر کې هيڅ صلاحیت نه لري. له افغان پوځ نه نیول شوي هانوی زرهي موټر پاکستان ته انتقالېږي او ټالب دلال یې حتی مخه هم نشي نیولی. هيڅ انسان او مسلمان له بل مسلمان سره دداسې یوې بې مفهومه جګړې توجې نشې کولی. دا عام وژنه، خرابی، مهاجرت لوټل ټول د پاکستان له لاسه او طالب یې وسیله ده. له طالب د انسانیت او اسلامیت توقع نشي کېدی. انګلیسی کې يو متل دی چې وایې:
    You cannot teach old dog new tricks
    خر عیسی گرش به مکه برند
    چون بیاید هنوز خر باشد
    وحشي او بې سواده طالب د اصلاح وړ نه دی.

  2. سلام
    دمغرور حاکم په دروازه کې انتظار تر ټولو مهمه ابتلا ءده. حضرت علی کرم الله وجهه
    دبن له منحوسې پریکړې وروسته ، هر اړخیزه کرونایې ابتلاء یعنی وچ سیاست دوه لسیزې دغه مظلوم ملت له سترو ناخوالیو ،بد رنګیو ،چپی کاسه او کپړیو بقایاوو،فساد او بې انصافه کړکېچونو سره مخ کړ. خورد ضابط رشید او نورو ګلم جمو له طالبانو سره دناتو پیمان په زور تراخره درجې ظلم وکړ ستاخبره یادونه او لیکنه ور باندې شرمیږی داحقیقت دی!
    په تبصره کې زما هدف دکوم لوری نه دی خکه دغه سیاست افغا نانو کې په پېغراته ناندریو کې هرچېرته رابرسیره کیږی حتی دحکومتی چارواکی چې فسبوکی بیغامونوکې چې دیو تیو بی ګنګ بنه لری.بل داچې زموږ تولنه کې دعمر خیام په خبره جاهل که چوپ یاغلی وی نو عالم ښکارېده.
    سیاست ،شرم اوحیا:
    کاشکې! دلته دیو ه کشمش او څلوېښتو قلندرو، دسوری دلاندی پسو نو، دامریکایی دالرو غلو هوایی او ‌په خپل سر شخصیتونو اوسیاستوالو دومره پوهه درلودای چې د هېواد ملی زعامت او مستقبل ورته لومړیتوب درلودلی او ددې پروسې اهلیت ورسره وای
    وایی مه کوه به ما چې وبه شی په تا!
    عدالت ،مساوات ، اخوت او ورور ګلوی ،امن او سکون ،حلم په صبر کې دی چې فلسفی معنوی بعد لری څو خلی په قرآن کریم کې تکرار شوی او صبر بیا څلور دوله دی.
    ستا نیت او حسن کلام انعطاف ښيي موږ باید په سوله ،سیاست ډګر ،قومو نو اوقبیلو ،ژبنی او سیمه ایزه برخو کې له معقول او منطقی ابزارو څخه کار واخلو او واقعا بین الافغانی فرهنګ ته وده ورکړو. اقبال وایی اسلام برخلیک دی او بشبړ دی او همدارنګه له نورو برخلیکونو سره توبیر لری او مزاحم یې نه دی.

  3. مننه فهیم صاحب محترمه!
    تاسو باور وکړئ چې همدغه ناخوالې مو مجبوروي چې اقلاً د سمون او بدلون لپاره خبره وکړو. کاش ما په بله لاره د ناخوالو مخه نيولاى شواى هغه کار به مې کړې وو.
    جګړه ډيره اوږده شوه او د حل لاره هم نه ده. ښکنځل او سپکې سپورې بدرد ويل يوازې غبرګون ته لاره هواروي. بس اوس مو يوازې زارئ عذرونه او د لمنو غوړولو ته مخه کړې ده. که رب العزت زمونږ دغه بد حالت ته د رحم او کرم په نظر وکتل او زمونږ غميزو ته يې خاتمه ورکړه. نور له هيچا هيڅ شى نه غواړو. يوازې خپله مغصوبه سوله غواړو ژوند غواړو او په دغه ګران هیواد کې د امن او سولې په فضا کې اوسيدل غواړو
    بيا هم مننه

  4. نړئ مننه شريف زاد وروره
    زه ستا له نظر سره يقيناً موافق يم. همدغه ناخوالې وي چې نورو ته يې مجوز پيدا کړ. مګر بد په بدو نه ختمېږي جګړه ډيره شوه مونږ نور د جګړو تاب نلرو. ولس مو په دروخي چاپېريال کې ژوند کوى. پرون مى د يوې خورکئ خبرې واوريدى باور وکړئ خوب مې نه دى کړى. کاش چې مى مرسته کولاى شواى. هره همدغه ناورين.
    اوس مو زارئ پيل کړى دى. فکر کوم چې که د وطن له ستر قرض څخه يوه وړوکې برخه ادا کړم نو نيکبخت به يم.
    الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

  5. سلام
    دملګرو ملتو د موسسې دېبوره لاینز ژاړی،داروبا اتحادیه،سفیر اونور بدو بلا ولې تشویش کې دی . زاغ زنده باد! وایی قمار وهونکی چې قمار بایلی نوښکنځل چې ونه کړی زاره یې چوی . آش مردان دیر پخته میشود !هغوی ددوهم بن خوب وینی خو دوخت پېژندل او دکار مدیرت کول ډېر اهمیت لری. یوشمېر اماتورو لافو کان او باټ والا خیزش مردمی نغارې وهی اودو اودو او اتمر دمګرو سازمان څخه مرستې غواړی ! .زه دې سوچ کې یم که طالبان رښتیا ترهګر، هراس آفګن اویا پاکستانی دی نو بیاهمدا دوه سری حکومت په کوم منطق دوحه کې له چا سره دسولې شپې او ورځې سبا کوی دروغ ویونکی حافظه نه لری.
    شرم او حیا ء او حلم هم دانسان مېړانتوب دی .زه بیلکل ستا له نظر سره موافق یم چې بد په بدو نه ختمیږی جګړه ابادی او سوکالی نه ده کور مو ودان خوښ او بریالی اوسی

  6. مننه شريف زاد وروره
    بس درد مو يو دى غم مو يو دى ستونځه مو يوه ده او درملنه يې کيداى شي خو څوک هم غوږ نه نيسي. بى ادبي معاف هغه د رشقى پټى دى يو پکې ټنډ پروت وى خو بل ور روان وي
    الله مو دې ددغه هېواد مل شي. نوره هيله نشته

  7. وړند هم نن سبا پدې پوهېږي چې طالب د مرتد پاکستاني پوځ په مرسته جګړه کوي. د مردار شویو پاکستاني ملیشو مړي درګرده سور صلیب ددې هېواد پوځ ته ورکوي. په زرهاو پاکستانیان همدا اوس له طالب سره په جکړو کې برخه لري. لطفا بین المللي مطبوعات وګوري او بیا ووایاست چې دا ټور مخي په زېړو او شنو کالیو کې څوک دي او د افغانستان د کومې منطقې خلک داسې تور مخونه او رنګارنګ کالي اغوندي. نو بیا هم که څوک له دې واقعیت سترګې پټوي یا د ای اس ای نوکر او ګوډاګی دی او یا تر بیخه بی خبر. زه د همدې خلکو پوښتم چې که طالب رښتیا او واقعا افغان او مسلمان دی نو ماته د ددوی یوه افغاني، انساني او اسلامي کړنه راوښيی او دا دې هم راته واضح کړي چې په کوم اسلام کې داسې کړنې روا دي چې دا لعینان یې کوي. په لکونو خلک یوازې ددې لپاره چې طالب ډېر قدرت غواړي له کوره بې کوره کېږي، سیاسرې او ماشومان، سپین ږېري دربدره ګرځي او يوه مړي ډوډي نه لري. د دواړو خواوو څخه څوانان وژل کېږي صرف ددې لپاره چې ملحد ملا صاحب ځان قدرت ته ورسوي. که مو ددوی يو عمل د انسانیت او اسلام په رڼا کې توجی کړ زه به دا نن خپله خوله بنده کړم. کنه تر هغه چې وینه مې په ځان کې ده ددې پلیدو تروریستانو او د پاکستان د ګوډاګیانو پر ضد به تبصرې لیکم.
    تو از چنګال ګرګم درربودي
    چو دیدم عاقبت خود ګرګ بودي.
    که دا اعمال چې دوی یې تر سزه کوي اسلام وي نو لعنت په هغه اسلام چې دوی یې نماینګان دي.
    همدې پاکستان طالب مشران لوڅې کونې په امریکانو خرڅ کړل یو څه نور یې ورته لکه نور محمد ترکي او حفیظ الله امین خفک کړل او نن د همدې خاینینو په خوله طالب خپل د مور پرتوک په پاکستان پلوري. نه پوهېږم مونږ څرنګه ددې بې غیرتانو اعمالو ته توجې ورکولی شو. بې غېرتي او چاپلوسي هم انداره لري.
    زه دهمدې طالب د طرفدارۍ لپاره په کابل پوهنتون کې د شورای نظار لخوا تر مرګه دبول شوی وم. پخوا هم له دوی سره زرګونه پاکستاني ملېشي وي خو اوس چې ددوې اعمالو ته ګورم له ځانه مې کرکه راځي چې ولې مې دداسې خرو لپاره ځان مرګ ته اچولی و. خدای مو له هغه حاله وساته چې خپل وجدان سره به په جنګ کې ياست او خلاصۍ به ترې نه اری. بخښنه دې وي.

  8. زه ستاسو د درد د درک وړتيا لرم خو متاسفانه هيڅ نشم کولاى. يوازي رب ته لاسونه لپه کوم او زارئ کولاى شم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب