سه شنبه, جنوري 25, 2022
Home+ سنګسار / عبدالباري جهاني

 سنګسار / عبدالباري جهاني

د سنګسار سزا، په اسلام کي، د زنا لپاره ټاکل سوې ده. زنا داسي عمل دی چي په ټولو آسماني او غیر آسماني مذاهبو او ادیانو کي محکوم او د سزا وړ بلل سوی دی او په تورات کي ښځي او نر دواړو ته د مرګ سزا ورکوله کیږي. خو هغسي چي زموږ مُلایان، په تېره بیا طالبان، د سنګسار سزا د زنا لپاره، څرګند، اسلامي حکم بولي هغسي ساده هم نه ده.

لومړی خو دا چي د سنګسار په برخه کي، په ټول قران شریف کي، حکم وجود نه لري او په دې مهمه او حیاتي مسله کي ټول استناد په احادیثو  کیږي. د احادیثو په باره کي بحث موږ له موضوع څخه لیري کوي خو دونه باید ووایو چي د سُني مذهبو لپاره د احادیثو له شپږومعتبرو کتابونو یا صحاح سته څخه دوه تر ټولو مهم یا صحیحین لومړی امام اسماعیل البخاري په ۲۵۶ هجري قمري یعني د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه ۲۴۵ کاله وروسته او امام مسلم ابن الحجاج خپل کتاب صحیح مسلم په ۲۶۱ هجري قمري یعني د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه ۲۵۰ کال وروسته، د سینه پر سینه روایاتو، په اساس ترتیب کړي دي. په دې ترتیب، د دوه سوه پنځوسو کلونو په جریان کي هر ډول سینه پر سینه نقل سوی روایت له بشپړ اعتباره لویږي.

څرنګه چي لیکلي اسناد او یاداشتونه موجود نه وه نو د احادیثو شمېر ورځ په ورځ زیاتېدی او هر چا، د خپلي خوښي سره سم، خپلي خبري حضرت رسول اکرم ص ته منسوبولې او یا یې هغه مبارک ته منسوبي سوي خبري تحریفولې. یو وخت د احادیثو شمېر زیات وکم شپږسوه زرو ته ورسېدی او امام بخاري له شپږو کالو خواریو او زحمتونو څخه وروسته له دې شپږسوه زرو احادیثو څخه یوازي څه کم شپږ زره انتخاب کړل. او امام مسلم څه باندي ۷۱۰۰ احادیث صحیح وبلل. په دې حساب موږ ګورو چي له شپږ سوه زرو احادیثو څخه څه باندي پنځه سوه نیوي زره احادیث له اعتباره غورځېدلي دي.

چي خپلي خبري را لنډي کړو: د صحیح مسلم ۴۱۹۴ لمبر حدیث وايي چي عبدالله بن عباس ویلي دي چي عمر بن خطاب د حضرت رسول اکرم ص پر منبر باندي ولاړ وو او وې ویل« الله ج، په حقیقت سره، حضرت رسول اکرم ص د ریښتوني پیغمبر په حیث را واستاوه او پر هغه باندي یې خپل کتاب نازل کړاو د سنګسار آیة په هغه کتاب کي موجود وو. موږ هغه آیة تلاوة کاوه. هغه مو په یاد وو او په پوهېدلو. رسول اکرم ص واده سوي ښځي او واده سوي نارینه ته د زنا کولو سزا په سنګسار ورکړه. زه وېره لرم چي د وخت په تېرېدلو سره به خلک دا سزا هېره کړي او وايی به چي د حق تعالی په کتاب کي د سنګسار سزا نسته او هغه کسان به د حق متعال د دې ټاکلي سوي سزا د ترک وهلو له امله ګمراه سي. سنګسار یوه سزا ده چي حق متعال په حپل کتاب کي د واده سوي ښځي او واده سوي نارینه د زنا کولو لپاره ټاکلې ده. البته چي د زنا عمل ثابت سي یا ښځه حامله سي او یا اعتراف صورت ونیسي.»

حضرت عمر فاروق یو ریښتونی او پرهېزګاره سړی وو او زه فکر نه کوم چي هغه به د خپلي ټولي پرهېزګاری سره د حق متعال پر کتاب باندي دروغ ویلي وي. په قرآن شریف کي زناکاره نارینه او ښځي ته نه د سنګسار او نه د مرګ سزا ذکر سوې ده. په دې باره کي یوه خبره مشهوره ده او هغه دا چي وايی یوه صحابي کوم وخت له حضرت رسول اکرم ص څخه د سنګسار د حکم په بارهکي د آیة غوښتنه وکړه ځکه چي هغه آیة یې هېر کړی وو. خو حضرت رسول اکرم ورته وویل چي هغه آیة له ده څخه هم هېر سوی دی. یعني دا آیة په حقیقت کي موجود وو او د صحابي او رسول اکرم ص دواړو څخه هېر سوی وو. خو قرآن شریف په دې برخه کي صراحت لري:

ما ننْسَخَ مِن آیاةٍ او نُنسِهاناتِ بِخیرٍ منها او مثلها الم تعلم اَنَّ الله علی کل شیِ قدیر. دوهم سورة ۱۰۶ آیة.

ترجمه: موږ هیڅ یو آیة نه منسوخوو او نه یې د هېرولو باعث کیږو؛ تر څو چي تر هغه بهتر او یا هغه ته مشابه آیة مو نازل کړی نه وي.

د دغه مبارک آیة په استناد موږ ویلای سو چي په قرآن شریف کي د سنګسار حکم نسته؛ ځکه که موجود وو او حق متعال له خپل پیغمبرص او د هغه له صحابه څخه هېر کړی او یا یې منسوخ کړی وي نو د هغه په بدل کي باید بل آیة نازل سوی وي چي په هغه آیة مبارک کي د زناکارو د سنګسارولو او یا وژلو په موضوع کي صراحت سوی وای.

 سړی ویلای سي چي عمر بن خطاب ته منسوب حدیث باید جعل وي ځکه چي عمر بن خطاب، د یوه ریښتوني مسلمان په حیث، پر قران شریف باندي دونه څرګند دروغ ویلای نه سوای؛ چي آیة له سره موجود او نازل سوی نه وي او ده د هغه د وجود ادعا کړې وي.

په قرآن شریف کي، سره له هغه چي زناکاره ښځي او نارینه ته ډېر بد کتل سوي او حتی پاک او معصوم خلک یې له هغوی سره له واده کولو څخه منع کړي دي:

الزّانی لا ینکِحُ الّا زانیة او مشرکةً والزانیه لا ینکحها الّازانٍ او مشرکٌ و حُرِم ذالک علی المومنین. ۲۴ سورة ۳ آیة.

ترجمه: زناکاره سړی پرته له زناکاره ښځي او مشرکي څخه له بل چا سره نکاح نه سي کولای او زناکاره ښځه پرته له زناکاره سړي او مشرک څخه له بل چا سره نکاح نه سي کولای. مومنانو ته دغه ډول نکاح حرامه ده.

مګر د مرګ سزا یې نه ده ورته ټاکلې. یو ځل  سورة النساء ۱۵ آیة حکم کوي چي که چیري ستاسي ښځي زناکړې وي او تاسي به د څلورو تنو شاهدانو له شاهدی ورکولو څخه وروسته   هغوی تر مرګه پوري په خپلو کورونو کي بندیاني ساتی او یا دا چي الله هغوی ته سمه لاره ښيي. او د ۲۴ سورة ۲ آیة حکم کوي:

الزّانیة والزّانی فاجلِدُوا کُلُّ وَحِدٍ منهما مأءة جلدةِ ولا تاخذکم بهما رأفةٌ فی دین الله این کنتم تومنون بالله والیوم الآخر والیشهد عذابهما طایفة من المومنین.

ترجمه: هغه ښځه او سړی چي زنا یې کړې وي هر یو سل دُرې ووهی. پر هغوی باندي زړه سوی مه کوی ځکه چي دا سزا د الله له خوا ورته ټاکله سوې ده؛ که تاسي پر الله او د آخرت پر ورځي ایمان لری. او پرېږدی چي یوه ډله مومنان د دوی د دغي سزا ننداره وکړي.

د النّور د سورة دغه پورتنی آیة د زنا د ارتکاب په موضوع کي د سزا وروستنی حد دی او له دې څخه وروسته بله سخته سزا ټاکله سوې نه ده. حق متعال خپلو ټولو بنده ګانو ته په ټینګه امر کوي چي د ده له لوري ټاکل سوي حدود رعایت کړي.

وَمَن یعصِ اللهُ و رسولهُ وَ یَتَعدَّ حُدودَهُ یُدخِلهُ ناراً خلداً فیها و لهُ عذابٌ مُهین. سورة ۴ آیة ۱۴

 ترجمه: او هغه څوک چي د الله او رسول څخه بغاوت کوي او د هغه له حدودو څخه تېری کوي هغه به په اور کي وي او توهینوونکی عذاب ورته ګوري.

اوس به نو موږ، د هغه آیة په اساس چي وايی هیڅ آیة تر هغه وخته نه منسوخوو او نه یې درڅخه هېروو تر څو چي بل مو تر هغه ښه یا هغه ته مشابه نه وي نازل کړی، د سنګسار د هېر سوي آیة په مقابل کي په کوم بل آیة استناد کوو؟

حتی د لواطة په باره کي خو بیخي حد نه دی ټاکل سوی او زموږ مُلایان صاحبان کله پر فاعل او مفعول دواړو کسانو باندي د دېوال د چپه کولو حکم کوي او کله خو وايی چي تر مرګه یې غسل نه صحیح کیږي او چي زړه یې غواړي هغسي احکام جوړوي. په داسي حال کي چي دا د حق متعال پر ټاکلو حدودو باندي، چي په قرآن شریف کي ذکر سوي دي، تېری دی.

والَّذانِ یأتِینها منکم فأُذُوهُما فاءِن تابا وأَصلحا فأَعرِضُوا عنهما ان الله کان تواب الرحیم. سورة النساء۴ آیة ۱۶

ترجمه: که په تاسي کي دوه نارینه لواطة وکړي نو دواړو ته آزار ورکړی او که دوی توبه وایستله او لاري ته راغلل نو غرض مه ورسره لری. الله توبه قبولوونکی او مهربان دی.

چي بیرته د سنګسار موضوع ته راوګرځو نو دیني عالمانو، په دې موضوع کي، ټول استناد په احادیثو کړی دی. یوه موضوع د مُعِز بن مالک ده؛ چي د هغه په باره کي د صحیح مسلم د ۴۱۹۸ څخه تر ۴۲۰۵ پوري اته احادیث راغلي دي او وايي چي معزبن مالک پخپله آنحضرت ص ته راغی او هغه ته یې وویل چي ما پاک کړه؛ ما ګناه کړې ده. آنحضرت مخ ورڅخه واړاوه او ورته وې ویل چي تېرسه بدبخته ولاړ سه له حق تعالی ج څخه بخښنه وغواړه. معز ین مالک دا عمل څلور ځله تکرار کړ او آنحضرت ته یې وویل چي ما زنا کړې ده ما پاک کړه. آنحضرت ورته وویل چي لېونی یې که په سد کي یې هغه ورته وویل چي زه بشپړ پر هوښ یم. آنحضرت وفرمایل چي تاسي وګوری نشه خو به نه وي. یوه صحابي یې خوله بوی کړه او وې ویل چي شراب یې نه دي چښلي. نو آنحضرت د هغه د سنګسارولو حکم وکړ. څوک وايي د سنګسار په وخت کي یې وځغستل او موږ بیرته ټینګ کړ او څوک د هغه ځغاستي ته اشاره نه کوي. په ۴۲۰۵ حدیث کي د یوې ښځي موضوع ته هم اشاره کیږي چي آنحضرت ته راغله او آنحضرت ته یې وویل چي ما زنا کړې ده. ما پاکه کړه. آنحضرت ص څو ځله مخ ورڅخه واړاوه او هغې ښځي ورته وویل چي ما زنا کړې ده او زه حامله یم. آنحضرت ص ورته وویل چي ځه ولاړه سه. هر وخت چي دي اولاد پیدا سو بیا راسه. هغه ښځه تر ولادت وروسته بیا ورته راغله او آنحضرت ص ورته وویل چي ځه ولاړه سه تر څو دي ماشوم له شیدو پرې کړی نه وي ستا په باره کي حکم نه کوم. یوه انصاري وویل چي د ماشوم د ساتلو ذمه یې زه وهم. آنحضرت ص د هغې د سنګسارولو حکم وکړ.

سره له دي چي په دې احادیثو کي آنحضرت ته منسوب، د سنګسار، حکم د قرآن شریف د سزا له حدودو سره مغایرت لري او آنحضرت ص هیڅ وخت داسي حکم نه کاوه چي الله ج حکم نه وو ورته کړی یوه لویه خلا دا ده چي نه د معز بن مالک سره هغه ښځه سنګساریږي چي ده باید زنا ورسره کړې وي او نه له هغي ښځي څخه پوښتنه کیږي چي زنا یې له چا سره کړې ده. په هغه صورت کي به هغه سړی هم سنګسارسوی وای چي له دې ښځي سره یې زنا کړې او هغه یې حامله کړې وه.

د مسلم ۴۲۱۱ حدیث، د عبدالله بن عمر له قوله نقل سوی دی او وايي چي یو یهودی او یوه یهودۍ آنحضرت ص ته راوستل سول چي زنا یې کړې وه. آنحضرت ص له یهودانو څخه پوښتنه وکړه چي په توراة کي زناکارانو ته څه سزا ورکوله کیږي. یهودانو ورته وویل چي موږ د دواړو مخونه ورتوروو، پر خره یې چپه سپروو او په ښار کي یې ګرځوو. آنحضرت ص ورته وویل چي توراة راوړی او موږ ته یې حکم را ښکاره کړی. یهودانو توراة راووړ د زنا په باره کي یې د توراة احکام ورته ولوستل مګر هغه ځای چي د سنګسار په باره کي یې وو پر هغه یې لاس ایښی وو. عبدالله بن سلام آنحضرت ص ته وویل چي یهود ته ووايي چي لاس له متن څخه لیري کړه. کله چي یهود لاس لیري کړ نو ویې لیدل چي د سنګسار حکم پکښي راغلی وو. آنحضرت د دواړو د سنګسارولو حکم وکړ.

که چیري په تورات کي، په کوم ځای کي، د زناکارو د مخونو د تورولو او په ښار کي د ګرځولو کیسه راغلې وي زه معلومات نه لرم خو په هغو احکامو کي چي حق تعالی یې موسی علیه السلام ته ورکوي د زناکارو لپاره نه د مخ تورولو او په ښار ګرځولو او نه د سنګسار سزا سته. د زنا او لواطة او له حیواناتو سره د جنسي اړېکو لرلو د سزا احکام د توراة د دریم کتاب  Leviticus د شلم فصل له لسم آیة څخه تر شلم آیة پوري راغلي دي او په زیاترو کي د وژل کېدلو حکم سته مګر نه د زناکارو د مخونو تورولو او نه هم د سنګسار حکم راغلی دی. لسم آیة حکم کوي: که څوک د خپل ګاونډي له مېرمني سره زنا وکړي ښځه او سړی به دواړه وژل کیږي. دیارلسم آیة وايی که چیري یو نارینه له بل نارینه سره داسي عمل وکړي لکه نارینه چي یې له ښځي سره کوي دوی دواړه باید ووژل سي. څوارلسم آیة وايی که چیري یو سړی له یوې ښځي او له هغې له مور سره واده وکړي نو سړی او دواړي ښځي باید ژوندي وسوځول سي. پنځه لسم آیة وايی که یو سړی له حیوان سره جنسي اړیکي ولري هغه سړی او حیوان باید دواړه ووژل سي. شپاړسم آیة وايي که یوه ښځه له یوه حیوان سره جنسي اړیکي ولري نو ښځه او حیوان باید دواړه ووژل سي.

کله چي په توراة کي نه د زناکارو د مخونو د تورولو او په ښار ګرځولو او نه د زناکارو د سنګسارولو احکام موجود وي نو یهودانو به د خپل کتاب کوم ځای له آنحضرت ص څخه پټ کړی وي؟

۴۲۱۴ حدیث وايی چي یوه ورځ آنحضرت ص ولیدل چي د یوه یهود مخ یې تور کړی او په شلاقو یې وهي. آنحضرت ص له یهودانو څخه پوښتنه وکړه چي تاسي زناکارو ته دغه سزا ورکوی هغوی ورته وویل چي بلې. آنحضرت ص د یهودانو له یوه مُلا څخه پوښتنه وکړه چي ستا دي په هغه الله قسم وي چي موسی ته یې توراة رالېږلی دی په توراة کي د زنا لپاره دغه سزا ده؟ یهود وویل چي تا ماته سوګند راکړ تو زه مجبور یم چي تا ته ریشتیا ووایم. « خبره داسي وه چي زموږ په کتاب کي د زنا سزا سنګسار وو. خو دا عادت زموږ په اشرافو کي ډېر زیات سو. نو کله چي به یو شته من سړی پر زنا ونیول موږ به هغه معاف کړ او که به غریب سړي زنا وکړه هغه ته مو د سنګسار سزا ورکوله. نو موږ وویل راسی داسي سزا وټاکو چي اشرافو او غریبانو  دواړو ته یې ورکولای سو. نو مو فیصله وکړه چي د زناکارانو مخونه به توروو او په شلاقو به یې وهو. آنحضرت وویل یا الله زه  لومړی سړی یم چي ستا هغه حکم به بیرته ژوندی کوم چي دوی وژلی دی او هغه سړی یې سنګسار کړ.

په مخکني حدیث کي ویل کیږي چي د زناکارو د مخونو تورول په توراة کي راغلي وه او په ورپسې حدیث کي ویل کیږي چي د زناکارو د مخونو تورولو سزا یهودانو له ځانه جوړه کړه. په داسي حال کي چي نه په توراة کي ، د زناکارو لپاره، له دې دواړو سزاوو څخه یوه موجوده ده او نه په تاریخ کي داسي پېښه منځته راغلې ده.

د زناکار محکومول او پر هغه باندي د حد یا سلودُرو تطبیقول هم یوازي هغه وخت آسانه وي چي د زنا مرتکب سړی یا ښځه پخپله خوښه پر خپله ګناه باندي اعتراف وکړي او سزا ته تیار سي؛ دا کار له امکانه ډېر لیري ښکاري. که نه وي نو د زنا پر مرتکب باندي باید څلور تنه صادق شاهدان تېر سي او بیا نو هغه ته سزا ورکړه سي. دا پخپله هم ځکه له امکانه ډېره لیري خبره ده چي یو څوک دي داسي څلور تنه شاهدان پیدا کړای سي چي د زنا مرتکب یې د زنا د عمل په وخت کي په خپلو سترګو لیدلی وي.

والَّتي یأتین الفحشةَ من نساءِکُم فاستشهدوا علیهنَّ اربعةً منکُم فاِن شهدوأ فأمسِکوهنَّ فی البیوت حتّی یتوفهنَّ الموتُ او یجعل اللهُ لهُنَّ سبیلاً. سورة ۴ آیة ۱۵

ترجمه: که ستاسي له ښځو څخه کومه یوه د زنا مرتکبه سي نو تاسي د هغې په مقابل له خپليو منځونو څخه څلور شاهدان پیدا کړی. که هغوی هم شاهدي ورباندي ورکړه نو بیا دوی په خپلو کورونو کي بندیاني کړی تر څو چي مرګ یې را رسیږي او یا الله د هغوی لپاره یوه بله لار درته ټاکي.

او د ۲۴م سورة په څلورم آیة کي راغلي دي: او هغه کسان چي پر پاکو ښځو باندي د زناکاری تهمت وايي او بیا څلور شاهدان برابر نه کړای سي هغوی اتیا دُرې ووهی او بیا هیڅ وخت د هغوی شاهدي مه قبولوی او دوی تېري کوونکي ( فاسقان) دي.

د همدغه ۲۴م سورة په شپږم آیة کي راغلي دي: که چیري څوک پر خپلو ښځو باندي د زناکاری تور لګوي او پرته له خپل ځان څخه بل شاهد ونه لري نو هغه باید څلور ځله الله شاهد ونیسي او ووايی چي دی ریشتیا وايي. په اووم آیة کي راغلي دي:

او پنځم سوګند به یې داسي وي چي که به دی دروغ وایی نو د الله په لعنت دي ګرفتار سي.

د همدغه سورة په اتم آیة کي راغلي دي: ښځه هغه وخت ځان له سزا څخه ژغورلای سي چي هغه هم څلور ځله الله شاهد کړي او وايی چي دا دروغ نه وايي.

په نهم آیة کي راغلي دي: که به دا په خپل قول کي صادقه نه وي نو د الله په لعنت دي ګرفتاره سي.

موږ ګورو چي الله تعالی ج د زنا د عمل د اثبات لپاره ډېر سخت شرایط وضع کړي دي او د دروغو شاهد ته یې اتیا دُرې سزا ټاکلې ده او د زنا د عمل د اثبات په صورت کي یې، چي تقریباً غیر ممکن دی، مرګ او سنګسار نه بلکه، سل دُرې سزا ټاکلې ده.

څرنګه چي د لواطة د عمل لپاره په قرآن شریف کي حد نه دی ذکر سوی او د دې عمل مرتکب ته یوازي د آزار ورکولو ذکر سوی دی او د توبې ایستلو او لاري ته د راتللو په صورت کي د آزار ورکول هم منع سوي دي نو د لواطة د مرتکبینو د عمل د اثبات لپاره د شاهدانو غوښتنه هم نه ده سوې.

البته دیني عالمانو او پېشوایانو د خپلي خوښي او قیاسونو سره سم استدلالونه کړي او له خپلو ځانونو څخه یې ډر سخت حدود ټاکلي دي چي یو له هغو څخه یې پر فاعل او مفعول باندي د دېوال چپه کول دي.

2 COMMENTS

  1. جهاني ساب چاري موښي او روغ اوسی
    ډيره حساسه موضوع مورا اخستي چه يوه برخه يي لواطط ده چي افغانستان کي ډيره مروج ده کومه چه بلوغ ته د هليکانو له رسيدو مخ کي د غټانو له خوا عملي کيږي.
    په قرآن کي داسي راغلي ستاسو ليکنه:
    څرنګه چي د لواطة د عمل لپاره په قرآن شریف کي حد نه دی ذکر سوی او د دې عمل مرتکب ته یوازي د آزار ورکولو ذکر سوی دی او د توبې ایستلو او لاري ته د راتللو په صورت کي د آزار ورکول هم منع سوي دي نو د لواطة د مرتکبینو د عمل د اثبات لپاره د شاهدانو غوښتنه هم نه ده سوې.

    نو د همدي دليل په ملاتړ باندي تالبان له چړيانو سره کوم چه ماشومان دي لواطت کوي چه له يوي خوا يي خپله غزيزه ور باندي پوره کړي او له بلي خوا يي هر ناوړه کار ته تابع کړي. نو د تعجب جی نه دی چي د افغان اولس له داسي مرتدو تالبانو جهاديانو سره اخته دي چي له هيڅ ناروايي نه مخ نه اړوي.

  2. د لاندی کیسې د صِحت او سِقم مسئولیت په ما اړه نلری، فقط بیان ئې زما دنده ده:
    تقریباً دوې اوونۍ مخکی د کندهار د میرویس مېنی او زاړه ښار اوسېدونکی د طالب بړوه د دستور په اساس د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوه او کورونه ئې د طالب لخوا په مورچل بدل سوه.
    زما د میرمنی د تره لور او کورنۍ ئې هم اړه سوه چی خپل کور پریږدی خو د کور پرېښودو سره ئې شپاړس کلن زوی د طالب لخوا یرغمل او وتښتول سو. کورنۍ ئې د کور د پرېښودو د درد تر څنګ د زوی د تښتول کېدو د درد سره هم مخ سوه. زوی ئې څو ورځی وروسته را خوشی سو یا ممکن په تېښته بریالی سوی وی.
    پداسی حال کی چی د بدنی او روحی بد حالت سره مخامخ ؤ خپلی کورنۍ او دوستانو ته ئې کیسه وکړه :
    ” یو څو ځوانو طالبانو خپل مورچل ته بوتلم او هره ورځ ئې را باندی جنسی تجاوز کاوه، پنځه شپږ کسان وه او ټول ناسُنته ( غیر مختون ) وه “.
    نو دا اهریمنی موجودات ( طالبان ) به سبا د شریعت د پلی کولو پنوم د یو غله بیچاره لاس غوڅوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب