یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+د ډاکترنجیب او ډاکتر غني تر مینځ یوه سیاسي پرتله

د ډاکترنجیب او ډاکتر غني تر مینځ یوه سیاسي پرتله

دویمه برخه
شهسوار سنګروال
اې- اس- اې په سر کې حمیدګل د پاکستان پوځي اوملکي چار واکوته په وار وار ټینګار کا وه،چې هغه افغان پوهان،دپوهې اولوړې زده کړې خا وندان،روښانفکران اوپه ټوله کې افغان کار پوهان،چې دافغانستان له ابادۍ سره مینه لري با یدوځپل شي،وګواښل شي اوان له مینځه يووړل شي.
له یوې خوا دافغانستان بهرنېیو دښمنانودافغانستان دورانولونخشې درلودې او له بلې خوا هېواد کې دننه یو شمېر کسانو د شخصي ګټوپه موخه دافغانستان ملي ګټې ګوا ښلې،چې موږ په دې ترڅ کې د نجیب دمخا لیفینوپه سپا رښتنه د جنرال عظیمي ناوړه سیاسي اوپوځي هڅې دبېلګې په توګه یا دولی شو.
داکترنجیب هغه ته دیوه دېر نږدې دوست په سترکتل،نجیب څو وارې ده ته وویل،دکارمل په ګډون دسیاسي بېرواکثریت غړي زما پرضد توطېیه کوی… عظیمي دا ټولې خبرې هغوته رسولې …اوکله چې کارمل ته دشوروي داستخباراتو مشرګریچکوف په ځغرده اوټینګار سره ووېل ،له دندې استعفا وکړه !! ده دا پریکړه ځا نته سپکاوی ګاڼه…نوځکه خویې کسات اوغج اخستوته بډې را ووهلې.
عظیمي ،یوه ورځ ډاکتر نجیب ته ورغی او ورته وې وېل ،له مسعود سره دامرصمدیوځا ې کېدل، دکندوزاوبغلان پېښې،په دولت اباد کې دځواکونوماته،درستاق،دشت کلا،دتنګی فرخاراوپه ټوله کې له بدخشان نه راواخله ترجوزجان پورې کومې خونړۍ پېښې چې یو دبل پسې مینځته راغلې لامل یې دادی چې موږجنرال دوستم په کابل کې ساتلی دی اوښه به وي که غواړو شمال ارام کړوجنرال دوستم با ید ولېږو…که څه هم له ډاکتر نجیب نه څووارې دسیا سي بېروغړوهم ورته غوښتنه کړې وه ولې نجیب نه وه منلې،خوکله چې عظیمي ورته ووېل …جنرال دوستم یې شمال ته واستوو،چې بیا دافغانستان بد مرغي له دې ځا یه شروع شوه.
دجلال اباد جګړه،چې نیغ په نیغه داې-اس-اې له لوري پرمخ بیول کېده، په ډېرې مېړاڼې اوسرښندنې افغان ځواکونووګټله،چې په دې سره ډاکترنجیب ډېروستایل شو…خودده سیاسي مخا لفینوته دغه بری د ځغم وړنه وو .
له بده مرغه چې دده مخالفینونه یوازې له ده نه کسات واخست،بلکې دافغانستان ولس یې دغم په ټغر کېنوو .
شمال ته ددوستم رسیدل اوبیا دده اړیکې له ۵۴،۵۵،۵۳ موفرقواونوروځواکونوسره اوهمدا ډول،دتخاروالي الیاس سیفي وژنه،دعبدالروف بېګي اوډاکتربها،چې ددفاع وزارت مرستیال و،دیوې بلې فرقې جوړول، په کندوزکې له یولداش،په فاریاب کې رسول پهلوان،په سرپل کې غفار پهلوان،په بلخ کې له امان الله مشهورپه ګلم جم،سېد منصورنا دري د۸۰مې فرقې مشر،دحیرتانو۷۰مه لېوا،ددهدادي ۱۸مه فرقه اود نوروقووتوله مشرا نوسره ددوستم اړیکې اودډاکتر نجیب پروړاندې دریدل… دا ټول هغه څه وه،چې دډاکتر نجیب واک اوځواک یې وګواښه.
سره ددې چې ډاکترنجیب،یوشمېرکارونه ترسره کړل،چې څونمونې یې دادي : دملي روغې جوړې اعلان،داساسي قانون تصویب،یوشمېرتکنوکراتانواودظاهرشاه له استازو سره لیدنه کتنه ،لایق،وطنجار،کاویاني،ی عقوبي، توخي اویوشمېرنوروته دنده ورکړه،چې په بهر کې له یوشمېر کسانوسره وګوري لکه صبغت الله مجددی، ګلاب ننګرهاري،همایون شاه اصفي،پیرګیلاني،مولوي محمد نبي،ډاکترمحمدیوسف،سردارولی اوان داچې داکترنجیب پخپله د احمدشاه مسعود له کا کا اوپه سویس کې له سېد احمد ګېلاني سره ولېدل … د غه اودا ډول نورې هڅې دیا دولووړ دي.
ولې بیاهم نجیب دکورنېیواوبهرنېیوستونزواوپېښوقرباني شو،چې له یوې خوا په هیواد کې دننه سېاسي بېلا بېل اختلا فونه اوپه بهر کې دسیمې هېوادونه،په تېره پاکستان اوایران اوهمدارنګه امریکا اودهغه متحدین،خلیج هېوادونه،چین اوجاپان دده پرضد وو.
شوروی اتحاد،چې په ژنېیو کې کومه ژمنه کړې وه چې افغانستان حکومت سره به پوځي اواقتصادي مرسته کوي، ولې پخپلې ژمنې ونه درېدل ،نوځکه خو ډاکتر نجیب الله دشوروي دبهرنېوچارووزېرشېواردنا دزې ته لیک واستوو…چې ما خونه غوښتل،چې ولسمشر شم،خودا هرڅه تاسواوپه ځانګړي ډول شخصًا تا دېته وهڅولم چې ولسمشر شم ، دهرډول مرستې ژمنه دوکړه اودادې اوس دیوازې پرېښودم .
بل لورته مجا هدینوموقتي حکومت اعلا ن کړاوامریکا ورته پېترتا مسن په ۱۹۸۹کال داپریل په ۷ مه،چې د۱۳۶۸کال دوري له ۱۸ مې سره برابره وه دسفیرپه توګه مجا هدینو ته واستوه اوورورودنجیب دژوند پاڼه ژېړېده اوپه پاې کې یې د ډاکتر نجیب سیاسي پاڼه وا ړوله …
راځۍ چې یوه شېبه دا فغانستان ددفاع وزیرشهنواز تڼي کودتا ته سر ښکاره کړو،چې ولې دده اوډاکتر نجیب ا له ترمینځ توره پيشوتېره شوه ؟
الکساندرلیا خفسکي په اند، شوروي مشرانو ته څرګنده شوې وه،چې دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند نوره سیاسي وړتیا او اینده نه لري… اوهاریسون هم ددې خبرې پخلی وکړ،چې په ډله ییزورسا نېیو کې دا خبره کېده،چې ښا یی یوڅه پېښ شي…
دجنرال شهنوازتڼي دکودتا په تړاوهم داسې اوازې له یوې میاشتې نه په ډېر موده کې روانې وې،چې دوۍ به پخپلوکې سره خوري،داځکه ،دایو تریخ حقیقت و،چې پرچمیانواوخلقیانوخپل سیاست مسکو پورې ګا ڼه … ګا ییوف وایی، موږ دا پېښې له نږدې څارلې ،ما له نجیب، کشتمند،رفیع ، وکیل ،تڼی، کاروال ، یعقوبي اونوروچار واکو سره ولیدل اوورته ومې وېل لومړی باید پرچمیان او خلقیان ملي مصالحه وکړي… دی ټینګار کوي، چې ما ولیدل چې علومي اوجنرال باقي له نجیب نه تا وېدل اونجیب پریکړه کړې وه چې تڼی دزده کړو لپاره شوروی ته ولېږي ، خو تڼی شوروي ته نه ته.» (محمد ګاییوف دنجیب سلا کار ۷۸ مخ)
شوروی ولیدل،چې امریکا اوپاکستان پخپلوژمنو ولاړنه دي او ملی روغه جوړه هم بریالۍ نه برېښېده نو ځکه خوګر با چف پریکړه وکړه،چې لونا توغندي،مېک ۲۹‌، ۳۵ -MIډوله هلیکوپترونه افغانستان ته په واک کې ور کړي.
ولې دتڼي کودتا دمسکو چا رواکي پخپلو کې ووېشل… دنجیب الله اوتڼي تر مینځ دپرچمیتوب اوخلقيتوب ترګبنۍ وه ، ولې دومره هم نه چې،دوې دښکر په ښکر شي،دا ځکه چې تڼي دکارمل پر وړاندې دډاکترنجیب ملاتړی وو،چې کشتمند دیته د« ملي ګرانه » خوځښت ووایه … خودنجیب اوتڼي ترمینځ نا ندرۍ دې کچې ته رسېدلي وې ،چې دکابوکولوڅرک نه لیدل کېده … سره ددې چې لا دمخه د وطنجارپه مینځګړیتوب دنجیب په کاله کې له تڼي سره درې په درې خبرې وشوې… نجیب هم وویل،چې زما میر منې ووېل ،غواړم چې تڼي ورور ته پخپل لاس اشک تیار کړم… بیا هم دکار مل ډلې ووېل، « درې تنه پکتیا وال خوله په خوله شول ،غواړي دافغانستان برخلیک وټا کي … » حال داچې دتڼي کودتا ترډېره بریده اسلم وطنجار ناکامه کړه ، ملي رادېو تلوېزیون ته راغی اعلان یې وکړ : « تڼي ما ته وخوړه،کودتا نا کامه شوه اوله څوتنو سره پاکستا ن ته وتښتېد…» هلته پاکستان اعلان وکړ،چې دافغا نستان د دفاع وزیرشهنواز تڼي په پاکستان کې سیا سي پناه وغوښته …
اې- اس -اې بیا وویل، موږ دشهنوازبوټو غچ دشهنوازتڼي په وسیله واخست …
د اې- اس – اې موخه داوه چې په ۱۹۸۱کال شهنوازبوټواومرتضی بوټو، چې یوه الو تکه دپا کستان را وتښتوله اودکابل هوایی ډګرکې یې راښکته کړه. ( نوربیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب