یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+د ډاکتر نجیب او ډاکترغني تر مینځ یوه سیاسي پرتله

د ډاکتر نجیب او ډاکترغني تر مینځ یوه سیاسي پرتله

د دولت خلا:
درېیمه برخه
استاد شهسوار سنګروال
د شوروی ځواکونوله وتلو وروسته، نجیب الله له یوې خوا دغه نېټه د نجات ملي ورځ اعلان کړه او له بلې خوا یې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.
د همدې پلمې له مخې حسن شرق ، چې دمخه د هېواد صدراعظم ټا کل شوی و،له دندې ګوښه کړاوپه ځا ې یې یوځل بیا سلطان علي کشتمندوټا کل شو، که څه هم حسن شرق ووېل، «زه چې په ۱۹۸۸کال دمې په میاشت کې صدر اعظم شوم ،خودکا بینې نیم وزیران بیا هم له پخوانۍ کابینې را باندې تحمیل شول. » (کرباس پوش هاې برهنه پا)
کشتمند دصدارت په همدې لنډه موده کې،نجیب الله ته داسې بلا وې لنګې کړې،چې له یوې خوایې په ګوند کې دده پر وړا ندې ستونزې جوړې کړې اوله بلې خوا یې استاد مزاري، محقق،کریم خلیلي اومنصور نادري سره داسې اړیکې ټینګې کړې چې نجیب ورته یوقومګرا معرفي کړي .
نجیب الله دملي روغې جوړې دتحقق لپاره فضل حق خا لقیارصدر اعظم وټاکه ولې بیاهم محمود بریالی یې دصدارت لومړی مرستیال وټا که ،چې دیوه غولوونکي سیاست له مخې بیاهم خا لقیارلکه دحسن شرق په څېرتش پنوم صدر اعظم و اوچارې ټولې دبریالي په ولکه کې وې .
نجیب له دې پرته ، سازا دکوشاني په مشرۍ، سزا دحمد الله ګران ،اسلامی ګوند دستار سیرت، عدالت ګوند د توانا، همبستګي دسرورنورستاني ،کجا تره خېل ، انصا رالله د خا دم ، ملي رستګارپوهاند اصغرپه رهبرې اونورسیاسي ګوندونه یادولی شو،چې سیاسي ډګرته یې را ووېستل .
سره ددې ټولو هڅوبیا هم نجیب دسیا سي پېښوقرباني وو… له یوې خوا زړوکمونستانوپه شوروی
اتحاد کې په ۱۹۹۱کال داګست په۹ ۱مې کودتا وکړه … چې په دې سره ګور با چف دواشنګتن له چار واکو سره غاړه یووړه اودا یې ورسره ومنله ، چې په ا فغا نستان کې به له نجیب الله سره هیڅ دول مرسته نکوي .
دبوش کا بینې دبهرنېیو چارو وزیرجیمز بیکراود شوروي دبهرنېیوچارو وزیربوریس پا نکین په یوه ناسته کې پریکړه وکړه،چې له ۱۹۹۲کال دجنوري له ۲مې نېټې وروسته شوروي اوامریکا به له دوا ړوغاړو سره مرسته نه کوي .
شیبارشین کاږلي دي، « نجیب الله هغه څوک وه ،چې په شوروي یې بشپړبا وردرلود،دی حاضروه چې دشوروي له ګټو دفاع وکړي » ( شیبارشین ۲۰۶ مخ )
سټېوکول ،په تاجکستان کې دامریکا سفیرمک ویلم له خولې کاږلي دي ،« ما واشنګتن ته دتلفون په کرښه ووېل، دکابل په سکوت به کابل کې له غمیزو ډکې پېښې وګورۍ … امریکا اومتمد نه نړۍ بایدپه ګډه دبنست پالنې پر وړاندې ودرېږي… اوکنه دترهګرې په مرکزبه بدل شي .» (سټیکول ۳۳۸ مخ )
ډا کتر نجیب ته نورې پښې پا تې نه وې، باید په سردرېدلی وی نو ځکه نورې لارې ورته پا تې نه وې، نوپه پټوسترګویې دبنین سیوان پریکړوته غا ړه کېښوده اوهغه ورته په غوږکې وڅڅوله،چې تا به روغ رمټ له خپلې کورنۍ سره په ډهلي کې یو ځاې کړم …
ا یا د ډاکترنجیب اوډاکترغني له هیواده وتل توپیر لري ؟؟
بنین سیوان ژمنه کړې وه چې نجیب به روغ رمټ له کا بله باسې،خو ددې وس یې ونه مونداوددوستم دځواکونوله خوا یې مخه ډب شوه … حال داچې داې اس اې مشردراني له شهزاده ترکي الفیصل سره دمجا هدینودحکومت لپاره پټې خبرې روانې کړې وې .
مخکې له دې چې نجیب الله پښې سپکې کړي یومکتوب یې پرېښوداوپه هغه کې یې خپل ټول مرستیالان له دندې ګوښه کړي وو.
فلیف کور وین چې دسیوان دسولې دلارې ملګری و…«دافغانستان بربادي یانې ډومډ ان افګانسټان » نومې کتاب کې را کښلي دي :
«دشپې ا-۳۰یوه نیمه بجه وه دملګروملتو موټر راغی اوبیا دډاکتر نجیب کورته لاړو…جنرال توخي اومسټر «اوني » دډاکترنجیب په استعفاکار کاوه … نږدې دوه بجې دشپې وې درې موټر راغلل اوموږ نه ۹ تنه وومخ په هوایې ډګر وخوځېدو…اوکله چې تر مینل ته نږدې شو دجنرال ددوستم کسانو ډاکتر نجیب پرېنښود،چې سیوان سره وګوري ځکه هغه دژمنې سره سم را رسېدلی و… ما نجیب ته وویل څه وکړو؟ هغه وویل زما ژوند تر ګواښ لاندې دی،غواړم ملګروملتودفترته پناه يوسم … »
ډاکترنجیب ترهغې مودې پورې دملګروملتو په دفترکې پا تې شو،چې کله تا لبان واک ته ورسېدل اوهغوۍ یې دملګروملتو له دفتر نه ووېستل اوبیا یې له خپل ورورسره یوځا ې په دار وځړول .
ښه اوس راځوډاکتر اشرف غني ته :
ولې کله چې ډاکتر غني ټولټاکنو ته ودرېد اوپه لومړي پېرکې بریالی اعلا شو ،خوعبد الله خپله ماتې ونه منله اودخپلوشخصي ګټو لپاره یې په هیواد کې سیاسي کړکېچ ته لاره اواره کړه اوترهغې چې دامریکا دبهرنیوچارو وزیر دملي یو والي پنوم يوحکومت جوړکړ،چې لومړی له دغه ځا یه سیاسي اوپوځي بې ثباتي شروع شوه ،ځکه چې دکمپاین غړوفساد ته ملا تړلې وه اوپېسې یې راټولولې .
دټولټا کنوپه دویم پېرکې بیا هم عبدالله خپله ما ته ونه منله او داسې یوه کړکیچ ته یې لاره اواره کړه چې دارګ په کلا کې په یوه کونج کې عبد اله او په بل کونج کې اشرف غني دلوړې مراسم ونیول اودې سیاسي نا خوالو دومره سېاسي،اقتصادي اوپوځي ستونزې پیداکړې چې نه یوازې دافغانتسان خلکو ته دمنلو وړ نه وې ،بلکې ملګروملتواو بهرنېیومرستندویه هیوادونوته هم دځغم وړ نه وې .
ولې تاسو ولیدل،چې عبد اله بیا هم خپل وروستی سیاسي ګوزار وکړ او وې ویل :
دافغا نستان پخوانی ولسمشراشرف غني له هېواده ووت اوافغانستان یی سختې ورځې ته پرېښود او خداې ته به ځواب ووایی …
بلې غني لویه تاریخي تېر وتنه وکړه ،هغوۍ چې تل غني ته ناسمه سلااو مشوره ورکوله یوځل بیا یې په ناسمې مشورې سره هغه وغولوه، پرته له دې چې دواک چارې یوې مسولې مرجعې ته وسپاري اود قانون په رڼا کې د وا ک لېږته لاره اواره کړې وی،ماسپښین نا وخته له ارګ نه پښې سپکې کړې اوتاجکستان ته پنا ه یوړه .
اوس دلته یوه حقوقي ستونزه اود حکومت خلا را مینځته شوه !؟ ایا دده لومړی مرستېال امر الله صالح که هغه هم نه وي ددې صلا حیت به څوک لري؟ پّه هغه صورت کې چې هغه استعفا نه وی کړي … دې خبرې تالبانو ته یو نوی سېاسي سر خوږی پیدا کړ ،چې ایا نړیوال به یې حکومت په رسمېت وپېژني اوکنه؟
دډاکتر نجیب په وخت کې کله چې دهغه مرستیال حا تف دنجیب مکتوب ولید، نو ده قاضي قضات ، ددواړومجلسونومشران ابوي اوحبیبي ،صدر اعظم خالقي، اودجمهوري ریاست نورمعاونین چې شمېرې شاو خوا یوولسوته رسېده را وغوښتل او دنجیب مکتوب یې ور وښود …
دوۍټولو درای په اتفا ق پریکړه وکړه اوحا تف یې خپل مشر وټا که اود واک لیږد هم تر سره شو ، اوس به څه کېږي ؟ داچې څه کېږي پّه دې اړه به راتلونکوڅپرکو ته سر ښکاره کړو .( نوربیا)

1 COMMENT

  1. sangarwal sahib salam;
    doctor sahib ghani always was positive,
    if he stay in Kabul.talibs are pakistani agents and ghani sahib 100 % become like najibullah,
    america &khalilzad give afghanistan to pakistan gift (TALIBS)
    talibs are nothing, this was pakistan army they toke afghanistan for second period.
    afghan army can not be strong like pakistan.
    right now in afghanistan Marat pakistani in Kabul take power,
    we lost our freedom in front of pakistan.
    you know yesterday some afghan sold-out like mir rakhman rakhmany/zia masood/ahmadwali masood
    mohaqeq/khalily qanony went to pakistan. for what?
    qurishey pakistani minister said we invite talibs for advise to islam abad.
    TALIBS CAN NOT RUN COUNTRY ONLY UNDER LEADERSHIP OF PAKISTAN
    MULA GHANI DERER
    CAN NOT READ PASHTO HOW HEIS UNEDUCATED,SUHIL SHAHEEN TALIB SPOKSMAN IS ONE PUNJABI NOT AFGHAN.
    WE WILL SEE,
    RAZMOHAMMED KAMAWAL New York

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب