جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهانس حقاني له کرزي او عبدالله سره ولیدل

انس حقاني له کرزي او عبدالله سره ولیدل

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۷مه) د طالبانو د مشرتابه شورا او د قطر دفتر غړی انس حقاني کابل ته راغلی او له یو شمېر سیاسیون سره یې لیده کاته کړي دي.

د راپورونو له مخې، حقاني نن/چهارشنبه کابل ته رارسېدلی او دلته یې له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

تر اوسه د دې لیدنې پوره جزیاته نه دي ورکول شوي چې یادو کسانو په کومو مسایلو خبرې کړي دي.

انس حقاني داسې مهال کابل ته راغلی چې پرون د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم له دوحې څخه کندهار ولایت ته ورسېد.

له ښاغلي برارد سره د طالبانو د مشرتابه شورا یو شمېر نور غړي، ملا فاضل، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي عبدالحکیم، مولوي عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور او یو شمېر نور غړي هم دي.

کندهار ته د طالب مشرانو تر راتګ څو ساعته وروسته ملا خیراالله خیرخوا او مولوي عبدالسلام حنفي یوه خبري کنفرانس ته وینا وکړه او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې نور افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده.

ملا خیرخوا وویل، دوی په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې یو داسې اسلامي نظام او حکومت رامنځته کړي چې ټولو خواوو او نړیوالو ته د منلو وړ وي او ټول خلک په کې خپل استازي وويني.

دا خبره پرون د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په کابل کې په خپل لومړنۍ خبري کنفرانس کې وکړه او ویې ویل چې دوی د یوه ټول شموله نظام د جوړلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

هغه وویل دوی ټولو هغو کسانو ته عفوه اعلان کړې چې د دوی په مقابل کې لوري کې ولاړ و او په خبره یې چې طالبان له هېچا او هېڅ ډلې سره د دښمنۍ په تکل کې نه دي.

ذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

1 COMMENT

  1. دا د حقاني وحشي کورنې د اولې ورځې نه د امریکایانو سره ارتباط درلود. دوی په وزیریستان کې د امریکا لپاره جاسوسان و او د القاعدې ډیر غړي یې په امریکایانو ووژل. دا کورنۍ د زرهاو افغانانو قاتله هم ده او اوس یې راوستل چې په افغان دولت کې ورته مهم رول ورکړي. کرزی، عبدالله او یو څو نور خاینان هم ددې دولت په ړنګولو کې پوره اګاه ؤ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب