شنبه, جنوري 22, 2022
Home+نوى دور او دطالبانيزم پروژه / محمداکبر کرګر

نوى دور او دطالبانيزم پروژه / محمداکبر کرګر

له هند نه دبريتانيا وتل او په سيمه کې نوي بدلونونه د دې سبب شول چې دلويديځو ځواکونو په تېره دامريکا او بريتانيا دگټو دساتلو  يوه نماينده گي موجوده وي. د دې موخې له پاره پاکستان غوره شو. دهند دلوې وچې نه را بيل اونور ې گاونډي سيمو کې يې هم خپله ولکه  ټينگه کړه . دا کمزوري هيواد وو.  چې نه يې تاريخ درلود اونه يې سمه جغرافه درلوده. ډېر ژر دگاونډي هند سره لاس وگريوان هم شو . خو سخته ماتي يې وخوړه . دې هيواد پاکستان دخپل ځان ساتني له پاره څو هدفونو باندي فکر وکړ . يو داچي ديو  زبر ځواک پوري  چې دامريکا متحده ايالات وو ، ځان ونښلوي . دويم دا چي يو اسلامي ايديو لوژي باندي ټينگار او هغه غوره کړي او دريم دا چې دخپل رسمي پوځ په خوا کي يو بل غير رسمي پوځ له ځانه سره ولري۔

په ۱۹۴۱ كال كې يو ديني عالم ابو العلا مودودي يوه ټولنه يا  گوند چې دپاكستان اسلامي ټولنه يا اسلامي جماعت نوميده جوړ کړ ۔ دا گوند له نور و توپير درلود ۔ نوموړي دمنځنۍ طبقې كارپوهانو ته بلنه وركړه چې راټول اوداسلامي ارزښتونو په احيا كې نقش ولوبوي ۔ مودودي هم دهندې مسلمانانو څخه وو۔ اودمنځني ختيز داخوان المسلمين طرز افكارو څخه يې الهام اخيستی وو۔
مودودي د حسين حقاني په قول يو پياوړی ليكوال وو ۔ دهغه په باور اسلام تر زياته حده نسبت مذهب ته يوه ايديو لوژي ده.

دمولانا مودودي  هدف  دا وو چي ددوديزو ملايانو په نسبت  په منځنۍ طبقې اومسلکي کسانواو دولتي  کارکوونکوکې دمبارزې له پاره اسلامي روحيه راژوندۍ کړي ۔ مودودي دپاکستان دجوړيدو په کمپاين کې برخه نه درلوده اوان تر دې چې دپارتيشن نه دمخه يې دمسلم ليگ په وړاندې انتقادي نظر درلود ۔ ان تردې چې د مسلم ليگ مشرتوب يې غير اسلامي باله ۔ خو دهغه ليکنو دغه  اسلامي تيوري  پياوړې کړه  چې مسلمانان يو ملت دی اودغير مسلمانانو سره اختلاف لري ۔ حقاني د ولي نصرله قوله  دې ټکې ته اشاره کوي چې دمسلمانانو حقوق گډ اومشترک دي ۔ په دې اساس دواړه سازمانونه مسلم ليگ اوجماعت اسلامي مودودي دوخت په اوږدو کې  يو بل ته مشروعيت ورکړ ۔له ليگ سره يې مرسته کوله چې داهدافو ترلاسه کولو له پاره داسې يوه  وسيله  يا بنسټ  پيدا کړي ۔ چې په مذهبي  سمبول بدل شي ۔ مسلم ليگ په تدريج سره دسياست په اسلاميزه کولو کې پر مخ ولاړ اوجماعت له دې نه گټه واخيستله چې  داسې مناسبه سياسي لاره کې دننوتلو له پاره ورته دروازه خلاصه شوه  ۔ )) [1]۲۱ مخ

خو تاريخ وښوده چې دپاکستان اسلامې ايديولوژي دننگونو سره مخامخ شوه ۔

دپاکستان داسلامي ايديو لوژۍ په وړاندې ډېر پياوړۍ اعتراض دنوي جوړ شوي پاکستان په ختيز ه برخه کې رامنځ ته شو ۔بنگالي ژبو مسلمانانو  چې اوس دبنگله ديش په نوم هيواد دی دزياتو نفوسو په درلودلو سره يې  زياتې هيلې درلودلې چې لږ ترلږه په نوي جوړ شوې هيواد پاکستان کې چې  دجوړيدو ملاتړ  يې کاوه دبنگالي اولس  دبرابرۍ ضمانت وشي ۔خو غربي پاکستاني افسرانو ٬سياست پوهانو اوملکي مامورينو چې دپاکستان په حکومت اواداره باندې قابض وو دبنگاليانو له غوښتنو سترگې پټولې ۔ له ازادۍ نه وروسته ديوکال په موده کې بنگاليانو  په سرکونو ته راووتل او اعتراض يې  وکړ ۔هغو غوښتنه کوله چې ددوی ژبه بايد  ديوې ملې ژبې په توگه په رسميت وپيژندل شي ۔ له دې نه ډېر ژر وروسته په لويديځه برخه کې سندهيانو ٬پښتنو ٬ اوبلوچانو هم داغږ پورته کړ٬ چې دپورتنيو غوښتنو په خوا کې په ملکې خدماتو اوپوځ کې ټول  افسران   پنجابيان اوهغه اردو ژبې مهاجر ول   چې دشمالي هند نه کډوال راغلي وو ۔ )) ۱۹[2]۔

دپاکستان له جوړيدو وروسته يوه بله ستره پيښه دا وه چې په ۱۹۵۳کال کې په لاهور کې داحمديه فرقې په وړاندې بغاوت پيل شو ۔بغاوت کوونکو ادعا کوله چې احمدېه پيروان مسلمانان نه دي ۔ اوپه دې ترڅ کې يې سر ظفرالله خان چې لومړنی خارجه وزير او قاديانی وو  دخارجه وزارت له څوکۍ ليرې کړ ۔ قاديانان په دې هم متهم وو چې هغوۍ جهاد نه منلو ۔ اوخپل مشر غلام احمد يې پيغمبر باله ۔ دپنجاب مشر وزير ممتاز دولتانه غوښتل چې له دې مذهبي پيښي گټه واخلي اودصدارت څوکې ته ورسيږي ۔ خو پوځ را دمخه شو اودحالاتو دخرابۍ په نتيجه کې يې کنترول واخيست ۔ دې پيښې  دپاکستان دکورنيو درې عمده پيښو سره تړاو درلود ۔

لومړې حکومتی  چارواکو دمذهب کارت کارولو اوترې گټه يې اخيستله ۔مذهبي ډلو دسياسې هدفونو له پاره دمذهبي  ډلو پراختيا ته لاره پيدا کړه نفوذيې زيات شو لاسبري شول اوله کنترول څخه ووتل ۔ پوځ قدم په قدم له دې ډول پيښو نه گټه اخيستله يعنې هغه  گډوډې چې دديني –سياسي ډلو  دتبليغاتو په اثر رامنځ ته کيدله  پرته له دې چې عوامل يې ولټول شي اوورسره مبارزه وشي  دپوځ حاکميت ته يې  لاره اواره کړه  ۔

دمولا نا مودودې موخې په عمده توگه په درې ټکو کې خلاصه کيدلې:
ليک لوستي  اودفكروذهن خاوندانو كې يو ه جذبه را پورته كول چې انقلابي تفكر پيدا كړي اوداسلامي ارزښتونو په احيا كې رول ولوبوي ۔
دويم هغوۍ چې اسلامي باور لري اوخپل ژوند يې داسلام دعقيدې سره گډ كړی دی داسلامي قدرت دپياوړي كولو په لار كې مبارزه وكړي ۔
دريم : دژوند په ټولو ابعادو كې داسلامي اصولو قايمول اوداسلامي اصولو په رڼا كې ژوند كول اړين دي ۔
دپاكستان دزيږيدو په لومړيو كلونو كې برتانوي او هندي افسرانو په پوځ كې كار كاوه خو دپاكستاني منځنئ پوړی افسرانو دچلنج سره مخامخ اوليرې شول ۔ پوځ  اوبيروکراسي هغه فكتورونه  وو چې دجناح نه وروسته دپاكستان دواكمنو دسختې پاملرنې لاندې راغلی وو ۔

په دې ډول گورو چې  دپاکستان  په سياسي حاکميت کې په تدريج سره دسيکولريزم خوب له منځه ځي اوپوځ اواسلامي ايديولوژي يوبل ته اوږه ورکوي ۔

لياقت علي خان دپاكستان  دبهرنيو اړيكودتعريف له پاره  درې مهم ټكې  په دې ډول فرمولبندي كړل  :

دپاكستان يووالي اوتواميت ٬ اسلامي كلتور اوداقتصادي پرمختگ اړتيا ۔
دپاكستان دتواميت له پاره دپوځ پياوړتيا لومړنی هدف وو ۔ لياقت علي خان دغه درې موخو ته درسيدو له پاره دا غوره وبلله چې په هر شان چې وې بايد له امريكا سره اړيكې ولري اودهغه هيواد په مرسته دهيواد پوځ اقتصاد اواسلامي هويت برجسته كړي ۔ دخزاني وزير په ډاگه دا خبره كوي چې پاكستان دشوروي په وړاندې ديو سپر حيثيت لري اودشوروي مخه يوازې په دې ډول نيول كيدای شي چې دپاكستان پوځ اودولت پياوړی

شي (دکمونيزم په وړاندې اسلامي بارير جوړ شي )چې دې مسالي په خپل وخت کې دامريکا له پاره زيات اهميت درلود۔

په ۱۹۵۰كال كې لياقت علي خان واشنگتن ته ولاړ اوله ترومن سره يې ملاقات وكړ دكوريا په مساءله كې يې د امريكا له تگ لارې نه كلكه دفاع وكړه اودا يې هم وويل چې اسيا بايد دكمونيزم څخه په امن كې شي ۔ همدارنگه لياقت علي خان دا خبره په ډاگه كړه ((چې زموږ پوځ ستاسو پوځ كيدای شي كه تاسو غواړی ۔))
((Our army can be your army if you want)
په هر حال دواشنگتن توقع هم دا وه چې په داسې يوه ساحه كې ځای په ځای شي يا دپښې ايښودو ځای پيداكړي چې دشوروي په وړاندې په ممكنه حالاتو كې عمل وكړي ۔
دايوب خان په راتلو سره هم دپاكستان پوځې مشر دپاكستان له پاره دامريكې توجه راوړوله اودرې مهم ټكي يې وړاندې كړل:
نوموړي دپاكستان دپوځ دپياوړي كولو دټول قيمت اومصارفو اټكل وكړ۔ چې پاكستان په طبيعي توگه نه شول ادا كولی ۔ دويم داچی دپوځ لگښتونه دملكې عايداتو اوبودجې څخه نه شول تمويل كيدای ۔ واشنگتن ورته دمشكل دحل له پاره ممكنه لاره وړاندې كړه ۔ اودپوځ اواقتصادي ودې له پاره يې بيدريغه مرستې وركړې ۔ ددغه مرستو په تر لاسه كولو سره ايوب ديو قهرمان په توگه را څرگند شو ۔ چې دواړه شيان يې تر كوره كړل يعنې ټوپك اوكوچ دواړه ۔ دريمه موخه يې داوه چې ايوب په دې ښه پوه وه چې پاكستان دهند په وړاندې يو پياوري پوځ ته اړتيالري ۔ يواځينۍ لاره چې پاكستان ته پاتې وه هغه دپراکسي  Proxyيا نماينده پوځ په توگه دمطرح کولو لاره وه چې دامريكا له پاره يې لرله ۔ په دې شرط چې كه واشنگتن دهند په وړاندې دپاكستان دساتنې تضمين وكړي ۔

ايوب خان په خپله تگ لاره كې درې ټكې ډير برجسته كړل يو داچې هند دپاكستان تلپاتې  دوښمن دی ۔ اسلام دملي يوالي تامينوونكی دی ۔ اومتحده ايالات دپاكستان دپوځ اواقتصادي ودې مرستندوی  دی ۔ چې وسله اومرسته وركوي ۔ ايوب خان ديو ډول معتدل اوروښانه اسلامي افكارو زړی وكاره خو مودودي دا فتوا دجناح دخور په اړوند صادره كړه چې ښځه کيدای شي ديو اسلامي هيواد مشره شي خو دا به ډېره درضايت وړ نه وي ۔

په هر حال دپاكستان نورو وروستيو مشرانو هم په وار وار سره هڅه كړې ده چې دامريكا دمتحده ايالاتو دوستي خپله كړي اوپه سيمه كې پاكستان دامريكا ديو بدمعاش عسكر په توگه دنده ترسره كړي ۔ حقاني داسلامي افكارو اوايديولوژي اوبيا په بنگله ديش كې عام قتل پوره وضاحت كوي اوهمدارنگه دنوي زرو په شاوخوا كې دپاكستان دپوځ بنديانيدل اوتسليميدل چې په تاريخ كې دحقارت ډيره بده اونااوړه پيښه وه دپاكستان په برخه شوه ٬گوته نيسي ۔

ضياء الحق دهند ديو مولوې زوی وو چې ان په زلميتوب كې چې كله پوځ ته داخل شو په زوره يې په مسلمانو عسكرو عبادت كولو دروژې په مياشت كې يې دافسرانو دډوډۍ خوړلو خونه بندوله چې دا كار دانگريزي افسرانو ښه نه ايسيده ۔ خو كله چې دپاكستان واكمن شو ۔ داسلامي شريعت دتطبيق له پاره يې مټې را ونغښتې لومړۍ يې بوټو په خپله لاره رخصت كړ ۔ اوخدای ورته وركړه چې په افغانستان كې دثور پيښې رامنځ ته شوې ۔ درې تنه برهان الدين  رباني مسعود اوگلبدين حكمتيار لا دمخه دبوټو په وخت كې په پاكستان كې ديره وو۔

هغوۍ ته دای اس ای له خوا روزنه وركول كيده چې په افغانستان كې دداوود پر ضد گډوډي جوړه كړي ۔ داځکه چې داوود خان په پاکستان کې دپښتنو اوبلوڅو دداعيې يو مشهور شامپيون په توگه پيژندل شوی اودپښتنو دازادۍ مساله  تل پاکستان ته داشيل  پونده  وه۔ دافغانستان پر ضد دبغاوتيانو  پروژه نوره هم پياوړې شوه ۔دامريكې اولويديځ اودسعودي مرستو پايپلاين را وغځيد ۔ پاكستان دخپل پوځ دتقويي اوداتومي وسلې دترلاسه كولو پروژه هم پيل كړه ۔
حقاني دا خبره توضيح كوي چې :
پاكستان وروسته دامريكا په خواكې په اسلامي هيوادونو كې نور متحدين هم ولټول اوهغه دعربو شيخان اوسعودي عربستان وو چې هغو ته اسلامي هيواد په توگه ځان وښايي ۔

پاکستان چې دجوړيدو راهيسې دملې هويت له بحران  سره مخامخ وو ٬ اودبنگله ديش دجوړيدو نه وروسته تل په دې اړوند انديښنه کې وو هڅه يې کوله چې اسلامي هويت خپل کړي ۔ پاكستاني مشرانو داسلامي هويت په ترلاسه كولو ټينگار كولو اوويل يې چې خدای مه كړه كه تركان نامسلمان شي نو بيا هم دهغو هويت ترك دې اوكه عرب نامسلمان شي بيا هم دهغو هويت عرب دی خو كه پاكستان نامسلمان شي نو بل هويت نه شي پيدا كولي ۔

د حسين حقاني په اثر کې دا خبره جوته ده  چې پاکستان  دخپل ځان دساتلو له پاره دحل لاره لټوي  اوپه دې باور دى  چې  : پاکستان دجنگي افرادو له مخې نيکمرغه دی ۔ په سيمه کې ځينې خلک دنامنظمې جگړې ډيره اوږده تجربه لري ۔ اوس دغه خلک خپل هيواد(پاکستان ) لري ۔ دولت چې ددوی دايديولوژی په اساس جوړ شوی ۔دوی ددې له پاره چې په لوېه کچه خپل هدف وښايي د ځاني دفاع په برخه کې محدوديت لري ۔نو ولې دغه غير منظم جنگيالي چې دپاکستان د موجوده صنعت له مخې کيدای شي سمبال اومجهز شي ونه روزل شي  ۔ ؟البته دوی بايد په  سياسې لحاظ شعور ولري  ۔دوی بايد په دې خبره پوه وي چې په داسې جگړه کې ښکيلتيالري  چې محدوده ده خو ډيره  اوږوده  هم ده  ۔ددوی روزنه اوسمبالښت به په پراخه پيمانه په اصرار  اوټينگار سره وي ۔غير منظم جنگيالي به ډير ځيرکه وي ۔ له چاپيريال يا اراضي سره به پوره بلدتيا ولري دخپلو خلکو اوددوښمن له سيکالوژی سره به ښه بلد اواگاه وي  اودجگړې په سياسې بهير باندي  به پوره خبرتيا ولري ۔ د همدغه غير منظمو جنگيالو يوه عمده بيلگه له پخوانو جهاديانو او له اوسنيو طالبانو نور څوک کيداى شي ؟

غير منظم جگړه مار مرسته کولی شي چې دپاکستان له پاره په پيل کې دجگړې طبيعي اهميت  رالږ کړي ۔کيدای شي مرسته وکړي چې داوږدې مودې له پاره جگړې ته  پراختيا  ور کړي ۔ ددغه غيرمنظمو جگړه مارو ماهيت په دې کې دی چې ددوښمن دهر هدف نه انکار کوي اوبيا پرې په غير متوقع ځای کې  بريد کوي يعنې دخرپ اوترپ جگړه کوي ۔ دپوځې کارپوهانو له سترگو څخه دپوځي فرماليتې نشتوالی  دا ښۍ چې غيرمنظمې جگړې ته لږاهميت ورکړ شي ۔خو په واقعيت کې دا ددغه رسمي منطقي سيستم نشتوالی  دی چي دتوغنديو اوهستوي وسلو په دور کې  نور هم اهميت پيداکوي ۔ [3]  ۔  ۴۷مخ

حقاني دبنگله ديش جگړې ته په دقت سره اشاره کوي اودهغه وخت حالات څيړي :

د بنگله ديش له جوړيدو نه وروسته پاكستاني واكمنو هڅه وكړه چې دخپلې كهتری اوحقارت عقدي په افغانستان كې دجهادې مشرانو په وجود اومرسته هواري كړي ۔دوی له پخوا نه دافغانستان په اړوند يوه ستراتيژي درلوده خو په افغانستان كې دروس مداخلت اودپوځونو راتلل يوه ښه بهانه شوه ۔ پيسې دامريكې اوسعودي اوسازماندهي دای اس ای په غاړه شوه ۔ په دې باب په كتاب كې ښه ژور اودقيق مالومات راټول شوي دي ۔ حقاني دا خبره په بشپړه توگه تشريح كوي چې څرنگه دضياء الحق په دور اوبيا دمشرف په دوره كې پاكستان دنړيوال جهاد دمركز په توگه رامنځ ته شو اودپه اصطلاح دجهادي اورپكو صدور افغانستان ٬ كشمير ٬ سينكيانگ ٬ اذربايجان ٬ فلسطين ازبكستان ٬تاجكستان اونورو هيوادونو ته له دې ځايه پيل شو۔

لکه  چې دمخه وويل شول په لومړي سر کي دپاکستان يو مشر په بربنډه توگه دامريکا يو جمهور ريس ته وايي : «تاسو اړنه ياست  چې جنوب ختيزي اسيا او منځي ختيځ ته پوځ را واستوي . مو ږ د څه له پاره يو ؟ » داسلامي ايديولوژي دافراطيي تفکر دخپلولو لهپاره يې دخليج دملکونو سره اړيکي ټينگي کړي  او  اوله بلي خوا کله  چې مولانا مودودي  لههند نه پاکستان ته مهاجر شو . دپاکستان اداره ، جومات او په پاى کې يې پوځ په افراطي او بنسټ پالو ځواکونو سمبال کړ . دهند سره په شخړه اوجگړو کي يو غوره درس پاکستاني اداري او پوځ ته دا وو  چې بايد دخپل پوځ په څنگ کې يو غير رسمي پوځ باندي کار وکړي او دوروسته پاتي  عقب مانده نا ليک لوستي ځواک باندي پانگونه وکړي . ددې کار لهپاره  د وروسته پاتي پښتنو قبايلي سيمي او په هغو کي داسلامي ايديا لوژي نفوذ  موثريت پيدا کړ  دمودودي دفعاليتونو او دافراطيونو په روزلو کي دا پروژه اغيزمنه ثابته شوه .

دمجاهدينو دحاکميت په مهال  چې په هيواد کي يې دهمدي پاکستاني پروژي په پايله کې   متمرکز ،خپلواک  نظام له منځه تللي وو اوهيواد دقدرت په ټاپو گانو ويشل شوي وو دا کار قصدي تر سره شوي وو يوه ښکاره ثبوت يې .

̒ليکلي دي،وايي :  ̒ عبدالرحيم مسلم دوست ا و بدالرزمان بد ر̓ ̓ دگوانتانامو ماتي زولني̒ ̒

̒ ̒ «موږ ډېر کوښښ وکړ اوشيخ جميل الرحمان سره مو بيا بيا خبرې وکړې چې خپل پرکټې او وراره اصلاح کړي اودجماعت مسير دانحراف نه را واړوي خو هيڅ گټه يې ونه کړه . اخر خبره دې حد ته ورسېده چې د دغې ډلگی امير دپاکستان چارواکو ته ېوه عريضه ليکلي وه اوماته يې را وليږله چې په اردو يې ورته واړوم ، په عريضه کې يې د پاکستان له چارواکو نه غوښتنه کړي وه چې افغانستان دپاکستان سره يو ځائ اوپه پاکستان کې مدغم کړي ۔ دافغاني جهادي تنظيمونو په شمير افغانستان په اتو صوبو وويشي اوهر يو تنظيم ته يوه صوبه جوړه کړي . اوموږ ته يې را حواله کړي ۔ دا عريضه دتنظيم امر اوشورا امضا کړه او دايس ائ له لارې يې جنرال ضيا الحق ته وليږله . ۔۔۔۔»̒̒ ̒ دکتاب ۱۷ مخ دنورو مالوماتو له پاره هم دا کتاب وگوري[4] .

 .

وروسته  دهمد اسې موخو له پاره دطالبانو تنظيم جوړ شو . داحمد رشيد له قوله  دطلبانو تحريک اساس دکويټي په ٠،٥ نمبر دويژن يا لواء کي  کيښودل شو په ١٩٩٤ يا ١٩٩٥ کلونو کي په پيښور کي دشهادت ورځپاڼي وليکل  چې دنوي تحريک له پاره دطالبانو نوم په اسلام اباد کي دبريتانيا دسفير له خوا غوره شو . دوي دمجاهدينو اخلاف دي. په هماغه مهال دکوهاټ سيمه کې يو لړ تمرينات پيل شول   چې امريکايي پوځي سلاکارانو  ورته روزنه ورکوله  اواوازه وه  چي دهغو شاته امريکا وه  چې طالبانو ته يې روزنه ورکوله ۔

په هر حال له هيڅ چا پټه نه ده  اوپه هغه مهال دنصيرالله بابر طالبان خپل بچي بلل دا خبري په اخبارونو کي راغلي دي /کله  چې طالبانو خپل بريدونه پيل کړل  ځينو مجاهدينو ورته لاري خلاصې کړې . نړيوال ترهگر داسامه بن لادن په شمول لا دمخه دمجاهدينو په سيوري کې په افغانستان کې ځاى پر ځاى شوي وو . د٢٠٠١ کال دسپتامبر يولسمي پيښه عامل  چې هر څه وو طالبان يې مات کړل خو مات نه شول  دوې په تورې بوړې کي مرکز جوړ کړ  او له هغه ځايه مستقيم ډول پاکستان ته دا خل نه شول بلکې مشوره ورکړل شوه  چې وزيرستان ته ولاړ شي اوهلته انتظار وباسي . هلته ځاى په ځاى شول  اودپاکستان داستخباراتو له خوا بيا تنظيم شول ۔

ولي پاکستان په طالبانو حساب کوي ؟ سبب دادى  چې دا دهغه غير رسمي پوځ يوه برخه ده  چې پاکستان پرې خپل هدفونه عملي کوي .

دپاى خبري :

 گوره چې دپاکستان دموخو  او هدفونو دپوره کولو له پاره عمده ظرفيت  ملا اوطالب وگڼل شو . پاکستان دهمدغه نامنظم پوځ دجوړولو اوروزلو له پاره  په زرهاوو ديني مدرسې جوړې کړي دي .  چې هم يې کشمير ته صادر کړي او اوس خو افغانستان د دغه صادراتو يوه سيمه ده .  پاکستان  چې دبنگله ديش په جگړه کې  په بې ساري توگه سپک اوتحقير شو  اوس هغه عقده په افغانستان کي هواروي  اودا هدف لري لکه  څنگه  چې اختر عبدالرحمان هم ليکي .  چې افغانستان ديو شاتني سيمي په توگه وکاروي او خپل استراتيژيک ژور والي تر لاسه کړي .

پاکستان ددې موخو له پاره په لومړي قدم کې دمجاهد په نامه برى ته ورسيد . دافغانستان قانوني حکومت يې ړنگ کړ . خو دنړيوالو بدلونونو په ترڅ کي لږ شاته شو  اوس يې دخپل غير رسمي پوځ يعني طالب په وسيله هغه اهداف تر لاسه کوي .

دحيرانتيا خبره دې کي ده چې دافغانستان ځيني مشران طالب ته ورور وايي ،يا طالب ددې وطن بولي . د دې کسانو په سياسي درايت شک پيدا شي ، اوهغه داچې هغه څوک  چې دمور حرمت نه ساتي  هغه هيڅکله دمور زوى نه بلل کيږي .

پاى ۔

                                                                                                                                     Hussain Haqqani .Pakistan between Mosque and Military .Wshington .D.C P21[1]

[2]  P.19

[3] Haqqani p.47

[4] عبدالرحيم  مسلم دوست او استاد بدرالزمان بدر . دگوانتانامو ماتې زولني .پيښور  ١٣٨٥ مخ  ١٧

1 COMMENT

  1. کمونستانو او نورو دپاکستان سره دښمنی اعلان کړه. نتیچه دا سوه چه څلویښت کاله جنګ وسو او افغانستان ټکر ټکر سوی.
    دتیر شل کلنی مزدوری اداری خپل ځان په همدی خبرو ژوندی ساتلی وو. که باکستان دافغانانو دښمن وی نو بیا باید درس واخلو چه همهغه اداره یی رانسکوره کړه. بالاخره هغه چه ډیر دپاکستان دښمنان وو هغه بیرته داسلام آباد وکوڅه ډبی ته ولاړل او له پاکستان نه کمک غواړی. اوس داسی خبری زړی دی او کومه فایده نلری. داسی خبری بیا شل کلن جنګ ته مقدمه جوړول بللی سوای.
    هوښیار خلک دښمنی نه اعلانوی. هغوی کوشش کوی چی دښمنان وپیژنی او هغه له ځان سره نیزدی کړی ترڅو هغه ښه وڅاری. دهغوی ارزوګانی ورماتی او خپل ځان ځینی حمایه کړی.
    اوس چه یواری بیا دجوړولو وخت رارسیدلی نو داسی خبره به دچا په ګټه سی. هغه پروژی چه دپاکستان په ګټه او دافغانستان په تاوان وی هغو ته بهتره الټرنیف یا بدیل کړی. مګر ددښمن نوم یاد نکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب