جمعه, جنوري 28, 2022
Home+موږ او د امریکا خطرناکه تبلیغاتي جګړه‎‎

موږ او د امریکا خطرناکه تبلیغاتي جګړه‎‎

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

په اوسني معاصر وخت کې يوازې موږ يو چې د دود له مخې په خپل دريځ ولاړ پاتې کيدل وياړ ګڼو او هر وخت د دريځ بدلون راته د پيغور وړ خبره ښکاري. مګر په نړيوالو اړيکو کې د تګلارو په تړاو هر سمون او بدلون د ملي ګټو په چوکاټ کې صورت نيسي. د نړيوال سياست محور ملي ګټې دي. په ځانګړې ډول زبرځواک هيوادونه نه تلپاتې ملګرتیا پيژني، نه معيارونه، نه هم په خپل قاموس کې د وفا تورى لري.

ښه او په زړه پورې بيلګه يې د افغانستان د ترينګلي وضعیت په تړاو د امريکا او د ناتو په تګلارو کې وروستي ناببره بدلونونه دي. امريکا او ناتو له افغانستان سره د ستراتيژيک امنیتي تړون، لسګونو ځله ژمنو او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د خپلې خوښې ولسمشر له ټاکلو سره سره دغه هېواد په داسې بشري ناورین کې پريښوده چې انساني قوانین خو څه د ځنګل په قانون کې هم ورته د توجیه کولو دليل نشو موندلاى. په دغه هکله مې پخوا هم ليکنې کړې دي، خو طالبانو ورسره احساساتي چلن کاوه.

بشپړ باور لرم چې د امریکا لخوا د کابل په هوايي ډګر کې د افغانانو د توهین او تحقير روانه ډرامه د جګړې په ډګر کې د امریکا د مفتحضانه ماتې يو بل ډول انتقام، د طالبانو د مشرانو لپاره د خطر زنګ، د يوې بلې فاجعې پيلامه او د ټول افغان ولس لپاره د سختې اندېښنې وړ شومه پديده ده. د کابل په هوايي ډګر کې روان ناورين د يوې پيچلي تبلیغاتي جګړې داسې پيل ده چې مونږ يې د ګټلو وړتیا او توان نلرو او خطرناکه پايله درلوداى شي.

طالب چارواکي د تبلیغاتو د توپان د شنډولو لپاره يوازې د اعلاميو په صادرولو بسنه کوي او مونږ يې وينو چې د ملي غرور جنازه مو ايستل کېږي، له افغانستان څخه د افغانانو د تېښتې شرمناکه ننداره په نړيوالو رسنیو کې زمونږ د ملي غرور د ماتولو او د امریکا د بدنامي پټولو هڅه ده.

په هوايي ډګر کې پراته ټول خلک نه د امریکا ګوډاګيان دي، نه هم ورته د طالبانو لخوا د ژوند ګواښ شتون لري خو د غربي رسنیو تبلیغاتي جګړه، فقر او اقتصادي بدحالت يې مجبوروي چې هيواد پريږدي.

په دغه تړاو د لويديزو رسنیو تبلیغاتي جګړه يقيناً د طالب چارواکو په وړتیاو کې د سترو نيمګړتياو څرګندوى ده. که هغوى نور هيڅ نشو کولاى، اقلاً په هوايي ډګر د ايسار مخلوق لپاره خو د د څښاک د اوبو او هغوى ته د علم منطق استدلال پربنسټ د ډاډ ورکولو هڅه خو يې کړاى شواى.

په هيواد کې د ستونځو کچه ورځ تربلې لوړيږي. نرخونه پورته ځي. نظام فلج دى، بانګونه پوهنتونونه او دفاتر بند پراته دي. سوداګر هره ورځ زيانونه ګالي. نه سودا کولاى شي ،نه تعرفه تاويلولاى شي، نه د تأدياتو اقساط پرېکولاى شي، ځکه چې د بانکي حسابونو د بندوالي له امله د پيسو استول نه کيږي. دغه کار د هيواد په اقتصادي وده، مارکېټ او د توکو په قيمتونو باندي منفي اغيزې لري. پانګه وال د تېښتې تکل کوى. طالبان باید ومني چې په جګړه کې ګټلي بريا يې د سياست په لوبه په ډګر کې د بايللو په درشل کې قرار لري.

همدغه ناخوالې مو انځورولاى شوې چې په هره ليکنه کې مو له دواړو اړخونو غوښتنه کوله چې په واک کې د پاتې کېدو په تړاو د غني سرټمبه دريز او په جګړه کې د طالبانو لخوا د بريا لټون دغه هيواد د سختو ستونځو په ګرداب کې نښلولاى شي.

زه يقيناً د خپلو تيرو څو لسيزو د ناورينونو د عيني شاهد په توګه پوهيدم چې د توپک په زور ارګ ته ننوتل څومره بوږنوونکې فاجعه رامنځته کولاى شي. ځکه خو مې هره دروازه وټکوله. هر هغه چا سره چې سترګه ور اوښته کيناستم، لمن مې ورته وغوړوله چې د مصالحې لاره خپله کړي. د خبرو په ميز د څه واخله او څه ورکړه فارموله وکاروئ. له سياستوالو  سره مې د خپل ولس اندېښنې او هيواد ته متوجه ګواښونه شريک کړل.

د حکومت مشرانو ته مو په هره ناسته کې وويل چې سوله ستاسو لخوا د واک او امتيازاتو قرباني ته اړتیا لري. سوله په فرمايشاتو باندي نه راځي. د ارزښتونو تر نوم لاندې ستاسو د واک غوښتنې له حرص څخه ولس تنګ شوى او د ناهيلي خواته روان دى. يکه تازي او د واک د انحصار تګلاره ناکامه نسخه ده او ناورين زيږوي. ډېرې زارئ او عذرونه مو وکړل چې د جګړې دواړه اړخونه د انعطاف تحمل زغم او د يو بل د وژلو پرځاى د يو بل د منلو تګلاره خپله کړي.

له طالبانو څخه مو وغوښتل چې مبهم  الفاظ مه کاروئ د سولي په تړاو ذهنيت ته مو په څرګندو الفاظو کې ولس ته وړاندې کړئ. خلک او نړيوال غواړي پوه شي چې تاسو څه ډول حکومت غواړئ. ستاسو په نظام کې به هغه کوم بدلونونه راځي چې په اوسني نظام نشته او يا هم د اوسني نظام کومو تګلارو ته به بدلون ورکوئ، خو متاسفانه حکومت او طالبانو په واقعي سوله باور نه درلوده. سوله يي د مقابل لوري تسليمېدل ګڼل.

بدبختانه، چې نه ولسمشر غني له عزت او درناوي سره ارګ پريښود او نه هم طالبان له ملي او بين المللى مشروعیت څخه د برخمن کيدو له لارې په سوله ييزه توګه ارګ ته ننوتل. د تراژيديو د تکرار تسلسل ته يوه بله کړئ وراضافه شوه. طالبانو ټول افغانستان د توپک په شپيلۍ ونيوه خو د حکومت او نظام په جوړولو کې يې دومره ستونځې او مشکلات ورته مخته پراته دي چې هغوى يې تصور نشي کولاى او زه د اوس لپاره د ملي مصلحت په موخه نه غواړم د خپل ولس د اندېښنو ګراف لوړ کړم.

د طالبانو په مشرتابه کې د نظم نه شتون هم داسې ستونځه ده چې د هيواد راتلونکې او په خپله طالبانو ته ننګونې ايجادولاى شي.

په بادى النظر داسې ښکاري چې کابل ميشتي سياسيون طالبانو ته داسې مشوره نه ورکوي چې د هغوى  بريا يقيني او د پرمختګونو لاره ورته پرانيزي او يا هم طالبان د بى باوري په خطرناک رنځ اخته دي. په هيچا باور نه کوي او په خپله پريکړه نشي کولاى چې څه کول ورته په کار دي.

ځينې کابل ميشتي سياسيون شايد پوهيږي چې طالبان د طبيعت په خلاف د مشروعیت د لټون په لار کې هره دروازه ټکوي او همدغه يې د ضعف نقطه ګڼي. هغوى غواړي چې غواړي چې طالبان د اوس په شان د ستونځو په منجلاب کې نښتي وساتي او بيا ورڅخه د خلاصون په بدل ستر امتياز ترلاسه کړي.

هر حاکم په زور له ارګ څخه وزي او بل د توپک په زور ارګ ته ننوزي. که خبره را لنډه کړم نو ولسمشر غني د خپلو غلطو تګلارو او هوايي محاسبو له امله له ولس څخه واټن ونيوه، نو د بشپړې وارخطايي په عالم کې له کابل څخه ووت او طالبان پرته له دې چې له تاریخ څخه زده کړه وکړي د غني د ماتې لاملونه وڅېړي په غير سنجيده توګه هغه لاره تعقیب او ارګ ته ننوتل چې اسلاف يې په دغه ډول ننوتلو باندي ناکام شوي وو.

مونږ له جګړو څخه کرکه کوو. نه غواړو طالبانو ته ستونزه ايجاد کړو. له طالبانو څخه په اوسنيو حالاتو کې د توقعاتو ګراف ښکته ساتو، خو د کار او نوښتونو غوښتنه ورڅخه کوو. د مخالفینو په تبلیغاتو پسې سر نه ګرزوو. د خپلو نيمګړتياو او د نړيوالو څو مخيزه سياستونو د درک وړتيا لرو. تر هغو چې توان لرو ددغه هېواد د هوساینې او پرمختګ لپاره د طالبانو مرسته کوو، خو په زغرده وايو چې د بنسټیزو ملي ګټو په خلاف له هيچا سره يو قدم هم مخته نه ځو.

د ارام هوسا او پرمختللي افغانستان په هیله.

1 COMMENT

  1. سلام
    یا به یو کیږو کنه ورک کیږو!
    په یوه کور ،کلی،ښار او هېواد کې د فرد، افرادو او ولس ملی ارزښتونه ډېر اهمیت لری د غه ارزښتونه ځانګړی اصول ،وسایل او ابزار لری ددې ابزارو ترڅنګ،وخت ،بېړړنی حالت یو شمېر زموږ خلک بهر او ددننه او هېوادونه هم دتوطییو په لټه کې ذی.
    طبیعی ده چې دیوه ملت ټولې سیاسي ،اقتصادی او ټولنیزه برخې دسالم مدیریت ارادې او نظریاتو په محور او هراړخیزه میکانیزم سوله ایزه ژوند ته مناسب لارې برانیزی چې ټولنه ،یوه کتله، یو بشبړ نفوس بې له جنګ او جګړې ،کړکېچ او توطیو څخه ځان په کې ووینی دوامدار سوله، ټینګ امنیت، ملي یووالي، ټولنیز عدالت، د خلکو اتفاق او اجتماعي ورورولی او خواخوږی رامنځته شی چې ښه کار دی خو له بده مرغه دلته دبن ککړې معاهدې ،غلطې پرېکړې دګلم جمو بې کفایته داراو ودستې چیغې او نارو نغاره وهل کیږی او دهمدې ملګرو ملتو چې اصلا ملګری نه دی ددوه لسیزو توغندیو ویشتلو زمینه کې غلی او چپ وه. ولې او س دبېړنیو غونډو دپلمو په لته کې دی او پتاکې وهی. ایا د سوله ایزې فضا اوقناعت تر نوم لاندې «دلیوه راغی او شپانه کیسه نه ده؟
    هغه میراثی ، دایمی، او بې کفایته او بېسواده جنګ سالاران چې یې حسابه امریکا یی دالرې یی جیبو کې واچولې،شوروای ابزار،شوروای صلح او دنورو بې باکیو ډلواوټپلو دپردی فرهنګ هواخواها نو دا دو لسیزې امتحان ور نه وکړهغوی له غنی سره حه وکړل چې مارشالی یې ورکړط دکرزی به حیر یی ونازول لند مثال دا ماهر غله بیا موږته سبارښتنې لری:
    اختر پټ مېړه نه دی: دکرزی عمر زاخیلوال هم طلوع کې کې را څرګند شو چې له توطیو ګرانو بدتر او دیوه لستوڼی ماران دی او
    نومړی دکتورین په پسته لهجه لګیا دی ته شیشه کې ښه وګوره چې تا مظلوم ملت نه پيژنی !!! ،په هره څېره او بڼه کې چې راڅرګندکړې هماغه د یوه چینایی فیلسوف خبره ده چې وایی: یو انسان له ځانه هرڅه جوړولی شی خو یو کار نشی کولی هغه دا چې له خبل پوتکی دباندې خان نشی ښودلی. داسکنی له کوم سورکی را ووت؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب