جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهبایډن په افغانستان کې یوازینی پاتې برمته له بشیر نورزي سره تبادله...

بایډن په افغانستان کې یوازینی پاتې برمته له بشیر نورزي سره تبادله کوي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲) امریکايي او بریتانیايي رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې غور کوي چې د یوه امریکايي یرغمل د خوشي کېدو په بدل کې د مخدرو موادو لوی افغان قاچاقبر بشیر نورزی پرېږدي.

مارک فریچس تېر کال په افغانستان کې یرغمل شو. باور کېږي چې نوموړی به وروستنی امریکايي وي چې لا هم د طالبانو په ولکه کې دی.

د امریکايي او بریتانیايي رسنیو د راپور پر اساس، فریچس د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې د یوې ډلې له لوري، چې باور کېږي په حقاني شبکې پورې تړاو لري، برمته شو.

له بلې خوا بشیر نورزی له ۱۶ کبونو راهیسې د امریکا په متحدو ایالتونو کې بندي دی. نوموړی په ۲۰۰۵ م کال امریکا ته د ۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د هیروینو د قاچاق په جرم محکوم شو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې نورزی، چې په لومړیو کې د طالبانو ملاتړی و، یو وخت له امریکا سره هم همکاري کړې ده. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې نورزي یو ځلي ۱۵ لارۍ وسلې، چې ۴۰۰ الوتک ضد راکټونه هم پکې وو، او طالبانو په قبایلي سمیو کې پټ کړي وو، امریکایانو ته وسپارلې.

خو له دې سره سره طالبانو د نورزي د خلاصون غوښتنې کړي دي.

له نورزي سره د تبادلې وړاندیز د فریچس خور کارلینا کاکورا کړی. هغې ویلي چې د دې د ورور خلاصون تر دې زیات ارزښت لري چې نورزی د امریکا په محبس کې بندي وي.

ګومان کېږي چې د اګست په ۲۳ / دوشنبه د طالبانو له سیاسي مرستیال ملابرادر سره د سي آی اې د مشر ویلیم برنز په کتنه کې به د نورزي او فریچس د تبادلې په اړه خبرې شوې وي.

1 COMMENT

  1. له نورزي سره لوی خيانت وسول نورزی يې په دې نوم بيولی وه سي ده ته کرزي چوکۍ ورکوي او ده ته يې چل جوړ کړی وه. د ژباړونکي له خولې کله يې سي امريکا ته ورسول په ده يې دا تور ولګاوه سي دی د هيروينو تجار ده. دا يوه لويه دسيسه وه سي د نورزي په هکله جوړه سوې وه. د هيروينو تجاران پخپله د امريکا دولت ده. دوۍ له يورانيمو او سرو او سپينو چور پرته د افغانستان په هيروينو کې خپل د شلو کالو مصرف پوره کړ هغه نورې طبعي شتمنۍ خو پريږده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب