جمعه, جنوري 28, 2022
Home+په څېړنه کې علت او معلول/ سیداصغر هاشمي

په څېړنه کې علت او معلول/ سیداصغر هاشمي

لنډيز:

د نړۍ ډیرې څېړنې هغه معلولات دي چې د علتونو په واسطه پیدا شوې دي، په دې مقاله کې د علت او معلول پر اړیکو بحث شوی دی او دا واضح شوی چې دا دوه خبرې یو د بل سره کوم ډول ارتباط لري.

د ادبیاتو(څېړنو او پنځونو) په منځ ته راتګ کې علت او معلول کوم ځانګړی ارزښت لري، په ادب تاریخ، ژبپوهنې او ادب تیوري کې علت او معلول یو د بل سره ځانګړې اړیکې لري او په مقاله کې پرې بحث شوی دی. همدارنګه په لیکنه کې د پښتو ادبیاتو ادبي دورو په ځینو هغو مسایلو بحث شوی، چې د مختلفو علتونو پر اساس بېلا بېلو ځانګړنودرلودونکي شوې دي. په ادب تیوري کې که د علت او معلول تر منځ پر اړیکو سم بحث ونه شي نه شو کولای چې خپله څېړنه په سم ډول پای ته ورسوو نو په دې لیکنه کې په همدې مسایلو خبرې شوې دي.

سریزه:

بې ارزښته لیکنه داسې حیثت لري لکه بې روحه انسان، دا لیکنه په ساینسې او ټولنیزو علومو کې لیکوالو سره د څېړنو د لارو چارو په اړه کومک کولای شي.

هره پدیده چې پيدا کېږي هغه معلولات وي چې د علتونو په واسطه پيدا او بېلا بېلې خواوې خپلوي. په دې لیکنه کې دا ښودل شوي دي، چې څنګه معلومات تشخیص او د کومو لاملولو پواسطه پیدا او کله یو شان او کله بل شان وي.

 پښتو ژبه کې د تیوري برخه کله کله ځینې ستونزې لري چې لوی دلیل یې د علت او معلول نه سم پوهاوی نه درلودل دي.

د دې څېړنې اهمیت او مبرمیت:

تیوري د یو اساسي علم په ډول په ادبیاتو کې تدریسږي، د تیوري علم د ادب تاریخ، کره کتنې او نورو پوهنو سره اړیکه لري، په دې علم کې د موضوعاتو د ثابتولو لپاره په علت او معلول پوهېدل اړینه مسله ده، چې په دې څېړنه کې ښودل شوې ده.

په ساینسي او ټولنیزو پوهنو کې د یوې فرضيي د ثابتولو لپاره هم په علت او معلول پوهېدل اړین  دي، چې په یاده موضوع کې په همدې مسلې بحث شوی دی او د دې لیکنې اهمیت څرکندوي.

په ټولنیز ډول پښتو ژبې کې د څېړنې په اړه کار کم شوی دی او په ځانګړي ډول په څېړنه کې د علت او معلول اړیکه موضوع زما د خپلې مطالعې له مخې نوې موضوع ده، چې دا یې مبرمیت ثابتوي.

د څېړنې موخې:

په څېړنیزو جوړښتونو( مقاله، رساله، کتاب، مونوګراف، تیزس او ډيزرټيشن) لیکلو کې د نوې فرضيي ثابتولو لپاره په علت او معلول پوهېدل اړین دي، چې په موضوع کې ښودل شوې ده.

د ادب تاریخ لیکلو، ادبي کره کتنې او همدارنګه ژبپوهنې په برخه کې د ټولو معلولاتو د ثابتولو لپاره په بېلا بېلو لاملونو پوهېدل اړین دي چې د دې مقالې له مهمو موخو څخه دی.

د څېړنې پوښتنې:

ـ علت او معلول څه ته وايي؟

ـ د علت او معلول اړیکې څه ارزښت لري؟

ـ په څېړنه کې علت او معلول څه ته وايي؟

ـ په ادبتاریخ کې علت او معلول څه اهمیت لري؟

ـ پښتو ادبي دورو کې د شعر پیدايښت او د علت او معلول پر اساس د هرې دورې د شعر ځانګړنې.

د څېړنې روش:

په لیکنه کې له کتابونو ګټه اخیستل شوې ده(کتابتوني څېړنیز ډول) او تشریحي او تحلیلي مېتوده استفاده شوې ده.

متن

هره پدیده د بلې پدیدې نه پیدا کېږي، لکه څرنګه چې د نړۍ ټول انسانان له نورو انسانانو پیدا کېږي، دغه شان ډېرې معلولې پدیدې د ځېنو علتونو زیږنده وي.

په ادبیاتو کې تخلیقات د انسان په واسطه خلق کېږي او د تخلیق شویو لیکنو پلټنه د څېړنې دنده ده.ډېرې څېړنيزې موضوعګانې د ښې پلټنې لپاره د علت او معلول پر اړیکو پوهېدل بنسټيز اصل دی.

علت او معلول یو د بل سره اړیکه لري او د معلول د څېړلو لپاره پر علتونو پوهیدل مهم دي، ځکه چې د بېلا بېلو علتونو پر اساس معلولي پدیدې پيدا کېږي او کله کله په علومو کې د پرمختګ لامل ګرځي او کله هم د وروسته پاتې کېدو سبب کېږي.(۱)

په ادبیاتو کې ځېنې مثبت علتونه د انسانانانو په داخلي تاثراتو تاثیرکوي او تخلیقګرکولای شي چې ښه شعر او یا هنري نثر ولیکي خو کله کله منفي تاثرات او علتونه د دې لامل کېږي چې بد او خراب شعرونه ټولنې ته وړاندې شي او د شاعرۍ د ګټې نه یې تاوان زیات وي چې مثالونه یې په ټولنې کې زیات دي. دلته شعر هغه معلول دی چې د مثبتو علتونو پر اساس ګټه رسوي او د منفي علتونو پر اساس تاوان وي.

علت څه ته وایي؟

په ورځني ژوند کې د علت او لامل د کلمې یادونه زیاته کېږي. پښتو پښتو تشریحي قاموس کې راغلي دي:(سبب، عامل، موجب، جهت، وجه، دلیل او یا هغه څه چې د معلول د وجود، فعلیت، اوښتون او خوځېدو سبب کېږي، هغه قوه(مادي وي او که غیر مادي) چې پر شي وارد شي.) (۲)

علتونه د هغو پدیدو مجموعه ده، چې په مادي او معنوي لحاظ په ټولنې کې واقع کېدای شي او د معلول د منځ ته راتګ او یا په معلول کې د مثبت او منفي تغیراتو لامل ګرځیدای شي.د مثال په ډول ټولنېزې خوشالۍ او خفګانونه، سیاسي ښه او خراب حالات، فرهنګي وضع او داسې نور هغه مسایل دي چې په مستقیم اوغیر مستقیم ډول د انسان په روان او دننني تاثراتو تاثیر کوي او په عام ډول ټولو لیکنو او په خاص ډول په تخلیقاتي لیکنو کې تاثیرات لیدلای شو او همدغه علتونه دي چې معلول زېږوي او د وخت او زمان سره پکې تغیرات لیدلای شو.علمي پرمختګ، پوهه، لوړ سیاسي شعور، فکري ځواکمنتیا او داسې نور هغه مسایل دي چې علت واقع کېږي او بیا هم د معلولو پدیدو مثبتو تغیراتو لامل کېدای شي چې دا په خپله معنوي علتونه دي. یعنې مادي او معنوي علتونه په معلول تاثیرات درلودای شي.

معلول څه ته وايي؟

معلول هغه پدیده ده چې د علت په واسطه ثابت شوې وي. علتونه دي چې معلولات منځ ته راوړي.

پښتو شعر هغه معلول دی چې د امیرکروړ له وخته(۱۳۹)لمریز کال نه تر نن پورې ډېر معنوي او بڼه ییز تغیرات پکې راغلې دي، دغه تغیرات د بېلا بېلو مادي او معنوي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي، ټولنېز، انساني، جنګي، سمتي، ژبني، قومي او داسې نورو علتونو په راتګ سره په شعر کې لیدل شوې دي.

د علت او معلول په هکله(فلسفه علمی) اثر کې د کار خبرې راغلي دي چې د موضوع د شرطونه سره سم د موضوع په تړاو د کار خبرې په لنډ ډول راوړم.

هره واقعه د بلې واقعې د پایلې او نتیجې له امله پيدا کېږي.هرمعلول د یو یا زیاتو علتونو زیږنده وي، کله چې د یوې پدیده پراساس بله پدیده لاس ته راشي، یوه پدیده علت او بله معلول ده. هغه پدیده او یا پدیدې چې د نورو پدیدو مخکې موجودې وي او د وروستیو پدیدو د رامنځ ته کېدو لامل وګرځي د علت په نوم یادېږي او هغه پدیدې چې د علت په واسطه منځ ته راځي د معلول په نوم یادېږي. علت د معلول نه مخکې موجود وي او د معلول په منځته راتلوکې علت اساسي نقش لري. د یاودنې وړ ده چې د هرې پدیدې وروسته بله پدیده چې منځته راځي ټولو ته د علت او معلول نوم ورکولای نه شو. د کال د هر فصل نه وروسته بل فصل پیل کېږي خو دا معنا نه لري چې یو د بل علت او معلول دي، څلور واړه فصلونه د ځمکې د انتقالي حرکت په علت منځ ته راځي.

د ماتریالیزم ډیالکتیک د علت او معلول په اړیکو تاکید کوي او یود بل لپاره لازم او ملزوم ګڼي. هېڅ معلول د علت پرته منځ ته راتلای نه شي، علت او معلول یو د بل سره دروني قانونمندۍ اړیکې لري.

یوه معلوله پدیده کېدای شي چې د څو علتونو پر اساس منځ ته راغلې وي او یا هم مثبتې او منفي خواوو پرې تاثیر کړی وي.

پښتو شعر د تاریخ په اوږدو کې هغه معلوله پدیده ده چې د مختلفو ټولنېزو، سیاسي، اقتصادي، رواني، کلتوري او داسې نورو لاملونو پر اساس پيدا شوې ده او یا د مثبتو او منفي تغیراتو لامل ګرځي.

د علت او معلول اړیکې ډېر ارزښت لري، د معلول په هکله د حقایقو د اثبات لپاره په علتونو پوهیدل مهم اصل دی، کله چې علتونه کشف شوې نه وي نو په داسې مواردو کې پټ او مبهم وي، کله چې کشف شي، هغه علتونه چې د افسانو په ډول موجود وي، د علم ځای نیسي.(۳)

د نړۍ د ټولو علومو د پرمختګ لپاره د معلولو موضوعاتو حقایقو اثبات لپاره پر علتونو پوهېدل اړین دي.

په څېړنه کې علت او معلول

په ټولو څېړنيزو علومو کې علت او معلول سره رابطه لري. که چېره هره مساله تر بحث لاندې نیول کېږي نو باید پر علتونو یې پوه شو.

په ساینسي او اجتماعي علومو کې ډېرې وخت معلولو مسایلو او موضوعاتو پلټنې لپاره پر علتونو پوهیدل اساسي مساله ده.

په طبي علومو کې د کلسترولو او د وینې غوړوالي په زیاتوالي که بحث کوو نو مجبور یو چې په علتونو یې ځان پوه کړو او مریض باید ډېره خواږه شیان، غوړ، پروټیني غذاوې او داسې نور شیان ونه خوري، یعنې د همدغو شیانو خوړلو په علت معلوله مریضي پيدا او پرمختګ کوي.

که چېرې د طب په برخه کې د کلسترولو په زیاتوالي تحقیق کوو نو مجبور یو چې له علتونو یې ځان خبر کړو او د علتونو پېژندل دي چې د معلول په پلټنه کې د محقق سره کومک کوي.

په یوې ټولنې کې فساد هغه معلوله پدیده ده چې علتونه یې بې کاري، بې عدالتي، بې علمي، سیاسي ناخوالې، انسان معنوي نا برابروالی، حق حقدار ته نه ورکول، ظلم او داسې نورې علتونه دي چې معلوله پدیده پرمختګ کوي.

په پښتو ادبیاتو کې د وخت او زمان په تېرېدلو د سلیمان ماکو د ۶۱۲ لمریز کال د ساده نثرنه تر نن هنري نثرونو پورې چې څومره تغیرات راغلي دي، علتونه یې زیات دي چې د مثال په ډول کلتوري، سیاسي، اقتصادي، ټولنېز، پوهنېز، انساني، علمي او داسې نور وه چې نثر له پیله تر ننه پورې زیات تغیرات کړي دي نو که محقق په نثر څېړنه کوي، دی مجبور دی چې له لاملونو ځان خبر کړي او د معلول د څېړنې لپاره پر علتونو پوه شي.

په ادب کې علت او معلول

په ادبي تحقیقاتي او تخلیقاتي لیکنو کې معلول اوعلت سره اړیکه لري. په تخلیقاتو کې شعر او ډولونه یې، نثر او ډولونه یې او همدارنګه پر ځېنو نورو ژانرونو باندې د څېړنې په صورت کې محقق د وخت او زمان له تغیراتو باخبره وي او د ټولو ادبي معلولو پدیدو د څېړلو لپاره پر علتونو پوهېدل اړین دي.

په ادب تاریخ کې علت او معلول

په اجتماعي علومو کې ادبیات او په ادبیاتو کې ادب تاریخ هغه علم دی چې د تاریخ په پوړیو کې د ادبیاتو پر تغیراتو او تحولاتو بحث کوي.

په ادب تاریخ کې لیکوال، شاعران اود پوهانو په کړنو او پېژندلو بحث کېږي. د لیکوال په فکر او نظر کې چې څومره تغیرات راغلي دي دلیل یې ډول ډول علتونه وي چې اثبات ته رسولو لپاره علت او معلول پر اړیکو پوهیدل اړین دي.

انسان ټولنېز موجود دی او د ټولنې نه متاثره وي نو ځکه د ټولنې ټول تغیرات او تحولات او علتونه دي چې د انسان په پېژندلو کې خپل تاثیرات لري.

په اکثروادب تاریخونو کې د تحقیق د کتابتونې او شفاهي ډول او تاریخي مېتود څخه ګټه اخیستل کېږي نو د ادب تاریخ محقق باید د ټولو علتونو په نظر کې نیولو سره معلول مسایل تر بحث لاندې ونیسي.

په ادب تاریخونو کې د علت او معلول اړیکې ډېرې مهمې دي او هغه محقق به کامیاب وي چې په ټولو علمي مسایلو کې له دغو دوو پدیدو په تړاوبحث وکړي.

په ژبپوهنه کې علت او معلول

د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی نثر د سلیمان ماکو تذکرت الاولیا(۶۱۲)کال دی.دا هغه لیکنه ده چې د مختلفو لاملونو پر بنسټ د لیکنې بېل کړنلاره لري. د جملو جوړښت یې د پښتو ژبې ملي جوړښت ته ورته دی. د عربي ژبې تاثیرات په نثر کې لیدل کېږي. د پښتو ژبې سوچه لغات پکې زیات دي او داسې نور…

په هغه وخت کې ډېرو کسانو جوماتونو کې په عربي ژبه زده کړه کوله نو له همدې امله د عربي ژبې تاثیرات پکې شته. د لیک او لوست لپاره زمینه کمه وه نو په ارادي یا غیر ارادي ډول د سلیمان ماکو تذکرت الاولیا کې سوچه پښتو کلمې او ترکیبونه لیدل کېږي. دا او د دې په شان ځېنې نور لاملونه وه چې لومړني نثر کې لیدل کېږي.

د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی شعر په( ۱۳۹) لمریزکال د امیر کروړ دی. د امیرکروړ شعر هغه معلول دی چې د لاندې لاملونو پر بنسټ ځانګړې ځانګړنې لري.

د کروړ کورنۍ، په جنګ کې برخه درلوده او د خپل وخت مشران وه نو له همدې امله شعر یې حماسي رزمي رنګ لري.

دا شعر د پښتو ژبې سوچه لغات او ترکیبونه لري، لامل یې دا دی چې پر هغه وخت کې په پښتو ژبې د نورو ژبو تاثیرات کم وه.

د کروړ شعر د معنوي او بڼه ییز جوړښت له مخې د ریګویدا او اوستا ګاڅونو او سندرو سره ورته والی لري، لامل یې دا دی چې کروړ به د ریګویدا او اوستا مطالعه درلوده او یا د زماني واټن له مخې هغه وخت ته نږدې وختونونو کې ژوندی وه نو امکان لري چې په شفاهي ډول ځېنې مسایل یې اوریدلي وي.(۴)

د سلمان ماکو نثر او د امیر کروړ شعر پښتو ادبیاتو کې لومړني لاس ته راغلي نثر او شعر دی، ځېنې علتونه وو چې په دغه دوو لومړنیو ویناوو یې خپل تاثیرات درلودل نو په ژبنیو مسایلو کې او یا د ژبپوهنې د علم په برخه کې محقق باید د علت او معلول پر اړیکو پوه وي.

که محقق د پښتو ژبې پر تاریخ څېړنې ته تصمیم ولري نو دی مجبور دی چې له اوستا او سانسګریت نه د پښتو اړیکې پيل او تر نن ورځې پورې پرې بحث وکړي نو په داسې مواردو کې محقق مجبوره دی چې د وخت له ټولو علتونو خبر وي.

په ادب تیوري کې علت او معلول

ډېرې ادبي تیوري اثار د ادبیاتو د هر ژانر په اړه نظریات لري خو په تیوريکي ډول بحث ستونزمن کار دی او په هر ژانر چې بحث پيلېږي باید د هغه پيدایښت، د پرمختګ سیر او پایښت د علت او معلول په نظر کې نیولو سره تر پلټنې لاندې ونیول شي.

په ځانګړي ډول تیوري د علت او معلول اړیکې د حقایقو د اثبات لپاره مشخصوي او هغه علتونه چې په ټولنې کې موجود دي، د معلول د ښه روښانه کولو لپاره ترې کار اخېستل کېږي.

په ادبیاتوکې پرمختګ، نوې لاس ته راوړنې او کشفیات هغه وخت صورت نیسي چې د اجتماعي علومو پر ټولو علتونو خبر اوسواو په ساینسي او اجتماعي علومو کې د حقایقو د څرګندولو لپاره ښه لار هواری کولای شو.

هغه محقق چې دادب تیوري لیکلو اراده ولري او یا په ادبیاتو کې د نویو علومو د حقایقو د ثابتولو تصمیم ولري نو دی مجبور دی چې د علت او معلول له اړیکو خبر وي. د غزل په تیورۍ په رڼا کې لنډ بحث کوو.

د لومړۍ دورې غزلې:د پښتو ادبیاتو لومړۍ دوره د (۱۳۹) کال نه پيل تر ۱۰۰۰ کاله پورې دوام کوي. د دې دورې لومړنی غزل ویونکی په(۲۲۳ ) کال ابو محمد هاشم زید سرواني دی.

ابو محمدهاشم په عراق کې د ابن خلاد چې په ابوالعینا مشهورو، شاګرد و، دا یو ظریف او ادیب سړی و، په یو شعر یې درهم ستایلي دي او ابو محمد هاشم هغه شعرپه پښتو اړولی دی.(۵)

په لرغونې دورې کې دا لومړنی ژباړل شوی شعر دی، چې د عربي ژبې نه پښتوژبې ته ژباړل شوی دی، د عربي او فارسي ژبې لغات(درهم، خاوند اوزر)  پکې له ورایه معلومېږي، د شرقي شاعرۍ(عروضي شعرونو) لومړنۍ نمونه ده، دا چې په نظم کې د عربي ژبې لغات لیدل کېږي اوشکلي جوړښت یې هم د عربي ژبې دی، حقیقت دا دی چې د عریي ژبې نه ژباړل شوی دی.

په دې دوره کې بل غزل ویونکی شاعر اکبر زمینداوری دی، د اکبر غزلې عشقي منځپانګه لري. غزلې د تحمیدیه قصیدو لومړنۍ(تشبیب، نسیب او تغزل) برخه ده، د قصیدو د پیل په دغه برخه کې ډېری وخت عشقي مسایل راتلل، د وخت  په تېرېدلو دغه برخه د تحمیدیه قصیدو بېله شوه او د غزل په نوم یاد شو، په لومړیو وختونو کې ډېرو غزلو عشقي منځپانګه درلوده نو له همدې امله د اکبر غزلې هم عشقي محتوا لري.(۶)

د لومړۍ دورې غزلې د ځېنو علتي شرایطو پر اساس منفردې ځانګړنې لري او محقق باید علتونه پيدا او معلولي پدیدې تر څېړنې لاندې ونیسي.

د دویمې دورې غزلې:د دویمې دورې لومړنی شاعر بایزید روښان دی.د روښان ادبي مکتب تصوفي او سیاسي و نو له همدې امله د روښان او د لارويانو په غزلو کې د تصوف د ځانګړي مکتب مسایل زیات دي.

روښان د تصوف استاد او ډېر لارويان یې درلود نوځکه یې اکثر غزلې د معنا له مخې د صوفیزم په لارې او طریقې برابرې دي. دوی د مغلو سره توده او سړه جګړه پر مخ وړله چې د دوی د سړې جګړې ښه وسیله په شعر کې تصوفي او سیاسي مسایل وه.

د تیوري له نظره ځېنې علتونه موجود وه چې د دویمې دورې د روښانیانو غزلې د لرغونې دورې له غزلوسره د معنا له مخې توپير درلود، د دغو معلولو پدیدو د څرګندولو لپاره د علتونو پېژندل مهم دي.

له روښان وروسته د خوشحال د ادبي مکتب غزلو هر ډول محتوا درلوده، د غزل ډولونه رامنځ ته شول، د خوشحال غزلې د لومړۍ دورې غزلو او همدارنګه د روښان د دورې غزلو سره توپير درلود چې علتونه یې زیات دي.

د رحمان بابا ادبي مکتب او د عبدالحمید مومند د ادبي مکتب غزلو د معنا له مخې بیا بېله لاره درلوده، د رحمان بابا غزلې د مجازي او حقیقي مینې په اړه عرفاني غزلې وي او حمید مومند او کاظم خان شیدا د هندې ادبي مکتب د غزلو اساس کېښود او لاملونه یې په ځېنو کتابونو کې شته چې د موضوع اوږدوالي له امله ترې تېریږم خو دا یادونه اړینه بولم چې د تاریخ په اوږدوکې غزلو د معنوی او شکلي جوړښت له مخې ځېنې توپيرونه درلودل چې دلیل یې د وخت ځېنې لاملونه دي.

د درېیمې دورې غزلې: د درېیمې دورې غزلې د لومړۍ او دویمې دورې سره توپیر لري.په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه، سیاسي کشمکشونه، ټولنېز پرمختګونه، سیستماتیک پوهنیز نظام او ځایونه، په پښتو د نړیوالو او ځېنو ګاونډیو ژبو تاثیرات او داسې لاملونه وه چې په غزلو کې د محتوا له مخې ځېنې توپيرونه لیدل کېږي.

د درېیمې دورې په پيل کې د مکتبونو جوړیدل، اخبارونو او جریدو خپرونې، پلونه او روغتونونه، علمي پرمختګونه، د نورو ملکونو نه په کار پوه خلک راتلل او داسې لاملونه وه چې د اوښتون پړاو غزلو باندې تاثیرات درلود.(۷)

له دې پړاوه وروسته د ويښتیا پړاو لیکوالو او شاعرانو داسې تصمیم درلود چې په تخلیقاتو کې هنریت او شعریت پرځای پېغام راوړل شي. د ویښو زلمیانو ډېرې مرحلې د شاعرانو او لیکوالو په لیکنوکې شته چې ښه نمونه یې د ګل پاچا الفت تخلیقات دي او همدارنګه ځېنې نور لاملونو وه چې د دې دورې په غزلو کې لیدل کېږي.

په ټولو تخلیقاتي لیکنو کې د معلولاتو د پيدایښت، د پرمختګ سیر او پایښت هغه وخت ښه بحث کېدای شي چې د وخت د ټولو علتونو معلومات ولرو او د حقایقو د اثبات لپاره له دې مهمه علمي لاره نشته، د ټولو علومو او په خاص ډول د اجتماعي علومو څېړنيزو موضوعګانو لپاره د علت او معلول اړیکو پوهېدل بنسټ دی.

پایله

هره معلوله پدیده د علتونو په لامل پیدا کېږي نو د معلولاتو پلټنې لپاره په علتونو پوهیدل اړین دي. دغه دوه پدیدې په عام ډول ټولو علومو کې او په خاص ډول اجتماعي علومو سره نږدې اړیکې لري، انسان ټولنېز موجود دی، معلولې پدیدې په ټولنه کې پیدا کېږي او علتونه هم د ټولنې زیږنده وي نو انسان، ټولنه او محیط او ښه او خراب حالات د مثلث هغه درې خواوې دي چې د علت او معلول په رامنځ ته کولو کې بنسټيز نقش لري.

په ټولیز ډول ټولو علومو لپاره او په ځانګړي ډول ټولنیزو علومو لپاره په علت او معلول پوهیدل اساسي مسله ده او د یوې فرضيي د ثابتولو لپاره په دې دوو خبرو پوهیدل اړین دي.

ماخذونه

۱.پوهاند عصمت الله عثمانی:روش تحقیق در علوم احتماعی(چاپ دوم) ، انتشارات یوسف زاده، کابل، ۱۳۹۴ ل کال، ۶۲ مخ.

۲. بېلا بېل:اريانا دايرة المعارف (درېيم ټوک) ،د افغانستان علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۸۹ ل کال، ۲۱۹۹ مخ.

۳. فلسفه علمی:محمد اسلم افضلی، کابل، ۱۳۶۵ کال، ۶۵ مخ.

۴.پوهیالی سیداصغر هاشمي:د پښتو ژبې ادبي سرلاري، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۶۶ مخ.

۵.پوهیالی سیداصغر هاشمي: پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره) ، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۸۹ مخ.

۶.پوهنیار سیداصغر هاشمي، بولـله له پیله تر خوشحاله، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۷۷ مخ.

۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي، د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه، دانش خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۱۴۴ مخ.

1 COMMENT

  1. سلام
    دعلت او معلول په څېړنیزه منطقی اوعلمی برخه کې زه هم دغه مطلب ته اشاره کوم چې ستا له څېړنې سره نږدې تړاو لری او هغه داچې دعلت او سبب الجبریک ترم دی چې معلول رامنځ ته کوی.په سورة الکهف ارشاد شوی مطلب :۸۳،۸۴ او۸۵ کې داسې فرمایی:
    انا مکنا له( فی الارض )وءاتینه (من کل شی ء) سببا
    فاتبع( سببا)
    حتی اذا(بلغ ) مغرب (الشمس) …….
    به لنده کې ستابحث تیوریتکالی علت او معلول دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب