جمعه, اکتوبر 22, 2021
Home+لرغونی افغانستان، له مغل واکۍ د مخه

لرغونی افغانستان، له مغل واکۍ د مخه

۲۳ مه برخه
 استاد شهسوار سنګروال
يو شمېر بهرني څېړونکي او تاريخپوهان انګېرې چې له اريايانو نه د مخه په افغانستان کې بومي او لرغوني انسانان استوګن وه.
له ځنو نښو نښانو څخه څرګندېږي، د هغه مهال وګړي چې د لرغونې، مينځنۍ او معاصرې ډبرې په پېرونو کې اوسېدل، د اټکل له مخې ويل کېږي، چې ښايي له اريايانو په لسګونو زره کاله د مخه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ودان ول.
موږ د هغو لرغونو توکو له مخې يو ټاکلی زمان په ګوته کولی شو، چې کوم توکي د سمنګانو له زرسمڅو (هزارسم)، [چخماخ درې، د بدخشان له «کور درې» د غزني له «ناور» څخه اويا نور يادولی شو، چې په دې وروستيو کې د هلمند او کندهار نه ترلاسه شوي دي.
لرغونپوهانو دا سپينه کړې ده چې له مخزېږدي نه څلوېښت زره کاله د مخه په دغو سيمو کې انسانان اباد ول چې د توږل شوې ډبرې لومړی پېر يې بللی دی.
د ډبرې په ورپسې پېرونو کې چې د ژوند کومې نښې نښانې تر سترګو شوې دي او انسانانو هم کوم توکي جوړ کړي دي، د هغه مهال بېلګې د بلخ په «آق کپروک» د کندهار په «مونډي ګک»، د «ديمراسي» په غونډۍ، د سيستان په «نادلي»، د خلم «قره کمر» او نورو سيمو کې موندل شوي دي. که چېرې د هېواد په نورو سيمو کې هم د راتلونکو څېړنو په ترڅ کې داسې توکي موندل کېږي ښايي دا په ګوته کړي چې د اريايانو له راتګ نه د مخه په افغانستان کې ژوند وه.
لا اوس هم ډېر تياره ګوټونه تت دي، نو ګرانه به وي چې د دغه مهال په بېلابېلو پيرونو په ځغرده توګه څه ووايو. نو ښه به وي چې په لنډ ډول د اريايانو په پېرونو وغږېږو او د تېرو په اړه د لا سپړنې او څېړنې ډګر «ساينټفيکي» پوهې ته پرېږدو:
۱- په افغانستان کې د لرغونو اريايانو شتون داسې يو ټاکلی زمان په ګوته کوي چې لا ليک مينځته نه وه راغلی، خو ويدي فرهنګ خپله اغېزه درلوده. په ويدي پېر کې ويدي سرودونه که څّه هم اريايانو کوچاني ژوند درلود، ولې بيا هم ډېر ورته ګټور وو، د لرغونو اريايانو په تاريخ کې دغه پېر ته نيمه افسانوي او نيمه تاريخي پېر وايي چې ځنې ځانګړنې يې داسې وې:
د ډول ډول څيزونو لمانځنه، د ټولنيزو ارزښتونو وده او پرمختګ، د څارويو روزنه او نمانځنه، د سبها او «سميتي» په نوم دوديزې جرګې، د «سامانه» په نوم دوديزې مېلې، کرهنيزو چارو ته پاملرنه، د څارويو روزنه، او يو شمېر نور ټولنيز ارزښتونه، د دغه پېر ځانګړنه وه.
 که څه هم د کرهڼې په اړه ويل کېږي چې ديماد پاچاهی په مهال يې ډېره ترقي کړېوه او د ده د واک مهال له ميلاد نه «۱۵۰۰» کاله د مخه اټکل شوی دی.
د همدې پېر په وروستيو کې د باختر شاوخوا نه د اريايي ټبر وګړي نورو سيمو ته کډه شول. دا چې موږ وايو اريايان کوچيان ول، تل يي په کوچ کې ځانته ژوند جوړ کړی دی. په خپله همدغه د پام وړ خبره ده، چې له لومړني ټاټوبي چې تر افغانستان نه را رسېدلي دي، نو ځکه خو له تاريخ پخوا پېر يې هلته تېر کړی دی نه په افغانستان کې.
۲- د ويدي مدنيت په وروستيو او اوستايي مدنيت په پيل کې ليک مينځته راغی. کوم ويدي سرودونه چې تر دغه وخته پورې سينه په سينه او خوله پر خوله راغلي وو، خلکو وکښل .نو د همدې لامل له مخې ويل کېږي چې د اريايانو تاريخي پېر له دغې نېټې نه پيلېږي. دا ځکه چې د دغه مهال په سرودونو کې د اريايانو د ژوند بېلابېل اړخونه څرګندېږي.
دا چې وايو تاريخ د ټولنې هنداره ده نو په کار ده، چې ووايو ليک او لوست د تاريخ ژبه ده. نو ځکه خو د افغانستان په لرغوني تاريخ کې د ښارونو جوړول او په دې لړ کې د بلخ ښار يادولی شو، چې د نړۍ د ښارونو ناوې يې باله. يما چې د دې ښار بنسټ کېښود نو غمي، زرين لکړه، جام، توره او سپاره د جمشېد د واکمنۍ سمبولونه وو.
باختري اريايان چې کله فارس او هندوستان ته ورسېدل هلته يې هم لکه د بلخ په څېر مدنيتونه را مينځته کړل.
۳- يما چې د خپل خورايي ساک (سهاک) له لاسه ماته وخوړه زابل ته لاړ او د خسر دربارته يې پناه يووړه. خو د باختر وګړو د «کاوه» په سرلارۍ او د فريدون په سردارۍ پاڅون وکړ.
په دې سره يو ځل بيا پيشدادي کورنۍ واک ته ورسېده،چې له پېشداديانو وروسته «کی قباد» کاويان واک ته ورسېد. د دې کورني نور واکمن کيکاوس او وروستی پاچا يې «کی خسرو» وه.
له پېشداديانو او کاويانو نه وروسته دريمه کورنۍ «اسپه» وه چې مشر يې «لهراسپه» نومېده چې له ده نه وروسته زوی يې ويشتاسپه (غرشاسپ، ګرشاسپ) پاچاشو.
د ده په واکمنۍ کې «زرتشت» سر را پورته کړ او په همدې نوم يې، د يوه دين بنسټ کېښود چې سپېڅلی کتاب يې د اوستا په نوم وه او د غويانو په ۱۲ «دولس زره پوستکو يې په طلايي رنګ وکېښ»، خدای(ج) يې د «اهوره مزده» او شيطان يې د «اهريمن» په نوم يادوه.
د لرغونو اريايانو په مهال ويدي او اوستايي مدنيتونه، نه يوازې په افغانستان کې نامتو وه، بلکې د سيمې هېوادونو کې هم وپېژندل شول او لرغونی بلخ هم د نړۍ د دويم ښار په نوم ياد شو.
د بهرنيو هېوادونو سترګې هم دې لور ته را واوښتې او د پارس هخامنشيانو په افغانستان بريد وکړ او د افغانستان ازادي او خپلواکي يې له ګواښ سره مخ کړه.
۴- د هخامنشيانو (د پنځمې مخزېږدي پېړۍ په شاوخواکې) سترو واکمنو کوروش او داريوش نه يوازې افغانستان لاندې کړ بلکې ان تر هندوستانه پورې پر مخ لاړل.
که څه هم کوروش خپل سر په افغانستان کې وخوړ او د ساکيانو له لاسه يې ماته وخوړه، ولې بيا هم افغانستان بشپړه خپلواکي ترلاسه نکړه.
هخامنشيانو لا هماغسې په زور کې ول، چې لوی سکندر د نړۍ د نيولو په تکل هر لور ته مخه کړه او ځواکونه يې د پارس تر پولو پورې راورسېدل (۴ مخزېږدي پېړۍ) لومړی پارس،
 ور پسې افغانستان لاندې کړ او تر هنده پورې ورسېد.
افغانستان د جغرافيوي جوړښت له مخې د څلور لارو هېواد يا د هند دروازه بلل شوی دی، نو لکه څنګه چې سکندر د افغانستان له لارې په هند بريد وکړ، همدا رنګه د موريانو کورنۍ مشر اشوکا هم د افغانستان له لارې د پارس ترپولو پورې پرمختګ وکړ او په ټوله کې بوديزم خپور کړ. (۳ مخزېږدي پېړۍ)
افغانستان لږو ډېر د ويدي او اوستايي مدنيت په څنګ کې بهرنۍ اغېزې ومنلې. د يونانيانو په څلور کلنه واکمنۍ کې (او بيا وروسته په يوناني باختري پېر کې) يوناني فکر او فلسفې رنګ، هم خپلې نښې او نښانې په ميراث پرېښودې.
 همدا رنګه هندي بوديزم هم په افغانستان کې وده وکړه خو د باختري کلتور بنسټ يې بېخي له ګواښ سره مخ نکړ.
پر افغانستان باندې د درې بهرنيو هېوادونو بريد، که څه هم څو پېړۍ دوام وکړ، ولې بيا هم د افغانستان وګړي پټه خوله پاتې نشول .
لومړی د هخامنشيانو په وړاندې ودرېدل او بيا د سکندر په مقابل کې، همدا رنګه د موريايانو په وړاندې هم. ولې د دغو تېريو او بريدونو لامل په دې کې وه، چې دوه لومړني هېوادونو غوښتل افغانستان ونيسي او څه ترې لوټ کړي، خو اشوکا غوښتل چې خپل دين بوديزم خپور کړي او افغانستان هم بوديزم په ځنو سيمو کې ومانه.
۵- هخامنشيان په افغانستان کې د ډېرو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان شول، سکندر له افغانستانه ووت، ولې سرداران يې لږو ډېر پاتې شو،او د«يونان و باختر» په نوم واکمني يې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې په ميراث پرېښوده.
د آشوکا لښکرې هم لکه سيلاب غوندې را ننوتې او بيا بېرته ووتلې، خو د بوديزم مذهبي اغېزې لا پاتې شوې.
د افغانستان وګړي بيا هم له دغو سترو زورواکو سره چې د دې سيمې ټول هېوادونه يې ترولکې لاندې ول وجنګېدل. هغه هم په دې هيله چې خپله خپلواکي وژغوري.
د افغانستان د خپلواکۍ بيرغ د تاريخ په دغه پړاو کې، چې چا پورته کړ هغه د افغانستان د تورزنو څخه يو مېړنی او جنګيالی ټبر ساک وه. چې لومړی د يونانيانو په پوځ کې ځای پرځای شول او بيا ورورو د دې جوګه شول، چې په افغانستان کې يو خپلواک حکومت جوړ کړي. او «مايوس» د دوی ديوه لوی شهينشاه (تر ۷۲ م يې ژوند یقيني وه)په توګه دسياست ډګرته راووت .
د افغانستان د خپلواکو حکومتونو په لړ کې يو بل نامتو ټبر کوشانيان ول. دوی د خپلو تربورانو ساکانو دب دبه نه يوازې خوندي کړه، بلکې خپل واک ته يې لا پراختيا او پرمختيا ور وبښله.
د دوی ستر ټولواک «کنشکا» نومېده، نوموړي د آشوکا بوديزم ته دومره وده ورکړه چې ساری يې د بوديزم په تاريخ کې لږ ليدل کېږي. ولې له دې سربېره په افغانستان کې د لمر لمانځنې، زرتشتي، برهمني او نورو مذهبونو لمانځنه هم کېده.
پدغو پېرونو کې کومې ژبې چې د ليک او لوست وړ وې او ډېرې نامتو وې او يو شمېر ډبرليکونه هم پرې کښل شوي دي يوناني، خروشتي، برهمني، ساکي، سنسکريتي، او تخاري د بېلګې په توګه يادولی شو. خو د کوشانيانو ستر ټولواک کنشکا چې يو ډېر مهم کوم ډبرليک کيندلی دی، هغه د «سره کوتل» ډبرليک دی .(۲ ز پېړۍ)
د دې لړۍ يوه بله واکمنه کورنۍ يپتليان نومېږي (۵ ز پېړۍ) چې د «هونيانو» په نوم هم يادېدل. دوی د تاريخ په دغه پړاو کې يو لوی خپلواک حکومت جوړ کړ چې د ځواک او واک پراختيا يې له مروې او نيشاپور نه را واخله تر کشميره پورې رسېده.
د دوی واک د افغانستان په ځنو سيمو کې ان د اسلام د سپېڅلي دين تر خپرېدو پورې دوام وکړ. ( نوربیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب