چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Homeدا هم ولولئشمشيرغار / سیدعبدالباري روحاني

شمشيرغار / سیدعبدالباري روحاني

شمشير غار دكندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ شمال لويديځ پلوته په دري نيم كيلومتره واټڼ كې موقعيت لري .

دغه لرغونى غار دارغنداب درود ختيځي خواته دبدوان كلې ته نژدي په مارغره كې پروت دى دشمشيرغار په اړه بيلابيل نظريات موجود دي ددي سيمې ډيرى خلك داګمان كوي چې په دي غار كې خزانه پرته ده دپيريانو ښار دى دتوروڅرخونه پكښي څرخې څوخولي لري يوه يي په هند بله په چين اوځينې نورځايونه يادوي . روڼ آندي يي طبعې جوړښت ګڼې اووايي چې ۵۰۰۰ كلن تاريخي قدامت لري اوپخوانيوغارنشينو خلكو پكښې ژوند كاوه.

اكثريت خلك بيا په دي باوردي چې ددي غار په منځنۍ برخه كې دپاسه غرسورى وو كله چې به اوبه تر ي راتوييدلي دشمشير غار يخ باد به ورڅخه دشمشير په څير تيره نوكي جوړكړه اوډير تيره به وه دهمدي كبله ورته شمشيرغاروايي . خوځينې كسان بياوايي چې ددي ځاي اصلې نوم جمشيد غاردى داځكه چې دجمشيد.

پاچادلښكروپناه ځاى وو خوزه لومړى دلته شمشير غارته خپل ليدلورى ذكركوم . كله چې دغار خولې ته ورغلم ومې ليدل چې دغار خوله تنګه اوپه لومړيوكې يي يوه ډبره پرته وه انسان داسي فكركوي چې ددي ډبري شاته به څه نه وي خو دډبري شاته دغه غار لاښه تره راڅرګندسو دننه په غاركې تاريكه وه او ډيرتند بادپكښي چليده .

 انسان پكښي بيره احساسوي دبيلابيلو خزندو ترڅنګ پكې شوپركان هم موجود دي . په غار كې دبيلا بيلو حيواناتو هډوكې هم پراته وه دغار په ديوالونو سوندور هم ښكاريدله سندورهغه څه دي چې هندوان ورڅخه په مذهبې مراسموكې ټيكه وهې دهمدغو سوندرو دنښوڅخه ښكاري چې دلته هندوانو ژوند كړى دى په شمشيرغاركې دتند بادچلندڅخه داسي څرګنديږي چې دغه غار دوي خولي لري خلك هم داوايي چي بله خوله يي په اشيغوكې دبدوان په كلې كې راخلاصه سوېده خوځينې خلك بيا په د ي باوردي چې دغار بله خوله په مزارشريف كې ده خواكثريت بيا په دي اند دي چې ګواكې ددي غار خوله په چين ځينې نوروايي په هند كې راپرانستي ده.

هرهغه ځاي چې په ازاده فضا كې جوړ نه وي اود هوا دداخليدو ځانګړي ځايونه ورته جوړ سوي نه وي دباد چلند پكښې ناممكن وي خودشمشير غار دننه دبآد چلند څخه معلوميږي چې غار به حتمې نورسوري هم ولري اوبل داچې كه دلته دباد چلند نه واي دانسانانو ژوند پكښې ناممكن وو ، دزړواوپخوانيوخلكو په وينا چې دغار په منځ كې دوي لويي توري په خورا تيزۍ سره په څرخ دي اوكله چې انسان مخ په وړاندي ورسې همداتوري يي سر تري غوڅوي . خوكله چې زه پخپله غارته ترډيره حده ورننوتم توري راته نه ښكاريدي . خودغاردننه څواړخوته لوي لوي داليزونوته ورته پټ ځايونه درلودل . كه څه هم په لرغونو غارونو كې دهم هغه وخت دخلكو لخوا په ډبرينو ديوالونو اوپاسنيوبرخوكې دغارونو دښكلا لپاره ګلان اويادتاخچو ځايونه جوړسوي وي خودلته مې داسي څه ونه ليدل او دنورو شيانو دموجوديت څخه داثابتيږي چې دلته به دانسانانو هستوګنځې وو ددي غار په پاسنۍ برخه غره باندي مارته ورته يوه توره ډبرينه كرښه له ليري واټن څخه ترسترګوكيږي اودهمدي كبله دغه غره ته دمارغر وايي.

ددغه غره په اړه ډول ډول افساني موجودي دي ډيرى خلك وايي چې دا توره ډبرينه كرښه ماروو اوحضرت علې رض وژلي دى خو ځينې روڼ آندي په دي آند دي چې دايو طبعې جوړښت دى دشمشير غار په اړه ددي سيمې ميشت كسان بيلابيل نظريات لري . اكثره خلك په دي آند دي چې په دي غار كې خزانه موجوده ده جنيات پكښې شتون لري اوڅوك نه پريږدي چې دي غارته ورننوځې . ځينې كسان بيادخپلو نيكونو له قوله وايي چې دوخت پيراوولې بابا صاحب اوموريد يي سربوريده بابا دي شمشير غار ته ورننوتل باباصاحب خپل موريد ته ويلې وو چې هيڅ شې ته به لاس نه وروړي اونه بۀ يي راخلې بس زما پرپله پل ږده ويل كيږي كله چې غارته ورننوتل هلته دپيريانو ښاروو او هر ډول زيورات پراته وه . كله چې دغار څخه راوتل نو سربوريده بابا د زرو خښته رااخيستي وه څه وخت چې دتورو څرخ ته راورسيدل بابا ولې تري راتير سو خو دموريد سر يي توري غوڅ كړ .

خپله سربوريده بابا هم لوړ شخصيت وو خپل پري سوى سر يي په لاس راواخستى با با صاحب وړاندي اودى ورپسې وو تر ډيره ځايه همداسي روان وه دلاري په اوږدو كې دچهارباغ كلي ته څيرمه دګودر پرغاړه څوتني ميرمنې چې منګي پلاس ناستې وي پام يي ورواو ښت او په اولوړ ږغ سره يي وويل يوو يوو هغه سړى وګورى خپل سر يي په لاس راخيستى دى . په دي وخت كې بابا صاحب مخ ورته راواړاوه دخلكو په وينا بابا صاحب ورته وويل ما درته ويلي وو چې په هيڅ شې لاس مه وهه او هيڅ شى مه رااخله . همدا شيبه سربوريده بابا پرمځكه ولويد او ومړ . اواوس هم دارغنداب په يادسوي سيمه دجيليران په كلي كې دسربوريده بابامقبره موجوده ده.

 شمشير غار دنورو تاريخې ابيداتو په څير يوزيات شمير سېلانيان لري اوددي سيمي اوسيدونكې ورته په ميله ورځي هغه ميلوال چې زړور وي په ليوالتيا سره دروښنايي وركوونكې آلي په وسيله دننه غار ته ننوځې اودليدلو نه يي خوند اخلي دوي له ځانه سره اهاك وړي دغه اهاك دلاري په اوږدوكې پاشي ترڅودبيرته راوتو لاره پيداكړي خوډيرى كسان بياډاريږي اونسي كولاى چې غارته ننوځي هغوى دغار خولې ته نژدي دمارغره په لمن كې خپله ميله كوي . داحمدشابابا دليسي دتاريخ دمضمون ښوونكى ښاغلي محمد حسين شناخته راته وويل چې دشمشير غار اصلي نوم جمشيد غاردى اودميلادڅخه دوه سوه شل كاله وړاندي پدي غاركې اهل هنودوژوندكاوه . چې تردي مهاله يي په لاس جوړسوي اثار په همدي سيمه كې وجودلري ، او.دغه غار په اصل كې جمشيد غار دى هغه وخت چې دساسانې كورنى جمشيد پاچا چې پايتخت يي د ايران په بابول ښاركې وو دلته راغلى دغه سيمې يي ونيولي اودده دلښكر پناه ځاى سو چې د جمشيد غارپه نوم نومول سوى دى داځكه په خواچې به هرچا جګړه وكړه (توره ) به يي وكړه دهغه په نامه به يي يو ځاي ونوماوه . دنومووړي په خبره چې دكندهار ګلذار په نامه يوه رساله كې هم ددغه ځاي ذكر سوى دى . خو په ۱۳۴۵ ه ل كال كې دكندهار دښوونكو دروزنې دعالې مؤسسي څوتنه استادان چې يوامريكايي طبعه يي هم مل وو دغه غارته ورغلل ددي ډلې غړې اودعالي دارالمعلمين پخوانى ښوونكى حاجې محمد خان په خبره دغه غار ځكه شمشير غار بولې چې ددي غار په منځ كې دپاسه كوچني سوري وه او اوبه تر ي راتوييدلي خومنبع يي معلومه نه وه چې ايا دغره په سركې داوبو چينه وه اوكه څنګه ؟ خودغه اوبه چې به كله لاري لاري راتوييدلې په غا ر كې به دساړه بادله امله په يخي بدلې سوي اودغه يخى به دشمشير دڅوكي په شان تيره وو اوله همدي امله ورته شمشير غاروايي . په لرغونو زمانو كې انسانانو په ځنګلونوكې ژوند كاوه چې كله دځنګلونو څخه راووتل په غرونو كې يي په داسې غارونو كې ژوند كاوه چې اوبه به ورته نژدي وي وروسته ترهغه دوي زراعت كاوه اور پيداسو اوسپنيزي آلي يي جوړي كړي معدنيات يي پيداكړل اومدنې سول.

 شمشيرغارهم دهم هغه وخت غاردى . دده په خبره چې دغار دننه دډبرين غره څخه مو يوټه ډبره راوكيندل اودلابراتوار په وسيله مو معلومه كړه چې داهاكو ډبره وه . ليكوال محمد ولې زلمې دشمشير غار په اړه پخپله يوه رساله كې ذكر كړي اوليكلې يي دي چې شمشير غار دري برخې لري . كه په ځير ور ته وكتل سې ټول پنځه محوتي اوغلې ځايونه دي دغار دخولي پرته چې ډير تنګ دى دونيم متره ته رسيږي . دوهم ځاى يي ۱۷ متره اوږد او۱۳ متره پسور اولوړوالي يي ۶ متره دى.

 دريم ځاى يي ۱۱ متره اوږد داليز لري اوداراز په دغه ځاي كې يو بل ځاى راځې چې ددغه غار اوږد والى ۳۵ متره پسور يي ۲۵ متره او لوړوالى يي ۱۰ متره دى . څلورم غلى ځاى ددريم ځاى په څير دى اوپنځم ځاى د څلورمې محوتي څخه ۴ متره لوړ دى خوله يي تنګه او مشكل څخه څوك ورڅخ تيريدلاي سې . دشمير غار په اړه ځينو بهرنيو لرغنپوهانو هم څيړني كړي دي . هغه كندني اوڅيړني چې ميسټر ليوډي پري دنيويارك دطبعې تاريخ دلرغون پيژندني دهييت عضو په ۱۹۵۱ كال كې په شمشير غار كې وكړي داثابته سوه چې دغه غار دپليوسين په طبقات عرضې دوره كې اودقبل تاريخ په دوره كې استعمال سوى نه دى خوتاريخې غار ورته ويلاى سو . اوهغه شواهد چې په دي غار كې په لاس راغلې دي دمسيح دپيړۍ د شروع څخه ۱۳۰۰ كاله وروسته بيا د مغل وتر پېړۍ ۱۲۲۲ پوري په دغه غار كې دژوندانه اثار ليدل سوي دي . اودپرونوجې دشواهدو په اساس بيا په دغه غار كې دكوشاني لومړى دوره چې دميلاد څخه دمخه د۱۰۰ كالو څخه بيا دميلاد وروسته تر ۱۰۰ كالو پوري اوږديږي . اوهغه كودر كې چې دټاپو په وسيله ښكلې سوي دي.

دغه دوره ورڅخه پيژندل كيږي . اودغه راز دساسانې كوشانې دوره چې د ۳۰۰ كاله څخه شروع كيږي اود ۷۰۰ كالو پوري اوږديږي . ددغې دوري دكودركو مخصوص ټوكران دساسانې دوري دترقيو او نقشونو ښكارندوى دي اوداسلامې لومړى دوره چې د ۷۰۰ كالو څخه شروع كيږي بيا تر ۱۲۲۲ پوري رسيږي ، دسلجوقې اثر مخصوص كودركې بيا ددي څرګندويي كوي چې شمشير غار دمغلوتر دوري پوري دانسانانو داوسيدلو ټاټوبى ووخوپه راوروسته كلونو كې بياداوسيدلو ځاى نه وو او شواهد هم تري نه ښكاريږي . خودلعاب لرونكو كودركو رنګه ټوتي چې په اسلامې پېړيو پوري اړه لري داڅرګندوي چې داسلامې لومړى پيړى څخه شمشير غار د انسانانو داستوګنځي ځاى وو. خو د ځينو شنو رنګه كودركو وجود چې دمغلو ديرغل دمخه دغلغلي په ښاركې ليدل سويدي هم دغه نظر څرګندوي ، نوپه همدي اساس دميلار دپېړى په شاوخواكې بياتر ۱۲۲۲ پوري د۱۴ څخه بياتر ۱۵ پېړيو پوري شمشير غار داوسيدلو ځاى وو .

 شمشير غار دتاريخې قدامت له پلوه ډير ارزښت لري ځكه دلته څو دوري تاريخي مدنيتونه تير سوي دي ليكوال ميرمعصوم په خپل يوه تاريخې سندكې دشمشير غار يادونه كړي دغه غار دمغار ه نشينو دوختونوژوند انځوروي اوكابو پنځه زره كاله يي كيږي . په هر هېواد كې چې تاريخي ابيدات موجود وي اړونده دولتې ارګانونه يي لاښه تره ښكلا اوساتني ته پوره پاملرنه كوي چاپېريال يي وكورنيو سېلانيانو او بهرنيو توريستانو ته دميله ځاى په څير جوړ وي اودهمدي لاري يي نندارچيانوته دپيسو په بدل كې ځانګړي رسمې ټكيټونه وركوي چې په زياته كچه ورڅخه عوايد لري . خودبده مرغه دافغانستان اوسنى دولت لاتراوسه په دي نه دي توانيدلى چې د اعليحضرت محمدظاهرشاه اوشهيد محمد داود خان دواكمنيو په څير دتوريستانو پام دخپل هېواد ودي لرغونو وياړلو ابيداتو ته رواړوي ترڅواقتصادپري قوي كړي حتي تاريخي اثار اوابيدات موتردي ګړيه دچورچپاول ،ړنګيدواوله منځه تلو په حال كې دي چې ساتني اوترميم ته دفني اومسلكې لرغونپوهانو له لوري سخته اړتيالري خو اړونده مسؤلين ورته لاس ترزني ناست دي. تاريخي ابيداتوته ددولت او ولس دخاصي پاملرني په هيله.

سيدعبدالباري روحاني كندهار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب