جمعه, جنوري 28, 2022
Homeروغتیاپه خوب کې دنارینه اوښځو توپیر

په خوب کې دنارینه اوښځو توپیر

ډاکتر سباوون – څیړنې ښيي چې میرمنې د نارینه وو په پرتله ډيرې د شپې مهال په خوب کې ویرېږي او له خپسکې سره مخامخیږي.

په یوې نوې څیړنې کې له ۱۷۰ تنو  کسانو غوښتل شو ي دي  چې دخپل خوب ر اپور ولیکي  له هغه وروسته ولیدل شول چې۱۹ فیصده نارینه او ۳۰  فیصده ښځې دشپې مهال خپسکه نیسي .

انګلند دپسټ او د پوهنتون ارواپوه ډاکټر جنیفر پارکر د دې خبرې ترڅنګ وايي د نارینه او ښځو ترمنځ د خوب لیدو په ځلونو کې توپير نه شته.

همداراز یوه بله څیړنه ددې ښودنه کوي چې ښخې دنارینه ووپه پرتله ډير نارامه خوب لري.

ښایي د دې چارې یو علت داوي چې په ښخو کې میاشتنی عادت یا مریضي او هورموني عوامل موجود وي او د بدن تودوخه ېې هم لوړه وي بله خبره دا ده چې میرمنې له احساسي پلوه د نارینه وو په پرتله عاطفي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب