چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Home+زرین وختونه / ډاکتر مبارک علي

زرین وختونه / ډاکتر مبارک علي

ژباړڼ: اسدالله غضنفر

  تصور کیږي چې بشر په خپل تېر ژوند کې د داسې امپراطوریو طلایي دورې هم لرلې دي چې ظلم، تبعیض او استثمار پکې نه وو. له افسانو سره سم، د دغو زرینو وختونو په زړه غوښتونکو شېبو کې نه د خلکو په منځ کې جګړې وې، نه کشمکشونه. ټول په سوله او په اتفاق کې سره اوسېدل. خواړه پریمانه وو، لوږه نه وه، بېوزلي چا نه پېژندله. نه شخصي جایدادونه وو، نه حرص او نه په کمزوریو باندې د حکومت کولو شوق. طبیعت په انسان باندې مهربان و، انسان یې په سخي غېږه کې اسوده ژوند کاوه. طبیعت او انسان د یو بل مله وو.

 خو، شواهد دغه افسانې او تصورات نه تاییدوي. تاریخ راته وایي چې بشر له پیله لا په اختلافونو او میرڅيو کې ایسار و او زورورو یې د کمزوریو زبېښلو ته مټې رانغښتې وې. لوږه وه، کاختۍ وې او جګړې وې. خلکو د نس د مړولو لپاره حیوانات ښکارول، مېوې یې خوړې او نباتات یې ټولول. د سولې په وخت کې به زورورو په اکثرو امکاناتو خېټه اچولې وه او کمزوري به مجبور وو چې هغه ورپاتې لږ څه په خپلو کې سره ووېشي. د نامتو مفکر هابس په قول، ژوند خورا بې خونده او وحشي و.

 د زرینو زمانو اسطورې شاید د دې لپاره جوړې شوې وي چې له اوسنو مشکلاتو د خلاصون او د هاغه زرین دوران د احیا لپاره په خلکو کې سېکه او جذبه پیدا کړي.

 د زرین زمان د شتون مفکورې مورخانو ته دومره خوند ورکړی دی چې په تاریخ کې یې د هغې د ځایولو کوښښونه کړي دي.

مثلا د مسلمانانو تاریخ د عباسي خلافت د اوج زمانې ته د زرین دوران په سترګه ګوري او فخر ورباندې کوي. په دې دوران کې عربو لور په لور فتحې وکړې، ډیرې سیمې یې ونیولې او د مغلوبو ملتونو د امکاناتو په مټ یې داسې امپراطوري جوړه کړه چې د هغه وخت تر بلې هرې واکمني پیاوړې او شانداره وه.

  نوی پایتخت، بغداد، د تجارت او کلچر په مرکز بدل شو، یوناني حکمت په عربي ترجمه شو او د یو زر او یو شپې شهکار وپنځیده. د دغه زرین دوران داسې په زړه وړونکی انځور جوړ شو چې را وروسته نسلونو د عربو د ویاړ د زمانې د بیا راتلو ارزوګانې وکړې او تر ننه پورې د یو اعلی مثال او د افتخار د وخت په سترګه ورته کتل کیږي.

 په اندلس یا اوسنۍ اسپانیا باندې د مسلمانانو حکومت هم زرین دوران بلل شوی دی. ځکه په دې دوران کې له مسلمانانو، عیسویانو او یهودو جوړه څو کلتوري ټولنه په سوله کې اوسیده او د مختلفو عقیدو کسانو د یو بل د زغملو چل زده کړی و. دوی یو داسې فرهنګ ایجاد کړ چې اروپایانو ورباندې هغه د چا خبره زړه بایلود او په اندلس کې د لویو پوهانو په قلم لیکل شوي کتابونه یې په خپلو پوهنتونونو کې د لوستلو او زده کولو لپاره غوره کړل.

 نورو ملتونو هم د خپلو وطنونو په تاریخ کې زرینې زمانې په نخښه کړې او ځلولې دي. د هندوانو په عقیده د راما ( هندو بګوان او افسانوي پاچا، ژباړن) زمانه زرینه وه، حال دا چې نور باوري دي چې د ګوپتا د واکمنۍ په دوران کې د هندوایزم قوانین بشپړ شول او دغه دین وغوړېد. په هند کې د آشوکا امپراطوري ته هم د مثالي دوران په سترګه کتل کیږي، ځکه آشوکا قدرت او عظمت ته د رسېدو لپاره جګړه نامناسبه وسیله وبلله، جنګ یې وغانده او د تشدد نه کولو ایدیولوژي یې غوره کړه. د هند د مغولو په دوران کې د اکبر زمانه طلایي برخه معرفي شوې ده. په دې وخت کې  د مغولو قدرت پوره ټینګ او سلطنت خورا شتمن شو. مونږ د اکبر د دوران د قدرت او ثروت انعکاس د هغه د دربار په شان و شوکت او عظمت کې وینو.

  دا دستور دی چې مخ په زوال ټولنه به په ماضي کې پناه اخلي او په تېر ویاړ به ځان ته تسل ورکوي.

 سیاستوال د زرین دوران تصورات د ځان په ګټه استعمالوي او خلکو ته وایي چې که یې دی قدرت ته ورساوه نو د سولې او عدالت هاغه له ګوتو وتلی دوران به بیا راژوندی کړي.

دغسې سیاستوال په وروسته پاتې ټولنو کې ښه چلیږي.

 پرمختللې ټولنه هیڅ وخت په ماضي پورې زړه نه تړي او په تېر زرین دوران پسې نه ګرځي. دوی په نن کې اوسي، د نن د بهترۍ هڅه کوي او د لا روښانه او نېکمرغې سبا فکر ورسره وي. رادیکال مفکران او انقلابیان هم د زرینې زمانې نظریه نه مني. دوی ماضي ته د ترقي په لاره کې د خنډ په سترګه ګوري او په دې عقیده دي چې د لا روښانې سبا لپاره پکار ده چې نه یوازې په  پرون چلیپا راوباسو بلکې د نن ارزښتونه او دودونه هم بدل کړو. د دوی په نظر طلایي دوران په پرون کې نه ، په سبا کې پټ دی او د رسېدا لاره یې دا ده چې له ظلم ا واستثمار سره مبارزه وشي. د مارکسیستو په اند، طلایي دوران ته هغه وخت رسېدای شو چې په ټولنه کې مساوات قایم شي. دینداره خلک په دې دنیا کې د زرینې زمانې تمه نه لري، د دوی په نظر، زرین وختونه د هغې دنیا دي او هلته به ښې شیبې د ګناهګارو نه بلکې د متقیانو په نصیب وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب