جمعه, اکتوبر 22, 2021
Home+بری که ماته| دولت وزیري

بری که ماته| دولت وزیري

د ژوند په ټولو برخو کې بری او ماته سره تړلي دي. دا له امکان څخه لیرې ده چې تل دې بری او یا ماته د چا په تقدیر کې لیکلې وي.

په ځینو وختونو کې سره د ټولو هڅو، بشپړې هوښیارتیا او زېرکۍ بیا هم د خلکو د بري پر ځای ماته په برخه کېږي. ځکه چې یا يې له بري لپاره بشپړې هڅې نه وي کړي، یا يې له پوره هوښیارتیا او زېرکۍ څخه کار نه وي اخیستی، یا بېځايه مغروره شوی وي او کيدای شي مقابل لوری د دوی پر تناسب هوښیار او غښتلی وي.

د ژوند په هره برخه کې که سياست دی، که اقتصاد دی، که ټولنیز او یا شخصي ژوند دی د بري لپاره د دې ټولو یادو شویو فکتورونو تر څنګ ټينګه اراده او د غوښتني رښتینولي په کار ده.

  که وګورو کله چې په ۲۰۰۱ م کال امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ، دوی پوره غښتلي وو، بشپړ هوښیار او ځیرک وو، خو د بري لپاره يې هغه څه نه لرل چې ډیر اړين وو.

دوی پر افغانستان د یرغل لپاره د سپټمبر د یوولسمې نېټې تروریستي حملې پلمه کړې، حال دا چې په هغه پېښه کې یو افغان هم لاس نه درلود. بله دا چې دوی په افغانستان کې د هغو حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن شتون بهانه کړ، خو اسامه دومره د یوه لوی ملت په کړېدلو نه ارزېده.

 که چیرې اسامه دومره مهم و بیا خو اصلي مجرم پاکستان و چې تر پایه يې ترې ملاتړ کاوه او ایبټ اباد سیمې کې په خپل پوځي مرکز کې ځای ورکړی و.

په هر صورت امريکايان افغانستان ته د اسامه د وژلو لپاره نه وو راغلي او نه د افغان ملت په غم کې وو. که د دوی هوډ یوازې د اسامه د وژلو او یا د افغان ملت سره د مرستې لپاره وای، دوی به لومړی له مجاهدینو سره د حکومت په جوړولو کې مرسته کړې وای او بله دا چې د بن په کنفرانس کې به يې طالبانو او حزب اسلامي ته ځای ورکړی وای. د هرې لونګۍ او ږیرې خاوند به يې د طالب په نامه ګوانتانامو ته نه لېږه. په ټول هېواد به يې شمالي ټلواله، نه حاکموله.

فساد به يې نه رواجاوه. پر ودونو او جنازو به يې بمونه نه غورځول. د خلکو کورونه به يې په سپیو نه تلاشي کول. د خلکو د کلتور او دودونو سپکاوی به یې نه کاوه.

مانا دا چې امریکایان د خپلو پټو موخو لپاره راغلي وو او د خپلو پټو موخو پر بنا يې بیرته کډې بار کړې.

دا اوس په موږ او نړیوالو پورې اړه لري چې د دوی تګ ته په کومه سترګه وګورو. د ماتې تر  څنګ د دوی وتل هم د برجونو د نړېدلو په څېر د لوبې يوه برخه وبولو که څنګه.

   په هر صورت د فلم سناریو چې هر څوک وليکي، خو تر ډېره د فلم په اداکارانو پورې اړه لري چی خپل رول څرنګه تر سره کوي.

د فلم په لومړۍ برخه کې د فلم اصلي اداکار ښاغلی حامد کرزی و. خو کرزي په فلم کې د منډو را منډو او فیشن له پلوه ډېر بریالی و، خو هغه څه چې له ده څخه تمه وه تر لاسه نه شول.

نوموړي په لوی لاس جنګسالاران پر ټولنه حاکم کړل. فساد يې په لویه کچه خپور کړ. فرهنګي یرغل ته يې ځواب ور نه کړ. د اردو په جوړولو کې يې څومره چی اړينه وه هڅې ونه کړې او د کارونو د سمبالتیا له پاره يې له لازمې زړورتيا کار وا نه خیست.

د فلم په دويمه برخه کې ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني ته وار ورسېد. که څه هم غني د لوړې وړتيا خاوند او د نه ستړي کيدونکي کار حوصله لرله، خو نوموړي د خپل کمزوري ټيم، د ناروغ میراث، د شمالي ټلوالې د دسیسو، د جنګسالارانو د خپلسریو، د پاکستان د لاسوهنو او د امريکايانو د نازونو له امله ونه شو کړای، چې د فلم رنګ، خوند او شو بدله کړي.

وايي:

د موزيګي شکېدلې ګټه

زه دې چې لنګه ټېنګوم بازو دې ځينه

ښاغلي غني ډېرې هڅي وکړې چې هېواد له بحران څخه وباسي، خو د کټ په ټينګولو کې ورسره ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله، ښاغلي حامد کرزي او د دوی په څېر نورو لېوانو مرسته ونه کړه او څه هم په خپله سر ټمبه و.

وايي:

څه توره تیره او څه انا ورسته

«نو ځکه د بري پر ځای ماتې»

اوس هم ناوخته نه دی. وايي: کب چې هر وخت له اوبو وباسې تازه وي. که اوس هم طالبان تېرو ناکامو تجربو ته په پام سره د هېواد د جوړولو لپاره هڅی وکړي، ملت سره متحد کړي، له تعصب او غچ اخيستنې تېر شي. یووالی را منځ ته کړي، د هيواد او افغان ملت په هکله فکر وکړي، وسله وال ځواکونه جوړ کړي، د هیواد د ابادۍ لپاره مټې را بډ وهي، کار اهل کار ته وسپاري او د جنګسالارانو او فساد مخه ونیسي. بری به حتما د دوی په برخه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب