یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+ خدايي خدمتګار (۱۹۲۹-۱۹۴۷) يو ستراتيژيک غوراوی

 خدايي خدمتګار (۱۹۲۹-۱۹۴۷) يو ستراتيژيک غوراوی

د کتاب مخکتنه

سپين روان نورزی

دا عنوان د ځوان ليکوال او څېړونکي احمدالله ارچيوال د کتاب سرليک دی چې په معاصر عصر کې د پښتنو په مبارزو او د خدايي خدمتګارو په تاريخ ليکل شوی دی.

کتاب په اوسنيو معاصرو علمي ميتودونو باندې سمبال او د علمي روشونو په اساس يو معتبر علمي اثر دی، ځکه هره خبره مشخصه حواله او منبع لري، ليکوال کوښښ کړی چې له اضافي او بې بنياده خبرو څخه ځان وساتي او يوه معقوله او علمي نتيجه پرې مرتبه کړي.

کتاب په پنځو څپرکو ويشل شوی او د څېړنې له ميتود سره سم په لومړي څپرکي کې د مسالې په مخينه رڼا اچول شوې ده، په همدې وجه په ډېر سيستماتيک ډول په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د پښتنو وسله والو مبارزو او ازادۍ غوښتنې غورځنګونو ته اشارې شوي دي. دې سره خوا کې د خيبر پښتونخوا سياسي، تعليمي، اقتصادي، جغرافيوي، اداري ويش او ټولنيزو حالاتو سربيره په سيمه او ځانګړي ډول هند کې د پښتنو په اړه افکارو او د دوی په سيمه کې د ناقصو سوچونو د ترويج په اړه بحثونه شوي دي.

ليکوال د اداري ويش او سياسي حالاتو په اړه وايي:(( پيرنګي هندي واکمنو نه يوازې دا چې پښتانه له اداري اړخه ټوټه ټوټه کړل، له پښتنو څخه يې د دوی پېژندګلوي هم واخيسته، په داسې حال کې چې د هند د نورو برخو سيمې يې د همدوی په نوم يادې کړې، پښتنو سيمو ته يې يو بې معنا نوم ( سرحد صوبه) ورکړ….))

همدا ډول په يوه بل ځای کې ليکوال وايي:(( له اقتصادي پلوه پښتنو له ټولو ارزان کار تر سره کاوه. پښتنو ته سوداګري کول شرم او عار ښکارېدو… پنجابيانو، سيکانو او هندوانو به د پښتنو خام مالونه اخيستل او د پيرنګي د کارخانې تيار مالونه به يې پرې خرڅول. د پښتنو په سيمو کې به د پنجابيانو او هندوانو دوکانونه وو.)) ليکوال ادعا کوي چې د تجارت او صنعت په اړه له پښتنو سره منفي ذهنيت د پيرنګي او د دوی د پلويانو دسيسه وه او غوښتل يې چې پښتانه په اقتصادي او سياسي لحاظ محروم وساتل شي.

په دې کتاب کې له هغو دسيسو هم پرده پورته شوې چې څنګه او ولې سترو استعماري قوتونو او په هندي وچه کې مېشتو پيرنګي پلوه افرادو د پښتنو د تضعيف او ټوټې ټوټې کولو لپاره پلانونه جوړ کړي وو، د ليکوال په خبره پيرنګي داسې کرښې د پښتنو ترمنځ راکښلې وې چې دوی به نه شول کولی په خپلو کې اړيکې وساتي، ان تر دې پورې چې دوی کولی شول سلګونه کيلو متره لرې کلکتې ته ازاد لاړ شي، حتا لندن ته پرته له کومې ستونزې سفر وکړي، خو د بنو پښتانه ميرانشاه يا د چارسدې پښتانه مومندو ته نه شول تللی. دغه ويش پښتانه له يو بله پردي کړي وو.

د ټولنيزو علومو متخصصين په دې نظر دي چې د افرادو ترمنځ د رابطو ټينګښت د هغو په تکرار او تعامل پورې اړه لري، کله چې تکرار کميږي رابطې هم خپل کيفيت له لاسه ورکوي.

له بلې خوا پيرنګي هر څومره چې خپلې پاليسۍ سختولې همدومره يې په مقابل کې وسله وال پاڅونونه زياتېدل، خو ستونزه دا وه چې دې مقاومت نه يوازې پښتانه د ازادۍ خوا ته سوق نه کړل، بلکې هره ورځ ورته ستونزې ډېرې دې، ځکه له يوې خوا د پښتنو په اړه په هند کې سم ذهنيت نه و موجود، له بلې خوا د پيرنګي رسنيو هم د پښتنو انځور وحشي او بې نظمه منعکسولو.

د کتاب ليکوال دې حالاتو ته په کتو وايي چې د پښتنو لپاره د يوه داسې تحريک رامنځ ته کول چې په هغه کې د پښتنو نظم او ډيسپلين نړيوال انعکاس پيدا کړي او هغه خرافاتي عقايد چې د پښتنو په اذهانو کې په لوی لاس تزريق شوي وو هغه په متمدن فکر بدل شي، سوچونه او فکرونه وشول، د همدې لپاره د ترنکزو حاجي صاحب د پښتنو په سيمه کې د ازادو ښوونځيو په پرانيستلو پيل وکړ، خان عبدالغفار خان هم له دوی سره په دې کار کې مرسته او همکاري شروع کړه، خو خان عبدالغفار خان ( پاچا خان) بريالی نه شو چې حاجي صاحب ته له وسلې پرته مبارزې په مټ تحريک رامنځته کولو قناعت ورکړي، په همدې وجه خان عبدالغفار خان له حاجي صاحب څخه لار بېله کړه او په انفرادي ډول يې هڅې شروع کړې. تقريبا نهه کاله خان عبدالغفار خان او د ده همفکره ملګرو هڅې وکړې ترڅو يو داسې تحريک رامنځته کړي چې هغه له وسلې پرته داسې مبارزه وکړي چې اغېز يې تر وسله والې مبارزې په ځلونو ډېر وي. د همدې هدف تر لاسه کولو لپاره په (۱۹۲۹) کال دا زمينه برابره شوه چې د خدايي خدمتګارو تحريک جوړ او فعاليت شروع کړي.

(( خان عبدالغفار خان ( پاچا خان) به ويل چې مخکې له انقلاب نه تشدد کول ښه لاره ده، خو تجربو دا ښودلې ده چې وروسته له هغه چې کور اور واخلي بيا تشدد کول ځان ته هلاکت کنده ويستل دي.

د پاچا خان په خبره عدم تشدد د خلکو غلي کول نه، بلکې د متبادلو لارو چارو پر مټ فعاله مبارزه ده. خان عبدالغفار خان به خلکو ته ويل چې نور پيرنګيانو ته په قانون کې د ننه خبرې کوو، جنګ ورسره نه کوو خپلو بچو له تعليم ورکوو، خپله روزي جوړوو، خپل حالت ښه کوو.)) 

د کتاب په راتلونکو مخونو کې د خدايي خدمتګارو په اصولو او د ولسي مبارزې په تکتيکونو بحثونه شوي.

ليکوال په دې نظر دی چې د خدايي خدمتګارو تحريک د ولسي مبارزې له هغو اصلونو او تکتيکونو سره په کامله معنا همغږی او همغاړي وه چې په نړيواله کچه منل شوي دي، او د پښتنو له حاکمو حالاتو سره يې سمون درلود.

په ولسي مبارزه کې د هر تکتيک د تطبيق لپاره بايد د هغې سيمې کلتوري، اقتصادي، ټولنيز او سياسي شرايط په نظر کې ونيول شي، چې خدايي خدمتګارانو په ډېر منظم او منسجم ډول دا مسايل تعقيب کړي او تاريخ ثابته کړې چې دوی له دې وسيلې د خپلو خلکو د بيدارۍ او پرمختګ لپاره څومره اغېزمنه استفاده کړې ده.

د کتاب په وروستي پراګراف کې ليکوال د پايلې په توګه وايي چې(( د خدايي خدمتګارو تحريک او عدم تشدد دواړو مطالعه موږ دې پايلې ته رسوي چې د خدايي خدمتګار تحريک په ټوله معنا يو ستراتيژيک تحريک و. د تعليم له عامولو څخه پيل شوی، دغه سفر د ټولنيزو او اقتصادي سمونونو د ترسره کول او بالاخره سياست ته داخلېدل يوه سټراټيژيکه کړنه وه. دغه تحريک د ناتوانۍ له حس څخه نه، بلکې له دې عقيدې چې عدم تشدد د وسله والې جګړې په پرتله د مبارزې قوي لاره ده، څخه خړوبېده…. خدايي خدمتګار د عدم تشدد د تحريکونو په څېر د تحريکونو ټولې ځانګړتياوې درلودلې او د حالاتو له پراخې او ژورې مطالعې وروسته رامنځ ته شوې په تعقل ولاړه کړنه وه.))    

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب