جمعه, اکتوبر 22, 2021
Home+بې موخې / محمدمصطفی سمون

بې موخې / محمدمصطفی سمون

د هرې وېرې تر شا د ژوند یوه نا پرانیستل شوې پاڼه وي، خو د دې پاڼې اړول د یوې بې موخې تصور سره تړلې، چې دا ورکه له کومې خوا پر موږ مسلط شوې او له نالیدلي راتلونکي سره لوبیږو. موږ تل تصور د نورو په هیلو پورې تړلی او بې موخې قدمونه ږدو یا له داسې حالت سره مخ شو، چې د هر چا اوږه ټپوو، ستا هیلې رښتیا کېږي؛ خو د تعامل او له برخلیکه یې ناخبره یو، بیا وروسته د ځان او ټولنې په اړه فکر کوو. د دې هر څه مخکې د دې مبهم حالت په اړه ګونګ و؛ خو کله مو چې هیلې او موخې د هرې شېبې په تېرېدو سره موم شي؛ نو هله د ژوند په اړه د تصور وږمې غږوو.
دا د داسې انسانانو حالت وي، چې د ژوند او راتلونکي په اړه د نورو تصوراتو په زانګو کې زانګي او هره شېبه د ناهیلۍ په دربار کې خپلې هیلې لاهو کوي او د یو نامعلوم تصور په لار کې د هر انساني فکر د موم کېدو شېبې شمیري.
موږ کله هم د خپل ځان په اړه داسې فیصله نه کوو، چې زموږ د تاوان ریښې په کې ښکاري. اصلاً د ژوند پاڼې مو له ماضي سره تړلی تار دی؛ نو ځکه د هرې پدیدې سره د یو نالیدلي او غېر محسوس څیز په څېر برخورد کوو او هر ایډیالوژیک تصور ته د وهم په سترګو ګورو.
د دې مبهم حالت څخه د راوتلو لار د زغم او صبر لار غوره کول دي، انساني ژوند چې بې مفهومه شي؛ نو د خلکو ترمنځ هم د وېرې ازانګې را پورته شي د دې وېرې له منځه وړلو لپاره د هر انسان مهمه دنده د انتقاد په اړه عکس العمل نه ښودل دي انتقاد ټولنه متحرکه ساتي او انساني غوښتنې د منطق او استدلال په لاره خپلې موخې ته ځان رسوي.
انساني فکر د داسې چتر لاندې ښه وده او تعامل کولای شي، چې د خلکو ترمنځ د زغم، فکري ازادۍ لارې معلومې وي. فکري ازادي د فرد، کورنۍ او ټولنې په جوړښت کې ښه تمامېدای شي او ټولنه د هر اړخېز بحث لپاره اماده کوي، له دې سره بیا د انسانانو ترمنځ د تعادل او تعامل ریښې غزېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب