چهارشنبه, دسمبر 1, 2021
Home+د ژبو خطر، مړينه او لاملونه یې 

د ژبو خطر، مړينه او لاملونه یې 

 پوهنمل یحیا “همای” د کابل پوهنتون استاد

لنډیز ( Absract):

ژبپوهان وړاندوینه کوي که د ژبو پر وړاندې اوسمهالي ناوړه شرایط دوام وکړي، نو د روانې زږدیزې پېړۍ تر پایه به له دغو ژوندیو ژبو نیمې له منځه لاړې یا مړې شي او پاتې نیم شمېر ژبې به د ژوندیو ژبو په توګه ولرو. دوی یاده ژبنۍ موضوع د فکر او فرهنګ په برخه کې د پېړۍ تر ټولو مهمه ټولنیزه او ژبنۍ غمیزه ګڼي. امریکا، برازیل، مکسیکو، کامرون، نایجریا، اندونیزیا، نوې ګینه پاپوه، هند او اسټرالیا هغه سیمې دي، چې په روانه زېږدېزه پېړۍ کې به ډېری ژبې پکې خپل ژوند له لاسه ورکړي. ډېری اوسمهالې ژبې چې د مړینې له خطر سره مخ دي، هغه ژبې دي، چې ویوونکي یې په ساتنه او کارونه کې بې پروايي کوي او خپلو راتلونکو نوو نسلونو ته یې په ورزده کړه او لېږدونه کې پاتې راغلي دي. دا چې ژبې ولې مړې کېږي، په کومه کچه زیانمې ژبې شتون لري، د ژبو د مړینې د منخنیوي اړتیا او لارې چارې څه دي، دا او دې ته ورته نور مسایل د دې وړې څیړنیزې مقالې موضوع جوړوي؟  

     سريزه  (Introduction) 

اوسمهالي ژبپوهان په دې باور دي چې ژبې هم لکه د ژوندیو موجوداتو په څېر د زېږېدنې، ماشومتوب او ځوانۍ مهالیز پړواوونه تر شا کوي او په ورستیو کې په تدریجي توګه زړښت، زوال او د مړینې غېږې ته ورګرځي. له بلې خوا اوسمهالی پړاو د پراخو تغیراتو او بدلونونو پړاو دی، چې د ټکنالوژيکي پرمختګونو، اسانیاوو او مادي فرهنګ له بډاینې سره مل دی. دې امر د نړۍ په زرګونو ژبې د له منځه تلو یا مړینې له خطر سره مخ کړې دي. 

د هغو باوري سرچینو له مخې چې تر ډېره باوري ښکاري، کولای شو ووایو، چې اوسمهال په نړۍ کې 6912 ژوندۍ ژبې شتون لري، چې په ۱۴۷ لویو او وړو کورنیو سره جلا شوې او اوسمهال د نړۍ د 5,959,511,717 ژوندییو انسانانو له خوا کارول کېږي. ژبپوهان وړاندوینه کوي، که د ژبو پر وړاندې اوسمهالي ناوړه شرایط دوام وکړي، نو د روانې زېږدیزې پېړۍ تر پایه به له دغو ژوندیو ژبو نیمې له منځه لاړې یا مړې شي او پاتې نیم شمېر ژبې به د ژوندیو ژبو په توګه ولرو. ډېری کارپوهان یاده ژبنۍ موضوع د فکر او فرهنګ په برخه کې د پېړۍ تر ټولو مهمه ژبنۍ غمیزه ګڼي. 

د بشري تاریخ په لړ کې ډېری ژبې له منځه تللي، خو د بشري او انساني ژوند په اوږدو کې د دومره لوړ شمېر ژبو له منځه تلو یا مړه کیدو سره نه یو مخ شوي. موږ اوسمهال د بشري تاریخ په داسې یوه مهالیز(زماني) پړاو کې  یو چې له سلو په لږو کلونو کې نږدې درې زره ژبې د تل لپاره چوپتیا مومي. د نړۍ له دغو ژبو سره تړلي د خلکو یا د هغو د ویوونکو فرهنګي او تمندني میراثونه له ساتنې او ثبتیدنې پرته له منځه تلونکي دي. هغه شعرونه، شفاهني ولسي ادبیات، متلونه، حکمت امیزې ویناوې، روایتونه، دودونه، باورونه، ولسي اصول، کړنلارې، ټولنیز ، فرهنګي او ادبي میراثونه ورسره هم د تل لپاره خاموش کېږي او د نابودۍ غېږې ته ځي. 

که ژبه مري، د هغه ټولنې تاریخ، فکرونه، نظریات، فرهنګ او میراث هم له منځه ځي او تر ټولو مهمه دا چې انسانان او د یادې ژبې ویونکي خپل اصلیت او هویت له لاسه ورکوي. پوښتنه دا مطرح کېږي، چې ایا د داسې یوه نسل په توګه چې د بشري ژوند په دغه دوره کې شتون لرو، حاضر یو د راتلونکو نسلونو پښتنو ګروېګنو په وړاندې د ژبو د دومره سترې ناراستنیدونکې له منځه تلنې یا مړې کیدنې مسولیت ومنو؟   ډېر سیاسي، زده کړني، پوهنیز او فرهنګي جدي دلایل شتون لري، چې له مخې یې په کار ده له خطر سره مخ ژبې له کمزورتیا او مړینې وژغورو.

کلیدي ټکي (Keywords): 

روانه زږدیزه پېړۍ، د ژبو اوسمهالی حالت، د ژبې ویونکي او لېږد…پراخ تغیرات علمي بدلونونه،  د ژبو د مړینې خطر، لاملونه او د مخنیوي لارې چارې او د ژغورنې ستونزې، د ژبو ارزښت او د ویوونکو بې پروايي…ژبني حقونه او د قوانینو د نه پلي کیدو ستونزې.

 د څیړنې شالید (Research background):  

په افغانستان کې دننه په پښتو او دري ژبو کې په ټولیزه توګه د عمومي او پرتلیزې تاریخي ژبپوهنې په برخه کې کار ډېر محدود او د نورو هېوادونو او ژبو په پرتله پکې په نشت حسابېږي. په ځانګړې توګه د یادې موضوع په اړه په هېواد دننه په دري او پښتو ژبو کې منظم علمي او څېړنیز اثار او توکي شتون نه لري.

د څیړنې میتود (Research method): 

د څېړنې میتود کتابتوني دی. د نړۍ د ژبپوهانو او په ځانګړي توګه د انګلیسي ژبې هغه نوي او باوري اثار د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه کارول شوي، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. نور اړوند علمي توکي هم په څېرمه توګه تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره ډېری د انټرنېټ له لارې د نړۍ له سترو پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو، وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي.

د مړینې له خطر سره مخ ژبې:

د یونسکو د تعریف له مخې په خطر کې لویدلې ژبې هغه ژبې دي چې په ویونکو کې یې کموالی راځي. د خبرو اترو لپاره یې په کارونه کې کامبود رامنځته کېږي او د یو نسل نه بل نسل ته له لېږدیدنې سره د ژبې د ویوونکو شمېر راښکته کېږي. دا ژبې نوي ویونکي نه لري او یا هم ځوانان او ماشومان نوموړې ژبې نه زده کوي، ځکه په خطر کې لویدلې ژبې بلل کیږي.

د اتنولوګ د معلوماتو پر بنسټ چې په دې برخه کې تر ټولو پراخه او باوري سرچینه ده او د نړۍ د ټولو اوسمهالو ژوندیو ژبو د حالت په اړه لړلیکونه خپروي، په نننۍ نړۍ کې ټولې 6،912 ژوندۍ ژبې شتون لري. له دې ډلې څخه 389 ژبې ( د ټولو ژوندیو ژبو % 5.6  سلنه) هره یوه د کابو د یو مېلیون کسانو له خوا کارول کېږي او د ټولې نړۍ د وګړو 94.1% سلنه د کارونې تر پوښښ لاندې لري. پاتې 94.4% سلنه ژبې  یوازې د نړۍ 5.9% سلنه وګړو له خوا کارول کېږي. 

د یادې سرچینې د معلوماتو پر بنسټ چې د نړۍ د اوسمهالو وړو او کمزورو ژبو په اړه یې وړاندې کړي، د نړۍ له ټولو ژبو یې  1,619ژبې چې % 23سلنه جوړوي هره یوه له نیم مېلیون څخه د لږو ویوونکو له خوا کارول کېږي. پر 548 ژبو چې % 8 سلنه کېږي، هره یوه یې له 100 تنو څخه د کمو کسانو له خوا ویل کېږي. 204 ژبې ( % 3) هغه له منځه تلونکې ژبې دي، چې هره یوه یې له 10 تنو څخه د لږو ویوونکو لرونکې ده. 

د پوهانو د څېړنو پایلې ښايي، چې د هغو ژبو له ډلې چې په روانه زېږدېزه پېړۍ کې  به له منځه لاړې شي، 516 یې د مړینې له کلک ګواښ سره مخ دي او د دوی د اټکل له مخې به په نږدې راتلونکې کې له منځه لاړې یا د تل لپاره چوپې شي. له دې ډلې څخه یې 210 ژبې د ارام سمندر، 170 د امریکا په وچه، 78 په اسیا، 46 په افریقا او 12 نورې یې د اروپايي هېوادونو اړوندېږي. (68:10)

د نړۍ د کمزورو او یا له خطر سره د مخ ژبو به ډلبندۍ او د زیان د کچې په ټاکنه کې ډېری پوهانو کار کړی او تر ډېره ځایه د نظرونو یووالی لري، خو په تر ټولو منلې ډلبندۍ کې یې دا لاندې ډولونه ټاکل شوي دي.    

  • زیانمنې (Vulnerable): ډېری ماشومان په دغو ژبو خبرې کوي، خو کیدای شي دغه امر په ځينو حوزو پورې محدود وي. لکه د بېلګې په توګه کورنۍ.
  • پرېکړې له خطر سره مخ (Definitely endangered   ): ماشومان نور په کورنۍ کې یاده ژبه د مورنۍ ژبې په توګه نه یادوي. 
  • په کلکه له خطر سره مخ (Severely endangered ) نیا او نیکه یا د لویانو نسل په هغې خبرې کوي، خو کیدای شي د هغو اولادونه یا مور او پلار په هغې پوهېږي، خو په خپل منځ او یا ماشومانو سره پرې خبرې نه کوي. 
  • کړکیچنې له خطر سره مخ (Critically endangered )  هغه ژبې دي، چې تر ټولو ځوان ویوونکي یې نیا او نیکه او لویان وي، او په لږ او محدوده کچه کارول کېږي. 
  • له منځه تللې (  Extinct  ) : مړه ژبه چې هیڅ کوم ویوونکی یا کارونکی ونه لري. 

ایا اړینه ده ، ژبې له مړینې  وژغورو؟

یو له دغو دلایلو چې په کار ده ژبې له کمزورتیا او مړینې وژغورو د لږکیو ( اقلیتونو) حقوقي عدالت دی؛ هغه دا چې ځواکمن په دې هڅه کې وي، څو پر لږځواکو خپله ژبه وروتپي( تحمیل کړي) او ژبه یې په رسمیت نه پېژني او د کارونې زمینې یې ورمحدودې کړې وي. د لږځواکو ډلو له ژبې په رسمیت پېژندنې سره هغه هم د پیاوړتیا په لور ځي، کیدا شي د بېلابېلو ژبو له ویوونکو سره مناسبې اړیکې پيدا کړي. کیدای شي د کومې اړتیا له مخې د یوې ډلې د ژبې اړوند ویوونکي د بلې ډلې د ویوونکو د ژبې په زده کړه اړ شي. 

بل دلیل دا دی چې هره ژبه د تاریخ، ابیاتو، علم، پوهې، دودونو او …لرونکې وي. نو د هرې یوې ژبې په له لاسه ورکونې سره د بشر عمومي فرهنګ او تمدن په کچیزه ( تدریجي)  توګه کمزوری کولی شي. او موږ به خپلو راتلونکو نسلونو ته د دغه ستر نه جبرانیدونکي فرهنګي،  تمندي او تاریخي امانت په ور رسونه او سپارنه کې بې ځوابه وو. 

یو بل ارواپوهنیز دلیل هم شتون لري، هغه دا دی چې له ژبې او فرهنګ سره د وګړو ټولنیز حس پیاوړی کېږي. ډېری ډېری هغه ډلې یا کډوال ( مهاجرین) چې له خپلو ژبو او فرهنګونو لرې وي، په ټولنیز ژوند کې  یو ډول پردیتو ب (بېګانګۍ) خس کوي او په پایله کې ورسره  په ټولنیز ژوند کې اروايي سرګرداني او  لارورکي مله کېږي.( 9:10)

له بلې خوا کوم ماشومان چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي، په زده کړو کې ورته اسانتیاوې او لاسته راوړنې زیاتې وي. خو حکومتونه تر دې کچې د یو شان والي او یووالي په تبلیغاتو کې ډوب وي ، چې  له خلکو او یا ماشومانو یې  دغه حق اخیستی وي. هغه زده کوونکی چې په ښوونځي کې په بله ژبه زده کړه کوي، دا پوښتې نه ورته پيدا کېږي، چې زما ژبه خو ډېره خوږه ده، هېڅ نيمګړتيا نه لري، زموږ په ښوونځي کې ولې نشته؟ ايا دغه بله ژبه، چې زه ورباندې زده کړه کوم ، زما تر ژبې ښه ده؟ ايا نه شي کېدای چې زه دې په خپله ژبه درس ووايم او که دا کار نه شي کېدای، نو ولي نه شي کېدای او چايې مخه نيولې ده؟ په پایله کې د هغه په ټولنیز شخصیت، جرات او وړتیا باندې اغېز لرلی شي. 

د ژبو د مړینې د مخنیوي لارې چارې: 

د ژبو د ژغورنې او هغو ته د خپلو روا او قانوني حقونو د ورکړې او کمزورو ژبو پیاوړتیا ته د پاملرنې په تړاو لومړی کولای شو د کبک د ژبپوهنې د نړیوالې غونډې اعلامیه چې په 1992 ز کال صادره شوې وه  یادونه وکړو. په یاده غونډه کې ګډونکونکو ټینګار کاوه، “چې د هرې ژبې له منځه تلنه د ټول بشریت لپاره یو نه جبرانیدونکی زیان ګڼل کېږي او د یونیسکو دنده ده چې په خپلو بیړنیو پروګرامونو سره د داسې یوه حالت پر وړاندې غبرګون وښي. “

له هغو څخه وغوښتل شول، څو د اوبو د کمښت، د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او نورو نړیوالو کړکیچونو او بحرانونو په څېر چې بې پولې او ټولګټي دي، د ژبو کمزورتیا او مړینه هم یوه ګډه نړیواله ستونزه وګڼل شي او یونسکو په دې برخه کې مهمې او اړینې لارې چارې تر لاس لاندې ولري. همدارنګه هېوادونه او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. له دې غونډې وروسته د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې بېلابېل بنسټونه او موسسې یادې ستونزې ته په رسیدنه کې ژمنیا ښيي او د سیمه يیزو وړو ژبو او  ګړدودونو د ساتنې او بقا لپاره یې د پام وړ مالي او علمي مرستې ځنګړې کړې دي. 

له پورته یادې شوې غونډې وروسته په 1995 ز کال له خطر سره د مخ  ژبو د ژغورنې او پیاوړتیا په موخه درې نړیوال بنسټونه، دې ته په پام سره چې جاپاني او انګلیسی له خطر سره مخ ژبې نه دي، په جاپان، انګلستان او امریکا متحدو ایالتونو کې تاسیس شول او“  له خطر سره مخ ژبې  “تر نوم لاندې یې خپل فعالیتونه پیل کړل. یاد بنسټونه د ژبو د مړینې پدیدې ته نړیوال لید او پاملرنه کوي او هره ژبه د یوه هېواد، سیمې او یا توکم اړونده نه ، بلکې هغه یو بشري میراث ګڼي.  له دې را وروسته په وروستیو لسیزو کې ډېر نور نوي بسټونه او موسسې رامنځته شوې چې د ژبو د کمزورتیا او مړینې په مخنیوي کې مرستې کوي او یو لړ ژغورونکې یا ثبتېدونکي پروژې یې په کار اچولې دي.

په همدې توګه ملګرو ملتونو(یونسکو) په 1969 زېږدېز کال په لومړي ځل د مړینې له خطر سره د مخ ژبو اطلس خپور کړ او د نړۍ هېوادونو، ملتونو او توکمونو ته یې د دوی د ژبو د راتلونکې په اړه خبرداری ورکړ.

ملګرو ملتونو (یونسکو) د مورنیو ژبو حقونو ته په درناوي د 1999 ز کال د نوامبر په اوه لسمه پرېکړه وکړه، چې د فېبرورۍ یويشتمه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه ونوموي. اوسمهال دغه ورځ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې په توګه نمانځل کېږي. ( 122:12)  

د یادو فعالیتونو او هڅو په پایله کې یو شمېر هېوادونه د وړو ځايي ژبو د ژغورنې او هغوی ته د حقوقي ازادۍ په برخه کې په یوه ترکیبي تعادل یا موازینې سره وړاندې تللي دي. د وړو ژبو او فرهنګونو لپاره پکې د پاتې کیدنې (بقا) ، ودې، پراختیا ، هویت پيژندنې او یووالي لپاره تر یو څه ځایه اسانتیاوې رامنځته شوې دي. کولای شو له دغو هېوادونو څخه د کاناډا، سويس، بلجيم، ناروې او هندوستان نومونه یاد کړو، چې له دغه مانوي ارزښت سره یې  د يوه علمي حقيقت په توګه چلند کړی دی. اوسمهال په دغو هيوادونو کې ډېری ژبنۍ ستونزې هوارې شوې دي. 

د دغو هېوادونو سیاست دا دی، چې د هېوادونو په سیاسي قانوني جوړښتونو کې په ملي ژمنتیا سره ځايي فرهنګي ازادي ورکړل شوې وي. د بېلګې په توګه د سوېس هېواد په یوه اړونده سیمه کې د پوله ییزو (ارضي) حقونو سره د ایټالیايي، الماني، فرانسوي او رومانیايي ژبو اړوندو کسانو ته د دوي په ژبو ښونځي او زده کړني مرکزونه رغولي او په دې توګه د ژبو له حقونو او د وړو لږکیو ډلو د اوسیدونکو له ژبو ملاتړ کوي. په بل اړخ کې یو شمېر نور هېوادونه لکه پاکستان، ايران او افغانستان …شتون لري، چې یادې ستونزې ته يې پاملرنه نه ده او انساني او بشري قوانینو پر اساس خلکو ته خپل ژبني حقونه نه ورکول کېږي.

همدا ډول په نړۍ کې نور هېوادونه او سیمې شتون لري، چې د بومي یا وړو ځايي ژبو بقا او پیاوړتیا ته پکې پاملرنه رامنځته شوې ده؛ یا د دولتونو او یا هم د ژبو ویوونکو د خپلسرو هڅو او حق غوښتنې په پایله کې یې په رسمي او ټولنیز حالت کې ښه والی او پرمختګ رامنځته شوی دی.

ژبې ولې مړې کېږي؟

ژبپوهان د ژبو د خطر او مړینې ۹ لاملونه په ګوته کوي او له دې ډلې یې دوه لاملونه ډېر مهم بولي، چې لومړی د ژبې د ویوونکو شمېر او دوېیم له یو نسل نه بل ته یې لېږدیدنه یا ورزده کونه ده. د ژبې د مړه کیدو تر ټولو مهم ډول په تدریجي توګه مړه کیدل دي. په تدریجي توګه د ژبې له منځه تلل هغه مهال پیل کیږي، چې د یوې ټولنې وګړي د دوېیمې ژبې په زده کړه پیل کوي، که چیرې دوېیمه ژبه قوي او مهمه شمیرل کیږي، نو دوهمه ژبه د دوی پر مورنۍ ژبه غالبه کیږي. د وخت په تیریدو سره دوی خپله مورنۍ ژبه ورو، ورو هیروي، یا دا چې دوېیمه ژبه ښه او غوره مقام، ډیر فرصتونه او اسانتیاوې لري نو وګړي خپله مورنۍ ژبه هیروي او د پیاوړې ژبې کارونې ته مخه کوي. په  همدې توګه پلارونه خپلو ماشومانو ته مورنۍ ژبه نه ور زده کوي. د ژبې دا ډول مړه کیدل د څو نسلونو په تیریدو سره ترسره کیږي، ډېری له منځه تللې ژبې د تدریجي مړه کیدنې پایلې دي.

همدا ډول په نڅاپي توګه هم ژبې مړې کېږي. که چیرې د یوې ټولنې ټول وګړي د یوې طبعي پېښې، لکه توفان، زلزله، غرښویدنه، سیلاب او یا جګړه کې ومري، ژبه یې هم له منځه ځي. په داسې یو حالت کې ژبه په نڅاپي ډول ختمېږي؛ ځکه داسې څوک نه دي پاتې چې پر دغې ژبې خبرې وکړي. د ژبې دا ډول له منځه تلل په ډیر کم وخت کې پيښیدای شي ولې په نڅاپي توګه د ژبې له منځه تلل ډیر لږ تر سترګو شوي دي.

په دې سربېره ډېری ژبې د سیاستونو ښکار کېږي. د سیاست له مخې هغه مهال ژبې له منځه ځي، چې دولت د ټولنې پر وګړو فشار او زور راوړي، څو د خپلې مورنۍ ژبې له ویلو ډډه وکړي، لکه: ځینې وخت دولت داسې قوانین منځته راوړي، چې پر ځینو ژبو بندیز لږوي او یا هم خاصو ژبو ته ترجیح ورکوي، په پایله کې هغه ژبې چې له نظره غورځول شوي دي، کمزورې کیږي او د ورکیدو خواته نیږدي کیږي. په دې صورت کې د ټولنې وګړي اړ کېږي، څو خپله ژبه پریږدي او په پایله کې د ورکیدو خوا ته ځی. (10: 6) 

  • طبیعي غمیزپېښې، قخطۍ، ناروغۍ، د بېلګې په توګه د مالول Malol او د نوې ګینه پاپوا Papua New Guinea  زلزله، یا د اندامان Andaman ټپو سونامي.
  • جګړه او نسل وژنه، د بېلګې په توګه د استعمارګرانو له خوا د تاسمانيا نسل وژنه، د برازیل د ځايي یا بومي اسیدونکو تر منځ د ځمکو پر سر اختلافونه او د السالوادور کورنۍ جکړه…
  • ښکاره راپرځونه، د ملي وحدت په نوم پر یوه شخصي کارکونکي یا نوي استوګن محدودیتونه، کولای شو د بېلګې په توګه د کردي ولزي او ، امریکايي بومي ژبو د شرایطو یادونه وکړو. 
  • فرهنګي، سیاسي او اقتصادي تسلط.، دغه برخه یېا په لاندې نورو برخو وېشل کېږي:
  • اقتصادي اړتیاوې: د بېلګې په توګه کلیوالي فقر ښارونو او نورو سیمو ته د کډوالۍ لامل کېږي. که د دوی سیمه ییز اقتصاد پیاوړی شي، کیدای شي سیلانیان ورمخه کړي او د و یوونکو شمېر یې لوړ شي.
  • فرهنګي تسلط: د ډېرکیو ټولونو له خوا فرهنګي تسلط: د بېلګې په توګه پوهنه او ادبیات د ډېرکیو په ژبه یا په رسمي ژبه پر مخ وړل کېږي. که لږکیو ژبې ته ونډه ورکړل شي، کیدای شي بومي یا ځايي فرهنګ په یوه عامیانه فرهنګ بدل شي. 

  • سیاسي شرایط: د بېلګې په توګه د ښوونې او روزنې سیاست، یانې د سيمه ییزو ژبو له منځه وړنه، په رسمیت نه پېژندنه او په عامه ژوند کې د لږکیو ژبو پر کارونې بندیز او نور…
  • تاریخي بدلونونه: د بېلګې په توګه استعمار، د پولو اختلاف، د یوې ډلې راڅرګندتیا او د هغوی د ژبې نوی والی تر سیاسي او فرهنګي تسلط پورې. 
  • لیکنیز فرصتونه : د بېلګې په توګه د لږکیو ژبې له فقر، بېسوادۍ او سختۍ سره ملې وي، په داسې حال کې چې پیاوړې (غالبې) ژبې له پرمختګونو سره ملې او پر مخ ځي. (18:10) 

ایا کولای شو ژبې له مړینې وژغورو ؟

سره له دې چې د ژبو مړینه او رامنځته کیدنه یو طبیعي امر دی او وړ مخنیوی یې ناشونی دی، خو بیا هم هڅې او فعالیتونه کولای شي، د دغې لړۍ چټکتیا ته تغیر ورکړي. یا هم هغه ژبې چې د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي، ثبت او توکي یې خوندي کړل شي. خو سره له دې هم د ډېری ژبو د ژوندي ساتنه او پیاوړتیا ناهیلۍ شتون لري. د اوسمهالې نړۍ څلویښت سلنه ټولنه په بېلابېلو بهانو سره په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو او تحصیل څخه محرومه شوې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د نړۍ په کچه  370 مېلیونه بومي یا ځايي وګړي د خپلې مورنۍ ژبې د حقونو په برخه کې له تبعیض سره مخ دي. دوی د کار او ژوند د ستونزو د هواري په موخه د خپلو سیمو په پریښودو او اجباري کډوالۍ اړ شوي دي. تر ټولو لوی خطر چې دغه خلک ورسره مخ دي، د هغوی له مورنۍ ژبې څخه ملاتړ نه کول او یا د هغوی د ژبنیو حقونو پر وړاندې بې پروايي او بې عدالتي ده. په دغو ټولنو کې په سلګونو د دوی مورنۍ ژبې شتون لري، چې د دولتونو له خوا د تحصیلي او رسمي ژبې په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي. په همدې لامل د له منځه تللو له خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو ښونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د بېلابېلو طرحو په وړاندې کونې سره د نړۍ هېوادونه د خلکو د مورنیو ژبو څخه ملاتړ او په ښونیزو او زده کړنیو مرکزونو کې د هغو تدریس ته وربولي. (343:14)

په نړۍ کې له خطر سره د مخ ژبو د ژغورنې او پیاوړتیا په موخه د رامنځته شوو، بنسټونو، مراکزو د فعالیتونو له شتون سره سره، چې اوس مهال د نړۍ په ډېری برخو کې په کار بوخت دي، په وړ توګه د ژبو د خطر د مخنیوي چاره له ستونزو او نا هیلیو خالي نه ده. د ژبو د ژغورنې په برخه کې نړیوال، سیمه ییز او کورني فعالیتونه په دې کچه نه دي، چې د دغه ستر فرهنګي ناورین مخه ډب کړي، خو د دغې لړۍ د چټکتیا په راکمونه کې تر یو څه ځایه مرسته کولی شي.

 اوسمهالي علمي او ټکنالوژیکي پرمختګونو، عصريتوب او نړیوالوالي، حکومتونو او د هغوی سیاستونو ته په پام سره دا باید د یوه ترخه واقعیت په توګه ومنو، چې په بشپړ ډول د راروان ستر فرهنګي او فکري ناورین د رامنځته کیدو مخنیوی ناشونی دی. په دې برخه کې تر ټولو ستره ستونزه او ناهیلي دا ده، چې اوسمهالي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ځواک د ډېرکیو( اکثریت) ژبې د ویناوالو له خوا اداره کېږي. په داسې حال کې چې د لږکیو( اقلیتونو) زرګونه ژبې په ډېری برخو کې محدودې دي او ویناوال یې د فشارونو په لامل اړ کېږي، څو پیاوړې او غالبې ژبې ته مخه کړي. 

بشري، اساسي او شرعي اصول او کړنلارې خلکو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو او ژبنیو حقونو په ورکړې ټینګار کوي، خو دولتونه او د پانګه والۍ سیسټم دې ته چمتو نه دي، چې ماشومان له دې حقونو برخمن کړي. (18:11)

موندنې (Findings): 

  • که د ژبو پر وړاندې اوسمهالي ناوړه شرایط دوام وکړي، نو د روانې زېږدیزې پېړۍ تر پایه به له دغو ژوندیو ژبو نیمې له منځه لاړې یا مړې شي.
  • په اوسمهالې نړۍ کې 370 مېلیونه بومي یا ځايي وګړي د خپلې مورنۍ ژبې د حقونو په برخه کې له تبعیض سره مخ دي.
  • ـ د یوه ترخه واقعیت په توګه باید ومنو چې د ژبژغورنې اوسمهالې نړیوالې، سیمه ییزې او توکمیزې هڅې اغېزمنې نه دي.
  •  بشري، اساسي او شرعي اصول او کړنلارې خلکو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو او ژبنیو حقونو په ورکړې ټینګار کوي، خو دولتونه او د پانګه والۍ سیسټم دې ته چمتو نه دي، چې ماشومان له دې حقونو برخمن کړي.
  • د نړۍ ډېری اوسمهالې ژبې چې د مړینې له خطر سره مخ دي، هغه ژبې دي، چې ویوونکي یې په ساتنه او کارونه کې بې پاروايي کوي او خپلو راتلونکو نوو نسلونو ته یې په ورزده کړه او لېږدونه کې پاتې راغلي دي.

پایله (Result):

د پورته یادې شوې پدیدې (د ژبو مړینه) لپاره د نړۍ ژبپوهانو بېلابېلې اصطلاوې کارولې دي. لکه د ژبو بدلون، د ژبو مړینه، د ژبو وژنه او د ژبو له منځه تلنه هم ورته ویل شوې دي. ژبپوهانو د ژبو د مړینې دغې لړۍ ته، چې په روانه زېږدېزه پېړۍ کې به د نړۍ ملتونه او توکمونه خپلې ډېر شمېر ژبې له لاسه ورکړي، د پېړۍ د سترې ژبنۍ غمیزې نوم ورکړی دی. موخه ورڅخه دا ده، چې یادې پدیدې ته د نړیوالو بنسټونو، هېوادونه او ملتونو پاملرنه ور واړوي.

د ژبپوهانو د وړاندوینو پر بنسټ به د روانې زېږدېزې پېړۍ تر پایه له کابو اوو زرو ژوندیو ژبو څخه نیمې له منځه لاړې او د تل لپاره چوپې شي. د نړۍ له دغو ژبو سره تړلي د خلکو یا د هغو د ویوونکو فرهنګي او تمندني میراثونه له ساتنې او ثبتیدنې پرته له منځه تلونکي دي. له دغو ژبو سره د هغوی اړند شعرونه، شفاهني ولسي ادبیات، متلونه، حکمت امیزې ویناوې، روایتونه، دودونه، باورونه، ولسي اصول، کړنلارې او ټولیز فرهنګي او ادبي میراثونه ره هم د تل لپاره خاموش کېږي او د نابودۍ غېږې ته ځي. ډېری اوسمهالې ژبې چې د مړینې له خطر سره مخ دي هغه ژبې دي، چې ویوونکي یې په ساتنه او کارونه کې بې پروايي کوي او خپلو راتلونکو نوو نسلونو ته یې په ورزده کړه او لېږدونه کې پاتې راغلي دي.د یادونې ده چې زموږ په هېواد افغانستان کې هم له دري پرته د پښتو په شمول ټولې ژبې د مړینې له ګواښ او خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ښونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د بېلابېلو طرحو په وړاندې کونې سره د نړۍ هېوادونه د خلکو د مورنیو ژبو څخه ملاتړ او په ښونیزو او زده کړنیو مرکزونو کې د هغو تدریس ته وربولي. 

اوسمهال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې بېلابېل بنسټونه او موسسې یادې ستونزې ته په رسیدنه کې ژمنیا ښيي او د سیمه يیزو وړو ژبو او  ګړدودونو د ساتنې او بقا لپاره یې د پام وړ مالي او علمي مرستې ځنګړې کړې دي، خو د دغه ستر فکري او فرهنګي ناورین مخنوی ناشونی برېښي. لامل یې دا دی، چې له یوې خوا اوسمهالی پړاو د پراخو تغیراتو او بدلونونو پړاو دی، چې د ټکنالوژۍ پرمختګونو، اسانیاوو او مادي فرهنګ له بډاینې سره مل دی، له بلې خوا اوسمهالي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ځواک د ډېرکیو( اکثریت) ژبو د ویناوالو له خوا ادره کېږي او د لږکیو( اقلیتونو) زرګونه ژبې په ډېری برخو کې محدودې دي او ویناوال یې د فشارونو په لامل اړ کېږي، څو پیاوړې او غالبې ژبې ته مخه کړي. 

 که څه هم یو شمېر هېوادونو د وړو ځايي ژبو د ژغورنې او هغوی ته د حقوقي ازادۍ په برخه کې په یوه ترکیبي تعادل یا موازینې سره وړاندې تللي دي. د وړو ژبو او فرهنګونو لپاره پکې د پاتې کیدنې (بقا) ، ودې، پراختیا ، هویت پيژندنې او یووالي لپاره وړ فضا او اسنتیاوو ته پاملرنه شوې ده. خو د افغانستان، پاکستان او ایران په څېر ډېری هېوادونه او دولتونه د خلکو د مورنیو ژبو نړیوالو او هېوادنیو حقونو ته ژمن نه دي.  که د افغانستان د هغو بومي ژبو د ژغورنې په موخه ، چې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي، ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې و نه نیول شي، کیدای شي څو کاله وروسته له منځه لاړې شي. له خطر سره د مخ ژبو د ژغورنې په چارو کې د ژبو د ویونکو ډلې ، هېودونه او سیمه ییز خوځښتونه خورا  ګټور دي او تر ټولو لومړنی مسولیت هم په خپله دوی ته ورګرځیدونکی برېښي. باید د خپلو ژبو په ساتنه او راتلونکو نسلونو ته یې په لېږدونه کې شعوري کار وکړي. تر څو که په بشپړ ډول د ژبو د مړینې او خطر مخه نه شي ډبولی، خو تر یو څه ځایه د دغې لړۍ په چټکتیا کې د بدلون او تغیر رامنځته کول شوني دي. 

د نړۍ ډېری اوسمهالې ژبې چې د مړینې له خطر سره مخ دي هغه ژبې دي، چې ویوونکي یې په ساتنه او کارونه کې بې پروايي کوي او خپلو راتلونکو نوو نسلونو ته یې په ورزده کړه او لېږدونه کې پاتې راغلي دي. ماشومانو او ځوانانو یې د نورو ژبو زده کړې او کارونې ته مخه کړې وي او د خپلې مورنۍ یا اصلي ژبې  مانوي، هویت او فرهنګي ارزښت یې له پامه غورځولی وي. نو په کار ده د ژبې ویوونکي خپل مسولیت ادا کړي او د ورځنیو کارونو، اړيکو او کړو وړو پر مهال د کاریدنې حق او زمینې ورکړي. 

پای پایله (Conclusion): 

له پورته بحث څخه دې پایلې ته رسېږو، چې فرهنګي حقونو او ټولنیز عدالت ته پاملرنه د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او له نړیوالې ټولنې سره د یو ځای پاتې کیدو لپاره مهم اصل دی. دا چې نړیوال، اسلامي او بشري قوانین هر کس ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو حق ورکوي. موږ پوره باور لرو چې د قانون پلي کول د ټولې نړۍ، هېوادونو، ملتونو او توکمونو په ګټه دي. نو په کار ده د نړۍ هېوادونه له یونسکو سازمان سره خپلې ژمنې پوره کړي او د قانون په پلي کولو کې له مضر احتیاط څخه ډډه وکړي او د دې موخې پر لور عملي ګامونه واخلي. پر دې سربېره د یوې ژبې پر وړاندې د هغې د اصلي ویوونکو رواني لیدلوری، پوهه او خپلې ژبې او فرهنګه ته د هغوی ژمنتیا او پر وړاندې یې چلند خورا لوړ ارزښت لري. په دې لامل چې د نړۍ ډېری له خطر سره مخ ژبې هغه ژبې دي، چې ویوونکي یې د لوړ عمر لرونکي کسان دي او پلاران یې خپلو زامنو ته په ورزده کړه او ارزونه کې بې پروايي کوي او ځوانان ورباندې خبرې نه کوي. په لنډه توګه کولای شو ووایو چې د هرې یوې ژبې په له لاسه ورکونې سره د بشر عمومي فرهنګ او تمدن په کچیزه (تدریجي) توګه کمزوری کېږي.

وړاندیزونه (Suggestions):

  • ملګري ملتونه (یونسکو) دې د ژبو د ژغورنې د لارو چارو کیفیت لوړ او په دولتونو د فشار نور هم زیات کړي، څو بشري، هېوادنیو او اساسي قوانینو ته پوره ژمنتیا ولري. 
  • هېوادونه او دولتونه د نړیوالو بشري او هېوادنیو اساسي قوانینو په پلي کولو کې له مضر احتیاطه ډډه وکړي.
  • د نړۍ ټولو وګړو ته زمینه برابره شي، څو په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.
  • د هغو ناسمو او ناوړه سیاستونو مخه ونیول شي، چې د خلکو د ژبنیو حقونو په لار کې خنډ کېږي.
  • د ژبې د ژغورنې لومړني مسولیت د ژبې ویوونکو ته ورګرځي، په کار ده د خپلې ژبې پر وړاندې بې پروايي او ناغيړي ونه کړي او د یوه مانوي ارزښت او هویت په توګه یې د ژغورنې او پیاوړتیا لارې چارې ولټوي. 
  • هغه ژبې چې یا لیکنۍ سیستم نه لري او یا یې د ژوندي پاتې کیدنې په اړه ناهیلۍ زیاتې وي، په کار ده د اوسمهالې ټکنالوژۍ په مرسته ثبت او اړوند توکي یې خوندي کړل شي. 

ماخذونه (References):.

1- Austin, Peter K. And Julia Sallabank  (2011) The Cambridge Handbook of Endangered Languages. Cambridge, New York: Cambridge University Press.

2- Fishman, Joshua A. (2000) Can Threatened Languages Be Saved? Reversing Language Shift, Revisited: A 21st Century Perspective: Multilingual Matters Ltd.

3-Hale, Mark (2007)Historical Linguistics: Thueory and Method. Oxpord: Bllackwell Publishing company.

4-Janse, Mark and Sijmen Tol (2003) Language Death and Language Maintenance: Theoretical, practical and descriptive approaches. Amsterdam: John Benjamins Publishing Company.

4- McWhorter, John (2004) The Story of  Human Language . Cornell University, USA: The Teaching Company Limited Partnership.

5-Moseley, christopher (2007) encyclopedia of the world’s endangered languages. uk: Routledge

6-Pereltsvaig, Asya (2012) Languages of the World: An Introduction. Cambridge, UK: cambridge university press

7-Romaine, Suzanne (2010) Socio-Historical Linguistics: its status and methodology. New York: Cambridge University Press.

8- https://en.wikipedia.org/wiki/Language_family

9- https://www.ethnologue.com/ethnoblog

10- http://aboutworldlanguages.com/families

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب