دوشنبه, اکتوبر 18, 2021
Home+د زیتون بانو مړینه / پوهندوی آصف بهاند

د زیتون بانو مړینه / پوهندوی آصف بهاند

کیسه لیکواله، شاعره، ډرامه لیکونکې ژورنالسته او ښوونکې

د پښتني مېرمنو د سختیو د نسل لیکواله

زیتون بانو، هغه پښتنه قلمواله چې ټول عمر يې په لیکنه او فرهنگي کار تېر کړ.

د پښتني مېرمنو د سختیو د نسل لیکواله، زیتون بانو چې څو اړخیزه فرهنگي شخصیت لري او د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې یې لنډې کیسې لیکلي، شاعري یې کړې ده، ډرامې یې لیکلې دي، د ژورنالیزم د ډگر فعاله او ښوونکې پاتې شوې ده د ۲۰۲۱ ع کال د سپتمبر پر څوارلسمه نېټه وفات شوه.

ما د زیتون بانو نوم د لومړي ځل له پاره د ۱۳۵۵ ل کال په پسرلي کې، چې د خپلو پوهنتوني زدکړو په درشل کې وم، له خپلو استادانو واورېد او بیا مې د استاد عبدالرؤف بېنوا په «اوسني لیکوال» کې د مېرمن زیتون بانو بیوگرافي له نظره تېره شوه.

استاد بېنوا کلونه پخوا اغلې زیتون بانو په خپل مشهور اثر «اوسني لیکوال» کې په لنډ ډول معرفي کړې ده او د نظم او نثر یوه ـ یوه بېلگه یې هم خوندي کړې ده. په اوسني لیکوال کې استاد بېنوا زیتون بانو داسې راپېژني: 

«مېرمن زیتون بانو د سید سلطان محمد لور چې د ۱۹۳۶ ع کال د جون پر ۱۸مه د پښتونستان د خلیلو تپې په مشهور کلي «سپینه وړۍ» کې زېـږېدلې، د پښتو ژبې ښه نثر لیکونکې او شاعره ده.

ښاغلی همیش خلیل لیکې چې:

«پلار یې سید سلطان محمود، په خپله هم د پښتو ښه لیکوال او د پښتو د یو ښه شاعر، سید عبدالقدوس تندر مشری زوی دیٔ. بانو صاحبې ابتدایي تعلیم د اسلامیه کالج های سکول نه وکړو، د الزابت گرز های سکول نه یې لسم پاس کړو او په «زنانه فرانټرز کالج» کښې «ایف، ایس، سي» کښی داخله شوه، د یوې اوږدي ناروغتیا له وجهي یي «ایف، ایس، سي» ونکړی شو، نن سبا د خپل پلار سره په پېښور ښار کښي اوسېـږي.

د افسانو مجموعه یې د «هینداره» په نوم شایٔع شوېده.»

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه کندهار، ۱۳۸۸ش ــ ۲۰۰۹ ام ع کال، ۵۶۳ ام مخ)

په پښتو ویکیپیدیا کې د آغلې زیتون بانو لنډه بیوكرافي راغلې ده، ځینې برخې یې دا دي:

«زيتون بانو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا 

زيتون بانو، يوه پښتنه ليکواله او اديبه

زيتون بانو (د ۱۹۳۸ زېږدي کال د جون ۱۸، – ) (په انگرېزي: Zaitoon Bano) د پښتونخوا د ښځينه شاعرانو، ليکوالانو او ډرامه ليکونکو له ډلې نه يوه مشهوره ليکواله ده چې د نوموړې گڼ شمېر ډرامې د پاکستان په ملي ټلويزون ښودل شوي.

مخينه

زیتون بانو د سید سلطان محمد لور چې په کال ۱۹۳۸ زېږدیز کې د پښتونخوا د خلیلو ټپې په مشهور کلی سپینه وړۍ کې زېږدلې ده. پلار یې سلطان محمد په خپله هم د پښتو ښه لیکوال او ښه شاعر و چې د عبدالقدوس تندر مشر زوی دی. مېرمن زیتون بانو ابتدایي زده کړې د پښور داسلامیه کالج په ښوونځي کې شروع کړي او د الزابت گلز لیسې څخه له لسم ټولگي نه فارغ شوې ده. د لوړو زده کړو لپاره فرنټیر کالج ته بریالۍ شوه او زده کړې یې د پښتو اکادمۍ څخه د ماسترۍ تر درجې ورسولي. مېرمن زیتون بانو د باچا خان د ملي نهضت خدایي (خدمتگاران) فعاله غړې وه. 

چاپ شوي آثار

  1. هنداره – د لنډو کيسو ټولگه
  2. مات بنگړي – د لنډو کيسو ټولگه
  3. ژوندي غمونه – د لنډو کيسو ټولگه
  4. خوبونو – د لنډو کيسو ټولگه
  5. زما ډایري – د لنډو کيسو ټولگه
  6. نیزه وړی – د لنډو کيسو ټولگه

اغلی زیتون بانو پر ۱۴م ستمبر ۲۰۲۱ میلادی کال له نیمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.»

له بده شامته چې د پښتو او اردو ژبې دا حقداره قلمواله او فرهنگي شخصیت مو څو ورځې مخکې له لاسه ورکړه. تـانــد ویبپاڼې د زیتون بانو د مړینې خبر داسې خپور کړ:

«نامتو لیکواله زیتون بانو وفات شوه

خبریال:

taand

سپتمبر 14, 2021

تاند(چهارشنبه، نامتو کیسه لیکواله زیتون بانو د ۸۳ کلونو په عمر وفات شوه.

زیتون بانو په کال ۱۹۳۸ م کال د خیبرپښتونخوا د خلیلو ټپې په مشهور کلی سپینه وړۍ کې زېږدلې ده. پلار سید سلطان محمد نومېده او په خپله هم د پښتو ښه لیکوال او ښه شاعر و چې د عبدالقدوس تندر مشر زوی و.

 مېرمن زیتون بانو ابتدایي زده کړې د پښور د اسلامیه کالج په ښوونځي کې کړي او د الزابت گلز لیسې څخه له لسم ټولگي فارغه شوې ده. د لوړو زده کړو لپاره فرنټیر کالج ته بریالۍ شوه او زده کړې یې په پښتو اکادمۍ کې د ماسترۍ تر درجې ورسولي. مېرمن زیتون بانو د باچا خان د ملي تحریک خدایي (خدمتگاران) فعاله غړې وه.

دې د ګڼو لنډو کیسو ترڅنګ راډیويي ډرامې هم کښلې دي.

زیتون بانو په خپلو کیسو کې د ښشځو مسایل په خورا ښکلي انداز انځور کړي دي.»

دغه راز په بي بي سي پښتو کې د زیتون بانو د فرهنگي شخصیت او مړینې په باب داسې راغلي دي:

د پښتو ژبې پېژندل شوې لیکواله او شاعره زیتون بانو د ۸۳ کاله په عمر وفات شوه

زیتون بانو

۲۳ وږی ۱۴۰۰ – ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۱

د پښتو ژبې مشهوره لیکواله، خبریاله او شاعره زیتون بانو د ۸۳ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله پېښور کې وفات شوه. زیتون بانو د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ په پېښور راډیو کې د پروډیوسرې په توګه هم دنده درلوده او څه موده ښوونکې هم پاتې شوې وه.

زیتون بانو له کم عمرۍ د شعر لیکل پیل کړي وو او وروسته یې د نثر په برخه کې هم ډېر کار کړی او ګڼ شمېر لنډې کیسې، ناولونه او ډرامې یې لیکلې دي.

د پښتو ژبې ادیب او شاعر او د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر اباسین یوسفزي د زیتون بانو د لیکوالۍ په هکله بي بي سي ته وویل:

“زیتون بانو د پښتو کیسې ته نوی رنګ ورکړ، په ځانګړې توګه ټولنیزو مسایلو او ښځینه مسایلو کې زیتون بانو داسې څه ویلي، چې دا خبرې مخکې زموږ په کیسو کې نه لیدل کېږي، پر همدې بنسټ موږ ویلای شو چې زیتون بانو یوه انقلابي لیکواله ده”.

ښاغلی یوسفزی وايي، زیتون بانو داسې مهال لیکوالي پیل کړه، چې ښځینه لیکوالو ته په زغرده خپله خبره کول خورا ګران کار و او له همدې کبله نوموړې په ادبي کړیو کې ډېره ستایل شوې ده.

نوموړی زیاتوي: “زیتون بانو په خپل وخت کې د لارې ډېر اغزي په خپل پړوني کې ټول کړل او د پښتنو مېرمنو لپاره یې د ادب او رسنیو په برخه کې لار هواره کړه”.

د زيتون بانو دغه پښتو اثار چاپ شوي دي: هنداره- لنډې کيسې، مات بنګړی- لنډې کيسې، ژوندي غمونه- لنډې کيسې، خوبونو- لنډې کيسې، زما ډايري- لنډې کيسې، نېزه وړی- لنډې کيسې، د شګلو مزل- په ټولنيزه کچه د ښځو ستونزې او داسې ځينې نور کتابونه هم شامل دي.

نوموړي د پښتو تر څنګ په اردو ژبه هم ليکوالي کړې ده.

زیتون بانو ته د ادبي خدمتونو له کبله پاکستان حکومت د (تمغه امتیاز) په نامه جایزه هم ورکړې.

د زیتون بانو جنازه به چارشنبه د پېښور ورسک روډ سیمه کې ادا کېږي.»

په یوې مشهورې ویبپاڼې (independenturdu.com) کې د زیتون بانو د مړینې خبر انیلا خالد نومې قلموالې په دې تورو ولیکه:

«زیتون بانو: 

د پښتو ادب لومړۍ میرمن چې تر وروستۍ ورځې پورې یې لیکنې ته دوام ورکړی. د خیبر پښتونخوا مخکښ پوهاند زیتون بانو چې د ادب په نړۍ کې د “مور بیبي” په نوم مشهوره ده، د سه شنبې په شپه مړه شوه.»

زیتون بانو د لنډو کیسو تر څنگ ناولونه او راډیو ډرامونه هم لیکلي دي. دې د خپل فرهنگي کار په موده کې د پښتني مېرمنو د پرمختگ له پاره داسې لار پرانسته چې په ډېر زحمت سره یې د راتلونکو مېرمنو له لارې خنډونه په عملي ډول لرې کړل.

له اوسنیو خپرو شوو اسنادو داسې ښکاري چې له زیتون بانو څخه اوه چاپ شوي کتابونه راپاتې دې، دا یې نومونه دي:

ــ هېنداره ( لنډې کیسې)،

ــ ژوندي غمونه ( لنډې کیسې)،

ــ مات بنګړي ( لنډې کیسې)،

ــ خوبونه ( لنډې کیسې)،

ــ زما ډایري ( لنډې کیسې)، 

ــ نیزه وړی ( لنډې کیسې)، 

ــ سوغات (شعري ټولګه).

کېدای شي زیتونه بانو نه هم لکه نور قلموال په خپل کور کې څه ناچاپ اثار پاتې وي چې موږ او میډیا پرې خبر نه یو، ښایي په راتلونکو چې د چاپ او خپرېدو زمینه ورته برابره شي.

زیتون بانو د هنري نثر د لیکلو ترڅنگ، شاعري هم کړې ده او د ژونالیزم په ډگر کې یې هم فعالیتونه لرلي دي. د دنیا ورځپانې په ویبسایت (https://dunya.com) کې د زیتون بانو په هکله د یوې لیکنې په ترڅ کې راغلي دي چې دې د  «منجیلا» ترسرلیک لاندې یوه شعري ټولگه هم خپره کړې وه. د یادې لیکنې په یوه برخه کې د زیتون بانو د اثارو په باب داسې راغلي دي:

«… زیتون بانو، د تاج سعید میرمن هم د اردو مشهور لیکوالانو څخه ده. اجازه راکړئ تاسو ته د زیتون بانو په اړه په لنډه توګه ووایم چې هغه په ​​پښتو ادبیاتو کې یو مهم نوم دی. د هغې لیکنې د پښتي کلتور بشپـړ انعکاس دی. د هغې افسانې په نړیواله کچه نوم لري. هغې په خپله کیسو کې د ښځینوو درېدنه او مقاومت په بشپړ ډول انځور کړی دی. 

دا مشهوره اردو او پښتو لیکواله د  ۱۹۳۸ کال د جون پر ۱۸مه نېټه، پـېـښور ته نږدې په سفید دره کې زېـږیدلې ده. د هغې پلار، پیر سید سلطان محمود شاه، یو روښانفکره لیکوال و چې زیتون بانو باندې یې هم لوړې زدکړې وکړې… هغې د ۱۹۵۸ او ۲۰۰۸ ام کلونو ترمینځ په ​​اردو او پښتو ژبه باندې لنډې کیسې او کتابونه ولیکل… هغې په ​​پښتو ژبه باندې یوازې یوه شعري ټولګه لیکلې وه، «مانجیلا» چې په ۲۰۰۶ ام ع کال کې خپره شوه.»

اغلې پاکیزه ارزو په د ۲۰۱۳ په نومبر کې د « زیتون بانو غوره او منلې کیسه لیکونکې» ترسرلیک لاندې د زیتون بانو د ژوند، هنري هڅو او د هغې د هنري نثر د ځانگړونو په باب یوه غنیمت مقاله په تاند ویبپاڼه کې خپره کړې وه چې ما هماغه وخت په خپل ارشیف کې خوندي کړې وه. دلته به د زیتون بانو د فرهنگي شخصیت ته د درناوي په پار او د اغلې پاکیزه ارزو د قدر وړ څېړنې د بیا یادولو په خاطر، د هغې د لیکنې ځینې برخې راواخلم:

«د پښتو د ښځینو لنډو کیسو په کتار کې چې کوم نوم تر ټولو مخکې راځي او د یوې سترې کیسه لیکونکې په توګه را څرګندېږي هغه مېرمن زیتون بانو ده، چې تر نیمې پېړۍ یې د ښځو په موضوعاتو او مسایلو کې د یوې پیاوړې کیسه لیکونکې په توګه خپل قلم ځلولی دی. ډاکتره انیتا اعظم په خپل څېړنیز اثر(د پښتو په افسانو کې د ښځې اولسي مقام او کردار) کې د مېرمن بانو په هکله لیکي: 

«د پښتو فکشن په نړۍ کې زیتون بانو د یوې سترې افسانه لیکونکې په حیث ډېره څرګنده او په زنانه لیکوالو کې د ټولو نه بره او غوره منلې کېږي. زیتون بانو په خپلو څلورو واړو افسانوي مجموعو:

ــ هېنداره، 

ــ مات بنګړي، 

ــ خوبونه،

ــ او ژوندي غمونه، 

کې زموږ په معاشره کې د ښځې د ذات حیثیت د هغې سره د سړو ناروا سلوک او د هغې نه چاپېره بې شمېره مسلو او د هغې د حل د پاره د لارو چارو په لوري د مختلفو زایو نه ژوره کتنه کړې ده او یوه ښځه چې د ښځو په مسلو او هغې  ته د ورپېښو مشکلاتو او کړاښتونو په حلقه څه محسوسات او تجربات لري هغه واړه د بانو په افسانو کې په ساهو او حقیقي رنګ کې موجود لیدای شي» 

… مېرمن بانو د پښتو ژبې په لومړنیو نثر لیکونکې لیکوالو کې د لومړنیو ښځینه نثر لیکونکو په کتار کې راځي، چې: 

ــ هېنداره،

ــ ژوندي غمونه،

ــ مات بنګړي،

ــ خوبونو،

ــ زما ډایري، 

ــ او نیزه وړی، 

په نومونو یې د لنډو کیسو شپـږ ټولکې خپرې شوې دي او د سوغات په نوم د شعرونو ټولګه هم لری.

مېرمن بانو په کیسه لیکنه کې د جلا سبک خاونده ده. کیسې یې د پښتنې محیط د ښه انځور ښې بېلګې دي. د مېرمن بانو د کیسو محتوا ټوله د ښځو د ژوند بیلابیلو برخو ته بېله شوې او دې د خپل کیسه لیکنې په قوت په ډېره ښکلې داستانې ژبه دا ستونزې بیان کړي دي. د زیتون بانو لنډې کیسې د شکل له پلوه اوږدې دي، د کیسو کرکټرونه یې په ښه توګه انځور کړي، د کیسو ژبه ډېره ساده ده لکه د پښتونخوا خلک چې په روزمره ژوند کې خبرې پرې کوي او د هر کرکټر ژبه د هغه شخصیت ښه نماینده ګي کوي. په خبرو کې یې له تکلف څخه کار نه دی اخیستی، خو په ځینو کیسو کې یې د ضرورت په مطابق بې باکه ژبه هم کارولې ده. 

د موضوع او محتوا له پلوه د ښځو ستونزې لکه د زور واده، جنسي غرایز، دود او دستور او پيغورونه او همدارنګه د ښځو د ذات مېړانې او استقامت ته ځانګړې شوي دي. ډاکټر انیتا اعظم په خپل اثر (د پښتو په افسانو کې د ښځې مقام او کردار) کې د بانو د کیسو د موضوعاتو په اړه لیکي: 

«زیتون بانو په زنانه افسانه لیکونکو کې د ټولو نه باشعوره او لویه افسانه نګاره ده او په باقاعده ډول یې د افسانې په میدان کې د زنانه وو په موضوع باندې ځینې شهکار افسانې لیکلې دي او په دې خبره کې به ډېره مبالغه نه وي چې زیتون بانو د دغه اوږد دور ۱۹۵۵ـ ۱۹۸۵ پورې او د هغې پس  د پښتو افسانو ایکې زنانه لیکواله ده چا چې د په مستقل مزاجي او تسلسل سره د ښځو په موضوعاتو او د هغوی په مسلو د زړه له اخلاص او مړه خوا بې شمېره افسانې ولیکلې. د زیتون بانو د افسانو جینکۍ او ښځې د ازداۍ نه پس د نوي نسل هغه نماینده کردارونه دي چې موږ او تاسو یې خپل ګېر چاپېره ژوند کې وینو.»

د مېرمن زیتون بانو له شپږو ټولګو څخه مې یوازې د ژوندي غمونه، نیزه وړی او زما ډایري ټولګې پیدا کړي. چې د دغو ټولګو په کیسو کې مېرمن بانو ټولې د ښځو په ډېرو مهمو ستونزې کیسې لیکلې دي او بانو په داستاني ژبه دا ستونزې په ښه توګه بیان کړي دي. چې موضوع له پلوه د ژوندي غمونه ټولګه یې په ډېرو مهمو ښځینه موضوعاتو کیسې لري، چې د چلمچی، کخی، زه کونډه نه یمه ، ژوندي غمونه او زنځیرونه د یادولو وړ دي. 

د بانو د کیسو پیغام  ډېر واضح دي او د دې ډېرې کیسې د تعلیم ارزښت او په خاصه توګه د ښځو تعلیم ته ځانګړې شوې کوم ضرورت چې پښتنه ټولنه تل د هغه له کمبود سره مخامخ ده او له نن څخه پنځوس کاله وړاندې چېرته چې سړو نه شوای کولای زده کړې وکړي، مېرمن بانو د ښځو تعلیم ته خپلې کیسې ځانګړې کړي دي چې د همداسې کیسو څځه یوه هم د زنځیرونه کیسه ده، چې د تعلیم او په خاصه توګه د ښځو د تعلیم ارزښت ته ډېره پاملرنه شوې. د دغې کیسې مرکزي کرکټر شمو د خپل د تره له زوی سره کوژده کېږي چې دا کوژده د دې د تره کره ډېرې خوشالۍ راوړي، خو مخکې له واده د شمو کوژدن مړ شي، شمو ته کونډتون عذاب شي او شمو په کلی کې د سپیرې په نوم مشهوره کېږي. نه یې خسرګنۍ نه یې پلار ګنۍ او نه یې خورلڼه په کور کې ساتي. شمو له کلی د ښار په لور مخه کوي. په ښار کې له یوې داسې ښځې سره اشنا کېږي چې هغه خپله هم کونډه وي، خو په خپل همت یې خپل اولادونه پاللي وي. کونډه شمو خپل کورته راولي او شمو ته د ژوند کولو همت وربښي، د کونډې لور جمیله شمو ته لیک لوست ورزده کوي ان دا چې لوړې زده کړي پرې کوي او شمو د پوهنتون استاده کېږي او خپل ټول ژوند د ښځو د ژوند ښوالي ته وقف کوي. 

دا کیسه د یوه لیک په توګه لیکل شوې چې شمو یې خپلې خورلڼې ته رالېږي او د خپل ټول ژوند حال په کې لیکي چې څرنګه یوه سپیره او بدبخته شمو خوشبخته کېږي. سره له چې پنځوس کاله وړاندې د ښځو زده کړې عام نه و، خو مېرمن بانو په دغه کیسه کې هڅه کړې چې دا پیغام ټولنې ته ورکړي چې تعلیم د نیکمرغي سر چینه ده او که ښځې زده کړې وکړي نو کولای شي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي همدارنګه د ښځو د حوصلې او استقامت پیغام هم لري چې ښځه په هر قسم حالاتو کې ژوند کولای شي او که همت وکړي کولای شي چې له بدو حالات سره مبارزه وکړي او دا مبارزه به یې ضرور بې نتیجې نه وي.  د مېرمن بانو دغه کیسه د جوړښت له مخې د اوسني دور ښځینه لیکوالو له کیسو سره توپیر لري، خو د موضوع له اړخه نن هم ښځې له همدغو ستونز سره مخامخ دي. له بده مرغه نن هم ښځينه لیکوالې په همدغو موضوعاتو کیسې لیکي چې دا دې بدمرغۍ خبره ده  چې د پښتنو مېرمنو د پنځوسو کلو وړانډې ژوند او د اوسني ژوند تر منځ هیڅ توپیر نه دی راغلی، د ښځې وجود نن هم په پښتنه ټولنه کې په هیڅ لحاظ خوندي نه دی، نن هم د پنځوسو کلو وړاندې پېښې باربار د ښځو په ژوند کې تکرارېږي.

خو د زنځېرونو د کیسې شمو د کرکټر پر خلاف مېرمن بانو د چلمچي په کیسه کې د یوې داسې پیغلې کرکټر د مهتابې په نوم راپېژنی چې د ډاکتري تر درجې رسېږي خو د روغتون په محیط کې د نارینو ډاکترانو په منځ کې خپل شخصیت نشي ساتلی او د روغتون د هر ډاکتر د دورغنجې مینې ښکار کېږي. 

کله چې مهتابه دا ټول احساسوي، نو ډېر پرې ناوخته شوی وي کله چې غواړي د روغتون له یوه عادي کارکونکې سره واده وکړي، نو د روغتون ډاکتران هغه ته وایي چې مهتابه د یوه چلمچي حیثیت لري چې هر چا پکې لاس مینځلی او هغه سړی هم د واده کولو څخه پښېمانه شي او د مهتابې برخلیک د تور داغ په څېر له هغې سره مل شي. مېرمن بانو په دغه کیسه د یوې پېغلې له معصومو احساساتو د نارینو ناوړه ګټه په ښه توګه انځور کړي.

مېرمن بانو په کیسو کې که د یوې ساده کلیوالې پېغلې ستونزې او دردونه راخیستي نو د ښار په ازاد محیط کې یې ښځې هم نه دي هېرې او د هغو مسایل یې هم په کیسو کې رانغښتي دي، چې په دواړو چاپیریالونو کې  په یوه رنګ ورسره مخامخ دي.

د مېرمن زیتون بانو د ژوندي غمونه د ټولګې ټولې کیسې د موضوع له اړخه دېرې درنې دي او په داسې موضوعاتو یې کیسې لیکلي چې ښځې په وار وار ورسره مخ شوي. زیتون بانو د سترې کیسه لیکونکې په توګه د ښځینو په کیس لیکونکو کې خپل ځای او مقام لري او کیسې یې ښځو ته د ورپېښو مسایلو صفا هېنداره ده. مېرمن بانو د خپلې وروستۍ ټولګې (نیزی وړی) تړون په خپل نوم کړی او ویلې دي: 

«چې زه یوه ښځه یم او د ښځې د زمکې په مخ هیڅ خپل نشته.»

اغلې زیتون بانو که له یوې خوا په یوه نارینه واکې ټولنې کې د ښځو د حقونو انځورونکې او غوښتونکې ده، نو له بلې خوا په خپلو ټولو فرهنگي کارونو (کیسه لیکواله، شاعره، ډرامه لیکونکې ژورنالسته او ښوونکې) کې د یوه جلا سبک لرونکې فرهنگي شخصیت حثیت هم لري او ټول عمر یې په نظر او عمل کې د پښتنې ټولنې له هغو منفي دودونو سره په مبارزه کې تېر کړ، چې پښتني مېرمنې په کې راایثار دي. 

د زیتون بانو اروح دې ښاده وي،

جنت الفردوس يې ځای

دا هم د زیتون بانو د پښتو کلام یوه بېلگه:ااااا

کـه راځې، نـو رود د اوښکو به روان کړم

د الـفـت گــودر بـــه بــيــا درتــه ودان کړم

ژوند مې لاړو يو ارمان شو دې ارمان کې

چې پـوره د ارمـانـي ژونــد يـو ارمان کړم

د سـپـرلي او د ســرو ګـلـو ذکـر مــه کــړه

زه قـصه د سـوي زړه څـيرې ګريوان کړم

دا خــو اوښـکـې ځـارول دي سـتـا لـه غمه

سر بـه هـم د سـتـا لـه سر ځـنې قربان کړم

پـه زړگـي مې تـورې لـړې راخــورې دي

ځـکــه طــمـع د کـکـو نـــه د بـــاران کړم

د خـيـالـونــو گـوډاگـی يې ځـوانـيمرګ شو

اوس بـه څه بـانـدې قرار زړګی نادان کړم

زمـا رنـځ خـو دغـه رنـځ دی بـس طـبـيبه !

چې تـه راشې زه خپـل رنځ درته بيان کړم

کــه مــې څــړيـکـه د بـانـو د مـينې درکړه

نـو قـسم دی چـې دا مـيـنـه بـه آسـمان کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب