یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+د کاظم خان شیدا په شاعرۍ کې نوستالژي

د کاظم خان شیدا په شاعرۍ کې نوستالژي

 لیکوال: جاوېد آفتاب

سریزه

     یعقوب(ع) کلونه کلونه د خپل زړه ټوټې (یوسف) پسې وکړېده، د سترګو دید یې پسې بایلود، لنډه دا چې تر هغې یې نه هېرېده، چې بېرته یې په غېږ کې نه و نیولی. غازي امان الله خان تبعید ته اړ کړای شو، خو تر مرګه یې په پردېسۍ کې خپله خاوره او ولس هېر نه‌کړ او هره شېبه به د خپل وطن په یاد کې له نوستالژیک روان سره مخامخ و. همداسې خوشحال خان خټک څلور کاله او نهه میاشتې له کور، کلي او کورنۍ څخه لرې په بند کې تېر کړل او په دغه موده کې یې د خپل تېر ژوند، ټاټوبي او کورنۍ یادونه په خپلو ډېرو شعرونو کې کړې ده. دا ټول د انسان په درون کې هغه روحي او رواني احساسات او عواطف دي چې په انسان کې د تېرو مختلفو پدیدو په اړه یو ډول رواني سګنال را ژوندی کوي او دغه تېر یاد کې یې ارماني ډوبوي، چې همدې ته په نوې اصطلاح نوستالژيا (Nostaligia) وايي.

نوستالژیا په پردي چاپېریال کې د خپل د هستوګنځي یاد او د هغه په اړه حسرت، تېر ژوند پسې افسوس، له لاسه تللو شیانو، موقعیتونو او خوږو عزیزانو پسې خپګان او د هغوی یاد ته وايي. لکه خوشحال خان چې خپلې ځوانۍ پسې ارمان کړی:

چې د ځوانۍ ساعت را یاد شي 

په هر زمان مې پسې فریاد شي 

په کلاسیک دور کې داسې د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې د نوستالژیا څرکونه لیدل کېږي، چې په دې مقاله کې مې د کاظم خان شیدا (۱۱۳۵-۱۱۴۰هـ.ق کلونو شاوخوا زېږېدلی) په شعرونو کې په نوستالژۍ خبرې کړې دي. شیدا په تنکۍ ځوانۍ کې د زمانې ناخوالو له لاسه له خپل ټاټوبي«روه» نه هند ته جلاوطن شو. هغه د خپل دیوان په سریزه کې په ځوانۍ کې له کوره وتل داسې بیانوي:

دل می تپد و نیست کسی داد رسِ ما 

از قافله دور است خروشِ جرسِ ما (۱)

د هغه په دیوان کې داسې ډېر شعرونه شته چې د جلاوطنۍ، تېر عمر، خپلوانو او ملګرو په یاد یې په سوزناک انداز کې ویلي، چې ما د خپلې موضوع اړوند د هغه ځينې شعرونه راسپړلي دي.  

اصلي متن:

     نوستالژي یوه فرانسوي ګړنه ده چې له (Nostaligia) چې د یوناني له (Nostos) یعنې تېر ته ستنېدل او (Alogos) درد او رنځ معنا لري، رغېدلې ده. د لغاتو په قاموسونو او فرهنګونو کې د تېر ارمان، د غربت غم، په هېواد او کور پسې ځورېدنه او د لرې‌والي درد په معناوو راغلې ده. اکسفورډ ډکشنري، نوستالژي یو ډول زړه تنګي معنا کړې چې له خپل ټاټوبي څخه د  اوږد مهاله لرې‌والي له امله پیدا کېږي. (۲) 

نو لنډ پېژند یې داسې کولای شم چې نوستالژي د تېر وخت، شیانو، وګړو او موقعیتونو په اړه دروني تریخ یا خوږ احساس ته وايي.

لومړی به د نوستالژي کلمې د پیدايښت او شالید په اړه لنډ ولیکم چې:  

   که تېر ادبي او علمي تاریخي کتابونه وپلټئ، نو د نوستالژۍ کلمې څرک به په کې پیدا نه کړئ؛ ځکه دغه کلمه د نیولوګېزم محصول دی. په لومړي ځل یوه سویسي څېړونکي «جوهانس هوفر» دغه کلمه جوړه او په خپله هغه مقاله کې یې کارولې چې د دوو ناروغانو د روحي حالات توصیف په اړه یې لیکلې وه. (دا مقاله یې په ۱۶۸۸م. د جون په ۲۲مه لیکلې وه). 

د ډاکټر هوفر دوه ناروغان چې یو له «برن» ښار نه «بازل» ته د زده‌کړو لپاره تللی و او بل یو مسافر خدمتګار و، دغه دواړه هغه مهال بالکل روغ رمټ شول چې بېرته خپلو کورونه ته ولېږل شول. البته په ننني طبابت کې دې ډول ناروغۍ ته د «د انطباقي اختلال» اصطلاح کارېږي. په عین حال کې دا ډول ناروغي او اختلالات په ځینو هغو سویسي نظامیانو کې هم ولیدل شوې، چې له هېواد بهر په خدمت بوخت وو. په لومړیو کې داسې تصور کېده چې شاید د دې سرتېرو رواني بدني حالات د یو فیزیولوژیکي او یا له نورمال سطحې نه ټيتې ارتفاع ته د سفر له امله وي. 

په لومړیو کې نوستالژي یوه طبي اصطلاح وه، خو ډېر ژر د فیلسوفانو پام ور واوښت. هالر یې په اړه په علمي خپرونه «Diberto» کې مقاله ولیکله. روسو یې په اړه وضاحت ورکړ، چې څنګه یو ساز یا موسیقي کولای شي په ټولیزه توګه د نوستالژیا د شدیدې بېرته ستنېدنې میل د سویسي سرتېرو په منځ کې رامنځ ته کړي.

کانت په دې باور و چې د نوستالژي لامل تبعید نه دی، بلکې لوی سبب یې فقر او غربت دی؛ شتمني او اجتماعي موقعیتونه هغه له منځه وړلی شي. د هوفر د مقالې له چاپ نه یو پېړۍ وروسته (د ۱۷۸۹ نه تر ۱۸۱۵م. کلونو ترمنځ) شرایط داسې شول چې له وطنه لرې د مهاجرینو په شمېر کې ډېر زیاتوالی راغی او د ناروغانو شمېر، چې هغه وخت په کې د «نوستالژي» ناروغي تشخیص شوې وه، څو برابره زیات شو. خو په دې وخت کې د ډاکټرانو، په ځانګړې توګه د نظامي ډاکټرانو رواني تجربه لا ډېره شوې وه. هغوی په تجربې سره زده‌کړې وه چې دا اختلال څنګه تشخیص کړي، د هغې رواني درملنه وکړي او د تجربو له مخې د خپلو ناروغانو په ذهن کې د هغوی تېر خواږه یادونه را تازه کړي. یو له دې ډاکټرانو «بارون پرسي» لیکلي «د ناروغۍ درملنه باید روحي وي، نه درمل، تجربو ښودلې ده چې د درملو توصیه د رواني ناروغیو له زیاتوالي/ بدتر کېدو پرته بله ګټه نه‌لري.» 

له ۱۸۳۰م. نه وروسته، د ډاکټرانو د کار سبک او سیاق ډېر توپير وکړ. هغوی د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره له ضرر پېژندنې او د ناروغیو مسبب د میکرو ارګانیزمونو له کشف څخه ګټه اخیسته. خو په لازم ډول نه اتوپسي او نه میکروسکوب کولای شول د هغو خلکو د ناروغیو تشخیص او درملنه وکړي، چې خپل ټاټوبي ته د ورستنېدو لپاره یې زیات فکري وسواس لره. 

د نوستالژي د کلمې سر کرار، کرار د ادب نړۍ ته را ننوت او د ۵۰ کالو په اوږدو کې ورو، ورو له طبي متنونو څخه ووت او بیا د ناروغانو د توصیف لپاره ونه کارېدله. په همدې وخت کې د ادب په نړۍ کې را ګډه شوه، خو په ادبیاتو کې د ناروغي په معنا نه، بلکې په ځنډ یا ناوخته د غم او رومانتیکو احساساتو پیدا کېدو ته اشاره وه. «نوستالژي د فرانسې رومانتیک عصر په ادبي ژبه کې د هوګو، بودلر او سارتر په آثارو کې مختلفې معناوې لري. د هوګو په آثارو کې له وطن نه د لرې‌والي درد؛ د بولر په آثارو کې له پردي وطن سره اشتیاق لرل او له لاسه وتلو شیانو لپاره اشتیاق او د سارتر په آثارو کې د هېڅ په اړه د حسرت یا اشتیاق لرلو په معنا وو. د شلمې پېړۍ په پيل کې نوستالژي یو ځل د انسان جغرافیه‌يي بې‌وطنۍ په معنا سر را جګ کړ.» (۳) 

نوستالژي یوه ارواپوهنیزه ګړنه ده چې نن ورځ یې ادبیاتو ته لاره کړې ده. نوستالژي یا افسوس یا تېر ارمان د هغه شاعرانو او لیکوالو تېر ارمان او خواشیني ده چې تېر ته په کتو سره یې د هغو په اثارو کې ظهور کړی وي او لوستونکو ته یې وړاندې کوي.(۴)

نن ورځ دغه ګړنه یعنې نوستالژي په دوو استقامتونو یا د دوو لوریو په موجودیت کې تعبیر او تفسیرېږي چې یو یې فردي او بل یې ټولنیز استقامت دی. 

فردي: یو لوری یا یو استقامت د فردي ځان ناخبرۍ له لارې.

ټولنیز: د جمعي ناخودآګاه یا ټولنیز ځان خبرۍ له لارې پېژندل کېږي.(۴)

یعنې فردي ځان ناخبري په دې معنا چې یو انسان په خپل غم، درد او افسوس کې بل څوک ځان سره نه شریکوي او ټولنیزه ځان ناخبري هغه درد، غم یا افسوس چې له هغې په ټولنه کې نور وګړي هم اغېزمن کېږي یا په عین درد کې ځان یا خپل حالت پیدا کوي. 

څېړونکی محمد اکبر کرګر په خپل اثر «پښتو شعر او نوستالژي» کې لیکلي: “نوستالژي د ارواپوهنې یوه ګړنه ده خو په ښکلي طرز او خپه کوونکي اغېزناک اواز د کلام او لیکنې له لارې د دې سبب شوی چې په ادبیاتو کې یوه لاره پرانیزي. لیکوال او شاعر دی چې له خپلو موجودو امکاناتو نه په ګټې اخیستلو سره خپل خپه احساسات او له درده ډک افسوسونه او یا د تېرو لرې وختونو خاطرات د ګړنو او کلماتو قلمرو ته ننباسي او بیا همدغه جملې او عبارات دي چې پر لوستونکي یا مخاطب باندې د شاعر د احساساتو په انتقال کې جادویي او اساسي ونډه لري.   

شاعران او لیکوال چې همېشه بدیو او ناوړتیاوو نه د ازادې ارماني ټولنې په لټه کې دي، په ځان خبري او تر زیاته حده په ځان ناخبري توګه خپلې تېرې نېکې ماضي ته مخ اړوي، په دې لټه کې ټولنیزه نوستالژي له دوه چنده قدرت او ښکلا نه برخمنه ده. 

نوستالژي په ادبي څېړنو کې هغه ډول هستونو ته ویل کېږي، چې د هغو پر بنسټ شاعر یا لیکوال په خپلو شعرونو او لیکنو کې تېر ته پام کوي او یا د هغه هېواد چې یاد یې په فکر کې راځي، په ډېر افسوس او درد سره یې ترسیموي. کېدای شي دغه حسرت او زړه تنګي د خپل پلرني ټاټوبي او د هېواد د کوچینوالي دوران ښه سیاسي، مذهبي او اقتصادي حالت او له تېر سره شوق او مینه وي. نوستالژي یو لړ ځانګړتیاوې هم لري لکه د تېرو خاطراتو او تمایلاتو یادونه، تېر ته ستنېدل او داسې تمایل چې بېرته خپل ټاټوبي ته د ورتللو مینه او شوق، ارکاییزم یا لرغونپالنه، اسطوره جوړونه او ارماني دنیا ته پناه وړل دي، چې په متن کې د دغه ډول مشخصاتو موجودیت په تېر پسې د شاعرانو افسوس او یا ارماني راتلونکي پسې د شاعر تمایل جوتوي.” ( ۴) 

لکه څنګه چې د نړۍ ادبیات له نوستالژۍ خالي نه دي، داسې د پښتو ادب هم ترې بې‌برخې نه دی. حتی د پښتو شفاهي یا ولسي ادب بې‌ساری او غني فورم(لنډۍ) یې ډېر ښه انځورونه لري:

مسافري دې ډېره وکړه

راځه راځه روزي به خدای را رسوینه

داسې ډول ډول نوستالژیکې بېلګې نورې هم شته. همداسې که د پښتو شعر او داستاني ادبیات وپلټو، نو ډېرو شاعرونو او لیکوالو په شعرونو او لیکنو کې به یې بېلګې وموندو. زما په اند داسې شاعر به نه وي چې د هغه په شعرونو کې دې د نوستالژيا څرک نه وي. 

ما کاظم خان شیدا په شاعرۍ کار کړی، د شیدا په شاعرۍ کې د نوستالژیا بېلګې ډېرې دي، هغه په جلاوطنۍ کې د خپل خاپوړو وطن، ښکلي طبیعت، کور کلي، خپلوانو، ملګرو او تېرو خاطرو یادونه د شعر یوه برخه ګرځولې او د دې ټولو انځورونه یې په ډېر ښکلي او هنرمندانه توګه په کې ځای کړي دي. دغه څلوريځه یې په تېر ژوند پسې د ارمان ښه بېلګه ده:

همېشه ژاړم په تېر صحبت پسې

په هغه مهر په محبت پسې

لکه شیشه یم د ساعت ګوره

زړه مې دوه نیم شو په تېر ساعت پسې(۵)

لکه څنګه چې مو وویل چې نوستالژي د تېر عمر یا د وګړو، شیانو او موقعیتونو په اړه یو دروني تریخ یا خوږ احساس ته وايي، نو دلته په ترتیب سره د شیدا په شاعرۍ کې لومړی د تېر عمر ارمان، بیا د اشخاصو، ورپسې د شیانو او پای کې د جلاوطنۍ او طبیعي موقعیتونو په اړه د هغه په ترخو او خوږو احساساتو، تېر یادونو او ارماني اړخونو باندې بحث کوو.

۱- د تېر عمر ارمان:

تېر مهال پالي فردي نوستالژي هغه ډول دی چې شاعر یا لیکوال پکې شېبه یا خپلې تېرې شېبې ترسیموي او په هغو پسې ارمان کوي. پرته له دې چې نور په دې ارمان او غم کې له ځان سره شریک کړي، ځینې مفاهیم لکه فریادونه، له زړښت نه شکایت، سپین وېښتان، په ملا کړوپېدل، د ځوانۍ، ثروت او له لاسه تللي ملکیت په یادولو سره رامنځته کېږي. (۳) 

شیدا دلته د تېر مهال پالي فردي نوستالژۍ یعنې د خپل تېر عمر (ماشومتوب او ځوانۍ) پسې ارمان کوي، چې کاش بېرته راستنېدای شوای:

که هر څو ډېر شي شکر و شهد 

ځنې بهتر دی د شودو مهد 

څرنګ به راشي د راحت خوبه 

ووت له لاسه د طفلۍ مهد (۶)

د لومړي بیت په دویمه مسره کې «د شودو مهد» د ماشومتوب د زانګو وخت شوده له نورو ټولو شکر او شاتو غوندې خوږو نه بهتر بولي او په وروستۍ مسره کې«د طفلۍ مهد»  د ماشومتوب د وخت ځانګو ښیي، یعنې د ماشومتوب ښکلی له سکون او راحته ډک ژوند مې له لاسه ووت، چې بېرته نه راګرځي. 

همداسې د خپل غزل په یو بیت کې وايي: 

نه په روی، نه په زارۍ، نه په زور ګرځي 

وایه تللی عمر اوس په څه راستون کړم؟(۷)

بل ځای بیا وايي: 

زوړ شوم مئینه غم دې زوړ نه شه

خس که ایرې شه تاو یې سوړ نه شه

زه یې په پچه کړم د وچې څانګې

هنوز په وینو زما موړ نه شه (۸)

۲-  د وګړو یاد او ارمان:

د خپل خپلوانو یا د نږدې ملګرو بېلتون او جدایي د انسان روان ځپي، دا بېلتون که د کورنۍ له غړو یا ملګرو مسافري وي یا د تل لپاره خدای پاماني، هر یو یې په انسان باندې نظر د هغوی صبر او حوصلې ته خپل رواني اغېز لري. ځینې یې په چوپه خوله زغمي، خو په ځینو کې بیا دغه نوستالژیکه غوټه ځان سپړي او بالاخره دغه دروني درد او تریخ احساس د شعر یا نثر په ژبه ځان را برسېره کوي. 

شیدا د خپلې مور په مړینه رنځېږي او د مور د بېلتون دغه درد یې په آرام نه پرېږدي. هغه په یوې څلوریځه کې په خپل دغه درد او غم داسې ژړلي:

غم به تر عمره د والدې کړم

خندا مې پرېښوه ژړا کوم زه

سال د رحلت یې له ما نه واوره

بهشت یې ځای شه دعا کوم زه (۹)

همدارنګه شیدا د دوو ورونو (فتح الله او الله نور) له غبرګې مړینې نه وروسته دغه مرثیه لیکلې:

چې فتح الله او الله نور له دنیا ولاړل

په غمونو کې یې فرق تر میاشتې کم 

په هر چاو رحلت سخت د دواړو ورونو

په فراق کې یې نالان و لوی و کم

تامل یې په بیان د تاریخ وشه

  راته ووې زړه، آهاد قلوب غم (۹)

دلته د دې خبرې یاد اړین بولم چې کامل مومند (فتح الله او الله نور) د کاظم خان شیدا ورونه یاد کړي او صدیق الله رښتین بیا د هغه ملګري بللي، خو حبیب الله رفیع بیا په آواره شیدا کې وايي چې “دا مړه کسان نه د شیدا ورونه وو نه دوستان، بلکې دوی دواړه په خپل منځ کې سره ورونه وو، چې د شیدا د استوګنې په محله کې اوسېدل، دوی دواړه د یوې میاشتې په اوږدو کې مړه شوي او دې تراژیدۍ (د دوو ورونو غبرګ مرګ) ټوله محله غمجنه کړې چې له دوی نه یو شیدا هم دی او په دې قطعه کې یې د ټولو غم انځور کړی دی: «په هر چاو رحلت سخت د دواړو ورونو» نو ځکه د ده ورونه څه حتی دوستان یې هم نه شو بللی او دلته هېڅ داسې نخښه نشته چې دا ورونه له شیدا سره منسوب کړي، ځکه د «زما ورونه» یا «ورونه مې» او داسې نور تړونکي ضمایر نه‌لري.”(11)

د خپلې کورنۍ غړي؛ خوشحال (شاید د تره زوی یې وي)، د مړینې په اړه یې د خپل سوي زړه آهونه داسې له خولې راویستي:

د خوشحال په جدایۍ کې باور وکړه

خسته زړه زما کتاب و آه مې سیخ دی

چې روزي یې شهادت شو په ځوانۍ کې 

       نور په ګور د شهید ځوان شه دا تاریخ دی (۱۰)

د میا عمر د مړینې یاد یې داسې کړی: 

د میا په درد و غم کې 

ناله ډېره شوه هم آه

وایه دا عمر ولي

ورسره رحمت الله

علیه ورسره ضم کړه

    په تاریخ به شې آګاه(۱۰)

شیدا خپل د زړه سوز او فغان د هغو کسانو د مړینې په اړه د شعر په ژبه اظهار کړی، چې ده ورسره له زړه مینه لرله یا ده ته قدردان وو، دی د هغوی په جدایۍ دردېدلی، په یاد یې خواشیني ښیی او نه‌شتون یې لویه ضایع بولي. د میا عمر د فیض او پوهې په اړه وايي چې په ژوندوني د هر ډول خلکو لپاره د پوهې لویه مرجع وه او له ده د فیض اخیستو لپاره به د ده په درګاه کې د هرې سویې خلک حاضر وو، شیدا وايي:

میا عمر په خپل دوران کې 

چې ګشاده یې د فیض باب و

شاه و ګدا یې په در حاضر و

   مرجع د خلقو عالم مآب و (۱۰)

همداسې د سرفراز خان په یاد او ارمان کې وايي:

تا چې وکړو انتقال سرفراز خانه!

ګرفتار په ډېر اندوه په ډېر غموم یم

په هر بزم کې را یاد د تا محفل شي

په ژړا کړم سترګې سرې د شمع موم یم

که مې نه وی سرد آهونه ژوندون ګران و

هسې سوی د فراق باد سموم یم

په هستۍ به نه‌شم خلاص له دې سختۍ

په نګین کې د عقیق ګنډلی نوم یم

دې تاریخ وته حیران ستا د رحلت وم

خسته زړه و ما ته ووې زه مغموم یم(۱۰)

 ۳- د وطن او سیمو یادونه: 

شیدا ته په پردېسۍ کې د خپل هېواد د بېلا بېلو سیمو، طبیعتونو، کاڼو، بوټو، غرونو او نور یادونه هماغه د پخوا په څېر خواږه یادونه دي او د جلاوطنۍ عمر یې هم همدې یادونو سره تېر کړی. که څه هم د هند ښکلاګانې او ښایسته طبیعت هم خپل خوند او رنګ لري، خو شیدا ته خپل وطن کشمیر و. 

دی په پردیسۍ کې د خپلې سیمې د ښکلاګانو منظرکشي داسې کوي:

تل د روه آب و هوا، واوره، سپین یخ هم

باغ و راغ، دښت و کهسار طرفه شاداب

یاد لره په خپل خاطر، په یاد یې پایه

شیدا وسپاره په قصر دا اطناب(۱۱)

یا 

چې د هند سبزو خوړلی پان وي

لعل و یاقوت چې دواړه لبان وي

زرکې چې ګرځي د روه په غرونو 

 ښایسته روغې په دغه شان وي (۱۲)

په دغه لاندې څلوریځه کې د هند زرغون طبیعت او ښکلا نه د خپل کلي ساده پاده خوبانې معتبرې بولي، ځکه له دې سره یې فطري او طبیعي تړاو دی، چې دا د هېڅ انسان نه هېرېږي: 

غره! بې ځایه د هند سبزانې دي

غنج و ادا لري که دلستانې دي

چې دلبري کا بې تکلفه 

     د روه په ملک کې ساده خوبانې دي(۱۳)

کاظم خان شیدا په جلاوطنۍ کې خپل محبوب نه دی هېر کړی، د هغه په یاد کې یې شپې او ورځې تېرې کړي، ده د خپل د مینې اظهار او د زړه خبرو لېږلو لپاره بل ریبار نه لره، نو د نسیم په خوله یې خپل سلامونه ورلېږل:  

نسیمه! ورشه د سرای سواد ته

له هغه پسه افضل آباد ته 

سلام یې وکړه په دواړه لاسه 

در و دېوار و ګل و شمشاد ته(۱۳)

٭٭٭

ګلونه وکړه د روه پلوسې

که دا پیام مې نسیمه! یوسې

خوشبو په تا ده د وطن سیمه

په دا دعا یم چې تازه اوسې(۱۴)

٭٭٭

کله سبا دی، باد مراد دی

چې یې لیدلی افضل اباد دی

راته یې ووې د حال په ژبه

       تازه دې ګل او سر و شمشاد دی (۱۴)

کله کله لکه د یوه بندي مرغه په څېر د تېرې آزادۍ په تصور کې ډوب شوی او د هغې طبیعي فضا انځور یې د شعر په ژبه داسې بیان کړی: 

په زړه یې ګرځي د غرونو څوکې

حملې د بازو د زرکو کوکې 

ووایه څه کا د روه نسیمه؟

    ګیرا منګولې زیبا مښوکې (۱۴)

۴- د طبیعي ښکلا یادونه: 

دلته د هند په وړاندې د خپل کلي (روه) د ښکلي طاوس او سیسۍ، ګورګورو، مماڼو او ښېرازه او زرغونې سیمې په یادولو سره خپل هغه دروني خوږ احساس د شعر په ژبه داسې بیانوي: 

ځار شه ترې هومره طاوسان زاڼې

لکه د ونو بې شماره پاڼې

د روه سیسۍ دي طرفه دلبرې 

نشته په هند کې دا هسې سکاڼې (۱۵)

٭٭٭

ښایسته ونې تازه یې پاڼې

وکښلې غاړې لکه شنې زاڼې

په کې نظر کړه ښاخ نبات دی

خوږې ګورګورې پنځې مماڼې(۱۵)

٭٭٭

کودن ته بویه ورانې جلۍ

نارې په غره کې د څڅلۍ 

ګلبانګ به څه کا د بلبلانو

زما دېوان دی باغ د ولۍ(۱۵)

۵- د یارانو او جلاوطنۍ احساس: 

ښاغلی رفیع په آواره شیدا کې وايي: د هند په پردېسۍ کې یې د سرای یاران پر زړه اوري او د خپلو اشعارو د سوغات ورلېږلو هیله لري: 

که یې سر ځي لکه شمع یکزبان دي

خلاف نه کا د خپل قول چې یاران دي

چې اختر لکه اسمان لري له کوره 

و هلال ته، څه محتاج هغه کسان دي

شیدا واستوه رنګین اشعار له هنده 

ستا له رای سره اشنا د سرای یاران دي(۱۵)

بل ځای ځان د سرای نه آواره بلبل بولي:

چې ګوزر وکړې صبا د سرای په لوري

آواره بلبل یې یاد په ګلزمین کړه (۱۶)

په سرای کې د (ولۍ) او (افضل آباد) یادونه:

ګله سبا دی، باد مراد دی

چې یې لیدلی افضل آباد دی

راته یې ووې د حال په ژبه 

تازه دې ګل او سر و شمشاد دی (۱۶)

٭٭٭

په خاطر مې لکه ګرد جانفشاني ده

که مې یاد د هغه شوخ په دامان پرېږدي

زه شیدا یې ګویا شاه د هفت کشور کړم

که یو دم مې په خپل طور اسمان پرېږدي(۱۷)

٭٭٭

تورې زمکې شي د هند په برسات کې

په ژړا چې سترګې تر مې دم په دم کړم

د حباب په کور مې آه کا لمبې بلې  

چې بیان د جدايي غم و الم کړم (۱۷)

٭٭٭

چې له خپله سره تېر د کلک په شان یم

په طلب هله د دې ښکلي جانان یم

چې خاطر مې شو مسکن دی د سبزانو 

راته وګوره یو نوی هندوستان یم

د شانې په صد پاره جګر قسم کړم

چې په غم کې دې تر زلفو پرېشان یم

که پرواز مې په هوا دی رها نه شوم

مطوق د هغه سروې خرامان یم

د غبار په شان یې یوړم پروا نه کا

دامنګیر د هسې شوخ ګرم جولان یم

په هندي ادا یې وکړې په ما چارې

       زه شیدا په زړه ساده د روه افغان یم (۱۷)

پایله:

شیدا په شعر کې له نازکخیالۍ او رنګین الفاظۍ سره سره تېرو یادونو پسې ارمان هم کړی دی. په پردېسۍ کې یې د تېر ژوند د یادونو غوټې سپړلي او په اهنګینه ژبه یې زمزمه کړي، چې په هغه کې یې د وطن خواږه یادونه هم وو، له حسرت ډک تېر ارمان هم و، د ملګرو او عزیزانو ذکر هم و، د تېر ژوند د بېرته راګرځېدو ارمان هم و او د ځان اواره‌ګي او د ژوند حبابي صحنو او کیسو ته یې هم د شعر اوبه ورکړي، چې موږ یې له څښلو سره ډېر ښه د هغه نوستالژيک احساس محسوسولی شو.  

په خاطـــر مې لکه ګرد جـــانفشاني ده

که مې یاد د هغه شوخ په دامان پرېږدي

(شیدا)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخذونه

۱- د کاظم خان شیدا دیوان،(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۱۳۹۳لـ.کال، دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۴۱مخ.

۲-کرګر، اکبر، پښتو شعر او تېرارمان، ۱۳۹۷لـ.کال، هاشمي خپروندیه ټولنه، ننګرهار، ۵مخ. 

۳- فارسي ویکي: https://www.parsi.wiki/fa/wiki/443753

۴- کرګر، اکبر، پښتو شعر او تېر ارمان،۴-۶ مخونه.

۵- د کاظم خان شیدا دیوان،(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۴۰۴مخ. 

۶- حقپال، پوهندوی ډاکټر میراجان، کابله مجله، ۱۳۹۴لـ.  کال، (درېیمه دوره، ۴مه ګڼه چنګاښ)، د علومو اکاډمي، کابل، ۶۹مخ. 

۷- د کاظم خان شیدا دیوان(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۱۴۸مخ.

۸- پورتنی اثر، ۵مخ.

۹- پوتنی اثر، ۴۲۱ مخ.

۱۰- پورتنی اثر، ۴۱۸-۴۱۹مخونه.

۱۱- رفیع، حبیب الله، آواره شیدا-دویم چاپ، ۱۳۹۷لـ.کال، د امان کتاب خپرولو موسسه، پېښور، ۴۵، ۵۲ مخونه. 

۱۲- د کاظم خان شیدا دیوان، (ترتیب او تدوین: همیش خلیل)۱۹۶۵م. کال، اداره اشاعت سرحد پېښور، ۱۷۸مخ.

 ۱۳- پورتنی اثر، ۱۸۶، ۱۶۱مخونه. 

۱۴- د کاظم خان شیدا دیوان(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۴۰۵، ۳۹۴، ۴۰۹مخونه.

۱۵-  پورتنی اثر، ۴۱۲، ۳۸۶، ۲۱۳ مخونه.

۱۶- رفیع، حبیب الله، آواره شیدا، ۳۱ مخ.

۱۷- د کاظم خان شیدا دیوان(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۲۳۰، ۱۴۷، ۱۴۶ مخونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب