یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Home+د نړۍ ترټولو لرغونې پېژندل شوې ژبه او ادبيات    

د نړۍ ترټولو لرغونې پېژندل شوې ژبه او ادبيات    

پوهنمل یحیا همای  د کابل پوهنتون استاد  

لنډیز (Absract):

په نړۍ کې تر دې دمه تر ټولو لرغونې ژبه چې لیکلي سندونه یې شتون لري، سومري ده او د بشر په تاریخ کې تر ټولو لومړني مستند ادبيات چې تر مونږه رارسيدلي هم د همدغو سومري توکمو اړوندېږي. سومریان له میلاده درې زره کاله وړاندې په بین النهرین (اوسمهالي عراق) کې پراخ مدنیت او واکمن دولتونه رامنځته کړي دي. د یاد مدنیت په ترڅ کې یې ښارونه ودان کړي، د ټولنیز او بشري ژوند لپاره یې اصول او کړنلارې رامنځته کړې دي. دوی د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پرمختللی قضايي سېستم رامنځته کړی، چې مجرمان پکې د قانون پر بنسټ محاکمه کیدل او په قانوني سازا رسول کيدل.

سومریانو د بشري تمدن د بنسټګرو په توګه په خپل مهال کې د بشري او ټولنیزې پوهې، نظم او پرمختګ په لار کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د بېلګې په توګه کولای شوو ووایو، د قانونو او بشري حقونو لومړی بنسټ د دوی له خوا ايښودل شوی دی او د بشري تمدن په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د قانون پر اساس ټولنه ادره کړې ده. د هېواد د ادارې په موخه یې شورايي مجلس جوړ کړی و.

دوی د بيلابېلو علومو او صنایعو لړۍ راپیل کړې چې بیا وروسته یې د نورو انسانانو له خوا په ټولنه کې د بېلابېلو پړاوونو له تېريدنې وروسته په تدریجي توګه بشپړتیا موندلې ده.

سومریانو د فلسفې او مذهب په برخه کې هم بشریت ته خدمتونه کړې دي، چې له دې جملې څخه یې کولای شو، د انسان د پيداکیدنې طرز، په بله نړۍ باور لرل، قیامت، د نوح ع توفان، له جسم څخه د روح بېلیدنه او د انسان په مړینې سره بلې نړۍ ته د هغې تلنه، په خیر او شر روښنايۍ او تیارې د باورونو یادونه وکړو. 

دا د نړۍ تر ټولو لومړنی بشري مدنیت دی، چې مستند لاسوندونه او اثار یې په لاس کې لرو. دا چې د سومریانو د توکم په اړه د اوسمهالو پوهانو نظریې او په دې اړه د څېړنو پايلې څه دي. په لومړيو کې چېرې اوسيدل یا څه مهال له کومې لارې دغې سیمې ته ورلېږدېدلي دي؟ د دوي ژبه، ادبیات، قوانین  باورونه څه وو او د څه ډول  ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو لرونکي وو؟ د دغې لنډې څېړنیزې مقالې موضوع جوړوي. 

سريزه  (Introduction)

د ژبو د منشا او پيدایښت په اړه ډول ډول باورونه، نظریات او روایات شتون لري. د نړۍ بېلابېلو پوهانو په دې برخه کې بېلابېل اندونه وړاندې کړي دي. د پوهانو له انده، د لومړنیو انسانانو لفظي ذخیره کمه وه او د خبرو اترو وړتیایې نه درلوده، څو د خپلو اندونو، پېښو او احساساتو جزوي تحلیل وکړي. د پدیدو د ستاینې او د پېښو د تشریح لپاره به یې ډول ډول حرکتونه ترسره کول. په پایله کې بشر ژبو په همدې ډول ورو او په تدریجي ډول وده او پرمختګ کړی او په دوام یې ډېر وروسته ګرامري او د مجردو مفاهیمو بڼې رامنځته شوي وي.

د پوهانو په اند هغه کلېمې چې  لومړنیو انسانانو به کارولې، کیدای شي، د هیجاناتو له امله رامنځته شوې چغې، ګواښونه او خبرداري وي. او کیدای شي له ځینو مادي شیانو له پاره یې له هغو څخه د راوتوونکو غږونو له مخې نومونه هم ټاکلي وي. فکر کېږي په هغو زمانو کې د پدیدو نومونه محدود او لږ وو، ځینې واحدې کلېمې چې واحد اهنګ به یې درلوده، د بېلابېلو مفاهیمو او ماناوو لپاره په کار وړل شوي وي.

 له دغو پوهانو څخه یې یوه ډله په دې اند دي، چې شاید د ځمکې په یوه نا پېژندل شوې سیمه کې بشر خلق شوی وي او په یوه ګډه ژبه یې خبرې کړې وي. د دوی وروسته چې بشر ډېرښت موندلی وي له دوی څخه ځینې توکمونه نورو سیمو ته ګډوال یا کوچيدلي وي. د هوا او چاپېریالي نامناسبو شرایطو په څېر د عواملو په پایله کې یې خپله ژبه ورو ورو بدله کړې او یوه بدله ژبه یې رامنځته کړې وي. فکر کېږي چې ډېری ژبو لیکلي اثار هم له ځانه نه وي پرایښي او له منځه تللې او هېرې شوې وې وي او ځینو ژبو له ډېرو بهیرونو او پړاونو له تېریدو وروسته خپله هستي ساتلې او تر مونږه یې ځان را رسولی وي. 

یو شمېر نور پوهان دې ته نږدې نظر لري او وايي چې بشر د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې خلق شوی ، په بېلابېلو سیمو کې یې ژوند کاوه او له ځانه یې یوه ژبه درلوده او دا د نړۍ د اوسمهالو ژبو اصلي رېښه بولي. 

خو له تاریخي پلوه د داسې یوې ژبې شتون، چې د بشر د لومړنۍ او ګډې ژبې نوم ورکړو، نه تر سترګو کېږي. موږ داسې کوم لاسوند په لاس کې نه لرو، چې پوه شو، د ناتراشلې تيږې د دور انسانانو له یو بل سره خبرې کولای شوې او یا دا چې په کومه ژبه یې خبرې کولې؟

د ناتراشلې تېږې د انسانانو له دوره یوازینی اخځلیک، چې موږ ته راپاتې دی او تر یو څه ځایه  د هغه پېر د انسانانو د احساس څرنګوالي، انګېرنو…د بیان په طرز باندې رڼا اچوي، هغه انځورونه او نقشې دي. دغه انځورونه او نقشې د هغه پېر د انسانانو د اوسیدو له ځایونو او مغارو تر لاسه شوې دي. د دغو  انځورونو او نقشو له مخې ویلای شو، چې دوی له نقاشۍ سره بلدتیا لرله او د یو بل د پوهاوي په موخه یې له حراکتي اشارو څخه کټه پورته کوله. 

له تاریخ وړاندې دورې اړوند  انځورونه او نقاشۍ انسانانو په لومړي ځل د اروپا په اسپانیا کې و موندل  او د آلتامیرا  (Altamira)  په نوم سمڅه کې کښل شوي وو. دا انځورونه د ( مارسلینو  دوسوتواولا-  Marcelino de Sautuola )   نوم تاریخ پوه د ماشومې لور په وسېله، چې له نوموړي سره د یادو سمڅو د لیدنې په موخه تللې وه، هغه ته ورښودل شوي وو. لومړۍ یې د سمڅې په پاسنۍ برخه کې د مېښې (Bison ) یو کښل شوي تصویر او ورپسې یې نور تصویرونه هم وموندل. له څیړنو وروسته یې تر 11 – 19  زرو کلونو پورې لرغونتوب اټکل شوی دی. 

ورپسې د فرانسې د (لاسکو) په نوم سمڅه کې په 1940 ز کال بیا هم د ماشومانو په وسېله انځورونه او نقاشۍ وموندل شوې، چې له څیړنو وروسته په دغه سمڅه کې په ټولیزه توګه د نقاشۍ 600 اثار ثبت شوي دي. د دغو انځوریزو اثارو لرغونتوب هم تر 17000 کلونو پورې اټکل شوی دی. 

همدا ډول د فرانسې له ( شوه ) نومي سمڅې څخه داسې انځوریز یا نقاشي اثار تر لاسه شوي، چې لرغونتوب یې له میلاد څخه 32000-30000  کاله وړاندې اټکل شوی دی. 

له تاریخ وړاندې دورې د انځوریزو اثارو وروستی خبر، چې د تېر ز کال په دسامبر کې خپور شو، د اندونېزیا په (سولاوسي) نومي ټاپو کې له یوې سمڅې څخه ترلاسه شوي نقاشي اثار دي، چې د پورته یادو شوو اثارو  رېکارډ یې مات کړ. د لرغونپېژندونکو له خوا د دغو نقاشیو او انځورونو لرغونتوب 44000 کاله ښودلی شوی دی.

د پورته مواردو له یادونې ورسته کولای شو ووایو، چې د انځوریزو مفاهیمو د وخت په تېريدو سره پراختیا او بشپړتیا موندلې او ددغې لړۍ په پایله کې انځوریز لیک رامنځته شوی دی. تر ټولو لومړنۍ انځوریز لیک هم د لرغونو سومریانو اړوندېږي، چې بیا وروسته یې د میخي لیک بڼه غوره کړې ده.  سومري ژبه د لیکنیز سیستم او ګرامر لرونکي لومړنۍ ژبه ده، چې په سلګونو زره لاسي کښل شوې لوحې په کې شتون لري او په وسېله یې خپل معلومات او اسناد تر مونږه رارسولي دي. اوسمهال یاده ژبه د بشر په تاريخ کې د نړۍ تر ټولو لرغونې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه بلل کېږي.   

کلیدي ټکي (Keywords):

سومریان، د نړۍ تر ټولو لرغونې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه او ادبيات، لومړنی بشري مدنیت ، د ژبو منشا او پيدایښت ، لومړنۍ انځوریز لیک، بشري مدني لاسته راوړنې، سومري ګروهه عقیده، اسیايي اقوام( اورال- التايي) ازاربایجان ، بین النهرین یا اوسمهالي عراق، ټولنیز او سیاسي جوړښت، کښلې لوحې. لومړني نامتو داستانونه، حماسي ، سرودونه، مرثيې، تاریخي اسناد، رسالې، احکام ( اخلاقي  اصول اوکړنلارې) اوضرب المثلونه…

 د څیړنې شالید (Research background):  

په افغانستان کې دننه په پښتو او دري ژبو کې په ټولیزه توګه د عمومي او پرتلیزې تاریخي ژبپوهنې په برخه کې کار ډېر محدود او د نورو هېوادونو او ژبو په پرتله پکې په نشت حسابېږي. په ځانګړې توګه د یادې موضوع په اړه په هېواد دننه په دري او پښتو ژبو کې منظم علمي او څېړنیز اثار او توکي شتون نه لري. که څه وي هم ډېری یې د اریايي ژبو او توکمونو تر بريده محدودېږي.

د څیړنې میتود (Research method): 

د څېړنې میتود کتابتوني دی. د نړۍ د ژبپوهانو او په ځانګړي توګه د انګلیسي ژبې هغه نوي او باوري اثار د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه کارول شوي، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. نور اړوند علمي توکي هم په څېرمه توګه تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره ډېری د انټرنېټ له لارې د نړۍ له سترو پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو، وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي.

سومريان څوک وو؟

سومریانو له میلاد څخه کابو ۷۵۰۰-۶۰۰۰ کاله د مخه له خپلو نورو نږدې قومونو( هوریانو، ایلامیانو، قوتتیانو، اراتتایانو، مادیانو) سره یو ځای له منځنۍ اسیا څخه کوچیدلي دي. لومړی په ازربایجان او ایران کې میشته شوي او بیا په بین النهرین یا اوسمهالي عراق کې میشته شوي او روڼ بشري تمند یې رامنځته کړی دی. سومري تمدن د ازربایجان د لرغونو تمدنونو( قوتتي، هوري، ارتتا، ماننا، لورارتو، ماد) سره نږدې اړیکې لري او خپله هم د ازربایجان لرغونی تمدن ګڼل کېږي. اوسمهالې ډېری پوهان وايي چې سومریان له اسیايي اقوامو( اورال- التايي) څخه دي او د دوی ژبه چې سومري نومېږي، په یاده سیمه کې غوړېدلې وه. د سومري په نامتو حماسې داستان ګل ګامش،  کې چې د بشر تر ټولو لرغونی داستان بلل کېږي، د ازبایجان د ډېری سیمو یادونه شوې ده. د نوموړي داستان اتل د سومر د اوروک ښار پاچا او خدای دی، چې د تلياتې او ابدي ژوند کولو د راز د موندو په موخه د ” اوتنا بيشديم”  په نوم ځای ته، چې د خزر سمندر په منځ کې موقیعت لري، اوږد او له خطره ډک سفر پیلوي او دغه سفر له اذربایجان څخه پیلېږي. 

په ازبایجان کې اوس هم په سلګونو داسې تپې شتون لري، چې په زرګونو کاله وړاندې تاریخ لري. اوسمهال په نوموړي هېواد کې د یادو تاریخي تپو په ناقنونه توګه رایستنه، قاچاق او خرڅلاو دوام لري. که دغه تپې په علمي توګه راوسپاړل شي او پر اړوندو توکو یې څېړنې ترسره شي، دا موضوع به په بشپړه توګه جوته او د نوموړې سیمې د تمدني تاريخ په لا روښانه کولو کې مرسته کولای شي. 

خو ورسره دا یادونه هم اړینه ده، چې یو شمېر عربي او یهودي څېړونکي په ډېرو کمزورو دلایلو سره وايي چې لرغوني سومریان له اذربایحان نه، بلکې له سامي نژادو توکمونو څخه دي او نوموړې سیمې ته په کوچیدو سره یې یاد تمدن رامنځته کړی دی. خو بې پلوي پوهان دغه ادعاوې له علمي باوره لرې، بې لارې کونکي او تعصبي نظریات بولي. 

د سومریانو تمدن د اوروک په دوره ( له میلاد وړاندې څلورمه زریزه) کې بڼه خپله کړې او د حمدت نصر او د لومړي دودمان تر دورې یې دوام موندلی دی. د دې واکمنو لړۍ ته په ۲۲۷۰ مخزېږدېز کال د اکادي امپراتورۍ د سامي ژبو پاچاهانو له خوا  پای ورکړل شو، خو د هغوی ژبه د یوې سپېڅلې ژبې په توګه ژوندۍ وه(107:3) .

سومري ژبه او ادبیات:

سومري د سومریانو اړونده لرغونې ژبه ده چې له جلا او ځانته ژبې په ډله کې راځي. تر اوسه یې له کومې ژبې سره اړیکه نه ده تثبیت شوې، خو پوهان یې د ژبو د جوړښتي نظامونو له پلوه یوه  پيوندي ژبه بولي. دا د ژبو په تاریخ کې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه ده، چې د لیکني سېستم او پوښیز( ګرامري) جوړښت لرونکې ده او له خپله ځانه یې لیکلي او مستند اسناد پر اېښي دي. د یادې ژبې لیکدود په لومړیو کې انځوریز ډوله وه او وروسته یې د میخي لیک بڼه غوره کړې ده. په نوموړي ژبه کې د لومړي ځل لپاره ليکني ادبیات رامنځته شوي او تر مونږه رارسېدلي دي. 

د سومریانو تر ټولو هنرونو لوړه لاسته راوړنه ادبیات دي. څېړونکو سومري ادبیات په اتو برخو سره جلا کړي دي:

استورې، حماسي داستانونه، سرودونه، مرثيې، تاریخي اسناد، رسالې، احکام ( اخلاقي  اصول اوکړنلارې) اوضرب المثلونه.

 له سومري اسطورو څخه یې درې د نورو  ژبو له داستانونو سره ورته والی لري. چې له هغو څخه یې یو هغه داستان دی، چې پکې ادمیان له ګل څخه پیدا شوي او د دیلمون  په نوم ځای کې اوسېږي. دویم د نوح ع توفان او درېیم هم د ایوب ع د صبر داستان دی، چې په دغو اسطورو کې شتون لري. 

د سومري شاهیو د درېیمې لړۍ د بنسټ ايښودونکي اورناما د زوی شولګي Shulgi د پاچاهۍ پر مهال چې له هنر، شعر او موسیقۍ سره یې زیاته لېوالتیا لرله، په سومري ژبه کې ژبنیو ادبیاتو د پام وړ پراختیا موندلې او له هغو ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې لوحې چې تر اوسه موندل شوي، ډېری یې د شولګي د ۵۰ کلنې دورې اړوندېږي. په یاده دوره کې د سومري ژبې لیکنۍ پانګې پراختیا ومونده. د نیپور او اور په ښارونو کې ډېر شمېر ښوونځایونو شتون درلود، چې ډېری یادې لوحې پکې کښل شوې دي (122:5).

پوهانو دسومري ژبې تاریخ په څلور برخو وېشلی دی:

لرغوې سومري: د سومري لرغونې دوره له میلاد څخه ۳۱۰۰ کاله وړاندې راپيل او تر  ۲۰۰۰ مخزېږدېزو کلونو پورې موده تر پوښښ لاندې لري. دا هغه لرغوني تر لاسه شوي متون دي، چې له لومړیو پړاوونو یې په ځای پاتې دي. په دغو متونو کې د هغه مهال اړوند سوداګریز او اداري سندونه او د تمرین په توګه زده کړنۍ لیکنې شاملېږي. 

زړه یا کلاسیکه سومري: زړه یا کلاسیکه دور له ۲۵۰۰ تر ۲۳۰۰ مخزېږديز کلونو پورې مهال ته پوښښ وکوي. دغه متون د لاګاش د لومړیو حاکمانو اړوندېږي، چې په هغو کې هم سوداګریز، حقوقي، اداري متون، شخصي او شاهي کتیبې، شخصي او رسمي لیکونه او مذهبي توکي شامل دي. 

نوې سومري: له ۲۳۰۰ مخزېږديزو کلونو وروسته د سامي اکدي حکمرانیو دوره د بابل پر سیاست واکمنه کېږي او د سومري ژبې د کمزورتیا لامل کېږي. په دغه دوره کې په اکدي امپراتورۍ کې له اکدي ژبه څخه په پراخه کچه ګټه پورته کېده، په داسې حال کې چې له سومري ژبې د سومر په یوه وړه سیمه کې د کارونې محدودې زمینې لرلې. دا مهال د اور په درېیمه دوره کې سومري ژبه له یوې لنډمهالې بیا پیاوړتیا سره مله شوه. د دغې دورې اړوندې سومري ته نوي سومري ویل کېږي او تر ۲۰۰۰ مخزېږدېزو کلونو پورې یې دوام موندلی دی. 

وروستۍ سومري: د لارسا، ایسین او بابل دورې حکمرانیو لړۍ چې د بابل د زړې دورې په نوم هم پېژندل کېږي، بابل په سیاسي پلازمېنه او د سیمې په تر ټولو مهم ښار بدل کړ. په دې دوره کې سومریانو خپل سیاسي هویت او خپله د ویلو ژبه له لاسه ورکړي وو. خو د یوې لیکنې ژبې په توګه یې په میخي لیکنو کې ژوند ته دوام ورکړ. د دې دورې سومري ته پسا سومري ویل کېږي. د پسا سومري په لومړۍ دوره کې یاده ژبه په حقوقي او اداري متونو او همدا ډول په سلطنتي کتیبو کې کارېدلې ده (134:1).

د سومریانو ټولنیز او سیاسي جوړښت:

سومریانو په لومړي ځل د بین النهرین (اوسمالي عراق) په سوېل کې ښاري تمن رامنځته کړی دی. د دوی اقتصاد تر ډېره پر کرنې ولاړ وو  او یوشمېر خلک یې د مالدارۍ او شپانۍ په چارو بوخت وو.  د دې تر څنګ یې د صنعت د پراختیا  په هڅه کې وو او د صنعتي پراختیا په ترځ کې یې وکولای شول، چې له میلاد وړاندې په درېیمه زريزه کې سومر د ۱۳ ښارونو لرونکی کړي. دا ښارونه په ډېرو کلو پوښل شوي وو. د پوهانو د اټکلونو له مخې په هر یو ښار کې له 10000-  50000پورې کسانو ژوند کاوه. سومریانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د ادارې په موخه شورايي مجلس جوړ کړی و. یاد مجلس د دوو تالارونو لرونکي و، چې یو یې د مشرانو او سپینګیرو او دوېیم یې د ځوانانو لپاره ځانګړی شوی و. دوی د خپل جوړ کړي قضايي سېستم په رڼا کې د محکمې د قانون پر اساس مجرمینو ته سازه اوروله. د محکمې په هره جلسه کې څلورو قضیانو همهاله ګډون کاوه. تاریخ پوهان وايي چې د سومریانو له خوا د سومر پر سیمه د پاچاهیو درې لړۍ تېرې شوې دي.  د سومریانو لومړی دولت په 3000 مخزېږدېز کال د ” کيش” حاکم “ایتانا- etana ” له خوا رامنځته شوی دی. په سومري لوحو کې د دغه پاچا یادونه شوې، چې خلکو ته یې ارامي او نیکمرغي راوړې ده. د سومرحکومت وروسته د اوروک د ښار د حاکمانو په لاس کې لوېږي، چې نامتو پاچاهان یې ینمرکار، لوګلبوندا، ګل قامیش، دوموزي ښودل شوي دي. په یاده دوره کې شاعرانو او لیکوالانو حماسه ویلو ته مخه کړې وه او د سومري ادبياتو نامتو داستان ګل قامیش هم د دغې دورې اړوند بلل کېږي. بیا وروسته د پاچاهیو دغه لړۍ د اور او لاګاښ ښارونو حاکمانو ته رسېږي. ورپسې په 2350 مخزېږديز کال د اکد د ښار سامي نژادی حاکم (سرګون) پر سومر واکمني کوي او ورسره اکدي ژبه هم په یاده سیمه کې د سومري تر څنګ رسمي حالت غوره کوي. په اور کې د سومري پاچاهیو دوېیمه لړۍ د قوتتیانو په مرستې او همکارۍ د اور د ښار د حاکم ګوېډا Gudea له خوا رامنځته کېږي. د وروستۍ یا درېیمې لړۍ بنسټ یې د سومري نژادي ارو ناما Ur-Namma  نومي کس له خوا په 2050 مخزېږدېز کال ایښودل شوی دی، چې د سومریانو په سیاسي تاریخ کې یو ډېر رفورمېست پاچا بلل شوی دی او د بشر په تاريخ کې یې د لومړي ځل لپاره په لیکلې بڼه د قوانینو  ټولګه رامنځته کړې ده(119:3) . 

سومري ګروهه (عقیده)

لرغونپېژندونکي په دې باور دي، چې سومریان د پګانه دین پیروان وو. دوی د خپلې ګروهې له مخې د ډېری خدایانو پر شتون باوري وو. د دوی هر شهر د یوه ځانګړي خدای لرونکی و او پاچا هم پکې د ښار له خدای سره له دیني پلوه د درناوي وړ مقام درلود. د سومریانو له نظره خدایان هم لکه د انسانانو په څېر د شوهت، کلکزړي توب، عشق، نفرت او نورو ستاینو لرونکي وو. د دوی په باور هغوی هم لکه د شاهانو په څېر خوښ او ارام ژوند درلوده او په همدې لامل یې عبادتځایونه په ښکلو او لوړبیه ډبرو او ښکلو شیانو سره ښکلي کول. 

همدا ډول دوی د (دیلمون) په نوم په یوه پاکه ځمکه باوري وو، چې د روښنايۍ، پاکۍ او سلامتۍ لرونکې وه. دوی باور درلود چې د هغې په منځ کې یو سپېڅلی باغ دی او په منځ کې یې خدایان ژوند کوي. هغه نامتو خدایان چې سومریانو پرې باور درلود، دا دي:

انو (Anu): د جنت څښتن او اصلي خدای
انلیل (Enlil): د هوا خدای
انکي (Enki): د پوهې خدای
ارشکیګال (Ereshkigal): د مړو خدای
اینانا (Inanna): د پېښو او بریدونو خدای
نامو (Nammu) – ننهورساج (Ninhursag) – نانا (Nanna): د میاشتې خدایان
اوتا (Utu): د لمر خدای

سومري پاچاهان هم د دین مشران او لارښونکي وو او خپل ځانونه یې د خدای له لوري د ښار ګمارل شوي مشران بلل او خپلې شتمنۍ به یې د ښار د خدای د معبدونو او عبادتځایونو په جوړنې په لګښت رسولې. پاچاهانو به هڅه کوله چې لوی او ښکلي عبادتځایونه ورغوي. 

یاد خدایان یې د پاکو او نجیبو روحونو لرونکې الهې بللې او د درملنې او اړتیاوو پر مهال یې له هغو غوښتنې کولې او په دې باور وو، چې په دې توګه له خبیثې اروا څخه خوندي او روغتیا مومي. لکه له سومریانو څخه د راوروسته دورو د زردشتیزم  په څېر د خیر او شر په دوو متضادو ځواکونو ګروهمن وو(117:3) .

د سومریانو مدني لاسته راوړنې: 

ډېری پوهان او څېړونکي په دې اند دي، چې تر موږه رارسېدلې ننۍ تمدني لړۍ ، له لرغوني سومرڅخه راپيل شوې ده. د لرغوني سومر تمدن د بشري تاریخ په لړ کې تر ټولو هغه لرغونی پيژندل شوی تمدن دی، چې استنادي توکي او معلومات یې تر مونږه رارسیدلي دي.

سومریانو د بشري تمدن د بنسټګرو په توګه بشریت ته ډېری خدمتونه کړي او په خپل مهال کې یې د بشري او ټولنیزې پوهې، نظم او پرمختګ په لار کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د بېلګې په توګه کولای شوو ووایو، د قانونو او بشري حقونو لومړی بنسټ د دوی له خوا ايښودل شوی دی او د بشري تمدن په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د قانون پر اساس ټولنه ادره کړې ده. سومریانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د ادارې په موخه شورايي مجلس جوړ کړی و، چې له دوو تالارونو جوړ شوی و، یو یې مشرانو او سپینګیرو او دوېیم ځای د ځوانانو اړوندېده .

همداراز یې د بيلابېلو علومو او صنایعو لړۍ راپیل کړې چې بیا وروسته یې د نورو انسانانو له خوا په ټولنه کې د بېلابېلو پړاوونو له تېريدنې وروسته په تدریجي توګه بشپړتیا موندلې ده.

.سومریانو د فلسفې او مذهب په برخه کې هم بشریت ته خدمتونه کړې دي، چې له دې جملې څخه یې کولای شو، د انسان د پيداکیدنې طرز، په بله نړۍ باور لرل، قیامت، د نوح ع توفان، له جسم څخه د روح بېلیدنه او د انسان په مړینې سره بلې نړۍ ته د هغې تلنه، په خیر او شر روښنايۍ او تیارې د باورونو یادونه وکړو. 

دا ډول د لیک رامنځته کیدنه یا احتراع ( لومړی هیرو ګلیف او وروسته میخي لیک) د سومریانو یوه بله ستره لاسته راوړنه ده، چې د بشري ټولنې د پوهې او پرمختګ په برخه کې یې مهم رول لرلی دی. د همدې میخي لیک د کارونې لړۍ تر ۳۵۰۰ کلونو پورې غزېدلې او په وروستو کې په ایلامي، اکدي او پارسي ژبو ډبرلیکونه هم په همدغه میخي لیک سره کښل شوي دي (107:3). 

موندنې (Findings): 

  • سومریانو له میلاد څخه کابو ۷۵۰۰-۶۰۰۰ کاله د مخه له خپلو نورو نږدې قومونو( هوریانو، ایلامیانو، قوتتیانو، اراتتایانو، مادیانو) سره یو ځای له منځنۍ اسیا څخه کوچیدلي دي. لومړی په ازربایجان او ایران کې میشته شوي او بیا په بین النهرین یا اوسمهالي عراق کې میشته شوي او روڼ بشري تمند یې رامنځته کړی دی.
    • ټولې هغه نظریې ناسمې دي، چې وايي سومریان سامي نژادي دي او یا هم د هغوی تمدن سامي تمدن نوموي.
  • د سومري په نامتو حماسې داستان ګل قامېش کې چې د بشر تر ټولو لرغونی داستان بلل کېږي، د منځنۍ اسیا ، خزر او ازبایجان د ډېری سیمو یادونه شوې ده.
  • سومریانو هم په خپلو کتیبو کې ځانته ” کارا کل” ( قارا قل ) یانې تورسري ویل، نه سومریان او په روښاته توګه یادونه کوي سومر ته له شمال او شمال خیځو غروو له لارې رالېږدېدلي دي. 
  • د لیک رامنځته کیدنه یا احتراع ( لومړی هیرو ګلیف او وروسته میخي لیک) د سومریانو یوه بله ستره لاسته راوړنه ده، چې د بشري ټولنې د پوهې او پرمختګ په برخه کې یې مهم رول لرلی دی.
  • تراوسه د سومري ژبې په سلګونو زره متني ټوټې چې پر لاسي لوحو او نورو توکو کښل شوې دي، ترلاسه شوې دي. 
  • د سومري شاهیو د درېیمې لړۍ د بنسټ ايښودونکي اورناما د زوی شولګي Shulgi د پاچاهۍ  پر مهال چې له هنر، شعر او موسیقۍ سره یې زیاته لېوالتیا لرله  په سومري ژبه کې ژبنیو ادبیاتو د پام وړ پراختیا موندلې ده.

پایله (Result):

د سومریانو په اړه د پورته یادونو وروسته دې پایلې ته رسېږو، چې سومریان سامي نژادي نه بلکې د منځنۍ اسیا د هغو نا سامي اقوامو څخه دي، چې له منځنۍ اسیا، خزر، ترکیې اذربایجان ته او له هغه ځایه بین النهرین(اوسمهالي عراق) ته تللي او د بشر په تاریخ کې یې لومړنۍ تمدن رامنځته کړی دی. سومریانو د بشري تمدن د بنسټګرو په توګه بشریت ته ډېری خدمتونه کړي او په خپل مهال کې یې د بشري او ټولنیزې پوهې، نظم او پرمختګ په لار کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د قانونو او بشري حقونو لومړی بنسټ د دوی له خوا ايښودل شوی دی او د بشري تمدن په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د قانون پر اساس ټولنه ادره کړې ده. سومریانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د ادارې په موخه شورايي مجلس جوړ کړی و او د بيلابېلو علومو او صنایعو لړۍ یې راپیل کړې چې بیا وروسته یې د نورو انسانانو له خوا په ټولنه کې د بېلابېلو پړاوونو له تېريدنې وروسته په تدریجي توګه بشپړتیا موندلې ده.

دا چې د تحلیل اصلي او مرکزي موضوع سومري ژبه او ادبيات دي، نو پایله داسې رالنډوو، چې سومري د سومریانو اړونده لرغونې ژبه ده او د جلا او ځانته ژبو په ډله کې راځي. تر اوسه یې له کومې ژبې سره اړیکه نه ده تثبیت شوې، خو پوهان یې د ژبو د جوړښتي نظامونو له پلوه یوه  پيوندي ژبه بولي. دا د ژبو په تاریخ کې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه ده، چې د لیکني سېستم او پوښیز( ګرامري) جوړښت لرونکې ده او له خپله ځانه یې لیکلي او مستند اسناد پر اېښي دي. د یادې ژبې لیکدود په لومړیو کې انځوریز ډوله وه او وروسته یې د میخي لیک بڼه غوره کړې ده. په نوموړي ژبه کې د لومړي ځل لپاره ليکني ادبیات رامنځته شوي او تر مونږه رارسېدلي دي. پوهانو دسومري ژبې تاریخ په څلور برخو  یا دورو وېشلی دی

د سومریانو تر ټولو هنرونو لوړه لاسته راوړنه ادبیات دي. څېړونکو سومري ادبیات په اتو برخو سره جلا کړي دي:

استورې، حماسي داستانونه، سرودونه، مرثيې، تاریخي اسناد، رسالې، احکام ( اخلاقي  اصول اوکړنلارې) اوضرب المثلونه. له سومري اسطورو څخه یې درې د نورو  ژبو له داستانونو سره ورته والی لري. چې له هغو څخه یې یو هغه داستان دی، چې پکې ادمیان له ګل څخه پیدا شوي او د دیلمون  په نوم ځای کې اوسېږي. دویم د نوح ع توفان او درېیم هم د ایوب ع د صبر داستان دی، چې په دغو اسطورو کې شتون لري. 

اوسمهالي ډېری پوهان او څېړونکي په دې اند دي، چې تر موږه رارسېدلې ننۍ تمدني لړۍ، له لرغوني سومر څخه راپيل شوې ده. د لرغوني سومر تمدن د بشري تاریخ په لړ کې تر ټولو هغه لرغونی پيژندل شوی تمدن دی، چې استنادي توکي او معلومات یې تر مونږه رارسیدلي دي.

پای پایله (Conclusion): 

  • د اوسمهالو باوري څېړنو پايلې دا په ډاګه کوي، چې سومریان له اسیايي اقوامو( اورال- التايي) څخه دي او د دوی ژبه چې سومري نومېږي، په یاده سیمه کې غوړېدلې وه. د سومریانو د لاسي لوحو او لیکنیزو توکو له مطالعاتو په روښانه دا په ډاګه کېږي، چې له منځنۍ اسیا څخه کوچیدلي دي. لومړی په ازربایجان، ایران او بیا وروسته په بین النهرین یا اوسمهالي عراق کې میشته شوي او روڼ بشري تمند یې رامنځته کړی دی.
  • یاد شواهد او لاسوندونه د څو لسیزو وړاندې یو شمېر هغو یهودي او عربي سومر پېژندونکو نظرونه له علمي باور غورځوي، چې د تېرې نیمې پېړۍ په لړ کې یې سومریان سامي توکمي بللي او یاد تمدن یې سامي تمدن بللی دی. 

وړاندیزونه (Suggestions):

  • که د ملګري ملتونو (یونسکو) له خوا د ازاربایجان لرغونې تپې په علمي توګه راوسپاړل شي او پر اړوندو توکو یې څېړنې ترسره شي، دا موضوع به په بشپړه توګه جوته او د نوموړې سیمې تمدني تاريخ په لاروښانه کولو کې مرسته کولای شي.
  • په افغانستان کې دننه په پښتو او دري ژبو کې په ټولیزه توګه د عمومي او پرتلیزې تاریخي ژبپوهنې په برخه کې کار ډېر محدود او د نورو هېوادونو او ژبو په پرتله پکې په نشت حسابېږي.
  • د هغو ناسمو او ناوړه سیاستونو مخه ونیول شي، چې د خلکو د ژبنیو حقونو په لار کې خنډ کېږي.
  • د ژبې د ژغورنې لومړني مسولیت د ژبې ویوونکو ته ورګرځي، په کار ده د خپلې ژبې پر وړاندې بې پروايي او ناغيړي ونه کړي او د یوه مانوي ارزښت او هویت په توګه یې د ژغورنې او پیاوړتیا لارې چارې ولټوي. 
  • هغه ژبې چې یا لیکنۍ سیستم نه لري او یا یې د ژوندي پاتې کیدنې په اړه ناهیلۍ زیاتې وي، په کار ده د اوسمهالې ټکنالوژۍ په مرسته ثبت او اړوند توکي یې خوندي کړل شي. 

ماخذونه (References):

  • Black, Jeremy. (2004). The literature of ancient Sumer. New York: Oxford University Press
  • Dixon, Robert M. W. (1997). The Life and Death of Languages. UK, Cambridge: Cambridge University Press.
  • Durant, Will. (1999). The story of Civilization, translation by many authors. Tehran: Message Publication center
  • Edzard, Dietz Otto. (2003). Sumerian grammar. Netherlands: Koninklijke Brill NV
  • Lewis,Theodore J. ( 2003). Epics of Sumerian kings : the matter of Aratta. New York: Society of Biblical Literature 
  • McWhorter, John. (2004). The Story of  Human Language . Cornell University, USA: The Teaching Company Limited Partnership
  • Pereltsvaig, Asya. (2012). Languages of the World: An Introduction. Cambridge, UK: cambridge university press
  • woodard ,roger d. 2008 The Ancient Languages of Asia Minor New York: Cambridge University Press 
  • Nichols, Johanna. (1992). Linguistic Diversity in Space and Time. Chicago : Chicago University Press

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب