یکشنبه, اکتوبر 17, 2021
Homeخبرونهاستاد صمیم: پرونۍ پېښه ناسم پوهاوی و، قلم او ټوپک د یو...

استاد صمیم: پرونۍ پېښه ناسم پوهاوی و، قلم او ټوپک د یو بل په ژبه نه پوهیږي

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د افغانستان مخکښ فرهنګي شخصیت استاد محمد آصف صمیم، چې پرون د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د طالبانو استخباراتو د یوې وینا له کبله بندي کړی و، دغې پېښې ته غبرګون ښودلی.

استاد صمیم په کامه کې د ده په نوښت جوړ شوي( حمزه کتابتون) ته له ورغلو فرهنګیانو سره په ناسته کې ویلي: زما له خواخوږو مننه وکړئ، پرونۍ پېښه یو سو تفاهم و، ځکه قلم د ټوپک او ټوپک د قلم په ژبه نه پوهیږي.

ویل کیږي، چې استاد صمیم پرون د کامې په دارالمعلمین کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د طالبانو د استخباراتي مامورینو له لوري لومړی له دریځه ښکته او بیا دوی سره بیول شوی و.

استاد صمیم پخپله وینا کې ویلي و، چې اسلامي شریعت له خولې توییدو مخکې مزدورانو ته د مزد ورکولو امر کړی، خو طالبانو لا د ښوونکو څو میاشتیني معاشونه نه دي ورکړي.

طالبانو ته نیږدې خبري سرچینو ویلي، چې د دوی د ننګرهار والي له استاد صمیم څخه د هغه د نیول کیدو بښنه غوښتې او هغه یې په عزت رخصت کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې سلګونه فرهنګیانو پر دې عمل توند غبرګونونه ښودلي او ویلي، چې که طالبان د استاد صمیم په شان نقاد نه شي زغملای، له نورو منتقدینو سره به یې چلند څنګه وي؟

آصف صمیم د نړۍ په مختلفو څنډو کې د افغان او په تېره پښتنو فرهنګیانو ته د یوه فرهنګي مرجع حیثیت لري او له ډېر درناوي برخمن شخصیت دی.

نن په ټولنیزو رسنیو کې د ننګرهار لسګونه فرهنګیانو د هغه فرهنګي دربارته د ورتلو او د هغه د عیادت عکسونه خپاره کړي وو.

2 COMMENTS

  1. یو استاد باید پوه وی چه دپردو مسؤلیت په بل نه اچول کیږی. نه باید له طالبانو دمعجزو توقع ولری.
    هغه خبره چه ده کړی مناسبه نده او دشر اچونکو حلقو لخوا به استعمال سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب